په ایران کې د وروستیو پیښو لرلید
(last modified Mon, 24 Oct 2022 08:34:12 GMT )
Oct 24, 2022 13:04 Asia/Kabul
  • په ایران کې د وروستیو پیښو لرلید

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والوپه دې شیبو کې په ایران کې د  وروستیو پیښو  او بلواؤ د رامینځةکولو لپاره د لویدیځي هیوادونو د پلانونې په  اړه د لړۍ له نننی دریم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده  د استفادې وړ مو وګرځي.

       دوستانو په ایران کې وروستۍ پيښې،د ناکراریو د زیاتولو او د ایران په چارو کې د لویدیځي هیوادونو د  لاسوهنې لپاره  پلمه شوي دي.د ایران د اسلامی جمهوریت دښمنانو په تیرو ۴۳کلونو کې د اسلامی جمهوری نظام د نسکورولو لپاره له درستو آوزارونو او فرصتونو  استفاده کړې او بیا ئې هم کوي. دوي په سیمې او نړۍ کې له ایرناه د ویرونې د اسلامی ایران د څیرې  او حیثیّت دخرابونکي  سیاست ترڅنګ  په داخل کې د  ناکراریو او بلواؤ د رامینځةکولو لپاهر  هم هڅه کوي . په ایران ې: د بحران د رامینځةکولو  لپاره له هرې یوې موضوع او ټکي استفاده کوي.د میرمنو له حقوقو دفاع، بشری حقوق، د انتخاباتو دترسره کیدا څرنګوالی ، دانتخاباتو په نتیجو کې شبهاتو رامینځةکول او هر هغه موضوع چې  د ایران په ټولنې کې درز رامینځةکولی او یا له اختلافاتو څخه د خلکو ترمینځ د لازیات درز لپاره  ورڅخه استفاده کیدلی شي،په وروستیو څو لسیزو کې  د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دښمنانو ورڅخه استفاده کړې ده. د اسلامی جمهوری نظام دښمنان په دوامدار ډول دبحران د رامینځةکولو لپاره په ایران کې د فرصتونو او پيښو د پلانونو په حال کې دي. د نړۍ درست هیوادونه د خپلو حکومتونو  له کړچاره په خپګان او دمشکلاتو له راپورته کیدا سره  مخ دي . د نړۍ درست ډیموکراټيک هیوادونه هم د خلکو د غوښتو او خپګانونو ته د ځواب او د مشکلاتو د مدیریّت لپاره  لارې چارې لري .د ایران اسلامی جمهوریت دسیمې یو رترټولو ډيموکراټيک  هیواد دی .دنړۍ په هیڅ یوه ځاي کې  په هیڅ یوه انقلاب کې  له انقلابه  پنځوس وروځې وروسته د حکومت د ډول لپاره ټول پوښتنه  نه ده ترسره شوي. د ایران ولس د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په لومړي کال کې پنځه ځله  درایو صندقونو ته لاړل.  لومړني انتخابات،د حکومت دډول په باب وو، دوهم انتخابات د اساسی قانون د خبرګانو دشورا انتخابات وو،دریم انتخابات د  اساسی قانون دمسودې په اړه ټول پوښتنه وه،څلورم انتخابات  د ولسمشرۍ  او پنځم انتخابات هم  داسلامی شورا یا پارلیمان  انتخابات وو.د اسلامی جمهوری نظام د حیات په ۴۳کلونو کې څه دپاسه څلویښت  ځله انتخابات ترسره شوي دي. په نړۍ کې شاید په ډیرو کمو ډیموکراټيکو  هیوادونو کې  خلک  د خپل هیواد په  برخلیک کې په دغې اندازې ګډون کوي. په مقابل کې، دایران د اسلامی جمهوریت په ګاونډيتوب کې  او په مینځني ختیځ سیمې کې له پاچائي او قبیله وي نظامونوسره د نړۍ تر ټولو مستبد او دیکتاتور هیوادونه دي او د همدغو رژيمونو په وسیله په هغو جنګي الوتکو او بمونو سره چې امریکا او  ځينو لویدیځوالو هیوادونو دوي ته ډالۍ کړي دي،په لکونو ښځې او ماشومان قتل عام کیږي.کرکتونکی او نیوکه کونکی خبریال په آرې سره ټوټه ټوټه کیږی او په تیزابو کې  اچول کیږي  او دهغه د مړي هیڅ اثر باقي نه پاتیکیږي.  ددغو ټولو ښکاره جنایتونو په وړانډې د بشری حقوقو مدافع نړیوال اورګانونه او لویدیځي حکومتونو غبرګون،چپتیا او  چپه خوله پاتیکیدل دي او په نهایت کې د خپل انسان دوستانه څيرې د ساتلو لپاره  یوه نیوکه کونکي اعلامیه  خپروي.

Image Caption

 

Image Caption

 

            لویدیځي هیوادونه د ایران د اسلامی جمهوریت په وړاندې یعني د دسیمې تر ټولو ولسواکه هیواد په وړاندې د ایران له پیښو  سره  په بشپړ ډول د خپلې خوښې،او دوه ګوڼس چلند کوي.دوي د سیمې له فاسقو او استبدادي رژيمونو سره  په  تعامل کې، د سلګونو ریډیو ئي او ټيلیویژني چینلونو  او خبری سایټونو  او د دوي ټولو په سر  کې  دبی بی سی ، منوتو  او د ایران  انټرنیشنل په څير د چینلونو په تاسیس او پرانیستو سره  د ایران د ولس په ضد دنورو غلیمانه اقداماتو ترڅنګ نفسیاتي جنګ هدایتوي.  له دغه جنګه هدف هم د ایران د ملت ترمینځ درز او نفاق  او  د ایران د اسلامی  جمهوریت  د حکومت او واکوالانو باندې د ملت د بې باؤرئ رامینځةکول دي. په همدې لړ کې د ناکراریو او بلواؤ د رامینځةکولو لپاره له هرې یوې موضوع او سوژې  استفاده کوي.  په ایران کې  په وروستی پيښې کې  او د مهسا امینی  په نامې سره د یوې پيغلې ناڅاپي مړینې،د همدغو رسیندویو په وسیله په ایران کې د ښځې د حقوقو  ددفاع په پوښښ سره د ناکراریو د رامینځةکولو لپاره یوه موضوع شوه. داپه داسې حال کې دي چې  په څو راپورونو کې په تیره بیا  د میډیکل رپورټ  په اساس، چې د مهسا امیني د ناڅاپي مرګ په اړه خپور شوی ، له هغې سره د تاؤتریخجن چلند هیڅ نښه نښانه نه ده راپور شوي. مهسا امینی، د ناروغۍ یوه زمینه هم درلوده چې  له امله ئې په کُما کې تللې او له بده مرغه همدغه اټیک د هغې د مړینې سبب شو.په همدې وخت کې چې  مهسا امیني ناڅاپي مرګ له ایران سره د لویدیځي حکومتونو او رسندویو  د نفسیاتي جنګ او ناکراریو او بلواؤ د رامینځة کولو لپاره یوه ټاکنه او موضوع  باندې بدل شو، په کابل کې یوه بوږنونکي چاودنه وشوه او په لسګونو ماشومان او انجونې پکې ووژل شوې. خو  د لویدیځي حکومتونو او  دبشری حقوقو  تش په نامه دفاع کونکو نړیوالو اورګانونو له خوا ددغه ترهه ګراقدام دقربانیانو له خپلوانو سره هیڅ ډول خواخوږي او یا یوه نیوکه  هم ونه شوه  او هیڅ غبرګون ئې ونه ښود.هغه څه چې په خبری رسندویو او چینلونو کې  ډير زیات رابرسیره بریښول کیږي،په ایران کې د وروستیو اونیو له پيښو څخه  د خلکو  د ځایونو او د شهري تاسیساتو له ورانونکو سره د پولیسو چلند دی.په هرحال د نړۍ په هر ځاي کې له هغو کسانو سره چې په هردلیل  په غیرقانوني بڼه واټونو ته راوځي او تاؤتریخجن حرکتونه او د خلکواموالو او حکومتي ځایونو او تاسیساتو ته تاوانونه رسوي،پولیس د ناکراریو د کنټرولولو او دنظم د رامینځةکولو لپاره  صحنې ته واردیږي.څه شک نشته چې  د لویدیځي هیوادونو په واټونو کې له اعتراض کونکو سره د پولیسو دمقابلې هیڅ  راپور نه خپریږي،خو که د ایران پولیس د نظم د رامینځةکولو لپاره په واټونو کې ځاي په ځاي شي،نو ګواکې یو نادود اقدام  ئې کړی دی.په ایران کې په  همدغو وروستیو پيښو کې   څو پولیسي ماموران د دندو دترسره کولو به وخت شهیدان شوي ،خو لویدیځي رسندوئې  ورته هیح اشاره نه کوي.

Image Caption
Image Caption

 

               د ایران له پيښو سره د لویدیځي حکومتونو او دهغو په سر کې د امریکا،انګلستان او کینیډا دحکومتونو دخپلې خوښې دغه چلند،د ایران د اسلامی جمهوری نظام  په ضد د لویدیځي حکومتونو د پلانونې نښه  ده . هغه شعارونه چې د ایران په ځینو واټونو کې د لویدیځي رسندویو په  لارښونې سره  ورکول کیږي ،د ایران د ولس ترمینځ د درز د رامینځةکولو او د حکومت او ملت  ترمینځ دبې اعتمادئ لپاره د دوي دهدف یوه روښانه او بشپړ نښه  ده .  د  ایران په داخل او شاوخوا هیوادونو په تیره بیا د عراق په کردستان او پاکستان کې  دترهه ګرو ډلو  دمرکزونو فعالیدل ښئ لویدیځي هیوادونه تر دې دمه هیله مند دي په دغه ډول نفسیاتي اقداماتو او له ترهه ګرو ډ لو په ملاتړ سره،د ایران د اسلامی جمهوریت د سترې سټَې لرونکي وَنه  نابودولی شي.په زاهدان کې  یوه ترهه ګره ډله د پولیسو په یوې پستې  په وسلوالې حملې سره د څو پولیسو د شهادت پشمول د لسګونو کسانو د وژل کیدا سبب شوې ده . لویدیځي رسندویو  په داسې حال کې دغه پيښه د میرمنو د حقوقو ددفاع  لپاره د اعتراضونو داسې انعکاس بللی چې د ترهه ګرو ډلو لاس،په هغو وسلو سره چې له دوي ترلاسه شوي دي ،د سیستان او بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان ښار کې په خونړیو پیښو کې په بشپړ ډول ښکاره دی. په کردستان ولایت کې هم ترهه ګرو ډلو چې په تیرو څلورو لسیزو کې ئې  لاسونه،د زرګونو ماشومانو ښځو او بوډاګانو په وینو ککړ د،هڅه کړې ده،له رامینځةشوي فرصت څخه په ایران کې د لازیاتو بلواؤ او ناکراریو د رامینځةکولو لپاره زیاتره استفاده وکړي. په دغو ترهه ګرو ډلو کې ترټولو اصلي جنایتکارې ډلې پژاک او کومله جنایتکارې ترهه ګرې ډلې دي.دغو ډلګیو په تیرو څه دپاسه څلورو لسیزو :ې د خپلو کرد وطنوالو او د امنیت دفاع کونکو پولیسو په ضد له هیڅ جنایته ډډه نه ده کړې .ددغو درستو ترهه ګرو ډلو  دلویدیځي حکومتونو له خوا بشپړ ملاتړ کیږي.او په دغو هیوادونو کې دفترونه لري او په رسمي توګه فعالیتونه کوي.خولکه څنګه دغه جنایتکارې ترهه ګرې ډلې د ایران په وړاندې دریدلي دي،لویدیځي حکومتونه ورڅخه په ایران کې د بحران د رامینځةکونې لپاره هرډول ملاتړونه کوي.  داسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو دعراق په کردستان سیمې کې د ترهه ګرو ډلو د مرکزونو په شیشت کې په راؤستو سره درستې دنیا ته وښودله چې د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد به له هرډول ترهه ګر او ترینګلي  اقدام سره په چلند کې هیڅکله هم چُپه خوله کیښې نه ني.

           د ایران اسلامی نقلاب د دوه قطبي نظام په شرائطو کې کامیاب شو او د لویدیځ  او ختیځ  په دوو بلاکونو کې د خپلو دښمنانو د هراړخیزو یرغلونو په وړانډې ودرید او مقاومت ئې وکړ،اوس هم  په الهی لایزال ځواک او دملت په پشتیبانۍباندې په تکیې سره،د ایران دملت په ضد درستې دسیسې شنډوي.

د اسلامی انقلاب سترلارښود حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه ي په دې باب د تلې د میاشتې په دوویشتمه نیټه د نړۍ له ګوټ ګوټه د اسلامی وحدت په شپږ دیرشم نړیوال کنفرانس کې دګډون  کونکو په ټول کې وفرمائيل؛مونږ دسترو قدرتونو په وړانډې دریدلي یوو،یوه ورځ دغه دنیا د دوو سترو قدرتونو په لاس کې وه،د امریکا قدرت او دپخوانی شوروي قدرت،هر دواړه قدرتونه چې پخپلو کې ئې په لسګونو اختلافي موضوعګانې درلودې،په یوې موضوع کې سره متفق وو،او هغه،د اسلامی جمهوری نظام سره په ضدیّت کې وه، خیال ئې کوۀ دغه نیالګئ له ریښو ویستلی شي،خو هیڅ ئې ونه کړل ،اوس دغه نیالګئ په یوې سترې سَټې په  سترې وَنې بدل شوی دی.::::

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه