ورځپاڼو ته کتنه
(last modified Wed, 28 Apr 2021 10:26:47 GMT )
Apr 28, 2021 14:56 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ او د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب، خبرونه، مقالې او تبصرې

د تهران چاپ ورځپاڼو نن په سر کښې د حضرت امام حسن مجتبی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې مبارکي ویلې ده او ورپسې زیاترو ورځپاڼو د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف د غږیز فایل د خپریدو په هکله بیلابیل خبرونه او لیکنې خپرې کړې دي.

ابرار ورځپاڼې په دې هکله په خپل وړومبي مخ د حکومت د ویاندوي خبره راخیستې ده چې وايي: ولسمشر حسن روحاني د ایران د اطلاعاتو وزارت ته د ظریف د غږیز فایل د خپرونکو عواملو د پیژندلو او معلومولو حکم ورکړ.

هغه زیاته کړه چې هیڅ څوک د وطن له ټولو سربازانو سره د ظریف په دوستۍ او له معظم رهبره یې په پیروۍ کښې شک نه شي کولې.

له بلې خوا امریکې هم د ظریف خپور شوي غږیز فایل ته غبرګون ښودلی دی.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په یو خبري کانفرنس کښې د وروستیو پیښو په تیره بیا د ایران د خارجه وزیر د څرګندونو د یو غږیز فایل د خپریدو په هکله د امریکې دریځونه تشریح کړل.

نِډ پرایس وویل: مونږ د هغو څیزونو په هکله چې ادعا کیږي لیک شوې دي، هیڅ نظر نه ورکوو. طبعاً یې صحت او دقت نه شو تاییدولې او په دې وجه نیت نه لرو چې د دغه غږیز فایل په هکله نیغ په نیغه کوم نظر ورکړو.

د امریکې د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري هم د ښاغلي ظریف مرکې ته غبرګون ښودلې دی. جان کیري په دې هکله رپورټونه چې ګني هغه پخوا په سوریې باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو په هکله ځیني معلومات ظریف ته ورکړي دي، رد کړ.

*/*/*/

اطلاعات

له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼې هم د نورو خبرونو ترڅنګ د ایران د روغتیا د وزیر خبرې راخیستې دي چې وايي ایران ته د هندي وایرس له رارسیدو اندیښمن یو.

ډاکټر سعید نمکي هم داشان وویل چې د هیواد د واکسنیشن په دویمه مرحله کښې له اتیا کالو د زیات عمر کسان واکسنیټ کیږي.

هغه وویل چې د ایران په جنوبي ولایتونو کښې په وړومبي ځل د جنوبي افریقې کرونا وایرس درې کیسونه لیدل شوي دي.

هم داشان د پارلیمان د روغتیا د کمیشن مشر حسینعلي شهریاري ویلي چې ایران ته د هندي وایرس د رارسیدو د مخنیوي لپاره باید د هیواد ځمکني، هوايي او سمندري سرحدونه بند شي او یا داسې کنټرول او وڅارل شي چې د مسافرو یا سامان له لارې دغه وایرس ایران ته داخل نه شي.

دې ورځپاڼې په یو بل خبر کښې په ویانا کښې د برجام د ګډ کمیشن د غونډې په هکله یو خبر کښې د ایراني پلاوي د مشر سید عباس عراقچي څرګندونې راخیستې دي چې وايي: د ایران خلاف د امریکې ټول بندیزونه دې ختم شي.

په خبر کښې لولو چې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي بیګا په ویانا کښې د اټومي تړون د ګډ کمیسیون د غونډې له ختمیدا وروسته د تهران پرضد د امریکا د ټولو بندیزونو په ختمیدا ټینګار وکړ .

عباس عراقچي له پریس ټي وي ټیلي ويژن سره په مرکه کښې وویل هغه ټول بندیزونه چې د اټومي تړون له اجرايي کیدا وروسته په ایران لګیدلي دي که هغه د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کښې و او که د پخواني ولسمشر  ډونالډ ټرمپ په حکومت کښې باید لغو شي .

عراقچي دغه راز د کاتسا په نوم د بایکاټونو په هکله هم وویل ایران د کاتسا په شمول د ټولو بایکاټونو په ختمیدا ټینګار لري .

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسي چارو مرستیال عباس عراقچي دغه راز د امریکا او د ایران د اقداماتو د ترتیباتو په هکله هم وویل د ایران دریځونه نه دي بدل شوي او امریکا باید ټول بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د بندیزونو د ختمیدا د حقیقت له معلومولو وروسته خپلو اټومي ژمنو ته بیرته ورستنیږي .هغه له ایران سره د چین او د  روسیې د دریځونو د یوشان په هکله رضایت څرګند کړ .

*/*/*/*/*/

ګرانو مینه والو اوس به د کیهان ورځپاڼې بهرنیو خبرونو ته به یوه ځغلنده کتنه وکړو چې لیکي:

په مأرب کښې د یمن د تښتیدلي حکومت ترټولو ستر کرمز د انقلابیانو لاس ته ورغی.

د یمن پوځي او ولسي مبارز ځواکونه وتواندیل چې د مارب ښار په لور د خپل پرمختګ په دوام کښې د یمن د مستعفي حکومت د ځواکونو په ترټولو ستر او مهم مرکز (الطلعه الحمراء) باندې تسلط پيدا کړي او د منصور هادي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله واړوي.

له بلې خوا د بشري حقوقو څارونکې ادارې په ۲۱۳ مخونو مشتمل خپل رپورټ کښې صهیونیسټي رژيم یو (اپارټایډ رژیم) وباله او د جزا له نړیوالې محکمې یې د اسرائیلي چارواکو د محاکمه کولو غوښتنه وکړه.

