Mar 06, 2023 16:04 Asia/Kabul
  • د ړنا هیلې – ۶ د اخرې زمانې منجي په یهودیت کې

عزیزانو په تېرو دوو برخو کې مو د عیسویت په مذهب کې د اخرې زمانې منجی یا ژغورونکی وڅېړله او په دې پوه شولو چي د هغه ظهور تر کومه حده پورې په مسیحیت کې جړه لري، یهودیت هم د یوه الهي دین په توګه د اخرې زماني نجات ورکوونکی یا منجي ته ځانګړې پاملرنه کړې ده، ځکه چي د یهودیت لارښوونې هم د متعال خدای له جانبه دي خو د وخت په تېرېدو سره، له تحریف او بدلون سره مخ شوی دی، ځینو په دې اند دي چي یهودیان ځکه د اخرې زمانې په منجی یا ژغورونکی باورمن دي چي د تاریخ په اوږدو کې له زیاتو کړاوونو سره مخامخ پاته شوي نو


یهودیان خپل د اخرې زمانې منجي یا ژغورنکی د ماشیح په نامه یو سپېڅلی او فضیلتمن کس بولي چي د الهی پیغمبر او د بني اسرائیل د قوم باچا حضرت داوود علیه السلام له نسل څخه دی. د یهودیانو په کتابونو کې راغلې چي هغه په هره یوه دوره کې دنیا ته راځي او د خپل رول د ادا کولو لپاره چمتو دی، لیکن هغه وخت ظهور کوي چي ټولنه یې د ظهور لپاره لیاقت ولري او متعال خدای ورته د ظهور اجازه ورکړي. که داسي نه وشي نو بیا یو کس د همدغه یادو شویو ځانګړنو په درلودلو سره، د یهود د قوم د ژغورلو لپاره به موجود وي چي د سپېڅلي روح تر اطلاع رسونې پورې خپله هم نه پوهیږې چي ټاکل شوی منجي دي. د یهودیانو په سپېڅلي کتاب کې د اشعیای نبی په سِفر کې په لومړی باب کې په ۵ ایت کې ماشیح له یو نیالګۍ سره پرتله شوی دی او ویل شوی چي د یسی (د حضرت داوود علیه السلام پلار) له تنې څخه یوه نیالګۍ وځي او د هغه له رېښو څخه یوه څانګه پنځیږي او د خدای روح په هغه باندې راځي، یعني د حکمت او د پوهې روڅ، او د قوّت او مشورت روح، او د معرفت او خدای نه د ویرې روح.)

یهودي کاهنانو د حضرت عیسی علیه السلام په زمانه کې داسي فکر کاوه چي هغه حضرت د یهود د قوم ژغورونکی دی، خو کله چي یهودیانو پوه شول چي حضرت عیسی علیه السلام د دوی له ذهنیت سره سم، منجي نه بلکې د متعال خدای پیغمبر دی او د حضرت داوود علیه السلام له ټبر څخه نه دی او د یهود د مخالفانو د وژلو او جنګ او وینې تویولو پر ځای د خلګو لارښوونه کوي، نو له حضرت عسي علیه السلام سره مخالفت پیل کړ، هغوی حتي له حضرت عیسي علیه السلام سره یې دښمني په مخ واخیسته او د هغه حضرت د قتل لپاره یې دسیسه وکړه، لیکن هغه کسانو چي په حضرت عیسي علیه السلام ایمان راوړ عیسویان ونومول شول.

 

له کومه چي د یهودیت له لورې د ذکر شوی منجي ظهور، د یهودیانو له دین پالنې او ایمان سره، زیاتې اړیکې لري، نو یهودیانو ته زیاته سپارښتنه شوې چي د خپلو دیني تعالیمو په ادا کولو کې هڅه وکړي او له ګناهونو توبه وکړي او خپل دیني مراسم تر سره کړي، همدارنګه په تورات کې تاکید شوی چي یهودیان باید همېشه د ماشیح د ظهور په تمه ووسي او ناامېده نه شي، د حبقوق نبي د کتاب په دوهم باب کې په دریم ایت کې راغلې: که څه هم وځنډیږي، ورته په تمه ووسه، ځکه چي هرو مرو به راشي، پاته به نه شي... ټوله امتونه راغونډوی او ټولو قومونو ته بلنه ورکوي.

په یهودیت کې هم د اخرې زمانې د نجات ورکوونکی د ظهور لپاره د وخت د ټاکلو نهی شوې .

د یهودیت په مذهب کې هم د نورو مذاهبو په څېر د اخرې زمانې د منجي د ظهور په هکله ځینې نښې او نښانې بیان شوي دي، یوه له دغو نښو څخه چي په اکثره مذاهبو منجمله یهودیت کې راغلې: د ځمکې په سر د ناروغتیاو، بې وزلیو، ظلم، فساد، جنګ او جګړو زیاتېدا ده. همدارنګه ګناه به زیاته شي او فساد او وینې تویول به د دینداری او معنویت ځای ونیسي. د یهودیانو په باور په هغه وخت کې یهودیان په ټاکل شوی ټاټوبې یعني فلسطین کې راغونډیږي او د الاقصی د جومات په ړنګولو سره، د سلیمان معبد جوړوي چي د یاجوج او ماجوج لښکریانو برید په کوي او د بیت المقدس سره نژدې د ارماګدون په نامه یو لوی جنګ کیږي. دغه ویروونکې جګړه اووه کاله دوام مومي او په کښې د نړۍ د نفوس دریمه برخه وژل کیږي خو د خدای په مداخلې سره، د یاجوج او ماجوج لښکر ماته خوري. له دغه پړاو نه د حضرت عیسی علیه السلام نه بلکې د ماشیح واکمني په ټوله نړۍ باندې برقراره کیږي، او هغه یوازې د یهود د قوم نجات بخښونکی دی، د نورو دینونو پېروکاران چي ژوندي پاته شوي د یهودیانو د منجي له لورې به محاکمه شي او هغه چي ګناهګاره وپېژندل شي نو دوږخ ته به واچول شي.

