Dec 26, 2022 18:11 Asia/Kabul
  • ښه عادتونه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ښه عادتونو له ننني (۴۱م) مطلب سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، جسمي او رواني روغتیا دواړه د ارزښت وړ دي. کله ناکله د یوه ښه ژوند درلودو لپاره، د ژوند په سټایل کې بدلون راوستل اړین دي. د ښه عادتونو په خپرونه کې د یوه بل ترڅنګ د ناوړه عادتونو پرځای، ښه عادتونه ځای پرځای کوو. اړینه ده هغه سپارښتنې چې په دې خپرونه کې وړاندې کیږي، ټولییز دي او شونې ده ځیني د ټولو لپاره مناسب نه وي. د اړتیا په صورت کې په خپل ژوند کې د ځینو بدلونونو رامنځته کولو لپاره، د خپل ډاکتر او یا سلاکار سره مشوره وکړئ.

ګرانو مینوالو په تېره برنامه کې مو په بېلابېلو ډلو کې د آنلاین اړیکو اصول او آداب وڅېړل. په دې برنامه کې له نورو څخه مننه او قدردانۍ او پر خلکو یې د اغېزې په اړه بحث کوو.

باور کوئ که نا، مننه د نورو په اړه د قدردانۍ ډېره مهمه کلمه ده. مننه او قدرداني دوه ډېر آسانه کارونه دي چې په سادګۍ سره بیا هم موږ هغه نه ترسره کوو. د مننې کلمې ویل او داسې کار ترسره کول چې ستاسو قدرداني ښيي، ستاسو ژوند ته بدلون ورکوي. که څه هم دا آسان کار تاسو د نورو په سترګو کې د اعتماد وړ او قدردان شخص ښيي او مثبته انرژي تاسو ته درکوي. د هغه نعمتونو لپاره چې تاسو ته درکړل شوي دي له خدای او د خپل ژوند له کسانو څخه د مننې لپاره ډېری لارې شتون لري.

مننه او قدرداني د هغه آدابو له ډلې دي چې په بېلابېلو ټولنو کې د خلکو د کلتور څرنګوالي ته په کتو لیدل کېږي. مننه د یوه غوره چلند او یو ارزښت ګڼل کېږي چې خلک د نورو لپاره د کار او زحمت په بدل کې ترې برخمن کېږي له یو بل څخه مننه او قدرداني کوي. البته د مننې لپاره، هر څوک د خپل شخصیت د ځانګړنو له مخې له مقابل لوري څخه مننه او قدرداني کوي. ځیني مننه کول په ډېر ساده شکل لکه: مننه، کور ودان او خوشحاله اوسئ بیانوي او ځیني بیا په رسمي او حرفوي ډول، قدرداني او مننه کوي. د مننې کولو لپاره ډېری لارې شتون لري چې خاص او مستقیم دي. هر څوک په بېل ډول مینه او زړه سوی بیانوي او یا هغه مني. هرڅومره چې د مننې لپاره مو ډېرې لارې زده وي، د دې لپاره به ډېر چانس ولرئ چې مقابل لوری هغه ریښتینی وګڼي. د دې ډول عبارتونو کارونه لکه: ستاسو ترڅنګ له شتونه خوند اخلم. ته زما یو ترټولو غوره ملګری یې. دا کار مو چې موږ ته ترسره کړ واقعا مننه کوم. د دې ډول د اړیکو یوه بېلګه ده.

د مینې څرګندول، همپالنه، باور، له شخړې او بې احترامۍ څخه ډډه کول، د مننې لارې دې چې موږ ټول یې کولای شو نسبت هغه کسانو ته چې ورسره په اړیکه کې یو له ځانه وښيي. د برنامې په دوام کې د هغو په اړه ډېر بحث کوو.

په مهربانۍ توګه د اړیکو ټینګول یوه هغه تګلاره ده چې کولای شو وښيي د مقابل لوري قدردان یو. یوه هغه کار چې کولای شو په دې اړه یې ترسره کړو دا دی چې خپل مقابل لوري ته وښيو چې هغه موږ ته مهم دی. د مینې څرګندول بل ته د مننې او پاملرنې کولو لپاره د معمولو قدردانیو څخه دي.

