د روسي واکسن په سر د هنګري او د اروپایي ټولنې شخړې
هنګري یا مجارستان ویلي چي د کرونا ضد روسي واکسن کاروي او ډېر ژر به روسیې سره په ګډه د سپیوټنیک واکسن تولید پیل کړي.
هنګري څو ورځې مخکې د روسیې جوړ د سپیوټنیک واکسن لومړنۍ جوپه تر لاسه کړه او په نظر کې لري چي د لوېدیځو واکسنونو پر ځای له روسي واکسن څخه کار واخلي.
دا په داسي حال کې دی چي د اروپایي اتحادیې له قوانینو سره سم، هر ډول واکسن اروپا ته تر واردېدو مخکې باید د یادي اتحادیې د طبي ایجنسۍ له خوا تائید کړای شي.
خو د مجارستان لومړي وزیر ویکتور اوربان په نظر کې لري چي په دغه هیواد کې دننه د روسیې سره په ګډه د سپیوټنیک واکسن د تولید چارې په مخ بوځي.
اروپایي اتحادیې اعلان وکړ چي له روسیې څخه د واکسنو د وارداتو او مسکو سره د همکاریو د امله د دې اتحادیې او د هنګري د هیواد تر مینځ اختلافات راپیدا شوي دي.
دا په داسي حال کې چي د لوېدیځو د پروپاګنداو سره سره د روسیې جوړ واکسن د نړۍ په ۵۰ هیوادونو کې ثبت شوی او د امریکې له فایزر واکسن سره سیالي کوي.