د هیلې ړناـ ۱۱
لویه خدایه، حضرت مهدی عج په خپل کتاب باندې رابلوونکې او د خپل دین قائموونکی وګرځوه، او هغه د ځمکې په سر خپل خلیفه کړه، لکه څرنګه چي له هغه مخکې پاکان دې په ځمکې باندې خپل جانشین ګرځولی وو، او هغه دین چي دې ورته خوښه کړی دی (اسلام) د هغه په لاس مضبوطه کړه.
قرآن، د مسلمانانو اسماني کتاب دی چي د خپلو حیات بخښونکو تعالیمو په خاطر، د دې دین تر ټولو لوی معجزه بلل کیږي، د دغه بې سارې کتاب همدغه ځانګړنه ښیي چي قرآن د بشر د تفکر څخه تر لاسه شوی نه دی بلکې الهې کلام دی او الهی سرچینه لري. متعال خدای په قرآن شریف کې ټینګار کړی دی چي خپل کتاب یې په پیغمبر اکرم ص باندې نازل کړی دی او خپله د تحریف په وړاندې ورڅخه ساتنه کوي، د اسلام په ګران پیغمبر باندې د وحې د نزول له پیله مسلمانان هم له تحریف څخه د ایاتو په ساتنې باندې خورا پایبنده وه، په بل عبارت سره، قرآن کریم یوازنی اسمانی کتاب دی چي تحیف شوی نه دی، په دغه شریف کتاب کې په اخره زمانه کې د حضرت مهدی عج په مشری د مومنانو او صالحانو د حکومت جوړېدو ته په مختلفو ایتونو کې په مستقیم او غیرمستقیم توګه اشارې شوې ده. البته قرآن د نورو مواردو په څېر، دغه لویه پېښه هم په کلي توګه بیان شوی او د هغه نور جزئیات هم د پیغمبر ص او د هغه د اهلبیتو په احادیثو کې راغلي دي.
د انبیا د مبارکې سورې په ۱۰۵ ایت کې لولو: په یقین سره په زبور کې مو له ذکر (تورات) نه وروسته دا لیکلی وو چي غوره (صالح) بندګان به مو د ځمکې وارثان کیږي.
دا ایت په ښکاره توګه د راتلونکې په هکله خبرې کوي چی په کښې د خدای صالح او غوره بندګان په ځمکې واکمن کیږي، دا راتلونکی د اخرې زمانې یوه برخه ده چي په کښې د نړۍ وارثان د خدای پرهېزناکه بندګان دی او هغوی د خپل ګران رهبر حضرت مهدی عج په مرسته یوه الهې او پراخ بنسټه حکومت جوړوي. لکه څرنګه چي امام باقر (ع) د نبی اکرم ص لمسی د صالحینو په هکله چي په دغه ایت شریف کې ورته اشاره شوې، فرمایي: له غوره کسانو څخه مقصد د حضرت مهدی علیه السلام یاران دي.
په دغه ایت کې په زړه پوری ټکی دا دی چي اعلان کوي چي په نړۍ باندې د صالحینو د واکمنېدو وعده د حضرت داوود علیه السلام کتاب زبور کې ورکول شوې ده، که څه هم حضرت داوود علیه السلام ځواکمنه واکمني یې درلوده لیکن په نړیواله سویه نه وه او متعال خدای په هغه باندې زیری کوی چي یو وخت به د یوه پرهېزناکه شخصیت او د هغه د صالحو یارانو په مشری یوه نړیواله حکومت رامینځ ته شی، په زبور کې هم د اخرې زمانې د حالاتو په هکله اشارې شوي دي، لکه د مزمور په ۳۷ ایت کې چي ویل شوی دی: اشرار به له مینځه ولاړ شي لیکن هغه کسان چي په خدای توکل کوي، به د ځمکې وارثان شي.
په قران کریم کې د نور د مبارکې سورې په ۱۵۵ ایت کې په اخره زمانه کې صالحانو ته د ځمکې د ورپاته کېدو په اړه په دقیقه توګه یادونه شوې ده، دغه ایت شریف کې راغلی دی: الله وعده كړې د هغو كسانو سره چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، چې خامخا هرومرو به دوى ته په ځمكه كې خلافت وركوي لكه چې له هغو كسانو ته يې خلافت وركړى و چې له دوى نه مخكې وو او خامخا ضرور به دوى ته د دوى هغه دین ثابت (او قوي) وګرځوي چې هغه (الله) د دوى لپاره غوره كړى دى او خامخا ضرور به دوى ته د دوى له وېرې نه پس امن په بدل كې وركړي، چې دوى به زما عبادت كوي او زما سره به هېڅ شى نه شریكوي، او هر څوك چې د دغو (انعامونو) وروسته كافر شو، نو همدغه كسان فاسقان دي.
په دغه ایت شریف کې صالحانو او مومنانو ته د ځمکې د پوره باچاهی تر څنګ د دین د قائمېدو او د ناامنی د له مینځه تلو وعده هم ورکول شوې ده، داسي یو شان حالات له شکه پرته د انساني ټولنې د ودې او د تعالي لامل ګرځي، هغوی به په پوره ازادی سره د خپل رب پرستش وکړي او د هغه له حکمونو به پیروي وکړي.
لکه څرنګه چي په دغه ایت کې راغلی دی: په تېرو ختونو کې هم صالح خلګو په ځمکې باندې واکمن شوي دي لیکن د هغوی د حکومت پړاو لنډ او کچه یې نړیواله نه وه، لکه څرنګه چي نبی اکرم ص په خپل وخت کې د لنډې مودې لپاره حقیقي اسلامي حکومت رامینځ ته کړي وه، او د ویرې او ناامنی ټغر یې ټول کړی وو، لیکن د هغه حضرت له وفاته وروسته، شخړې پیل شوې او ډله بندي رامینځ ته شوه،
له شکه پرته چي د نور د مبارکې سورې د ۵۵ ایت بشپړه بېلګه د اسلام د مبارک دین پر بنیاد د حضرت مهدی عج نړیوال حکومت دی چي په کښې صالحان او مومنان په پوره سولې او ارامښت سره، په ځمکې باندې وارثان کیږي، په دغه ټولنه کې مادی او معنوی هوساینه او نعمتونه ټوله نړۍ په بر کې نیسي.
د قرآن شریف د قصص د مبارکې سورې په ۵ ایت کې په اخره زمانه کې د حضرت مهدی عج د یارانو توصیف شوی دی، دغه ایت کې شریف کې راغلی: او مونږ اراده وكړه چې په هغو كسانو احسان وكړو چې په ځمكه كې ډېر ضعیف كړى شوي دي او چې دوى امامان وګرځوو او چې مونږ دوى (د ځمکې) وارثان وګرځوو .
دغه ایت شریف کې هم د ځمکې د وراثت او د ولسونو د رهبری خبره شوې ده، خو دغه ایت کې بیا مستضعفانو ته اشاره شوې، یعني هغه کسان چي د تیری، ظلم او بې عدالتی په نتیجه کې له خپل حقوقو څخه محروم شوي او په کمزورې دریځ کې ښکېل شوي دي، هغوی به وارثان ګرځول کیږي. دغه ایت هم د مخکنیو ایتونو وضاحت کوي او همدغه زیری کوي چي د ځمکې واکمني د صالحینو او مومنانو دی، د ټولنې د اصلاح لپاره د غوره خلګو هلې ځلې تل د زور ویونکو او قدرت غواړو کسانو له مخالفتونو سره مخامخ شوي دي، د حق او باطل تر مینځ په دغه مقابله کې، اکثره ظالمان د مختلفو اوزارونو او طریقو په کارولو سره، په مصلحینو باندې برلاسه شوي دي او د هغوی د اصلاحي اقداماتو مخنیوی کړي دي، لیکن د خدای اراده هغه ده چي په قران کریم کې د اسرا د مبارکې سورې په ۸۱ ایت کې راغلی دی: او ته ووایه: حق راغى او باطل په تېښته ورك شو، بېشكه باطل وركېدونكى دى.
په اخره زمانه کې هغه صالحین چي د ظلم او بې عدالتی په نتیجه کې کمزوري شوي دی د خپل بزرګوار امام حضرت مهدی عج په مشری به د ځمکې وارثان او واکمنان شي.
لیکن هغه څه چي د اخرې زمانې په هکله د متعال خدای وعده بشپړه کوي، د صف د مبارکې سورې په ۹ ایت کې راغلی او بیا په دوو نورو ایتونو کې تکرار شوی دی، د صف د مبارکې سورې په ۹ ایت کې لولو: دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې غلبه وركړي، اګر كه مشركان دغه (كار) بد ګڼي.
هغه دین چي په دغه مهم ایت کې ورته اشاره شوې ده، د اسلام حیات بخښونکی دین دی چي د خدای د وروستی پیغمبر خاتم النبیین ص له لورې راوړل شوی دی، خو تر اوسه وینو چي اسلام ټوله نړۍ په بر کې نه ده نیولې، او په دې باندې هم پوهېږو چي د متعال خدای وعدې حق دي په دې خاطر د اسلام مبارک دین به په راتلونکی کې په ټوله نړۍ باندې قائم شي، هغه هم د اخرې زمانې د ژغورونکی امام مهدی عج د رهبری په وسیلې سره، چي په دې لاره کې د هغه وفاداره او صالح یاران به یې مرسته وکړي، په دې هلکه زیات حدیثونه راغلې دي، منجمله د حضرت امام صادق علیه السلام څخه یو نقل شوی حدیث چي وایي: په خدای مي دې قسم وي تر اوسه د دغه ایت شریف محتوا عملي شوي نه دي، دا وعده هغه وخت پوره کیږي چي د اخرې زمانې امام ظهور وکړي، هغه وخت چي هغه پاڅون وکړي په ټوله نړۍ کې داسي کس نه پاته کیږي له خدایه منکر ووسي.
د افتتاح په دعا کې د دغه ایت مضمون ته په اشارې سره وایو:
در دعای افتتاح ، مضمون همین آیات را بدین گونه می خوانیم : لویه خدایه، حضرت مهدی عج په خپل کتاب باندې رابلوونکې او د خپل دین قائموونکی وګرځوه، او هغه د ځمکې په سر خپل خلیفه کړه، لکه څرنګه چي له هغه مخکې پاکان دې په ځمکې باندې خپل جانشین ګرځولی وو، او هغه دین چي دې ورته خوښه کړی دی (اسلام) د هغه په لاس مضبوطه کړه.