ورځپاڼو ته کتنه ۲۶-۱۲-۹۹
(last modified Tue, 16 Mar 2021 09:23:44 GMT )
Mar 16, 2021 13:53 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۲۶-۱۲-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو

وړومبے هم د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلوو. دغې ورځپاڼې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير له قوله وليکل:

 د نړیوالې ایټمي موافقې په اړه هیڅ خبرې اترې نه کوو.

محمد جواد ظریف  وئیلي دي ، امریکه په نړیوالې ایټمي موافقې کې  کارړنګونې کوي  او  باید یو ځل بیا ووایو چې ایران  به  هیڅکله د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  په باب  خبرې اترې  ونه کړي .

 جواد ظریف  زیاته کړه د امریکا خبرو ته  نه ،بلکه  د دوي کړچار بدلولو او عملی  کړنو ته  ضرورت لرو .

 د ایران خارجه وزیر زیاته کړه  امریکې   اجازت نه دے ورکړے، جنوبی کوریا د ایران غوښتنې چې ټاکل شوې وه،دسوئيزرلېنډ دبانکونو له لارې يې ترلاسه کړي، پوره کړي .

ورځپاڼې همدارنګ د خارجه وزارت د وياند په  حوالې سره ليکلي دي:

IAEA دې بې پلوه اوپه تخینکي چوکاټ کې خبرې کوي.

سعید خطیب زاده پرون په خبري کنفرانس کښې  د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس د عمومی مدیررافایل ګروسي د وروستیو څرګندونو په باب  وئيلي  دي ،دایران په ایټمی فعالیتونو د څارنې موضوع  تخنیکي موضوع ده او  ایران د سیف ګارډز  په چوکاټ کې لازمې لاس رسئ برابرې کړي دي .

 خطیب زاده  همداراز د هرمز تنګي د لارې د اهمیّت د کمولو په موخې سره د عربستان ،اسرائيلو او اماراتو د ریلي کوریډور د جوړولو د احتمال په باب  هم ووئيل   د قدس نیواکګر رژيم  ممکنه ده وغواړي ، له هر فرصته  ناوړه استفاده وکړي ،خو دغه رژيم د ځوړتیا او زوال په حالت کې دے .

-----------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا لیکي په هېواد کښې د کورونا د ايراني وېکسينو د توليد د کارخانې پرانېسته اوشوه.

د خبر له مخې دغه کارخانه چې د امام د فرمان د اجرائي کمېټۍ لخوا جوړه شوې ده په مياشت کښې به د کورونا د وېکسينو درې ميلين ډوزه توليدوي. دغه پرانېسته پرون د دغې کمېټۍ د مشر او د روغتيائي ادارې د چارواکو په شتون سره ترسره شوه.

ورځپاڼې د يمن د انصارا... يو لوړرتبه غړي محمد علي حوثي په نقل سره وليکل: مونږ د امريکې د عملي اقداماتو په طمه يوو.

حمد علی الحوثی وویل: یمن د اوربند مخالفت نه کوي بلکې د سعودي د ائتلاف د تېریو او د محاصرې د ختمېدو غوښتونکی دی.

الحوثي د دې په بیانولو سره چي د یمن ولس به دسعودي تیری او د فراخي محاصرې په وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي، زیاته کړه: خو بیا هم د انصارالله غورځنګ د یوې نړیوالي مینځګړې له لارې د یمن د کړکېچ د حل لارې سند د امریکې له استازی سره شریک کړے دے.

---------

د تهران يوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر د عمومي قوماندان له قوله وليکل: د سپاه د سمندري ځوا ک دقدرت زیاتیدل د ایران دملت دعظمت لوړتیا ده.

جنرل حسین سلامي پرون  د سپاه سمندري ځواک  ته د توغندوي تجهیزاتو  د سپارلو په دستورو کښې  دغه ځواک دیو مهم دفاعي اورګان په توګه یاد کړ او ټينګار ئې کړی دی ، ددغه سمندري ځواک قدرتمنیدل  د ایران  د ملت دعظمت او پرتم د لوړتیا لپاره د تدبیر او آرمان پوره کیدا  په اساس ده .

---------

اوس به د پاکستان ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې د راولپنډۍ چاب جنګ ورځپاڼه رااخلو. دغې ورځپاڼې په خپل وړومبي مخ شه سرخۍ کښې ليکلي د پاکستان حکومت د دغه هېواد د انتخابات د کمېشن له مشر او نورو کارکونکو د استعفاء غوښتنه وکړه.

پرون د تعليم ، اطلاعاتو او سائنس او ټېکنالوجۍ وفاقي وزيرانو شفقت محمود، شبلي فراز او فواد چودهري په يو اخباري کانفرنس کښې تور ولګوۀ چې دغې ادارې غيرجابندار کردار نه دے ادا کړے او خپل اعتماد يې له لاسه ورکړے دے نو پکار دي د ادارې ټول کارکونکو استعفاء ورکړي.

ورځپاڼې وليکل، د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد قطر ته په خپل وروستي سفر کښې د دغه هېواد له چارواکو سره په کتنه او خبرو اترو کښې د دوو اړخيزو تعلقاتو په پراختيا باندې په تاکيد سره د وزيراعظم عمران خان خاص کتبي پېغام د قطر امير ته وسپارۀ.

