د لمر په حضور کې
(last modified Mon, 13 Feb 2023 11:13:58 GMT )
Feb 13, 2023 15:43 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کې

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د لمر په حضور کې  له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. په دې برنامه کې موږ د پوځ له یوشمېر هوايي او دفاعي ځواکونو له قوماندانانو سره د حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د لیدنې مهمې برخې رااخلو. له موږ سره واوسئ.

د سلواغې میاشتې ۱۹مه هرکال، د پهلوي حکومت په وروستیو ورځو کې د اسلامي انقلاب له بنسټګر حضرت امام خمیني(ره) سره د شاه پوځ د هوايي برخې پرسونل د یوشمېر کسانو د خوږ بیعت او د تاریخي مهمې خاطرې یادونه کوي. دې پېښې د اسلامي انقلاب په بریا او عملي کېدو کې واقعي او ګټور رول درلود. په همدې مناسبت او له دې ورځې د نمانځنې لپاره، سږکال هم د اسلامي انقلاب لارښود، حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، لکه د تېرو کلونو  په څېر، د هوايي او دفاعي ځواکونو له یوشمېر قوماندانانو سره ولیدل.

هغوی د دې په بیان سره چې ټولې طبیعي یا بشري پېښې یو حقیقت او پیغام له ځانه سره لري، د ۱۳۵۷ کال د سلواغې میاشتې د ۱۹مې پېښې پیغام د انقلابي پوځ د رامنځته کولو جوړښت یاد کړ او وفرمایل: د سلواغې ۱۹مې پېښې هم ځیني حقیقتونه وښودل، ترټولو مهم حقیقت یې دا وو چې په نوي نظام کې د نوي پوځ څېره، جوړښت او حقیقت څرګند کړ او وښوده چې نوی پوځ یو ولسي پوځ دی، دوی هغه ځای ته ولاړل او حاضره شول چې هره ورځ زرګونه کسان تلل هلته او له امام سره یې بیعت کولو، دې وښوده چې ولسي دی، انقلابي دی. وې ښوده چې مؤمن دی؛ وې ښوده چې ایمان له معنویت او ایمان له اسلام سره په دوی کې په بشپړه توګه لیدل کېده. دې وښوده چې راتلونکی پوځ یو مؤمن پوځ دی.

له حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي سره د پوځ د یوشمېر هوايي ځواکونو د قوماندانانو لیدنه

د اسلامي انقلاب لارښود د هغه پوځې ډلې ګواښ منل د نوي او انقلابي نظام بله ځانګړنه یاده کړه او وفرمایل: هغه ورځ تراوسه روښانه نه وه، چې د انقلاب برخلیک به څېرته ورسېږي؛ تراوسه هېڅ شی معلوم نه وو. هغه وخت، پوځي حکومت واکمن وو، یعني هېڅ روښانه نه وه، چې پایله به څه وي؛ شونې وه تر یوې یا دوو نورو میاشتو، دا موضوع وخت ونیسي؛ په هغه صورت کې دوی خلک ځوروي. دوی نه پوهېدل څه رامنځته کېږي، نو دوی ګواښ ومنلو، زړه ور شول، راغلل. دې وښوده چې راتلونکی پوځ ګواښ منونکی دی او انصافا په دې کلونو کې، ګواښ منونکی پوځ وو. دوی وښوده چې پوځ د یرغلګرو پر وړاندې یو موټی او یو لاس دی.

د اسلامي انقلاب لارښود د خپلو خبرو په یوه برخه کې د اسلامي انقلاب له ستر بنسټګر حضرت امام خمیني(ره) سره د هوایي پوځ انقلابي پرسونل د بیعت انځور، چې هماغه وخت په ورځپاڼو کې خپور شوی وو وفرمایل: هغه څه چې په انځور کې لیدل کېږي د امام حضور، د قدرت بېلګه، عزت او نه لړزانده ایمان دی، چې په مهربانۍ او د پلار په ډول یې د پهلوي پوځ ځوانانو ته کتل، له عطوفت او بشپړ باور څخه ډکه کتنه، هغه ورځ حتی یوه نفر هم فکر ونکړ چې شونې ده په دې منځ کې یو کس بد  نیت ولري. د حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په وینا، د ټولو لیدونکو په ذهن کې دا معنی راغله چې دا د نوي پوځ بېلګه ده. په ارادې، هوډمن، ګواښ منونکي، ایمان لرونکي او د عزت او قدرت دې قطب(حضرت امام خمیني(ره)) ته په لېوالتیا داسې پوځ وو، چې د خلکو ترڅنګ ودرېږي او درېدل او انقلابي پاتې شول.

