Mar 06, 2023 15:51 Asia/Kabul
  • د اخرې زمانې منجي په بودائیزم او هندوئیزم کې

د مخکنیو مطالبو څخه دې نتیجې ته ورسېدو چي په ټولو لویو مذاهبو کې لکه عیسویت او یهودیت او حتی هندوئیزم کې هم د اخرې زمانې په منجي باندې د باور مساله، مهمه بلل شوې.

د مخکنیو مطالبو څخه دې نتیجې ته ورسېدو چي په ټولو لویو مذاهبو کې لکه عیسویت او یهودیت او حتی هندوئیزم کې هم د اخرې زمانې په منجي باندې د باور مساله، مهمه بلل شوې. یو بل دین چي هندوئیزم سره زیاته ورته والې لري، بوډائیزم دی چي اکثره د ختیځې اسیا هیوادونه بوډایان دي، سیدارته ګئوتمه چي په بودا باندې مشهور دی د دې دین اساس اېښودلی دی، بودا ۲۵۰۰ کاله مخکې د هندوستان په ختیځه کې وزېږېدی، هغه په دې باور و چي د نړۍ له رنځونو او کړاونو د خلاصون لاره دا ده چي انسانان په عبادت، عمل او ښه خبرو سره، خپل روح ته وده ورکړي، څو د تکامل یا د ودې تر ټولو لوړې مرحلې یعني نیروانا ته ورسیږي، د هغه په باور د انسانانو ټول رنځونه په نفساني غوښتنو، هیلو او پېیلتیاو کې جړه لري، خو د خت په تېرېدو سره، د بودایانو په تعالیمو کې هم ځینې بدلونونه راغلي دي، خو د بودایانو په یو نیم اصلي فرقو کې لکه د مهایانه په فرقه کې، د اخرې زمانې د منجي د ظهور ذکر شوی دی، او د اخرې زمانې منجي برخلیک ټاکونکی رول لوبوي.  د بودیانو په باور نړۍ په مختلفو پړاونو کې ټیټه شوې او هرج او مرج واکمن شوی دی او خلګ په ګناهونو او اخلاقي رذیلتونو باندې ککړ شوي دي، لیکن هر ځلې یو ژغورونکی د بوداییت لوړ مقام ته رسیږي، ظهور کوي او خلګ له ګمراهی او تباهی څخه ژغوري هغوی هدایتوي او ځمکې ته برکت وربخښي، هغوی د خپل مذهب بنسټګر بودا، څلورم بوډا بولي خو پنځم بودا چي د هغوی په باور وروستی بودا او د اخرې زمانې منجي یا ژغورونکی دی میتریه نومیږي. د هغوی په باور میتریه لومړی یو باچا وي چي د وخت په تېرېدو سره، الهي اړخ خپلوي او اسمان ته ورپورته کیږي، اوسمهال هم په تمه دی څو د انسان په بڼه کې ځمکې ته راستون شي او انسانان د کمال وروستي حد یعني نیروانا ته هدایت کړي.

د بودایانو د منجي له ظهوره د مخکې پړاو په هکله دوې نظریې موجودې دي، په یوه نظریه کې له بودا نه پنځه زره کاله وروسته، د هغه تعالیم رنګ بایلي او انسان له ۱۰ کالو نه زیات عمر نه کوي، لیکن حالات همدغه شان نه پاته کیږي، او په یوه نامعلوم دلیل سره، انسانان یو ځلې بیا خیر او ښېګڼې ته مخه کوي، او د انسانانو عمرونه تر ۸۰ زره کلونو پورې زیاتیږي، بیا یو عدالت غواړې واکمن کیږي او د بودا مذهب ته رواج ورکوي، دغه شان حالاتو کې میتریه له اسمانه راکښته کیږي، او د اخلاقي فضیلتونو او د بودا د تعالیمو په ښودلو سره، انسانان د نیروانا د مقام په لورې هدایتوي،

خو د بودایانو په دوهم نظریه کې راغلې:  میتریه هغه وخت ظهور کوي چي نړۍ له ظلم او تباهۍ نه ډکه شوې وي، هغه د کائناتو له ورانولو وروسته، نوې نړۍ پنځوي چي له مینې، نعمت او نیکی نه ډکه وي، د بودایانو د اخرې زمانې منجي، خلګ له نفساني شهوتونو څخه لیری والې ته رابولي، هغه کسان چي دغه بلنه ومني، نجات مومي، لیکن اکثره کسان یې نه مني او له مینځه ځي. هغه ټولنه کې چي میتریه جوړوي، انسان له غرور او نفساني شهوتونو څخه خلاصون مومي او پر ځای یې پوهه، برکت او د پغمبرانو معجزې نیسي، ټوله ځمکه ژوره ارامښت مومي، نړۍ کې هیڅ یو کس جنایت او بد عمل نه تر سره کوي، په هر صورت کې د بودائیزم مکتب هم په اخره زمانه کې خپلو پیروکارانو ته یوه پوه او له روښآنه ضمیر څخه د برخمن حکیم د راتلو زیری ورکوي، داسي کس چي د دوی په باور د بودا تعالیم خپروي او خلګ له رنځونو او کړاوونو څخه ژغوري.

په چین کې بودائیزم د کنفوسیوس او تائو مذاهبو سره، د سونګ جیائو تر عنوان لاندې مشترک رسمونه لري، د اخرې زمانې په هکله هم په یادو باورونو کې ګډې ټکي موجودي دي په تېره بیا د کونفوسیوس او تائو تر مینځ، د یادو مذهبونو نجات بخښونکی یا منجي هم هغه وخت ظهور کوي چي ځمکه د ظلم او فساد په تیارو کې ډوب وي او دین او شریعت څنګ ته شوی وي. هغه ځانګړی کس نه دی بلکې یوه معنوي او الهي اړخ لري چي کولایشي په زړونو کې نفوذ وکړي، سره له دې، هغه د ظهور او د نړیوال حکومت د جوړولو لپاره، باید د متعال خدای د اجازې په تمه ووسي، د یاد منجي له ظهور څخه هدف د یو ښه دوران د پیل د اساس کښېښودل دی، د چیني مذاهبو د باورونو سره سم، د انسانانو خپلمنځي همږغیتوب او بیا له حیواناتو او نورو مخلوقاتو سره، د انسان همږغیتوب د اخلاقي فضائلو د ودې او د ټول شموله سولې د رامینځ ته کېدو لامل ګرځي. د چینایانو د منجي د حکومت پړاو ځلانده او د ښو اخلاقو او صفتونو د پنځونې زمینه برابرونکې ده، نفساني هوسونه ځپل کیږي او د سرشیندنې، زړه سواندې، همپالنې، مینه او شایسته پالنې په څېر نیک فضیلتونه په خلګو کې رواج مومي او سوله، امنیت او عدالت برقراره کیږي. د چینایانو د منجي د حکومت په پړاو کې واحد امت، شریعت او دین وجود لري او زر او مال د ټولو تر مینځ په برابره توګه وېشل کیږي، هیڅ ډول قومیتي او توکمیز او اقتصادي ترجېحات وجود نه لري. البته د سونګ جیائو په مذهب کې د زرینې دورې پیلېدا د اخرې زمانې په معنا نه ده، بلکې د بشریت له انحرافه وروسته د سمون دور د یوه ژغورونکی یا منجي له لارې د تکرارېدو وړ مساله ده، په دې توګه د دغه مذهب په بنیاد باندې څو اخرالزمانه راتلونکي دي.

له یادو مذاهبو نه علاوه په نړۍ کې نور هم داسي مذهبونه او نظریات موجود دي چي د اخرې زمانې د ژغورونکی یا منجي په هکله وړاندوینې کړي دي، په مرکزي امریکا کې د انګلیس او اسپانیې له استعمار او عام وژلې څخه پاته سورپوستي په دې باور دي چي په هغوی کې یو وتلی کس ژوند کاوه چي د وخت په تېرېدو سره، په الهه باندې بدل شوی او له مینځه تللی او یا هم ورک شوی دی. لیکن هغه په راتلونکي کې راستنیږي او خلګ له ظلم څخه ژغوري، د اسټرالیا ځایي خلګو هم په دې باور دي چي په اخره زمانه کې دنیا هغه وخت له مینځه ځي چي د الهه ګانو له لورې معنوي نظم له مینځه تللي وي، د اسلاو قومونو چي له روسیې نیولې بیا تر ختیځه اروپا په مختلفو سیمو کې میشت دي بیا په دې باور دي چي یو لوی سړی له مشرق ټاټوبې نه پاڅیږي، ټول اسلاو قومونه یوموټی کوي او په نړۍ باندې یې واکمنوي، د انګلیس د ټاپو ځینو استوګنو هم ورته باورونه لري او فکر کوي چي د ارتور په نامه یو کس ظهور کوي او په نړۍ باندې د ساکسون قومونو د واکمنېدو زمینه برابروي. د اسکاندیناوي قومونه بیا باوري دي چي نړیوال جنګونه او طبیعي پېښې نړۍ تباهی ته ورکاږي، بیا اودین په الهي ځواک سره، ظهور کوي او په هرڅه واکمنیږي، افریقایان هم په اخره زمانه کې د یوه ژغورونکی په ظهور باندې باورمن دي، دا ټوله د نن سبا قومونه او مذاهب دي خو له دې مخکې مصریان، یونانیان او رومیان هم د ژغورونکي په تمه پاته شوي دي، د دې سربېره زیات شمېر پوهان او فیلسوفان هم له پخوا زمانو څخه را په دې خوا په اخره زمانه کې د یوه ژغورونکی ظهور یوه پرېکنده او نه بدلیدونکې چاره بللې ده، ټوله په دې باندې موافقه لري چي په اخره زمانه کې یو داسي عدالت غواړې کس ظهور کوي چي نړۍ له ظلم او فساد څخه ژغوري.

د موعود منجي د ظهور لپاره دعاوې زیاتې دي، دلته به مونږ هم د افتتاح په دعا کې لولو:

« ... اَللّهُمَّ اجْعَلْهُ الدّاعِىَ اِلى کِتابِکَ، وَالْقآئِمَ بِدینِکَ، اِسْتَخْلِفْهُ فِى الاَْرْضِ کَمَا اسْتَخْلَفْتَ الَّذینَ مِنْ قَبْلِهِ، مَکِّنْ لَهُ دینَهُ الَّذِى ارْتَضَیْتَهُ لَهُ، اَبْدِلْهُ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِ اَمْناً، یَعْبُدُکَ لا یُشْرِکُ بِکَ شَیْئاً، ...

لویه خدایه خپل منجي مهدی خپل کتاب ته رابلوونکي او د خپل دین قائموونکی وګرځوه او هغه په ځمکې باندې خپل خلیفه وټاکه، هغه دین دي چي ورته خوښ کړی وي، د هغه په لاس مضبوطه کړه، او له دښمنانو څخه وېره په امنیت بدله کړه څو په پوره اخلاص سره ستا عبادت وکړي.

 

 

 

ټیګونه