--------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د پاکستان د حزب  اختلاف د  مشر فضل الرحمان په حوالې سره وليکل، ترڅو چې حزب اختلاف استازي له قومي اسمبلۍ څخه استعفاګانې ورنکړي، د حکومت په خلاف احتجاجي لاریون څه فائده نه لري.

ورځپاڼې د بهرنيو رسنيو له قوله وليکل، په ميانمار کښې د امنيتي ځواکونو په ډزو سره اته دېرش مظاهره کونکي ووژل شول. چې د مظاهرو له شروع نه تر اوسه د وژ ل شوي شمېر يو سل شپږويشت تنو ته ورسېد. خبر زياتوي په دغه هېواد کښې له فوځي کودتا وروسته اوس د فوځي حکومت په خلاف مظاهرې سختې شوې دي.

-----------

او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې

اطلاعات روز ورځپاڼې په ماسکو کښې د افغانستان د صلحې په اړه د غونډې په باره کښې وليکل:

مسکو دې هڅه کې دی چې د بایډن ادارې ته وښیي چې سپینه ماڼۍ نه شی کولی د افغانستان قضیې په اړه د روسیې له ګډون او رایې پرته یوازې پرېکړه وکړي.

د لیکوال له انده امریکایان هم په سیمه کې د روسیې د شتون له ارزښته پوهېږي او له دې امله حاضر نه دي چې مسکو کې د سولې خبرو اترو سره مخالفت وکړي.

----------

مسير ورځپاڼې وليکل: په ماسکو کې د سولې کنفرانس؛ د امریکا او افغان حکومت په شمول ټول بلل شوي اړخونه په دې ناسته کې ګډون کوي

د افغان سولې په اړه د ماسکو غونډې د جوړېدو لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي او اړینې همغږۍ رامنځ ته شوې دي. تازه د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د امریکا په ګډون ټولو بلل شوو لورو د مسکو په غونډه کې د ګډون لپاره تیارۍ نيولې دي.

بلخوا د افغانستان په چارو کښې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد کابل ته ورغلی او له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله سره خبرې کړې دي. طالبانو هم د مسکو غونډې لپاره د خپل پلاوي د جوړېدو خبر ورکړی دی.

ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: په کابل کې د تېرې ورځې چاودنې ګڼ غبرګونونه پارولي. په دغه پېښه کې یوه درې کلنې ماشومه او د هغې د مور په ګډون څلور کسه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه تېره ورځ د پوهنې وزارت، مخابراتو وزارت او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملکي کارکوونکو پر یوه ګډ کاسټر ډوله موټر شوې ده. په هېواد کې دننه او بهر د بشري حقونو په برخه کې فعالو بنسټونو هم دا برید غندلی او د ورته پېښې د تکرار د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

-----------

د کابل چاپ وېسا ورځپاڼې وليکل:

د سولې شورا د رهبرۍ کمېټې څلورمه ناسته د ډاکتر عبدالله په مشرۍ او نورو غړو په پراخ ګډون سره تر سره شوې ده. ډاکتر عبدالله دا ناسته یوه غوره موقع بللې تر څو د سولې شورا غړي د امریکا له لورې د افغان سولې لپاره د راوړل شوې طرحې او راتلونکو غونډو په اړه بحثونه وکړي او خپل لیدلوري سره شریک کړي. ‏بل پلو د دې ناستې ځینو نورو ګډونوالو هم د یادې غونډې په جریان کې د سولې پروسې پر چټکتیا او تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کړی. دوی غوښتنه کړې تر څو د راتلونکو غونډو او سولې پروسې د جریان په دوام سره هیواد کې جګړې بندې او د تاوتریخوالې کچه را کمه کړل شي تر څو فضا د سولې خبرو ته آماده شي.

------

سرخط ورځپاڼې بیا په يو خبر کښې وليکل: له پاکستانه پر را روانو طالبانو واوره ښويېدلې، ۲۵ يې وژل

 د پکتيا امنیتي چارواکي وايي، ډېورنډ ته څېرمه پر هغو طالبانو واوره راښويېدلې چې له پاکستانه، له وسلو سره جنګ ته را روان وو.

په دغه پېښه کې پنځه ويشت اورپکې تر واوره لاندې شوي او پسې مړه شوي دي.

د پکتيا د امنيه قومانداني وياند محمد لعل اميري وايي، دغه واوره د اريوب ځاځيو په زغني تنګي کې پر طالبانو را ښويېدلې ده.

دی وايي، دغه طالبان له پاکستانه را روان و چې دلته جنګ وکړي، خو واورې ښويېدو مړه کړل.

ورځپاڼې د افغانستان دحزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتیار تحريکونکې او بې بنياده  خبرې راخېستې او ليکي حکمتيار وايي، حکومت دې استعفا او طالبان دې اوربند وکړي

 د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کې د خپلې ډلې په لاريون کې وويل چې سولې ته د رسېدو لپاره بايد اوسنی حکومت استعفا وکړي او طالبان تر دغه استعفا سمدستي وروسته اوربند اعلان کړي.

-------

 

ټیګونه