د لیندې شپاړسمه، له امریکې د ایران د بیزارۍ ورځ (څلورم او وروستی پروګرام)
(last modified Fri, 07 Dec 2018 08:38:24 GMT )
Dec 07, 2018 13:08 Asia/Kabul
  • د لیندې شپاړسمه، له امریکې د ایران د بیزارۍ ورځ  (څلورم او وروستی پروګرام)

د لیندې د میاشتې د شپاړسمې نیټې په مناسبت (د لیندې شپاړسمه، له امریکې د ایران د بیزارۍ ورځ تر عنوان لاندې) د لړۍ څلورمه او وروستۍ برخه. */*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د ایران له اسلامي جمهوریت سره د امریکې دښمني او مقابله د دغه هیواد په کوم خاص حکومت یا ډلې پورې محدوده نه ده او هر یوه تر خپله وسه یا یې چې د څومره توان فکر کوه، د ایران له اسلامي جمهوریت او انقلاب سره مقابله او دښمني کړې ده.

د لیندې د میاشتې شپاړسمه نیټه د دې دښمنۍ یو بل انځور دی چې د استکبار خلاف د ایران د ولس د مبارزو په تاریخ کښې ثبت شوی دی.

د ایران خلاف د امریکې د نیمې پيړۍ مداخلات او بیلابیل پروګرامونه:

د امریکې حکومت په څه باندې نیمه پيړۍ کښې د ایران د مقابلې لپاره هم د فکر او هم د عمل په ډګر کښې خپله پوره پوره هڅه وکړه چې د مختلفو ډرامو او پلانونو په تعقیبولو سره د ایران ولس تر خپلې سلطې لاندې راولي او نن هم د ایران د جمهوري اسلامي نظام د ګونډو کولو په لټه کښې دی. خو امریکا به خپل دې ارمان ته هیڅکله ونه رسیږي او د ایران خلاف د امریکې سپيره اهداف به پوره نه شي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي د سلګونو ځوانو پوهانو او د لوړو علمي وړتیاؤ لرونکو په کتنه کښې په خپله وینا کښې، له ایران سره له دښمنۍ د امریکې اهدافو ته په اشارې سره، د انقلاب د بریالیتوب له همهغه وړومبیو ورځو د ایران له ولس سره د امریکې رژیم د دښمنۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه: هغه وخت نه د ایټمي انرجۍ مسئله مطرح وه او نه د توغندويو او د سیمه ایز نفوذ، خو امریکایان پوه شوي وو چې د انقلاب په بریالیتوب سره یې ایران د یو لاسپوڅي، تابعدار او ډیر ګټه ورکونکي هیواد په توګه له لاسه وتلی دی.

پرزول، د خپلواکو ولسونو خلاف د امریکې ځانګړې کړنلاره:

په ایران کښې د حکومت د بدلولو سیاست له پخوا راهیسې په ډیره پریکنده توګه د امریکې د ټولو ولسمشرانو په تیره بیا د دغه هیواد د امنیت د برخې د متفکرانو ایجنډا پاتې شوې ده. د ټرمپ په مشرۍ د امریکې اوسنی حکومت هم، د هغه د سلاکارانو او چارواکو لیدتوګو ته په پام سره دا کړنلاره له مخکښې نه زیاته تعقیبوي.

خو د امریکې چارواکي د دې حقیقت منلو ته مجبور شوي دي چې دا ځل یې هم د ایران په هکله حساب کتاب کښې تیروتلي دي.

لکه څنګه چې د اسلامي انقلاب معظم رهبر څرګنده کړه: دا ډول محاسبات یوازې د (ذهني شاته پاتې والي) یوه نتیجه کیدی شي چې فکر وکړي ایران خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره یوه پلمه ګرځولی شي.

ټرمپ مجبور شو چې خپلو اهدافو ته د رسیدو لپاره په سیمه کښې له ځپونکو، جنایتکارو او ناروا رژيمونو سره خپل لاپه ډاګه تعامل څرګند کړي. د امریکې، اسرائیلو او عربستان مثلث د دې تور تعامل یوه برخه ده.

له ایران سره د امریکې پخوانۍ کینه:

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحاني د روان تحصیلي کال د پیلیدو په مناسبت یوه وینا کښې د ایران خلاف د امریکې پخوانۍ دښمنۍ ته په اشارې سره وویل: په تیرو څلویښتو کالو کښې د امریکې په تاریخ کښې د ایران، ایراني او د ایران د اسلامي جمهوري نظام په نسبت  د امریکې د اوسني حکومت هومره زیات کینه لرونکې کابینه او ټیم نه دی تیر شوی. دښمنۍ وې خو یو کس و او نور ټیم یې په دښمنۍ کښې متوسط و خو نن سبا په سپینه ماڼۍ کښې ترټولو بد کسان راغونډ شوي دي.