خو د قدس د نیواکګر رژيم خارجه وزارت بیا د بشري حقوقو د څارونکي سازمان د رپورټ په ردولو سره د بشري حقوقو دغه ارګان د یو اوږدمهاله اسرائیلي ضده ایجنډا په لرلو تورن کړ.

او د فلسطیني اسیراو چارو ته د رسیدګۍ فلسطیني ارګان د بند او تفتیش په دوران کښې د صهیونیسټي پوځیانو له خوا د څو فلسطیني ځوانانو د بې رحمانه شکنجې یو رپورټ خپور کړی دی.

دا په داسې حال کښې دي چې د نړۍ د یوولسو هیوادونو د بشري حقوقو کارپوهانو په امریکې کښې د تورپوستو وژله د بشریت خلاف د جنایت مصداق وباله.

عراق کښې د امریکايي پوځیانو د کاروانونو په لاره کښې د بیابیا چاودنو په دوام کښې د عراق په جنوب کښې په امریکايي نیواکګرو باندې درې نورې چاودنې وشوې خو امریکایانو یې له معمول سره سم جزئیات پټ وساتل.

بهرنی ورځپاڼې

ګرانو دوستانو رابه شو ځینو بهرنیو ورځپاڼو ته چې د افغانستان په هکله یې مطالب خپاره کړي دي.

فارین پالېسي

فارین پالېسي خپرونه لیکي، افغانستان پنځه لسیزې مخکې د نړۍ د لویو قدرتونو له مداخلې پرته د نن ورځې په پرتله خورا ښې لارې ته لوېدلی و، خو د ډیموکراسۍ لسیزې یې ډېر عمر ونه‌کړ.

فارین پالېسي لیکي، اوس چې امریکایي او د ناټو ځواکونه له دې هېواده وتلو ته تیاری نیسي، ډېری د پاخه عمر لرونکي افغانان هغه وخت په یاد راوړي چې دوی یې یوه ځلانده دوره بولي، هغه وخت چې په افغانستان کې یوه نسبتاً عصري ډیموکراسي د متحده ایالاتو یا کوم بل ستر ځواک له مداخلې پرته په خپله جوړه شوې وه.

لیکوال د ظاهرشاه د واکمنۍ د هغې ۱۰ کلنې دورې یادونه کوي چې په ۱۹۶۳ کال کې پیل شوه او لیکي، په دې دوره کې ظاهرشاه د ډیموکراسۍ پر لور لوړ ګامونه اوچت کړل، نوی اساسي قانون‌یې تصویب کړ چې د هغه د کورنۍ واک‌یې محدود، خو خلکو ته‌یې د فکر، بیان او راټولېدو ازادي خوندي کړه.

لیکوال وړاندې لیکي، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د انتخاباتو له لارې د یوه مډرن پارلمان لپاره د غړو ټاکل پیل او په سیاسي ډګر کې ستر بدلونونه رامنځته شول، خو د ډیموکراسۍ لسیزې ته په ۱۹۷۳ کال محمد داوود خان د یوې سپینې کودتا له لارې د پای ټکی کېښود او د جمهوریت په اعلانونو سره‌یې ځان د لومړني جمهور رئیس په توګه ثبت کړ.

دا چې واک ته د داوود خان تر رسېدو وروسته پنځو لسیزو کې څه پېښ شول فارین پالېسي خپرونه وړاندې ځینو مهمو پېښو ته ځغلنده کتنه کوي او د لیکنې پای داسې رانغاړي: یو شمېر کسان له ځانه دا پوښتنه کوي چې که د موسی شفیق (د ظاهر خان د وخت صدراعظم) په څېر کسان اعدام شوي نه‌وی، یا کمونېستي کودتا شوې نه‌وی، افغانستان به نن ورځ په څه ډول موقعیت کې و؟ که افغانستان د سړې جګړې قرباني شوی نه‌وی ایا د خپلې راټوکېدلې ډیموکراسۍ پر لاره به بریالی شوی وی؟

*/*/*/*/*/*

 

ستراتېژېست خپرونه

(افغانستان، هغه ځای چې مغرورې امپراطورۍ په‌کې سر خوري)، استرالیایۍ ستراتېژېست خپرونې تر دې سرلیک لاندې د مطلب په یوه برخه کې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو د تېرو نږدې ۲۰ کلونو هڅو ته په اشاره لیکي، متحده ایالات د اروپایي ملاتړو ترڅنګ په افغانستان کې د ۱۰۰ زره عسکرو او د کلني ۱۰۰ میلیارده ډالرو په لګولو سره ونه‌توانېد چې د ۲۰ زرو نه تر۲۵ زرو پورې طالبان مات کړي.

د لیکوال په باور د لوېدیځ د دغو ۲۰ کلونو وینې تویېدو او لګښتونو سره سره هېڅوک په ډاډه دا خبره نه‌شي کولای چې د افغانستان دولت او پوځ به د طالبانو په وړاندې جګړې لپاره یو مناسب ځواک وي.

وړاندې د ستراتېژېست په لیکنه کې لولو چې پر نیویارک د ۲۰۰۱ کال ترورېستي برید پر ګراونډ زیرو مشهور شو، خو هغه د افغانستان لپاره د صفر کال نه‌و.

له ۲۰۰۱ کال وروسته د افغانستان په وړاندې د لوېدیځ پالېسیو دا هېواد له خپل تاریخي مسیر او جغرافیې څخه بې‌لارې کړ، خو له تاریخي پلوه د افغانستان برخلیک اکثراً د دې هېواد جغرافیایي موقعیت ټاکلی دی.

 

 

 

ټیګونه