کله هم کولای شئ پر بل چا په باور سره، خپله قدرداني وښیئ. د قدردانۍ یوه تګلاره دا ده چې له خپل مقابل لوري سره آرام و اوسئ او له هغه سره داسې خبرې وکړئ چې بل چا ته یې نه وایئ. اجازه ورکړئ هغه تاسو ته نږدې شي او په دې ترتیب هغه ستاسو قدردانۍ ته متوجه کېږي. کولای شئ هغه ته د خپل ماشومتوب کېسه چې واقعا تاسو ته مهمه وي او تراوسه مو چاته نه ده ویلي، ووایئ.

له هغه کسانو څخه چې تاسو قدرداني کوئ باید وکولای شئ پر تاسو باور هم ولري. نو دوی ته وښيئ د دوی ژوند ته ارزښت ورکوئ او له دوی سره ریښتیني عاطفي اړیکه ټینګه کړئ. هېڅکله هغه څوک چې تاسو ته خپل احساسات او عواطف ښيي له لاسه مه ورکوئ، ځکه چې دا کار د شرمندګۍ او شاتک نښه ده. په کراتو ورته وښيئ چې د هغه د شتون لپاره د ده ترڅنګ یاستئ ترڅو له دې لارې، خپل د مننې او قدردانۍ احساس ورته وښيئ. ستاسو دا چلند داسې کار کوي چې هغه هم په مقابل کې ستاسو قدردان و اوسي.

که په رښتیا د کوم چا قدردان یاستئ، باید هغه څنګه چې دی ومنئ. تاسو نه شئ کولای نورو کسانو ته د خپل زړه په خوښه بدلون ورکړئ. دا کار د دې لامل ګرځي دوی د بې ارزښت کېدو او څنډې ته کېدو احساس وکړي. که د دوی له کار او یا اعتقاد سره موافق نه یاستئ، د دې پر ځای چې دوی د خپل زړه کار ترسره کولو ته اړ کړئ، یوازې خپل موافقت یا مخالفت اعلان کړئ. له شخص سره دا ډول محترمانه چلند، د قدردانۍ یوه لاره ده چې ښيي که حتی د یوې موضوع په اړه له هغه سره موافق نه یاستئ بیا هم د هغه قدردان یاستئ.

موږ کله دومره په ژوند کې ځان بوختوو چې د خپلو دوستانو او ملګرو قدرداني هېروو. زموږ ډېری کسان د هرچا شتون په ژوندکې لرو  دا شونې ده او البته دا کار هېڅکله په عمدي توګه نه ترسره کوو، له دې امله، د خپل عزیزانو منندوی و اوسئ او د دې مننې څرګندولو لپاره لارې پېدا کړئ. د مثال په توګه: کولای شئ د هغه مواردو لپاره چې باید مننه ترې وشي یاداشت ولرئ او بیا هغه له خپلو دوستانو او کورنۍ سره شریک کړئ. له نورو څخه د مننې یوه بله ترټولو ساده لاره، د دوی ستاینه ده. کله چې د یوه چا غوره ځانګړنې بیانوئ، په حقیقت کې هغه ته وایئ هغه ځانګړنو زما پام ورګرځولی دی او د دوی قدردان یاستئ. پام وکړئ دا کار ډېری وختونه ترسره کړئ.

د قدرانۍ له نورو تګلارو څخه، د مدبرانه چلند درلودل دي. یو دا چلند د سترګو اړیکو ټینګول دي. کله چې له کوم چا سره خبرې کوئ، په ځېر سره ورته وګورئ. دا کار د دې لامل ګرځي دوی وپوهېږي تاسو ورته ارزښت ورکوئ او د دوی قدردان یاستئ. د خبرو کولو او یا اورېدلو په وخت کې سترګو ته یې وګورئ او وښیئ چې په بشپړه توګه ورته پام کوئ. همدارنګه هغه چې د هرې اړیکې شخړه د وخت په تېرېدو سره له منځه وړي، پام وکړئ تر هر هغه ځایه چې کولای شئ او په هر قیمت چې کېږی د هرې شخړې مخه ونیسئ. که یوه موضوع بې ارزښته ده، د دې ارزښت نه لري چې د مقابل لوري احساساتو ته زیان ورسوئ. کله چې د بېلابېلو مسائلو په اړه خبرې پیلوئ، په دې ترتیب خپله قدرداني هغه ته ښيئ.

ریښتینې مننه او قدرداني هغه وخت کولای شئ بل ته ښکاره کړئ چې کله دې اړتیا لري ترڅنګ یې پاتې شئ. که د یوه چا قدردان یاستئ له تاسو څخه یې مرسته وغوښته، له هغه سره مرسته وکړئ. که پوهېږئ سختې ورځې لرئ، تر هغه ځایه چې پوهېږئ هڅه وکړئ یو کار ورته ترسره کړئ، مثلا: که دی په سخت وضعیت کې دی، کولای شئ ورسره د خوړو جوړولو او یا دکور په کارونو کې مرسته وکړئ.

همدارنګه کله چې د خپلو دوستانو او نږې کسانو ترڅنګ یاستئ، خپل ټول پام هغه وخت ت واړوئ. هېڅکله له هغه سره دخبرو پرمهال ټلفون یا ټلویزیون ته پام مه کوئ. په ټول وجود سره د هغه خبرو ته پام وکړئ او په ریښتیني توګه وښیئ چې غواړئ د هغه خبرې واورئ.

د قدرانۍ یوه بله لاره چې په ډېر سادګۍ سره له یاده وځي، بښنه غوښتل ده. که له خپل دوست او ملګري سره شخړه لرئ، بښنه وغواړئ. دا کار ښيي چې د دې اختلاف نظر لپاره بیاهم خپل ځان ملامت بولئ او دومره ورته دراناوی لرئ چې په دې اعتراف وکړئ. د نورو حیرانول هم د قدردانۍ له لارو څخه دي. ځکه چې ښیي د دوی په اړه مو فکر کړی دی. د دې ترڅنګ، دا کار ښيي دوی دومره پېژنئ چې پوهېږئ هغه څه چې د دوی د خوښې وړ دی دوی حیران کړئ. دا کار کولای شي د ناڅاپې ډالې اخیستل، هغه خواړه چې ورسره مینه لري او یا سفر ته بلنه وي.

د غیرکلامي اړیکو له تګلارو کار اخیستل د مننې له نورو لارو څخه دي. هغه کړنې چې کولای شئ خپله قدرداني وښیئ فیزیکي تماس دی. فیزیکي تماس درلودل معمولا ښيي تاسو یو چا ته ارزښت ورکوئ او د هغه قدردا یاستئ. معمولا خپل نږدې ملګري او د خپلې کورنۍ نږدې کسان په غېږ کې نیول، د لاس نیول او یا د مینې فیزیکي تماسونو سره هرکلی کوي. البته که غواړئ د هغه لاس ونیسئ او یا په غېږ کې یې ونیسئ، باید ډاډه و اوسئ چې هغه هم لېوال دی او هېڅکله دا کار په اجباري توګه مه ترسه کوئ.

په ټولیزه توګه، هېڅ شی د مخامخ اړیکو په اندازه ښه نه دی. خو نن ډېری ورځني تعاملات د ټلفن، ایمیل او ټولنیزو شبکو له لارې ترسره کېږي. په دې اساس په ډېرې آسانۍ کولای شو خپلو عزیزانو ته لاسرسۍ ولرو. یو پیغام ورته ولېږئ او هغه ته ووایئ چې څومره ورت ارزښت لرئ. د متني، غږیز او یا تصویري پیغام لېږل ډېر ساده او آسانه تګلاره ده. له دې لارې کولای شئ د نورو په اړه د خپل قدردانۍ احساس ښکاره کړئ. همدارنګه کله چې یوه چا ته ارزښت ورکوئ ستاس مرستې ته اړتیا لري، ډېر مهم دی ورته وخت ورکړئ. کله باید په هر کار چې بوخت یاستئ پرېږدئ او په بېړه ورسره مرسته وکړئ. تل باید هغه کسانو پر وړاندې چې د دوی د محبتونو قدردان یاستئ، د مسئولیت احساس وکړئ.

څرنګه چې وویل شول له خلکو څخه په مننې او قدردانۍ سره حتی کولای شو د کوچینیو کارونو لپاره خلکو ته د خوشئ او مثبتي انرژۍ لامل شو او په پای کې د هغه شخص مثبت عکس العمل موږ ته راګرځي.

ژباړه: زماني

 

ټیګونه