-
امریکا ، عربستان او اسرائیلو داعش ډله جوړه کړی ده
Feb 10, 2018 01:02دامریکا د ویټرنیز ټوډې(Veterans Today) مجلې مسوول چلونکی جیم ډین ډاګینه کړه سعودی عربستان، اسرائیلو او امریکا د داعش ترهګرې ډلې په جوړولو کښې رول لرلی دی .
-
په اټومی موافقې کښې بیا کتنه نشی کیدلای
Feb 10, 2018 00:51ایرنا خبری اژانس وایی په ملګروملتونو کښې د روسیې سفیر واسیلی نبنزیا (Vasily Nebenzya) پرون په یوې(۱) ټیلی ویژنی مرکې کښې ټینګار وکړ په اټومی موافقې کښې بیا کتنه نشی کیدلای .
-
امریکا په سوریې دنویو حملوپلان جوړ کړی دی
Feb 09, 2018 02:11زمونږ خبریال وایی په دمشق کښې د روسیې سفیر الکساندر کینشچاک (Alexander Kinshchak) وویل امریکا احتمالا په سوریې کښې د نویو پوځی حملو د ترسره کولو لپاره دچمتو کیدا په حال کښې ده .
-
مطبوعاتو ته کتنه
Feb 08, 2018 11:38د تهران چاپ د آرمان امروز ورځپاڼی په یو سرټکی کی لیکل شوی:« د ایران او روسیی د ؤلس مشرانو ټلفونی خبری اترې»
-
د بنګلادېش په پائېتخت کښې د پوليسو او خالده ضياء د پلويانو ترمېنځ نښتې
Feb 08, 2018 11:15خبري سرچينو د بنګلادېش په پائېتخت ډاکا کښې د پوليسو او د دغه هېواد د پخوانۍ ولسمشرې مېرمن خالده ضياء د پلويانو ترمېنځ د نښتو خبر ورکړ.
-
دسعودی عربستان جنګی الوتکو دیمن ۷ ښاریز ووژل
Feb 09, 2018 01:21زمونږ خبریال وایی دیمن په شمال کښې په الجوف ولایت د سعودی رژیم د جنګی الوتکو په بیګا حملې کښې دڅو ښځو او د ماشومانو په شمول دیوې کورنۍ اووه (۷)غړی ووژل شول .
-
اټومی اژانس او اروپایی اتحادیې د اټومی تړون ملاتړ وکړ
Feb 09, 2018 01:13ایرنا خبری اژانس وایی د اټومی انرژۍ نړیوال اژانس او اروپایی اتحادیې پرون په ویانا کښې د دواړو لورو د لوړرتبه چارواکو د شپږمې(۶) کلنۍ غونډې په وخت له اټومی موافقې په ملاتړ ټینګار وکړ .
-
دسوریی په دیرالزور دامریکا برید جنګی جنایت دی
Feb 09, 2018 01:03ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې دبهرنیو چارو وزارت بیګا د ملګروملتونو سرمنشی او دامنیت شورا مشر ته په لیک کښې په ختیځ کښې په دیرالزور سیمې د امریکا تر قوماندنۍ لاندې د داعش پرضد د تش په نامه د نړیوال ائتلاف د جنګی الوتکو دپرون ورځې حمله چې د څه دپاسه سلو (۱۰۰)حکومتی عسکرو د وژل کیدا او د ژوبلیدا سبب شوه جنګی جنایت وباله .
-
د بنګلادیش پخوانۍ لومړۍ وزیره په پینځه کاله بند محکومه شوه
Feb 08, 2018 15:19ویل کیږی چی په زرګونو پولیس د خالده ضیا د پلویانو د سختو اعتراضونو له ویرې د ډاکا په واټونو کې ځای پر ځای شوی دی
-
دافغانستان دصلحی پروسه د پاکستان په ملګرتیا سره بریالۍ کیدلای شی
Feb 08, 2018 03:03زمونږخبریال وایی د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت مرستیال جان سلیوان ویلی که پاکستان رښتینې مرسته وکړي د افغانستان دصلحې سولې پروسه بریالى کېداى شی.