د هیلی ړنا ۱۰ / د اخرې زمانې منجي په اسلام کې
دغه برخه کې به هم د اسلام په مبارک دين کې د اخرې زمانې د امام او ژغورونکی په هکله تاسو دوستانو ته وږغېږو،
د اسلام مبارک دین په دوو ستنو یعني په الهی وحی او همدارنګه په عقل باندې ولاړ دی چي هغه هم الهي موهبت دی، په همدې اساس د اسلام روښانه کوونکی ښودنې او تعالیم په قرآن او احادیثو کې له راتلو نه ماسېوا له عقل، استدلال او منطق سره هم سمون خوري او د ثابتولو وړ دي، په دې خاطر، مسلمان عالمان او فیلسوفان له الهي کلام نه د مرستې به غیر، خالي په دلیل او منطق سره هم د اخرې زمانې د امام د ظهور مساله ثابته کړې ده، له دې نه مخکې په تېرو خپرونو کې د اخرې زمانې د ژغورونکی د ظهور په هکله زیات دلایل تاسو ته وړاندې کړ. لیکن الهی دلیلونه هم شته چي نړۍ لپاره روښانه راتلونکی ترسیموي او په اخره زمانه کې د ژغورونکی له ظهور څخه د یوې نه بدلېدونکې الهې وعدې په توګه یادونه کوي.
د اخرې زمانې د پړاو د رارسېدلو یو مهم دلیل، د استعدادونو د پنځون او کمال غوښتنې لپاره د انسانانو د احساس خړوبول دی، هغه احساس چي متعال خدای د انسانانو په وجود کې پیدا کړی څو له دغه فطري ځانګړنې په مرسته د ځمکې په سر د خلیفه الله فی الارض لوړې مرتبې ته ورسیږي، متعال خدای کمال ته د انسان د رسېدو لپاره، هغه ته د عقل او فطرت دوه وزرونه ورکړي دي، څو انسان له دې لارې د معنویت او کمال په لوري الوت وکړي، لیکن په دغه لاره کې د انسان په وړاندې دوه ستر خنډونه هم موجود دی، یو شیطان او بل د انسان سرکښ نفس او د هغه هوسونه، دا دوه تل انسان له نوراني لارې څخه لیري کوي او د ګناهونو او تېروتنو په لور هڅوي، متعال خدای د بشریت د هدایت لپاره خپل پیغمبران واستول څو بشریت د معنوی او مادی نیکمرغی یعني د دین او دنیا د ترلاسه کولو په لور هدایت شي،خو سره له دې لا هم ګڼ شمېر انسانان د نفساني هوسونو او شیطاني کړچارونو اسیران پاته شوي، دا حالات ښودنه کوي تر هغه پورې چي د انسان د کمال غواړې او خدای لټوونکی فطرت د پنځون او ودې لپاره د ټولنې حالات برابر نه شي، بشریت هدایت ته ګروهنه نه پیدا کوي، اسلامي عالمان په دې اړه وایي: له کومه چي متعال خدای، نړۍ له کوم هدف پرته، نه ده پیدا کړې، نو د خپل بې حد او اندازې مهربانی په بنیاد به د خلګو د رهبری لپاره یوه بې سارې سمبول وړاندې کړي، څو په مناسب وخت کې د ظلم، فساد او جهالت له تیارو څخه د وتلو لپاره د خلګو لارښوونه وکړي، دا حالات یوازې د اخرې زمانې په ارماني ښار کې او ماحول کې رامینځ ته کېدایشي، کله چي حق به باطل باندې بریا مومي او د بشریت د مادي او معنوي ودې لپاره لاره هواریږي، هغه کامل انسان چي په اخره زمانه کې د متعال خدای له لورې د بشریت د ژغورلو لپاره په نظر کې نیول شوی، حضرت امام مهدی عج یعني د اخرې زمانې امام دی، داسي کس چي له هرډول تیروتنې او ګناه څخه پاک او د بشریت د ودې او تعالي لپاره بېلګه دی.
له طبیعي موهبتونو څخه د عادلانه ګټه پورته کولو اړتیا، په اخره زمانه کې د ایډیال ټولنې د بڼه نیولو د ضرورت لپاره یوه بل دلیل دی، لکه څرنګه چي متعال خدای په قرآن کریم کې فرمايی: انسان او کائنات یې چټي نه دي پیدا کړي، او هدف یې د کمال لوړو مرتبو ته د هغوی رسېدل دی. د بلې خوا څخه د قران په مختلفو ایتونو کې ټینګار شوی چي حکیم پروردګار، د دغه دنیا نعمتونه یې انسان ته په واک کې ورکړي څو د هغوی په مرسته غوره ژوند ولري، انسان هم تر دې دمه له دغو ټولو امکاناتو ګټه اخیستې ده، لیکن هرکله چي له معنویت او اخلاق نه لیری شوی، د خپل پرمختګ له انساني او الهي هدفونو څخه منحرف شوی دی، د ورانوونکو جنګي اوزارونو تولید، د فساد او ګناه د خپراوی لپاره د اوزارونو جوړول، د تاوتریخوالو، فحشا او ټروریزم د خپرولو لپاره د رسنۍ په څېر د مختلفو اوزارونو کارول، له طبیعي زیرمو څخه له حد نه زیات کار اخیستل او داسي ورته نورې مسالې، له الهي نعمتونو څخه د انسان د غیرمسئولانه، ناسم او ناورین رامینځ ته کوونکي ګټه اخیستنه ده چي له بده مرغه یاد بهیر لاهم دوام موندلی دی، په دنیا کې د بې عدالتی، تبعیض او توپیر د شتون د امله ټوله خلګ د علمي او تخنیکي لاسته راوړنو څخه ګټه نه شي پورته کولای، انسان یوازې هغه وخت په ځمکه او اسمان کې بې سارې امکانات او نعمتونه د ودې او کمال په لړ کې په خپل ژوند کې کارولایشي، چي د معنوي او انساني اهدافو په لټه کې ووسي او د اخلاق له مسیر نه منحرف نه شي، دا هغه ځانګړنې دې چي د اخرې زمانې په ټولنه کې موجودي دي، داسي ټولنه چي علم په کښې زیات پرمختګ کوي، هر اړخیزه مادی او معنوی هوساینه له تبعیض او توپیر نه پرته انسان ته ور په برخه کیږي.
یو بل دلی چي د اخرې زمانې په هکله د اسلامي عالمانو له لورې مطرح شوی دا دی چي د اسلام مبارک دین، په سخته له ظلم، فساد او توپیر سره، مخالفه دی، د اسلام د ګران پیغمبر رسول اکرم ص له زمانې بیا تر دې دمه پورې، له ظلم، فساد او تبعیض سره مبارزه دوام درلودلې ده، لیکن ظالم، یرغلګر او فاسد حکومتونه د فساد او تباهی په وړاندې د حق غواړو د مبارزاتو د بریا په مخکې خنډ ګرځېدلي دي، لیکن د ظالمانو او د باطل او د هغه د پلویانو تباهي او د حق او صالحانو بریا، یوه الهي ژمنه او الهي سنت دی، د قران په ایاتو کې ټینګار شوی چي متعال خدای هیڅکله خپله وعده نیمګړې نه پریږدي. د نړۍ ناهیلې کوونکې مخینې او د دنیا اوسنی خواشینوونکي حالاتو ته په کتو سره، عدالت، امنیت او پاکلمني یوازې هغه وخت پلې کېدایشي چي یوه نړیوال اصلاح کوونکی او ژغورونکی ظهور وکړي چي د ظلم د له مینځه وړلو لپاره کلکه اراده لري، هغه کس د اخرې زمانې امام مهدی موعود عج دی.
متعال خدای په خپل کتاب کې مومنانو سره نورې ژمنې هم کړي دي چي د یو بل بشپړه کوونکي دي، دا ژمنې له الهي حکومت له جوړېدو نه به غیر نه شي پوره کېدای، داسي حکومت چي د یوه صالح کس له خوا په اخره زمانه کې جوریږي، دا د متعال خدای اراده ده چي دین یې په ټوله نړۍ واکمن شي او ټوله انسانان یې له برکاتو برخمن شي، او کفر، شرک او ګناهونه له مینځه لاړ شی، همدارنګه متعال خدای وعده کړې چي د ایمان خاوندان او صالحین د ځمکې وارثین او واکمنان کیږي او د هغو فاسدانو او ظالمانو ځایناستي کیږي چي په اکثرو هیوادونو کې د واک په سر دي، دا صالح خلګ اوس د ظالمانو د فشارونو او تیریو د امله له خپل حق څخه محرومان شوي دي، صالحین د اخرې زمانې د امام تر مشری لاندې نه یوازې خپل حقوق تر لاسه کوي بلکې د اخرې زمانې د امام په غوره پیروانو کې راځې او د هغه حضرت د حکومت له برکاتو برخمنیږي.
د حضرت امام زمان عج په یوه زیارتنامه کې لولو:
« ... اَللّهُمَّ انْصُرْهُ نَصْراً عَزیزاً،وَافْتَحْ لَهُ فَتْحاً قَرِیباً یَسیراً، اَللّهُمَّ وَاَعِزَّ بِهِ الدّینَ بَعْدَ الْخُمُولِ، وَ اَطْلِعْ بِهِ الْحَقَّ بَعْدَ الاُْفُولِ، وَ اَجْلِ بِهِ الظُّلْمَةَ، وَاکْشِفْ بِهِ الْغُمَّةَ، اَللّهُمَّ وَآمِنْ بِهِ الْبِلادَ، وَاهْدِ بِهِ الْعِبادَ، اَللّـهُمَّ امْلاَْ بِهِ الاَْرْضَ عَدْلاً وَقِسْطاً، کَما مُلِئَتْ ظُلْماً وَجَوْراً، اِنَّکَ سَمیعٌ مُجیبٌ،
لویه خدایه! په عزت او اقتدار سره، د اخرې زمانې د امام ملاتړ وکړه، اسانه او نژدې بریا ور په برخه کړه، او د هغه په مټ خپل دین له انزوا وروسته، پیاوړی او عزتمن وګرځوه او حق له غروب نه وروسته بیا ځلې ځلانده وګرځوه، او د اخرې زمانې د امام د وجود په برکت سره، تورتم او غمونه له مینځه یوسه، لویه خدایه! د هغه په وسیله ښارونو کې امنیت راوله او خپل بندګان په هغه سره هدایت کړه، لویه خدایه ځمکه د هغه په وسیله له عدل او برابری نه دومره برخمن کړه، لکه څرنګه چي اوس له ظلمونو ډکه شوې ده، لویه خدایه! په حقیقت سره چي ته سمیع او اجابت کوونکی یې!