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۱۹مه له حضرت امام خمیني(ره) سره د هوايي ځواکونو قوماندانانو د تاریخي بیعت انځور

انقلابي پاتې کېدل د ایران اسلامي جمهوریت د پوځ له نورو ځانګړنو څخه دي، چې د اسلامي انقلاب لارښود د هغه په اړه فرمايي: له هغو مهمو شیانو چې زه تل ورباندې تکیه کوم انقلابي پاتې کېدل دي؛ ځیني انقلابي دي، خو انقلابي نه پاتې کېږي؛ انقلابي کېږي، خو انقلابي نه پاتې کېږي؛ پوځ، انقلابي پاتې شو. نن ورځ زموږ پوځ(د اسلامي جمهوریت پوځ) له هغه لومړیو ورځو ډېر انقلابي دی، د هیجان له ورځو ډېر مؤمن دی، ډېر اعتقادي دی، ډېر چمتو دی، هرڅه تېر شول، پوځ سوچه شوی دی. ډېری سختۍ یې هم ګاللي دي، ډېری سرښندنې یې هم ورکړي دي، خو درېدلي دي، د خلکو ترڅنګ ولاړ دي، په ځوانمردۍ سره ولاړ دي، له ځانه په تېرېدنې سره ولاړ دي. او هرځای کې که اړتیا وه، پوځ خپل رول ادا کړی دی.

حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي، په دوام سره، پوځ د هېواد د خپلواکۍ او دوام بېلګه یاد کړ، هغه نوښتګر او جوړوونکی چې د بندیزونو په شتون کې، د سترو تجهیزاتو او توکو په برخه کې د طراحي په حال کې دی. د اسلامي انقلاب لارښود زیاته کړه، چې  له دې ټولو هڅو ډېر ستر، درېدنه او دوام چې هر یو یې ځانته یو ارزښت دی؛ هغه معنوي پایله ده، چې له دې ټولو ارزښتونو څخه ترلاسه کېږي او هغه د خدای  محبوب ګرځېدل دي. د صف سورت د څلورم آیت مصداق: په حقیقت کې خدای تعالی هغه کسان خوښوي چې د هغه په لاره کې لیکه په لیکه، داسې چې ګواکي وسپنیز دیوال وي، جهاد کوي.

د اسلامي انقلاب لارښود د خپلو خبرو په بله برخه کې، د سلواغې ۲۲مه د اسلامي انقلاب د بریا کلیزې په رارسېدو سره، دا ورځ د ایران ملت په تاریخ کې ترټولو غوره او ستره ورځ یاده کړه. هغه ورځ چې د ایران ملت وتوانېد عزت، قدرت، وړتیا او خپله ټینګه اراده ترلاسه کړي. د اسلامي انقلاب لارښود وفرمایل: هغه انقلاب ژوندی دی، چې وکولای شي په هره دوره کې خپلې اړتیاوې وپېژني او د هغه د چمتو کولو لاره پیدا کړي. همدارنګه ګواښونو ته پاملرنه ولري او د هغوی د شنډولو لاره پیدا کړي. حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په همدې تړاو د نن ورځې اړتیا ملي یووالی یاد کړ او وفرمایل: ملي یووالی، د دښمن پروړاندی ترټولو مهم، لوړ او ټینګ دیوال او بند دی.

ملي یووالی هماغه څه دی، چې د اسلامي انقلاب په بریا او وروسته هم د انقلاب په پرمختګ کې یې ډېر ستر رول درلود. نن موږ  دې ته اړتیا لرو، چې هرڅه چې شونې ده یووالی ډېر کړو، دښمن د دې ټکې په مقابل کې حرکت کړی دی. حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي د دې په بیان سره چې دښمن باید وپېژنو، شننه یې وکړو او په مقابل کې یې تدبیر وکړو وفرمایل: د دښمن نقشه زموږ لپاره روښانه ده او هېڅ ابهام د هغه کار لپاره چې غواړي ترسره یې کړو، نه لرو. د دښمن موخه د اسلامي انقلاب او د اسلامي جمهوریت نظام له منځه وړل ده.

د اسلامي انقلاب د مخالفانو د دښمنۍ لامل دا دی، چې اسلامي جمهوریت مهمه، ستراتېژیکه، ګټوره او د انساني او طبیعي کانونو لرونکې سیمه د سلطې نظام له واکه بهر کړې ده. د دې دښمنۍ بل لامل د اسلامي جمهوریت د خپلواکۍ غږ او امریکا او نړیوال استکبار ته د باج نه ورکول دي. د حضرت  آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي په خبره، نور هېوادونه هم د خپلواکۍ غوښتونکي دي، خو د دوی لپاره خپلواکي غوښتل یو سیاست دی، چې په راکړو ورکړو، خبرو، د مذاکرې د میز ترشا په کښېناستلو او حتی ځينو ګټورو کسانو ته د بډو او رشوت په ورکولو بدلېږي. خو زموږ لپاره خپلواکي او باج نه ورکول، یو ایمان او دیني باور او له دین څخه اخیستل شوی دی. د انقلاب لارښود د قرآنکریم ځینو آیتونو ته په اشارې چې باید پر مستکبر، ظالم او ستمګر حکومت باور ونه کړو وفرمایل: هغه څوک چې حاضر وي له دې ایمانه تېر شي، د ایران د اسلامي جمهوریت په نظام کې د دندې ترلاسه کولو واک له لاسه ورکوي؛ ځکه ایران له ټولو طبیعي، انساني، جغرافیايي او اقلیمي امتیازاتو سربېره، دا مهم امتیاز هم لري چې غواړي یو خپلواک حکومت و اوسي، باج ورنکړي، زور ونه مني او دا هم له ایمان څخه سرچینه اخلي، له دې امله، د دښمن موخه، د اسلامي جمهوریت له منځه وړل ده.

له حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي سره د پوځ د یوشمېر هوايي ځواکونو د قوماندانانو لیدنه

د اسلامي انقلاب د لارښود په وینا، دې موخې ته د دښمنانو د رسېدو تګلاره، د  سیاسي بهیرونو، ولسي ډلو، خلکو او حکومت ترمنځ د بې باروۍ او اختلاف رامنځته کول ده. هغوی وفرمایل: کله چې بې باوري رامنځته شوه، راتلونکي ته هیلې به هم له منځه ولاړې شي. ښه نو شونې ده اختلافونه شتون ولري؛ دا اختلافونه باید په درز تبدیل نشي. یو وخت د ښځې موضوع مطرح کوي، یو وخت د شیعه او سني موضوع مطرح کوي، یوه وخت نسلي اختلاف مطرح کوي، یو وخت نور بېلابېل مسائل، د دې لپاره چې اختلاف رامنځته کړي؛ د دښمن تګلاره د اختلاف رامنځته کول ده. البته بېلابېل تکتیکونه دي؛ هر وخت په یوه تکتیک سره؛ ډېری تکتیکونه دروغ او شایعه اچونه ده؛ دا کارونه ترسره کوي، د دې لپاره چې وتوانېږي اختلاف رامنځته کړي. نو کله چې موږ وینو دښمن پر یووالي خپل بریدونه پیل کړي دي، زموږ دنده دا چې دا یووالی او وحدت وساتو، اجازه ورنکړو چې دښمن په خپلې دې ناوړه موخې کې بریالی شي.

حضرت  آیت الله العظمی سید علي خامنه يي د سلواغې ۲۲مې ورځې لاریونونو ته په اشارې هیله څرګنده کړه، چې دا مراسم د خلکو د حضور، عزت او یوبل ته د باور بېلګه ده. ټولو خلکو ته زما سپارښتنه دا ده، چې هڅه وکړي دا لاریونونه، دا ستره ورځ، دا ستر خوځښت، د ملي یووالي بېلګه وګرځوي او دا پیغام په بېړه دښمن ته ورسوي، چې د ملي یووالي له منځه وړلو لپاره د دوی هڅه ناکامه او شنډه شوې هڅه ده او نشي کولای خلک له یوبل څخه بېل کړي، نشي کولای خلک له نظام څخه بېل کړي، نشي کولای نظام خلکو ته بد ښکاره کړي، نشي کولای د خلکو بېلابېلې ډلې له یوبل سره جګړې ته وهڅوي؛ سیاسي اختلاف، د نظر اختلاف، په ټولنه کې طبیعي اختلافونه ستونزه نه لري، خو باید په وهلو رټلو، تهمت، افترا او د دې په څېر په ورته شیانو ختم نه شي. دا هغه تګلاره ده چې موږ باید د دښمن د تګلارې پروړاندې یې غوره کړو. که همت وکړو، اراده وکړو، خدای تعالی هم ان شاءالله مرسته کوي.

په پای کې د اسلامي انقلاب لارښود په دوو هېوادونو سوریې او ترکیې کې رامنځته شوې زلزلې ته اشاره وکړه او د دې په بیان سره چې موږ خپله هم اخته یو( د خوی زلزله) او پوهېږو د کورنیو د عزیزانو له لاسه ورکول څومره درانه او سخت دي، د دې دوو هېوادونو له غمجنو خلکو سره یې خواخوږي څرګنده کړه او له متعال خدای څخه د مړو لپاره یې د رحمت او د هغوی کورنیو لپاره یې د زغم، صبر او د روحي آرامښت غوښتنه وکړه.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه