په ایټمي خبرو کې غوره پرمختګ شوی دی 
(last modified Fri, 07 May 2021 00:31:13 GMT )
May 07, 2021 05:01 Asia/Kabul
  • په ایټمي خبرو کې غوره پرمختګ شوی دی 

 بورل د امریکا او  بریتانیا له خارجه وزیرانو سره  په جلا جلا کتنو کې  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داحیا او د ایران په ضد دامریکا دبندیزونو  د ختمولو د اهمیّت په باب   ټينګتیا کړې  او وئيلي ئې دي باید له رامینځةشوي فرصته په ښه توګه استفاده وشي څو  ترینګلتیاوې  پاي ته ورسیږي او  نړۍ ته  یو سم او په زړه پورې خبر ورکړل شي .  

 زمونږخبریال راپور راکړ ،  د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول جوزف بورل  بیګا په لندن کې د نړۍ داوو صنعتي هیوادونو  دخارجه وزیرانو له غونډې  وروسته  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  په ویانا کې  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  داحیا له فرصته   داستفادې په ضرورت ټينګار کړی او هیله ئې درلودلې  د ګډ کمیشن په کیدونکي ناستې کې به  جامعې نړیوالې ايتمي موافقې ته دامریکا دبیرته ستنیدا او  ددغې موافقې د  بشپړ او اغیزشیندونکي اجرا په اړه   غوره خبرې وشي .

د د اوه ډلې د غړو هیوادونو  دخارجه وزیرانو درې ورځنۍ ناسته وړمه شپه  په لندن کې پاي ته رسیدلې  او دغه راز د  اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئول  ددغې ناستې ترڅنګ  د ځینو  هیوادونو له خارجه وزیرانوسره د  نړیوالې ایټمي موافقې په اړه خبرې اترې  هم کړي دي .

ټیګونه