د هیلې ړنا – ۹ / د اخرې زمانې منجې په اسلام کې
لکه څرنګه چې مو وویل د اخرې زمانې ژغورونکی په اکثرو مذاهبو کې یو غیرعادی کس او حتی خدای ډوله بلل شوی دی خو اسلام وایي چي د اخرې زمانی ژغورونکی د خدای بنده او د هغه حجت او امام دی.
په اخرې زمانې کې د هغه ژغورونکي ظهور چي متعال خدای یې د راتلو په باره کې وعده کړئ، له هغو حقیقتونو څخه دی چي عقل او فطرت یې تائیدوي، په تېرو خپرونو کې مو د دې موضوع له ثابته کولو وروسته، دا موضوع مو روښانه کړه چي اکثره مذهبونه د اهرې زمانې په ژغورونکی باور لري، داسي ژغورونکی چي یو بزرګوار، شریف او پرهېزګاره شخصیت دی او له ظلم، تباهی او فساد څخه د بشریت د ژغورولو لپاره پاڅون کوي، له امنیت، معنویت او هوساینې څخه ډکه نړۍ د دې پاڅون پایله ده، البته د دغه وتلی شخصیت د ظهور د څرنګوالې او د هغه حضرت د حکومت د ځانګړنو په هکله د مختلفو مذاهبو تر مینځ ځینې توپیرونه شتون لري. لکه څرنګه چې مو وویل د اخرې زمانې ژغورونکی په اکثرو مذاهبو کې یو غیرعادی کس او حتی خدای ډوله بلل شوی دی خو اسلام وایي چي د اخرې زمانی ژغورونکی د خدای بنده او د هغه حجت او امام دی.
ځینو مذاهبو کې د هغه حضرت پاڅون له پراخو وینو توینو او وژلو سره مله بلل شوی او یو شمېر مذاهب بیا د هغه حضرت د ظهور لپاره مشخصه نیټه ټاکلې ده حال دا چي د هغه حضرت د ظهور نیټه مشخصه نه ده او یوازې نښې یې بیان شوي دي، هغه مذهبونه چي د خپل ژغورونکې د ظهور لپاره نیټه ټاکلې یا یې وړاندوینې ناسمې ختلي دي او یا یې هم د وړاندوینې موده نه ده رسېدلې. یو شمېر مذهبونه په دې باور دي چي هر څومره نړۍ کې ظلم او فساد زیات شي نو د ژغورونکی د ظهور نیټه هم ځنډول کیږي، یو نیم مذهبونو کې د اخرې زمانې ژغورونکی د یوه ځانګړئ مذهب او قوم لپاره بلل شوی چي ټوله بشریت سره کار نه لري او یوازې خپل قوم ژغوري او پاته یا وژل کیږي او یا هم د ژغورل شوی قوم مرییان کیږي، تر ټولو مهمه موضوع دا ده چي اسلام نه ماسېوا د هغو مذاهبو په کتابونو او سرچینو کې چی د ژغورونکي د ظهور زیری ورکوي، په زیاته اندازه تحریف رامینځ ته شوی دی، په دې خاطر دی چي مختلف مذهبونه د اخرې زمانې د ژغورونکي په هکله مختلف نظریات لري.
د نړۍ په مطرحو مذاهبو کې د اخرې زمانې د ژغورونکي د ظهور د موضوع له څېړلو وروسته، اوس د دې نوبت دی چي د اخرې زمانې د ژغورونکي په هکله د اسلام د الهي او مترقي دین نظر وڅېړو، له شکه پرته، په دغه انسان پاله دین کې چي راتلونکې ته پاملرنه کوي، د سولې، عدالت د قائمېدو او د بشريت د هوساینې، هدایت او کمال لپاره په اخرې زمانې کې د یوه زړه ور، پرهېزګاره او صالح ژغورونکی ظهور ځانګړې ځای لري. په اسلام کې د روښانه راتلونکې په هکله زیری په منطقي او عقلي دلایلو، د قرآن ایتونو او صحیحو احادیثو باندې ولاړ دی او د هغه د ماهیت په اړه د شک او شبهې لپاره هیڅ ځای نه پاته کیږي، په اسلام کې هغه سرچینې د بشریت د ژغورونکی د ظهور په هکله دي له تحریفه لیري پاته شوي او له یو بل سره په ټکر کې نه دي، د نورو مذاهبو په اپوټه په اسلامي تعالیمو کې، د اخرې زمانې د د امام بشپړه ځانګړنې، له ظهوره مخکې او وروسته حالات او د هغه د منتظرینو دندې او مسئولیتونه په روښانه توګه او په تفصیل سره په ډاګه شوي دي، همدارنګه د اخرې زمانې د حالاتو او د ژغورونکی د ظهور په هکله په اسلام کې خرافات، عقل نه منونکې پېښې، غیرانساني او ناسم عملونه ځای نه لري او ټوله چارې د اسلام د ځلانده تعالیمو په بنیاد دي چي موخه یې معنوي او مادی کمال په لورې د انسانانو هدایتول دی. د اسلام د مبارک دین له لورې بیان شوی ژغورونکی د نبی اکرم حضرت محمد مصطفی ص اولاد او د دوولسم امام حضرت مهدی عج دی چي د نورو انسانانو په څېر یو انسان دی خو د بې سارې تقوا په څېر له لوړو اخلاقي فضیلتونو، علم، تدبیر، زړه وړتیا او مهربانی څخه برخمن دی او د متعال خدای بشپړه اطاعت کوونکی او د اسلامي احکامو پلې کوونکی دی او د مظلومانو ملاتړ او د ظالمانو دښمن او یو بشپړه یعني کامل انسان دی. د هغه حضرت دغه ځانګړنې د ظهور پر مهال ټوله بشریت ته څرګندیږي.
الهي دینونه، لکه ابراهيمی مذاهب چي یهودیت، عیسویت او اسلام په کښې شامل دي، ټوله د خدای له جانبه دي، په دې خاطر یو شمېر تعالیم یې سره ورته والې لري، خو په یهودیت او عیسویت کې چي د تاریخ په اوږدو تحریفات رامینځ ته شوي، یو شمېر ناسم او بې بنیاده مطلبونه ورزیات شوي دي چي تشخیص یې هم ډېر ګران کار نه دی، په تیره بیا چي د عیسویانو لاس ته رسېدلي انجیلونه له حضرت عیسي علیه السلام نه لسګونه کلونه وروسته او د هغه د یارانو له لورې لیکل شوي دي او تورات هم د هغه د پلویانو له لورې تحریف شوی دی، خو د اسلام په مبارک دین کې، قران کریم د نزول له زمانې څخه بیا تر نن ورځې پورې، له هر ډول بدلون او تحریف نه مبری پاته شوی ځکه چي یوه نه بدلېدونکی الهي کلام دی او په بشپړه توګه د باور وړ او د استناد وړ دی، سره له دې د ځینو موضوعاتو په هکله، منجمله د اخرې زمانې د امام په هکله په تورات او انجیل کې له اسلام سره، یو نیم مشترکات او ورته مطالب موجود دي، او تورات او انجیل هم په اخره زمانه کې د یوه ژغورونکي د ظهور موضوع تائیدوي.
د یهودیانو د ژغورونکې په هکله چي یو شمېر پېښې په تورات کې راغلې دي، د اسلام له تعالیمو سره، لږ شان ورته والې لري، په مبارک قران کې د انبیا د سورې ۱۰۵ ایت فرمایي: او یقینًا یقینًا مونږ په زبور كې له تورات نه پس دا لیكلي وو چې بېشكه دغه ځمكه، به زما د صالح (باصلاحيته) بنده ګان وارثان كېږي.
د دغه مبارک ایت ورته محتوا هم په لږ شان بدلو تورو او الفاظو سره، د زبور په کتاب کې د هلته چي حضرت داوود علیه السلام متعال خدای سره مناجات کوي، راغلی دی. په ۳۷ مزمور او ۲۹ بند کې ویل شوی: صدیقین د ځمکې وارثان شوي او تر ابده پورې به پکښې میشت ووسي.د دې کتاب په نورو برخو کې نور مطلبونه هم بیان شوي دي چي په اسلام کې د اخرې زماني د امام له ظهور سره، ورته والې لري. منجمله په ۷۲ مزمور په اول او دوهم بندونو کې راغلي: ای خدایه! خپل شریعت او احکام (مَلک) او خپل عدالت (مَلک زاده) ته ور په برخه کړه، څو ستا په قوم په عدالت او ستا له بې وزلو سره په انصاف حکم وکړي. د مزامیر دغه برخه د اسلام په ګران پیغمبر چي د الهي احکامو راوړوونکی دی او د هغه په ګران لمسی حضرت مهدی عج باندې سمون خوري چي د اخرې زمانې ژغورونکی او د عدالت پلې کوونکی دی، د تورات په نورو برخو کې هم چي د بني اسرائېل د نورو پیغمبرانو ویناوې بیان شوي، د اخرې زمانې په اړه د اسلام له مطالبو سره، یو شمېر ورته مطالب شتون لري.
د آدم زوی د عیسویانو په انجیلونو کې خورا یوه مهمه اصطلاح ده چي شواهدو ته په کتو سره، د اخرې زماني له امام حضرت مهدی عج سره سمون خوري، خو عیسویان حضرت عیسی علیه السلام خپل منجي یا ژغورونکي بولي، لیکن په انجیل کې ۸۰ ځلې د حضرت ادم د زوی یادونه شوې چي یوازې ۳۰ ځله یې حضرت عیس علیه السلام ته کارول شوی دی او پاته ۵۰ ځلې د اخرې زمانې ژغورونکی یا امام ته اشاره کوي، د مثال په توګه د متّی په انجیل کې راغلې چي حضرت عیسی علیه السلام خپلو شاګردانو ته ویل: کله چي د ادم زوی په اسمان کې ښکاره شي، د ځمکې ټولې طائفې به ځګرونه وټکوي او بیا به د انسان زوی وویني چي په وریځو سپور په قدرت او جلال او عظمت اسره راځي.
و د ملائکو په ملتیا سره، راځي، بیا به د جلال په کرسۍ کښیني او ټوله امتونه به یې په وړاندې راغونډ شي.
په یو بل ځای کې ویل شوی : کله چي د انسان زوی په خپل جلال سره له ټولو سپېڅلو ملائکو سره راشي، بیا نو د جلال په کرسۍ به کښیني او ټوله امتونه به یې په وړاندې راغونډ شي. له دغو جملو څخه دا څرګندیږي چي عیسي علیه السلام له خبرو نه مقصد چي د ادم د زوی په توګه یادونه کوي، همهغه د مسلمانانو د اخرې زمانې امام دی، یعني نوم یې د وخت په تېرېدو سره، له انجیله لیری کړای شوی دی.
د حضرت مهدی عج په یو زیارتنامه کې داسي راغلې:
اَلسَّلامُ عَلَى الْحَقِّ الْجَدیدِ، وَالْعالِمِ الَّذى عِلْمُهُ لایَبیدُ، اَلسَّلامُ عَلى مُحْیِى الْمُؤْمِنینَ، وَمُبیرِ الْکافِرینَ، اَلسَّلامُ عَلى مَهْدِىِّ الاُْمَمِ، وَجامِعِ الْکَلِمِ، اَلسَّلامُ عَلى خَلَفِ السَّلَفِ، وَ صاحِبِ الشَّرَفِ، اَلسَّلامُ عَلى حُجَّةِ الْمَعْبُودِ، وَکَلِمَةِ الْمَحْمُودِ، اَلسَّلامُ عَلى مُعِزِّ الاَْوْلِیآءِ، وَمُذِلِّ الاَْعْدآءِ، اَلسَّلامُ عَلى وارِثِ الاَْنْبِیآءِ، وَخاتَمِ الاَْوْصِیآءِ، ...
سلام دې وې پر هغه نوی حقدار او په هغه بزرګوار عالم چي علم یې نه ختمېدونکی دی، سلام دي وې د مومنانو په راژوندي کوونکی او د کافرانو په ختموونکی، سلام دي وې د ټولو ولسونو او امتونو په مهدی او د ټولو الهي احکامو او ارزښتونو په راغونډوونکی، سلام دي وې د مخکنیو اولیاو په یادګار او د شرف په صاحب باندې، سلام او درود دې وي د خدای له جانبه په حجت باندې، سلام دې وې د حق د ملګرو په عزت بخښوونکی او د حق د دښمنانو په ذلیل کوونکی، سلام دې وې د ټولو پیغمبرانو په وارت او په وروستی وصي او امام باندې.