 

د تورات د ایاتونو په بنیاد، د ماشیح په دوران کې به نړۍ له نعمتونو، سلامتیا، امنیت او معنویت څخه مالامال شي، چي البته یوازې یهودیانو لپاره وي او د نورو مذاهبو پېروکاران به د هغوی په خدمتګاران وي. په دغه پړاو کې مادي نعمتونه له تصور نه زیات وي، د حزقیال نبي په کتاب کې په ۴۷ باب کې راغلې: د ویالو په دواړو لورو به د مېوو ونې راشین شي چي هیڅ پاڼې یې ژړیږي نه، او میوې به یې هیڅکله نه ختمیږي او هره میاشته تازه میوې ورکوي، ځکه چي اوبه یې له سپېڅلی ځای څخه بهیږي، میوه یې د خوراک لپاره، او پاڼې یې د علاج لپاره کارول کیږي. امنیت او دوستي هم د ماشیح د حکومت په وخت کې به برقراره وي په داسي ډول چي ښرموښ له پوسه او پړانګ له اوزګړي سره یوځای وي او نوزیږي ماشوم به د مار په سوړه کې لوبه وکړي. همدارنګه د ولسونو تر مینځ د هغه په عدالت ورزی باندې هم تاکید شوی دی، د حضرت عیسی علیه السلام د حکومت له نورو ځانګړنو څخه د خداباوری او معنویت رواج موندنه ده، په دغه وخت کې هیڅ یو کس ګناه نه کوي ځکه بتان مات شوي او شوم ارواح له ځمکې نه لیري شوي دي.

له کومه چي د منجي ظهور د یهودو لپاره مهم او برخلیک ټاکونکی دی، د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د صهیونیزم تر عنوان لاندې یوه سیاسي او قدرت غواړې غورځنګ بڼه ونیوه او له دغو باورونو په ناوړه استفادې سره، د انګلیس او امریکا په مرستې سره، د فلسطین د سیمې په اشغال باندې بریالی شو او د فلسطینیانو په وژلو، د کورونو په ړنګولو او شړلو سره، یهودیان په فلسطین کې میشت کړ، دغه نیواک ګر رژیم له خپلو ګاونډیانو سره څو ځلې جنګونه کړي او د الاقصی د جومات د ړنګولو پسې دی، دا په داسي حال کې دی چي د تورات په کتاب کې زیات تحریفات شوي او وړاندوینې یې هم له تحریفاتو ډکې دي، د دغو وړاندوینو په اساس، متعال خدای به په یاده سیمه کې د یهودیانو د راغونډیدلو او د سلیمان د معبد د جوړولو زمینه برابره کړي، خو یهودیان د خپلو موخو په پوره کولو کې پاته راغلې، هغوی د نیل له سینده نیولې بیا تر فرات پورې د یوه هیواد په جوړولو پسې دي، خو اوس د صهیونیست نیواکګر رژیم چي هر ورځ فلسطیني مسلمانان شهیدان کوي، هم په داخل کې له ستونزو سره لاس په ګرېوان دی او هم له بهرني ګواښونو سره ښکېل دی او ورځ تر بلې د کمزورتیا په لور درومي، دغو مسایلو ته په کتو سره، په فلسطین باندې د اسرائیل د نیواک د ختمېدو هیلې زیاتې شوي چي ورسره به د صهیونیستانو د اخرې زمانې په باورونو باندې شکونه زیات شي او د دوی وړاندوینې به پوره نه شي.

 

د آل یاسین په دعا کې مونږ مسلمانان داسي وایو:

 

« سَلامٌ عَلى آلِ یس، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا داعِىَ اللهِ وَرَبّانِىَّ آیاتِهِ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا بابَ اللهِ وَدَیّانَ دینِهِ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا خَلیفَةَ اللهِ وَناصِرَ حَقِّهِ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا حُجَّةَ اللهِ وَدَلیلَ اِرادَتِهِ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ یا تالِىَ کِتابِ اللهِ وَتَرْجُمانَهُ، اَلسَّلامُ عَلَیْکَ فى آناءِ لَیْلِکَ وَاَطْرافِ نَهارِکَ ، ...

سلام دې وي پرتا اې د خدای په ایتونو خبر او د خدای په لور بلونکی، سلام دي وې پرتا اې د خدای وسیله او د هغه د دین سرپرست، سلام دي وي پر تا اې د خدای خلیفه او د هغه پر حق یاور، سلام دې وي پر تا اې د خدای حجته او د هغه په لور لارښوونکي یه، سلام دې وي پر تا اې د خدای د کتاب تفسیر کوونکی او تلاوت کوونکی یه، سلام دې وې پرتا اې په ټولو حالاتو کې.....