د ایټمي موافقې غړي دایران له درې میاشتني فرصته استفاده وکړي
(last modified Wed, 17 Mar 2021 01:01:00 GMT )
Mar 17, 2021 05:31 Asia/Kabul
  • د ایټمي موافقې غړي دایران له درې میاشتني فرصته استفاده وکړي

ګروسي له ایران سره شوي نړیوالې ایټمي موافقې ته د امریکا بیرته ستنیدا ممکنه بللې او وئيلي ئې دي ، دوي یعني امریکایان جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته له بیرته ستنیدا سره دلچسپی لري ، البته تر دې دمه ځيني مسئلې شته چې باید شفاف سازي وشي . نړیوالې ایتمي موافقې ته دامریکا بیرته ستنیدا سخته ده البته ناممکنه نه ده .

 زمونږ خبریال راپور  راکړ د  ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس مشر  رافایل ګروسي  بیګا  د اروپائي پارلیمان  دبهرنیو اړیکو او دفاعي چارو دکمیشنونو په ویډیوئي کنفرانس کې  پخپلې وینا کې هیله ښودلې ،  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  لوري دې  دایران  له خوا په  ورکړل شوي درې میاشتني فرصت کې  د نړیوالې ایټمي موافقې د غړو  ګډ کمیشن ته  بیرته ستانه شي یا لږ ترلږه  دبیرته ستنیدا لپاره کوم حرکت پیل کړي .

  ګروسي    له ایران سره  شوي نړیوالې ایټمي موافقې ته د  امریکا بیرته ستنیدا ممکنه بللې او وئيلي ئې دي ، دوي یعني امریکایان  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته له بیرته ستنیدا سره دلچسپی لري ، البته تر دې دمه ځيني مسئلې شته چې  باید شفاف سازي وشي . نړیوالې ایتمي موافقې ته دامریکا بیرته ستنیدا سخته ده البته ناممکنه  نه ده .

Image Caption

 

 داپه د اسې حال کې دي چې  د فرانسې  خارجه وزیر ژان ایو لورردیّن  بیګاپه یولړ څرګندونو کې   ځیني مشکلات  د جامعې نړیوالې  ایټمي موافقې د خبرواترو د احیاء  خنډ بللي  مدعي شوی دی ،  دجامعې نړیو الې ایټمي موافقې  دمادو په اساس  دخپلو ژمنو اجرا ته د ایران بیرته ستنیدا به ، د ایران دتوغندوي پروګرام  او دسیمه ایزو فعالیتونو په سر د پراخو خبرواترو دپیلیدا پلامه وي .

 په عین حال کې د ایران د اسلامی جمهوریت  اړونده چارواکو  په کرتو وئيلي دي ، که واشنګټن نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته  ستون شي او خپلې کړي ژمنې اجرا کړي او بندیزونه ختم کړي ،نو  ایران به هم خپلې کمې کړائ شوي درستې ژمنې بیرته احیاء کړي او  دایټمي موافقې دنورو غړو په څير به خپلو ژمنو ته هماغه شان پابنده وي ، البته  دایران  په دفاعي  توانمنیو هیڅکله هم له چا سره خبرې نه کوي .

 

ټیګونه