ولسمشر روحاني د اسلامي ایران خلاف د سپینې ماڼۍ د چارواکو د اهدافو په تشریح کښې وویل: هغوي خپل کار په یو رواني او نفسیاتي جنګ سره پيل کړ او اقتصادي جنګ یې یو مینځ مهاله هدف دی. د نظام د کارنده توب د موضوع لپاره جنګ د هغوي دریم هدف او د نظام د روا والي ختمول یې وروستۍ او فاینل هدف دی. هغه د رژيم د بدلولو خبره چې کوي، د روا والي په ختمولو سره یې تعقیبوي او د روا والي ختمول په نفسیاتي او اقتصادي جنګ او د کارنده توب په موضوع سره تعقیبوي.

امریکې د اسلامي انقلاب له بریالیتوبه په وروسته کلونو کښې هڅه وکړه چې سخت قدرت او نرم جنګ او اقتصادي دباؤ،  د ایران د خلکو د تاواني کولو لپاره وکاروي.

د امریکې یونایټډ پریس خبري آژانس د صدام له نیول کیدو وروسته په یو رپورټ کښې ولیکل: دا حقیقت هم اوس څرګند شوی دی چې په اتیایمه میلادي لسیزه کښې د صدام کیمیايي او مایکروبي پروګرامونه د امریکې له ملاتړ پرته ممکن نه وو.

د امریکې د سینیټ د بهرنیو اړیکو د کمیټې د هغه وخت یو کارکونکی وايي: مونږ د صدام پر کړچار خامخا اغیزه درلوده ځکه هغه مو دې باور ته رسولی و چې دا ډیره مهمه ده چې په خپل هیواد کښې د ترسره کونکو وژلو په وجه تر تعقیب لاندې را نه شي.

خو دې څیزونو د اسلامي جمهوري نظام ارزښت بیخي نه دی کم کړی. کوم مقاومت چې د ایران ولس د انقلاب له بریالیتوب وروسته وښوده په حقیقت کښې یې د دښمنانو ټولې معادلې او محاسبې ګډې وډې کړې. په حساب کتاب کښې یې دغه تیروتنه سبب شوه چې هغوي له ایران سره د دښمنۍ اوږده لاره ووهي خو بلآخره دغو تحرکاتو د ایران د ولس سترتوب او ویاړونه زیات کړي دي.

د شناندو له نظره د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا له همیشه نه زیات باثباته دی او د انقلاب دښمنانو که تر دې دمه هڅه کوله چې د اسلامي جمهوري نظام حقیقت تحریف کړي، اوس یې له ناچارۍ منلې ده چې حقیقت د تل لپاره نه شي پټولی. همدا وجه ده چې د لیندې شپاړسمه نیټه یوازې د انقلاب له بریالیتوبه مخکښې د کال هیندرې د یو مناسبت رایادونکې نه ده بلکې د دې حقیقت نښه ده چې د ایران ولس د خپلې بریا په لاره کښې د استکبار خلاف نه ستومانیدونکې مبارزې کړې دي او نن هم بې له دې چې له خپلو انقلابي ارزښتونو او آئیډیالونو یوه ذره شاتګ وکړي، پر انقلابي ارزښتونو همهغه شان پایبند دی.

                د اوهایو د هیډلبرګ پوهنځي د سیاسي علومو استاد آرنلډ اولیور وايي: له ایران سره د امریکې د سلوک په هکله د یو منطقي او خبرونکي ملي بحث مطرح کولو ته ضرورت لرو. د دې بحث د پيلولو لپاره پکار دي د ۱۹۵۳ کال له کودتا د وروسته کلونو ډیرې مهمې پیښې او د هغې ډیر وخت پاتې کیدونکې پایلې وڅیړو.

هغه زیاتوي: د دې پیښو منصفانه جاجونه دا ټکی څرګندوي چې د ایران خلک ولې له امریکايي چارواکو کرکه لري.

د لیندې د میاشتې د شپاړسمې نیټې پیښې ته هم باید له دې زاویې وکتی شي، هغې پیښې ته چې ویې ښودله د ایران ولس هیڅکله د امریکې لاسوهنې او سلطه غوښتنې نه مني.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه