په افغانستان کې تپلي ډيموکراسي او په افغانستان کې د قدرت جوړښت
(last modified Sat, 23 Nov 2019 09:45:04 GMT )
Nov 23, 2019 14:15 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې تپلي ډيموکراسي  او په افغانستان کې د قدرت جوړښت

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسۍ نومې دلړۍ له ننني اتلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په دغه ننني مطلب کې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کاله تر ۲۰۱۸کال پورې د ډيموکراسۍ د بهیر دڅيړنې په دوام کې ، دملی وحدت د حکومت د رامینځةکیدا،د وړاندیزي ماډل او بریاؤ او ناکامیو بهیر ته په اشارې سره له نوو څيړنو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده چې د استفادې وړ مو و ګرځي .

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې  په  افغانستان کې  د تپلي ډيموکراسۍ نومې دلړۍ له ننني  اتلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو ،  په دغه ننني مطلب کې په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کاله  تر ۲۰۱۸کال پورې د ډيموکراسۍ د بهیر  دڅيړنې په دوام کې ، دملی وحدت د حکومت د رامینځةکیدا،د وړاندیزي ماډل  او بریاؤ او ناکامیو بهیر ته په اشارې  سره  له نوو څيړنو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده  چې  د استفادې وړ مو و ګرځي .

                     دوستانو  هماغه ډول چې په تیر پروګرام کې  مو  وئيلي،په افغانستان کې  په ۲۰۰۱کال کې د امریکا په پوځي مداخلت  او د طالبانو د رژيم  په نسکوریدا پسې  او همداراز د بن د نړیوال کنفرانس  له جوړیدا وروسته ،په دغه هیواد کې د قدرت د جوړښت د څرنګوالي بحث  په دوو چورلیزونو متمرکز ؤ چې  تر نن پورې دوام لري .

 لومړنی تمرکز په کابل کې قدرت او دوهم تمرکز له قدرت سره مقابله او  په درست هیواد کې ئې خوریدا.حقیقت دادی چې په بن کنفرانس کې ګډون کونکي سیمه ایز قدرتونه،لویدیځي نړۍ او په افغانستان کې په قدرت د تمرکز کونکي داخلی لوري پلویان   چې له سلطنت غواړو رانیولې تر لیبرالانو او  جهادي ځواک پورې  ځواکونه پکې  شاملیږي ،  د کابل په مرکزیّت سره ئې د  قدرت د یو موټي جوړښت  برابریدو سره ګروهنه  درلوده . که څه هم  چې  له پښتنو پرته  د نورو قومیَتونو څخه له درستو بهیرونو څخه ځينو مطرحو افغان شخصیّتونو، له قدرته څخه  د تمرکز ختمول  او د مرکز او ولایتونو ترمینځ ئې   برابره ویشل کیدا  لازیاته مناسبه ګڼله . خو لکه څنګه چې  د بُن په لومړني کنفرانس کې  د ګډون کونکو پلاؤ  اکثریّت ، دقدرت   تمرکز کونکي پلویان  وو ، او  حامد کرزی  په حقیقت کې د همدغه لوري نمایندګي کوله ،  پښتانۀ بریالي شول ،  دقدرت د تمرکز  پلان تصویب کړي .

Image Caption

 

                    البته  دا یوازې د افغانستتان د داخلی بهیرونو اکثریت  نه ؤ چې  په  بُن کنفرانس کې  ئې په قدرت د متمرکز  جوړښت ملاتړ  وکړ،بلکې بهرنيو قدرتونو په تیره بیا امریکا  او اغیزشیندونکو اروپائي هیوادونو هم یوه قدرتمند  مرکزي حکومت ته ترجیح ورکړ .  د بُن  په کنفرانس  د قدرت په تمرکز  سره موافقه وشوه  او  په لوئې جرګې کې هم  تصویب شوي نوي اساسی قانون  هم  دا تائيد کړه  . خو  په عمل کې د قدرت د متمرکز  جوړښت  ونه توانید ، په سر د قومي ، آئيډیالوحیک  ،سیاسی داخلی  ډل بندیو  اختلافات پاي ته ورسوي ، او دوهم   دا چې ونه توانیدل  یو عمومی  او تل پاتې امنیت ټينګ کړي ، چې د طالبانو د بیرته قدرتمنیدا لامل شو. په دې توګه چې  نن سبا  هم د افغانستان  د ټاټوبي  په پام ور برخې باندې طالبان مسلط دي .

                په حقیقت کې  داسې ښکاري ، د ټرمپ امریکاد قدرت د جوړښت تمرکز  په ځاي  له قدرته د تمرکز  پر لیرې کیدا ، طالبانو ته دقدرت د یوې برخې  د سپارلو په  چوکاټ کې،د جنګ دختمیدا او د سولې دمنلو په بدل کې  ، په کابل کې د پر نهو وزارتونو سربیره دخپلې خوښې ځاي حکمرانۍ لپاره  طالبانو ته د  افغانستان  د جنوب او ختیځ پښتون میشته  دیارلسو ولایتونو بیلول او په قدرت کې د هغوي  شریک کول  په نظر کې درلودلي دي .  یو داسې پلان چې په پيل کې  د باراک اوباما  په پړاؤ کې په افغانستان کې د امریکا د پوځ  د قوماندانۍ  په دوران کې جنرال ډيویډ پټراؤس مطرح کړی ؤ،خو رد شوی ؤ .په حقیقت کې جنرال پيټراؤس،طالبانو ته د افغانستان د جنوب او ختیځ پښتون میشتو سیمو د سپارلو له لارې  د پښتنود  مسئلې   په حل کولو کې  د افغانستان د موضوع حل په نظر کې درلود  

                 دجنرال پيټراؤس  پلان   د ټرمپ په حکومت کې د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي  زلمي خلیلزاد د ۲۰۱۸کال له دسمبر څخه  له طالبانو سره د خبرواترو له لارې تعقیب کړی دی .دغو خبرواترو د ملی وحدت د  حکومت د قد رت  د دوو لورو ترمینځ په کابل کې جدي ستونزه هم رامینځة کړې ده .په دې معنا چې د افغانستان د ملی وحدت حکومت د  اجرائي شورا د مشر  عبدا...عبدا.... په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې  د سیاسی لوري او د افغان ولسمشر اشرف غني په مشرۍ  د بدلون  او دوام د لوري دوو سیاسی ډلو ائيتلاف ئې سره تر ډغرې حده وروستلی دی . لومړی لوری یا شمالي ډله د  قدرت د دجوړښت د فیډرالي کولو غوښتونکي  ده او دوم لوری  یا د پښتانو ډله  له هغو سره په قدرت کې  شریک کیدا سره مخالفت  کوي .لکه څنګه چې د  قدرت د تمرکز یا د  قدرت  د تمرکز د ختمیدا بحث قومي اړخ غوره کړی دی. په عمل کې پښتانۀ  د قدرت  د تمرکز پلویان او غیرپښتانۀ هم د فیډرالي نظام د ټينګیدا،د اساسي قانون د اصلاح  او  له قدرته د تمرکز د لیرې  ساتلو پلویان  شوي دي .دغه اختلافاتو د ملی وحدت  حکومت د دړې وړې کیدا تر درشله وروستی دی .  

Image Caption

 

              د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د ابوظبئ په غونډې کې د وړاندیز کړی  چې د افغانستان د جنوب اوختیځ ځیني سیمې  طالبانو ته وسپارل شي  او دوي  په قدرت کې شریک کړائ شي  څو جنګ پاي ته ورسیږي . هغه څه چې مسلم دي ،دا چاره به هیڅکله هم تحقق ونه مومي ،مګر دا چې له دې مخکې  د افغانستان دنورو قومونو په موافقې سره موجوده اساسی قانون  اصلاح شي  او د قدرت جوړښت بدل  شي .روښانه ده چې له پښتانو پرته نور قومیّتونه  له دې ورتیر چې په خپلو قومي سیمو کې کوم مناسب او ورته امتیازونه واخلي،طالبانو ته به د  قدرت  کومه برخه ونه سپاري . په تیره بیا دا چې  طالبانو انحصار غواړي دي او شک شته چې پخپلې احتمالی ونډې صبر وکړي،پر دې اساسله پښتنو پرته د قومیَتونو له نظره د افغانستان د بحران حل لاره، د اساسی قانون په اصلاح ،د تمرکز د ختمونې، دقدرت د متمرکز  د جوړښت  په فیډرالي کولو او د  قدرت د اوسني متمرکز  جوړښت په پاي کې  ده  .

             دوستانو په افغانستان  کې د غیر پښتنو په خوښې وړ نظام کې  کې د صدر اعظمۍ څوکۍ باید احیاء شي  او سیاسی نظام ، له ریاستي نظام څخه  په پارلیماني نظام بدل شي .دا په سم ډول هماغه شی دی  چې  د عبدا... عبدا... په مشرۍ د اصلاح او همپالنې  ټیم  ئې په جدیّت سره تعقیبوي او په ۱۳۹۳لمریز کال کې د انتخاباتي بندون له رامینځةکیدا وروسته د امریکا د وخت خارجه وزیر جان کیري  په مینځګړیتوب  سره  ترلاسه شوی ؤ .  د موافقې په متن کې د لوئې جرګې ترسره کیدا،د اساسی قانون بدلیدا او د اجرائي څوکۍ په صدراعظمۍ باندې په بدلیدا سره موافقه شوې وه .خو د افغانستان ولسمشر اشرفغني  پرې له عمل کولو ډډه کړې ده .د شمالي ټلوالې  او دغیر پښتنو قومیّتونو  له نظره،د افغانستان لپاره خوښ نظام  فیډرالي نظام دی  او که ټاکل شوي وي ،د افغانستان د جنوب اوختیځ پښتنو میشته سیمې طالبانو ته وسپارل شي،نو د تاجیکو، هزارګانو، او اربکو پشمول غیرپښتانۀ قومیَتونه،بایدپخپلو قومي سیموکې خپل ځاي حکومتونه جوړ کړائ شي  او په مرکزي قدرت کې هم  خپله مناسبه ونډه ولرل شي .

Image Caption

 

                   دوستانو ددغه اخستون په اساس ، راتلونکی افغانستان ، د یوه مرکزي حکومت ، او همداراز د پښتنو ،تاجیکو ،هزارګانو او اربکو په څلورو قومي ولایتونو سره د فیډرالي  جوړښت په  چوکاټ کې  بیا منظیږياو دا جوړښت به د ملی و حدت حکومت د جوړونکي موافقې په اساس د اساسی قانون په اصلاح سره ممکن شي.زلمي خلیلزاد په نظر کې لري،داسې شرائط رامینځةکړي،چې د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل پوځي شتون  په ساتلو سره له  پوځي ماتې سر وغړوي .د امریکا حل لاره به ، په قدرت کې د طالبانو شریک کول  او احتمالاد قدرت د جوړښت  فیډرالي کول وي،څو دنورو قومیّتونو د منفي غبرګون مخنیوی وکړي .په ابوظبئ کې د  امریکا او طالبانو د استازو تریمنځ  دخبرواترو ورپسې  پړاؤنه  د قطر په دوحې کې تر بندو تنبو شا شوي دي چې  په همدې لړ کې  د پام او او توجه وړ دي .دا په داسې شرائطو کې دي،چې د افغانستان د سیاسی چارو یو کارپوه  آصف بتاش  باؤري دی،طالبانو په تیرو وختونوکې وئيلي وو،چې که  په افغانستان کې یو بهرنی عسکرهم موجود وي،نو د افغانستان له حکومت سره به هیڅ ډول خبرې ونه کړي،که د افغانستان حکومت او طالبان پخپلو کې سره کومې موافقې ته ورسیږي ،او جنګ پاي ته ورسوي،نو په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شتون لپاره هیڅ پلمه نه پاتیکیږي .

Image Caption
Image Caption

 

               د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیتي سایټ خوږومینه والو په افغانستان کې د تپلي ډيموکراسۍ نومې دلړۍ د ننني مطلب وخت هم همدومره ؤ هیله ده دغه برخه ستاسو د استفادې وړ ګرځيدلي وي او باید ووایو چې د  تهران ریډیو تازه خبرونه ،تبصرې،دیني،کلتوري ،اقتصادي ،سپورټي  او مدني مطلبونه او  همداراز د ستاسو  خپل پروګرام هرکله راشه د لیدو او  آوریدو لپاره زمونږ د انټرنیټ پاڼې ایډریس  parstoday.com/ps درسره یاد ساتئ او له خپلو نورو ملګروته ئې هم درسره وښئ ، نو تر  بل مطلب پورې  درته نیکمرغه ژوند غواړو ،بریالی اوسوکاله اوسئ .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه