نوروز او د خالق له پیژندلو سره د هغه ارتباط
(last modified Sun, 11 Mar 2018 12:04:25 GMT )
Mar 11, 2018 16:34 Asia/Kabul
  • نوروز او د خالق  له پیژندلو سره د هغه ارتباط

ای پالونکیه ، ما ته وښیه چی څرنګه ، مړه ، ژوندی کوی ، خطاب وشو ایا زما له لوری د مړیو په ژوندی کولو ایمان نلری ؟ ابراهیم ع عرض وکړ ، هو ایمان لرم خو غواړم چی اطمینان او ډاډ پیدا کړم .

««««««

سپرلی او د هغه ښکلی طبیعت د ژوند د کتاب یوه لیدونکی تابلو ده چی د نړۍ د خلقت په اینه کې د حقیقت ښکلی انځور نندارې ته وړاندی کوی . دغه پرتمینه تجلی ، د خدای پیژندنې بهترین درس  وړاندی کوی . هو هستی بخښونکی  خداوند  هماغه ډول چی د انسان د هدایت اړو پیژندنې لپاره یې  تشریعی حکمونه رالیږلی دی ، د ښکلی طبیعت تماشا یې د عقلمندانو لپاره ګرځولی تر څو د حقیقت په راز و رمز پوهه شی او له دې لارې د خدای تعالی معرفت او محبت ته ورسی  ، لکه څرنګه چی سعدی وایی

 

 

 

بامدادی که تفاوت نکند لیل و نهار                      خوش بود دامن صحرا و تماشای بهار

صوفی از صومعه گو خیمه بزن بر گلزار                 که نه وقتست که در خانه بخفتی بیکار

بلبلان وقت گل آمد که بنالند از شوق                     نه کم از بلبل مستی تو، بنال ای هشیار

آفرینش همه تنبیه خداوند دلست                 دل ندارد که ندارد به خداوند اقرار

 

+++++++

سپرلی د غوړیدا او ښکلا موسم دې ، په سپرلی کې  ونې راټوکیږی ، غوټۍ  کوی  او میوه ورکوی او په دغه کار سره ټول چابیریال او طبیعت ښکلی کوی . د خلکو د دې انګیزې یو عامل چی په ورځ کې څه وخت په طبیعت کی تیروی ، همدغه د سپرلی ښکلا ده .  رنکا رنګ طبیعت ، ښکلا او د سپرلی جاذبه سبب کیږی چی انسان فطرتا او د خپل جنس له پلوه سپرلی خوښوی . خو د اهل ذوق له نظره سپرلی د معرفت هغه کتاب دی چی هر کال د حکمت او بصیرت لرونکو په مخ پرانستل کیږی  تر څو د خپل محبوب جمال  د هغه د غوتیو په څیره کې ووینی او د وجود او لیدتوګې په نوی کیدا سره له طبیعت سره یو ځای شی . په حقیقت کی نوې کال هغه فرصت دی چی یو ځل بیا د عمر تیریدا ځانته  رایاده کړو او د سپرلی په جوش او ولوله کی  له دې چی د ژوند د فرصت انتها ته یو بل ګام نږدې شوی یو ،  غفلت ونکړو او د خپل عمر د ګران بیه شیبو په قدر پوهه شو .

 

با دلبر کی تازه تر از خرمن ګل

از دست مده جام می و دامن ګل

زان بیشترک که ګردد از باد اجل

پیراهن عمر ما چو پیراهن ګل

 

قران  مجید فرقان حمید هم د انسان ژوند باران سره تشبیهوی چی له اسمانه واریږی او د هغه ژوند بخښونکی قطرې  تیار ټاټوبی  راژوندی کوی . د دغه  باران په وسیله رنکا رنګ بوټی راټوکیږی ، بیا غوټي ، میوې او هغو څانګې مځکه ښکلی کوی او د ژوند ښکلی او ولولناکه صحنه نندارې ته وړاندی کوی . انسان د دغو ښکلیو ښکارندو په لیدو ممکنه ده د تکبر او غرور ښکار شی او دا تصور وکړی چی دا پراخ دسترخوان تل د هغه په اختیار کې دی ، په داسې حال کی چی همدغه  خوشحالی بخښونکی ښکلا ممکنه ده  په یوه رڼا ورځ یا یوه تیاره شپه له مینځه لاړه او نابوده شی .

 

++++++

سپرلی چی د ژوند او شایستګۍ موسم دی ، د طبیعت په ّځلا ، د اب و هوا  په بدلیدا او تازګی سره د ذوق لرونکیو لپاره ډیر پیغامونه لری چی هغودرستو ته په دغه لنډ پروګرام کې اشاره نشی کیدلې خو په لنډه توګه  ځینو ته پکې اشاره کوو .

د نوروز او سپرلی مهم پیغام خدای پیژندنه ده . خدای پیژندنه هغه ټکی دی چی  هیڅ مسلمان لپاره ګونګ او نامفهومه ندی  تر څو هغه لپاره تعریف او بیلګه پیدا کړی ، بلکې هغه د لیدو ، اوریدو او په تیره بیا د فکر کولو په شمول له هرې لارې په خپل وجود کې دغه حقیقت ته رسیدلی شی . لکه څرنګه چی خداوند متعال فرمایی

 

و في انفسكم افلا تبصرون  ،،او پخپله د تاسو په وجود کې دې مګر نه وینو ؟ ( انسانانو په وجود کې د خدای د پیژندلو لپاره روښانه دلیلونه موجود دی )

نوروز د خدای تعالی په کاینات کی د غور او فکر کولو موسم دی . د زړه په سترګو د لیدو موسم دی . دا چی وګورو څرنګه غوټی ورو ورو ځان  له تنې او شاخونو راوباسی او بچکی له لمدو خټو سر راوباسی . د یاسمین ګل ته وګورو او د هغه ښکلی او زړه راښلونکی بوی باندې فکر وکړو  چی چا هغه ډومره ښکلی او خوشبو پیدا کړی دی . قران کریم سپرلی د خدای تعالی د قدرت او وس نښه بولی  او د وچ او بی پاڼو موسم ژمی  په سپرلی بدلیدا د بیا ژوند لپاره یوه ښکاره نښه ګڼی . د سوره فاطر په ۹ ایت کې راغلی ، ،

خدای تعالی هغه څوک دی چی بادونه یې ولیږل تر څو  وریځ راوپاروی  له دې وروسته وریځ د وچو او مړه ټاټوبیو په لور هدایت کوو او هغه په وسیله مځکه له دې وروسته چی مړه  وه ، ژوندی کوو ،،

 

د قیامت ورځ هم داسې ده  او په یوه بل ایت کې فرمایی ،،مځکه جامده او بی روحه وینی خو کله چی پرې باران وواروو نو په حرکت کې راځی او زیاتیږی (برکت )او ډول ډول حیرانونکی بوټی راټوکوی ، خدای حق دی  او هغه دې چی مړی ژوندی کوی او هغه دی چی هر څه  کولې شی . (سوره حج ، ایت ۵ او ۶ )

++++++

له توحیدی پیغامه وروسته صبر ته اشاره کولې شو ، کله چی نوروز  په  مړه مځکه راځی نو د ساړه ژمی بې ځان طبیعت  له  صبر او مقاومت وروسته  ځان څرګندوی ، له طبیعت اخلی او د خداوند منان د دغه کلام یادونه کوی چی فرمایی ، سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا ،،  خداوند ډیر ژر له سختیانو وروسته اسانی راولی ،( سوره طلاق ایت ۷ )

په حقیقت کی نوروز هم د سخت ژمی له تیرولو وروسته  له دغه حقیقته ژوندې انځور وړاندی کوی  چی په صبر سره بریالیتوب سره رسیدلی شو .

د سپرلی موسم د سخاوت او بخښلو موسم دی . په سپرلی کی  په غرونو او دښتو کې سخاوتمندانه بهاری ورښتونه وریږی او  ټول خړوبه کوی . هغه باران چی درستې دښتې ، بیابانونه ،مځکی او په تیره بیا دریابونه او اوقیانوسونه ډکوی او هیڅ شې محروم نه پاتی کیږی . نو دا په مونږ ده چی دا د سپرلی پیغام ترلاسه کړو او له درستو سره له جنسیت ، قومیت او توکم په نظر کې نیولو پرته مینه وکړو  او په چټی پلمو څوک له خپل شا و خوا لیری  نکړو  بلکې خپل کردار ، ګفتار او رفتار بهاری کړو  او د نورو زړونه ښاد او خوشحاله کړو .

 

+++++++

د سپرلی موسم د نوی کیدا موسم دی او نوروز هم د نوی کیدا او نوی غوښتلوښودنه کوی ځکه چی په سپرلی سره درسته نړۍ  بیا ژوند مومی . مومن انسان هم په قران کریم او الهی معارفو په عمل کولو سره خپل لید توګه او  خوی بوی په دې ډول برابرولی او انځورولی شی چی د ژوند هر څلور موسمونه یې سپرلی وی  ، یعنی د طبیعت  له ښکلا سره  همګامه  خپل  روح هم ښکلی کړی .  هغه ښکلا چی د طبیعت د ښکلا په شان  د وخت په تیریدا سره  له مینځه لاړه نشی بلکې  له انسان  سره  جاودانه شی . البته انسان بدلیدونکی حالات  لری ، کله مادی چارو ته ګروهنه پیدا کوی او کله خپل انسانی فطرت ته مخه کوی . د هستی په جلوو سره ارتباط پیدا کوی ،  او د طبیعت د ښکلا ښکارندې ورته ارامښت او ډاډ ورکوی . ویلې شو چی انسان له هستۍ د ښکلا پیژندنې  په تفسیر پسې دې  او غواړی چی ښکلا په سمه توګه درک کړی هغه هنرمندانه ښکلاوې چی په هستۍ کې کارول شوی دی ، انسان په فکر کی ‌اچوی  او حیرانوی یې .؟ دا حیرانتیا د بدلون پیلامه ده او انسان د لوړتیا په لور ورکش وایی . په دې ډول سپرلی په خپل تازه او نیو طبیعت سره د پیړیو په اوږدو کې د بدلون سبب شوی او د خلکو په ادابو او دودونو کې پایداره پاتې دې .

 

««««««

سپرلی په طبیعت کی د بدلون او انقلاب موسم دی ،  هره شیبه ،هر ساعت او هره ورځ پکې مثبت بدلون رامینځته کیږی . ونې شنی شوی او ګلونه کوی ، انسان هم باید هر کال  ، هر موسم ، هر ساعت او هره ورځ د خپل مثبت بدلون  لپاره هڅه وکړی . په دې اساس د سپرلی یو مهم پیغام بدلون او انقلاب  چی باید د زړه په غوږونو واوریدل شی . انسان چی اشرف المخلوقات دی  باید د خدای د معرفت او بندګۍ  له زیاتیدا سره یو ځای د خدای د مخلوق خدمت یې هم زیات شی ، تر څو په نهایت کی هغه حقیقی سپرلی ته چی هماغه قرب الهی ، د پالونکی په لور سیر و سلوک او د نفس له زندان او دنیای تعلقاتو ازادی ده ، ورسی .

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

ټیګونه