یزد ښار، د آسیايي هیوادونو د ټولګې سیاحتي پلازمینه
(last modified Wed, 17 Jan 2024 08:42:45 GMT )
Jan 17, 2024 13:12 Asia/Kabul
  • یزد ښار، د آسیايي هیوادونو د ټولګې سیاحتي پلازمینه

په ۲۰۲۴ کال کښې د آسیا د خبرواترو د ټولنې د غړو هیوادونو د سیل او سیاحت د مرکز په توګه د یزد ښار غوره کیدل، د ایران د سیاحت لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ګڼله کیږي او د تاریخي، طبیعي، کلتوري او هنري ځانګړنو له نظره د ایران د لوړو ظرفیتونو ښودنه کوي.

په 35 غړو سره د آسیا د همکارۍ د خبرواترو ټولنه د آسیا ترټولو ستر ټول شموله سازمان دی چې د کلتوري، اقتصادي او ټولنیزو همکاریو د پراختیا په موخه جوړ شوی دی. د دغې ټولنې د پریکړو ترټولو لوړ ارګان، د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه ده چې په کال کښې دوه وارې ترسره کیږي.

د ACD) په نامه د آسیا د ملګرتیا دخبرواترو د ټولنې د جوړولو وړاندیزې طرحه په اول ځل په ۲۰۰۱ کال کښې د آسیان هیوادونو د خارجه وزیرانو په څلوردیرشمې غونډې کښې مطرح شوه او دغه ټولنه په ۲۰۰۲ کال کښې په تایلینډ کښې جوړه شوه.

ټاکل شويو موخو ته په پام سره چې د اسيايي ټولنې د جوړولو لپاره د اسيايي هېوادونو تر منځ د يووالي پياوړتيا، د سوداګريز او مالي بازار پراختيا، د اسيا د رول پياوړتيا، په نړيوالو معادلو باندې اغېزمنتيا او دغه راز د نړۍ له نورو برخو سره د تعامل لپاره په یوې پیاوړې تولنې د آسیا بدلول په کښې شامل دي، د غونډې کوربه توب او مشري په وار په وار غړو هېوادونو ته سپارل شوی دی.

دا ځل د آسیا د ډایلوګ فورَم یا ټولنې ACD مشري د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې ایران ته سپارل شوې او یزد ښار په ۲۰۲۴ کال کښې د دغې ټولنې د غړو هیوادونو د سیاحت د پلازمینې په توګه معرفي شوی دی.

د ACD د غړو هیوادونو د سیاحت د مارکیټنګ پراختیا، له غړو هیوادونو څخه د سیلانیانو د راتګ د زیاتولو په موخه د دغو هیوادونو لپاره د سیاحت او سفر د اسانتیاؤ رامینځته کول او د پایداره سیاحت د پراختیا په لور د تګ په موخه د ولایت د توانمنیو او وړتیاؤ پیژندګلوي، د آسیا د ډایلوګ فورم غړو هیوادونو له خوا د سیاحت د پلازمینې په توګه د یزد ښار د انتخاب له وړاندیزې لاسته راوړنو ګڼل کیږي.

بادگیر

یزد د فارس او اصفهان ولایتونو په ملتیا د ایران د سیاحت د زرین مثلث په توګه د بهرنیو سیلانیانو اولنی مقصد دی. هغه ښار چې د یونیسکو د نړیوال میراث کمیټې په ۲۰۱۷ کال کښې د پولینډ په کراکوف کښې په خپلې یوڅلویښتمې غونډې کښې د هغه د تاریخي جوړښت یوه برخه د نړیوال میراث په نوملړ کښې ثبت کړه او د ګډ انساني میراث په توګه یې نړیوالو ته معرفي کړه.

یونیسکو د یزد ښار ډیر ځانګړی، استثنايي او د یو ارزښتناک کلتوري او تمدني دود ښودونکی معرفي کړ چې له ژواک چاپیریال سره په یو غږمله او تعامل ډوله چوکاټ کښې د انسان د استوګنې د ځاې یوه غوره نمونه ده. د دغه ښار په پیژندګلوۍ کښې راغلي دي چې د دغه ټاټوبي خلکو پيړۍ پیړۍ له طبیعت سره غږمله ښه ژوند تیر کړی دی او یو بډایه او پایداره کلتور یې رامینځته کړی دی.

په یزد کښې لاهم هغه لرغوني فنون او مصالح استعمالیږي او نامحسوسه پخواني دودونه په کښې موجود دي. په دغه ښار کښې که څه هم ټیکنالوجي استعمالیږي خو  د دغه ښار د خلکو له زرګونو کلن ژوند سره په زړه پورې مطابقت یې موندلی او پر همدې بنسټ دغه ښار خپل ژوند ته دوام ورکوي. بې سارې معماري د انسان او طبیعت له ګډ ژوند څخه رامینځته شوې ځکه چې یزد ښار، د دښتې په مینځ کې دی او دا ښار د انسان د ژوند یو بیل ماډل معرفي کوي.

یزد د نړۍ د خښتو وړومبنۍ ښار او د ایټالیا له وینس وروسته دویم تاریخي ښار دی. په ځینو سرچینو کښې د دغه ښار د ځینو پخوانیو ښارونو لکه د میبد ابتددايي جوړښت له حضرت سلیمان علیه السلام او ابرکوه ښار په حضرت ابراهیم علیه اسلام پورې اړونده بلل شوی دی. په دغه ولایت کښې د موجودو تیت پرکو آثارو ټولګه هم د دغې تاریخي مخینې بیانونکې ده. د ډبرینو لاسي اوزارونو، د ارنان غره د کاڼو سترې کتیبې، له نقش و نګار د ډکو کولالي شیانو د ټوټو شتون، ګڼ غارونه او معماري آثار او لرغونې ښار جوړونې ښودنه کوي چې د یزد مدنیت، د مهریز، یزد، رستاق او میبد او د اردکان په څلورو لرغونو مرکزونو کښې متمرکز پاتې شوی دی.                

په یزد کښې د محرم په دستورو کښې بهرني سیلانیان

په ښاري جوړښت کښې د یزد د دودیزې معمارۍ ځانګړتیاوې په دا ډول دي: کلابنده ښاري فضا، بیخي کوټلی ګڼ ښاري جوړښت، بیخي سره نښتي او بې فاصلې ودانۍ، تنګې او چت لرونکې کوڅې، د لمر او باد د لګیدو په اساس د کورونو جوړښت او له شمال ختیځ نه د سویل لویدیځ په لور مخ په قبلې د کورونو جوړول.

د یزد ښار د معمارۍ عناصر اته مورده دي چې بادګیر په کښې ترټولو اصلي دی او لامل شوی چې دغه ښار د بادګیرونو په ښار مشهور شي. د دغه عنصر د شتون ضرورت د سیمې د موسمي حالاتو او سړې هوا ته د ضرورت په وجه دی  او د اوبو د زیرمو، کورونو او جوماتونو په شان ودانیو کښې دغه بادګیرونه جوړ کړی شوي دي.

یزد ښار د ایران د صحرا په مینځ کښې لکه د یوې قیمتي ملغلرې ځلیږي. دغه ښار د یزد ولایت مرکز دی. په دې ولایت کښې ۱۲ ولسوالۍ او ۲۱ نور ښارونه دي چې خلک یې په خپلې خوږې لحجې خبرې کوي.

یزد د شیرکوه او خرانق په نومونو د غرونو د لړۍ ترمینځ د یزد اردکان په نامه دښته کښې پروت دی او که تاریخ یې وڅیړو نو پوهیږو چې دا ښار له میلادي درې زره کاله مخکښې جوړ شوی دی.

یزد له هغو ښارونو دی چې له پیړیو راهیسې په کښې د یهودیانو، عیسایانو او زرتشتانو په شمول بیلابیل دیني لږکي د مسلمانانو ترڅنګ په ارامښت سره صلحه ایز ژوند کوي. البته د یزد زیاتره خلک شیعه مسلمانان دي.

د یزد ښار یوه څرګنده ځانګړنه د تاریخي ودانیو او د خښتو د کورونو متفاوته معماري ده چې د دغې سیمې د ګرم او وچ موسم په وجه ده. په داسې یوې سیمې کښې هغه څه چې سیلانیان له هرڅه زیات حیرانوي، شنې او زرغونې لوړې او د هغو ښایسته لمنې دي چې د اوبو د کم او صحیح استعمال او د کاریزونو او د اوبو د زیرمو د پرمختللي سیسټم په وجه دي، داشان چې په دغه ښار کښې د «آب» په نامه یو میوزیم، د دغو ودانیو د ځلانده تاریخ او له اوبو د استفادې په هکله د دې سیمې د خلکو د تدبیر ښودلو ته ځانګړی شوی دی.

دغه ولایت د زیات لرغونوالي په وجه په خپل تاریخي جوړښت کښې ترټولو ډیرې تاریخي ودانۍ او د بازراونو، جوماتونو، مقبرو او میدانونو په شان د سیاحت جاذبې لري او د خلکو د صمیمیت او اخلاص بیانونکی دی. داشان چې د کورونو چتونو په خپلو کښې لګیدلي دي او په کوڅو باندې هم چت دی او د ځینو کورونو د ورننوتو لارې یو دي.

د یزد آب و هوا په پسرلي کښې په زړه پورې او په طبعه برابر وي، که څه هم ګرمي زر شروع کیږي او اوړی یې ډیر تود وي. د یزد سیمه بیاباني ده او د اوړي او ژمي په موسمونو کښې او حتی د شپې او ورځې په تاودوخې کښې یې ستر توپیر راځي. حتی د آب و هوا او موسمیاتو ځینو ماهرانو د یزد ښار او د دغه ولایت د نورو سیمو موسم په دوو موسمونو ویشلی دی.

د یزد د خلکو ژبه فارسي ده چې په یزدي لحجه خبرې کوي او شک نشته چې یزدي لحجه د فارسۍ یوه ډیره ښایسته لحجه ګڼله کیږي. د ایران په نورو ښارونو کښې د نورو ډیرو لحجو او ژبو اپوټه، په یزد ښار کښې دغه لرغونې لحجه ساتل شوې ده او خلک پرې خبرې کوي.

یزد د ایران یو ډیرو صنعتي ښار دی چې ورڅخه د قالین، د ساده او ګلدارو ټوکرو جوړولو او همداشان د فولادو او د اوسپنې د معدنونو صنایعو او د ماربلو کارخانو ته اشاره کوې شو.

*/*/*/*/*/

دولت آباد باغ د ایران یو مشهور باغ او د یزد ښار یو د لیدو وړ ځاې دی. د ونو زرغونوالی، د اوبو غږ او د دې باغ ظاهري ښکلاوې، کتونکی او سیلانی د معمول له ستومانۍ راباسي او تاریخ ته یې بیايي. دولت آباد باغ یو وخت د ښار د واکمن او د هغه د کورنۍ د هستوګنې ځآې و خو نن سبا د سیلانیانو په یو مرکز بدل شوی دی. دغه ښایسته باغ د یونیسکو د میراث په فهرست کښې ثبت شوی او د بادګیر ودانۍ یې په کابو ۳۴ میټره لوړوالي سره د نړۍ د خښتو ترټوټولو لوړ بادګیر دی.

د یزد دولت آباد باغ په ۱۱۲۵هجري قمري کال کښې د یزد د خوانین کورنۍ د لړۍ د مشر محمد تقي خان بافقي له خوا جوړ شو. هغه اول ۶۵ کیلومیټره اوږد کاریز جوړ کړ او له مهریز څخه یې اوبه په یزد کښې اوسني دولت آباد باغ ته ورسولې او بیا یې خپله حکومتي ټولګه جوړه کړه. دغه باغ چې کابو ۷۰ زره مربع میټره پراختیا لري، په ودانیو، ډنډونو او ډیرو فوارو مشتمل دی چې په مینځ کښې یې د انارو او انګورو ونې او د قِسماقسم ګلونو بوټي دي.

د دولت آباد ستر تاریخي کاریز په څه باندې ۲۰۰ کاله لرغونوالي سره، د کاریزونو له پنځو لړیو جوړ شوي دي او د ۵۰کیلومیټرو په وهلو سره یزد ته رسیږي او دولت آباد باغ اوبه کوي. دغه باغ په دوو برخو یعنې داخلي او بهرنۍ برخې مشتمل دی چې د ایران په تیرې معمارۍ کښې بیخي پيژندل شوی او مشهور دی او ډیره په زړه پورې او سمارټ تقسیم بندي یې لرلې ده. د ماهرانو په باور دولت آباد باغ «د حکومتي هستوګنې» ځاې دی داشان چې بهرنۍ برخه یې د حکومتي تشریفاتو، سپورټي دستورو او د ښار د چارو د اداره کولو ځاې و او داخلي برخه یې د دغې ټولګې خصوصي او اقامتي برخه ګڼله کیږي. په دغه باغ کښې به داخلي برخه له نورو برخو ځانګړې وه او ځانګړی دربان به پرې ولاړ و.

په دې ښایسته باغ کښې د ایراني باغونو یوه ډیره اصیله طرحه کارول شوې او د ایران د نورو باغونو په شان د باغ فضا په مینځ کښې ده او ودانۍ یې چاپیره جوړې شوې دي.

*/*/*/*/*/*

Translated by: Abdul Majid Durrani

ټیګونه