May 02, 2023 14:36 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا ۱۳ /په اسلام کې د زیري ورکول شوی د ژغورونکی ظهور

د اسلام د مبارک دین د تعالیمو پر بنیاد، امام مهدی علیه السلام، که څه هم بشریت ته د هوسا او شتمن ژوند زمینه برابروي لیکن انسانان معنويت په لوري هدایتوي  چي دنیا باندې زړه ونه تړي او معنویات ورته د مادیاتو په پرتله خوندوره وي او د الهي رضایت او انساني کمال غوښتونکي ووسي.

عزیزانو په تېره خپرونه کې له ظلم او زیاتی سره د مقابلې، د سولې او عدالت د قائمېدو په څېر د اسلام د مبارک دین د ژغورونکي حضرت مهدی عج د ظهور د یو شمېر لوړو اهدافو په هکله وږغېدلو لیکن په دغه برخه کې غواړو د بشریت د هغو هیلو په هکله خبرې وکړو چي د دغه بزرګوار ژغورونکي له لورې پوره کیږي.

د تاریخ په اوږدو کې انسانان د خپل عقل او پوهې په مرسته توانېدلي دي چي یو شمېر پرمختګونو ته لاس وموندي، متعال خدای په خپلو ټولو موجوداتو کې یوازې انسان ته د عقل لوی نعمت ورکړی دی، البته انسان کله ناکله هم له خپلې پوهې څخه په ناسمه لاره کې کار اخلي، سره له دې د ناپېژاندو د کشفولو او د علمي ودې لپاره ګروهنه د بشریت په فطرت او خټه کې شتون لري.

د اسلام ګران دین هم په هڅولو سره زده کړې او د پوهې ودې ته د انسان د ګروهنې له پنځون سره مرسته کړې ده او دغه فطرې ګروهنې ته د ځواب ویلو او زده کړې باندې د اسلام د ټینګار په لړ کې په اخره زمانه کې د حضرت مهدی عج له ظهور سره سم، د بشریت پوهه او عقل نور هم زیاتیږي او د نړۍ پټ رازونه ورته څرګندیږي. حضرت امام جعفر صادق علیه السلام په دې اړه فرمایي:  پوهه او علم ۲۷ تورې لري او تر دې دمه یې یوازې دوې تورې بشریت ته ورکول شوي او پاته به یې د حضرت مهدی عج له ظهور وروسته بشریت ته څرګند شي. په حقیقت کې د حضرت مهدی عج د ځلانده حکومت پر مهال د اوس د زمانې په اپوټه، د خپل استعداد د څرګندولو موقعیت ټولو انسانانو ته له کوم توپیر پرته برابریږي او ټوله کولایشي چي خپله پوهه زیاته کړي او د علم تولید او وده په بې سارې کچه زیاتیږي.

دا طبیعي خبره ده چي د انساناو د عقلمنی په زیاتېدو او د ټکنالوژی او علم په پرمختګ سره، ودانۍ، پرمختګ او هوساینه هم تر لاسه کیږي، لیکن که دغه علمي پرمختګ لکه د ظهور د مخکې زمانې په څېر له هدف پرته ووسي، نو کومې مثبتې پایلې به نه ولري، په دې ځای کې دی چي د حضرت مهدی عج د مدیریت او د امامت رول نور څرګندیږي او د هغه بزرګوار په هدایت سره، دغه علمي پرمختګ د انسانانو د مادی او معنوي اړتیاو د برابرولو په موخه کارول کیږي. په دې توګه د هغه حضرت د ظهور یوه هدف چي له الهي نعمتونو څخه د ټولو انسانانو برخمنېدل دی، پوره کیږي. په قران شریف کې د دغو نعمتونو یادونه شوې ده لکه د لقمان د مبارکې سورې په ۲۰ ایت کې چي متعال خدای فرمایی: ایا تاسو نه دي كتلي چې بېشكه الله تاسو لپاره په كار اچولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دياو پر تاسو باندې يې خپل نعمتونه، چې ظاهري دي او باطني دي ؛ پوره كړي دي ؟! لیکن په خلقو كې ځینې د الله په باره كې ، بې له علمه او بې له هدایته او بې له روښانه كتابه لانجه كوي.

په احادیثو کې راغلي دي چي د حضرت مهدی عج په ظهور سره، ځمکه خپلې خزانې او نعمتونه څرګندوي او امام علی علیه السلام هم فرمایي: د مهدی په وسیله ځمکه اباتیږي او شین کیږي او د هغه په وسیلې سره، چینې بهیږي.

له شکه پرته د امام مهدی عج په حکومت کې، لکه څرنګه د خلګو پرمختګ، هوساینې او ودانۍ ته پاملرنه کیږي، د خلګو کمال او معنویت ته هم اهمیت ورکول کیږي، لکه څرنګه چي د مادي پرمختګ لپاره باید لومړی خنډونه لیري کړای شي، په ټولنه کې د روحاني او معنوي فضا د رامینځ ته کېدو لپاره هم د فساد او د اخلاقي تېروتنو جړه ایستل هم اړینه ده. هغه انسان چي له خپل خدای غواړې او پاک فطرت څخه لیري شوی او نامشروع خوندونو او ناوړه اخلاق او د شتمنیو زیاتولو ته مخه کړې، نه شي کولای چي د معنوی ودې او د الهي برکاتو څخه ګټه پورته کړي.

په همدې خاطر د حضرت مهدی عج یو له مهمو اقداماتو څخه یو دا دی چي هغه بزرګوار له هغه ظلم سره مقابله کوي چي انسان یې په خپل حق کې کوي، لکه فساد او له خدایه لیري کېدل. له مختلفو روایتونو څخه دې نتیجې ته رسېدایشو چي د هغه حضرت له ظهور څخه مخکې په ځمکې باندې فساد رواج مومي، لکه څرنګه چي نن سبا هم ځینې ټولنې په فساد باندې ککړې شوې دي، د دغو احادیثو پر بنیاد، له ظهور څخه مخکې بې حیاتوب، ناروا جنسي اړیکې، شراب، لواط، د ښځو تر مینځ ناروا اړیکې، رشوت، چاپلوسی، نفاق او دین داری باندې تظاهر او داسي نور اخلاقي رذیلتونه عمومي کیږي او حق، عدالت، معنویت او دیني ارزښتونه ګوښه کیږي. د فساد او ګناهونو په داسي یوه تورتم کې حضرت مهدی عج پاڅون کوي او فساد او ګناه له مینځه وړي او بشریت بیا ځلې د انساني فطرت او کمال په لوري هدایتوي او له لالهاندی څخه ژغوري. امیرالمومنین حضرت علی علیه السلام په دې هکله فرمایي:  مهدی، هوسونه د هدایت پیروکار ګرځوي، په هغه وخت کې چي انسانانو هدایت د هوسونو پیروکار کړی وي، او مهدی نظرونه د قران پیروکار ګرځوي په داسي وخت کې چي انسانانو قران د خپلو نظرونو پیروکاره کړی وي.

امام مهدی عج د اسلام د مبارک دین د تعالیمو پر بنیاد، که څه هم له هوساینې او شتمنی ډک ژوند انسانانو ته برابروي لیکن هغوی داسي هدایتوي چي په شتمنیو بانډې زړه ونه بایلي او الهي رضا، معنویت او کمال ته ترجیح ورکړي.

هغه څه چي حضرت مهدی عج له ظهور وروسته تر سره کوي، د سولې او عدالت د قائمیدو او د فساد د له مینځه وړلو په شمول ټول اصلاحي اقدامات، په حقیقت کې د اسلام د مبارک دین د شریعت او د قران د تعالیمو بشپړه عملي کول دی، د حضرت مهدی عج په زمانه کې ټول انسانان د اسلام د مبارک دین په حقانیت او کمال باندې اعتراف کوي او ټوله مسلمانان کیږي، د اسلام له ګران دین څخه دغه هرکلی د امام مهدی عج د منطقي او روښانه لارښوونو دمله رامینځ ته کیږي، چي له مخې یې اسلام ټوله نړۍ په بر کې نیسي او په قران شریف کې ذکر شوې وعده پوره کیږي، لکه څرنګه چي د صف د مبارکې سورې په ۹ ایت کې متعال خدای فرمایي: دغه (الله) هغه ذات دى چې خپل رسول يې په هدایت او حق دین سره لېږلى دى، د دې لپاره چې دغه (حق دین) ته په نورو ټولو دینونو باندې بری وركړي، اګر که د مشرکانو خوښه نه وي.

امام صادق علیه السلام د دغه ایت شریف په اړه فرمایي: د حق دین هغه ټولشموله کېدا چي په دغه ایت کې ذکر شوی د محمد مصطفی ص د اولاد مهدی په پاڅون سره پوره کیږي، چي له مخې یې هیڅ یو کس نه پاته کیږي مګر دا چي د حضرت محمد په رسالت یې اقرار کړی وي.

له شکه پرته، د حضرت مهدی عج نړیوال حکومت د بشریت لپاره زیاتې ځلاندې لاسته راوړنې لري، چي مونږ دلته یوازې محدودو مسایلو ته اشاره کړې ده.

د عهد په دعا کې چي له حضرت مهدی عج سره په بیعت باندې له سره تاکید کیږي راغلی:

« ... وَاعْمُرِ اللّهُمَّ بِهِ بِلادَکَ ، و َاَحْىِ بِهِ عِبادَکَ ، فَاِنَّکَ قُلْتَ وَ قَوْلُکَ الْحَقُّ : " ظَهَرَ الْفَسادُ فِى الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِما کَسَبَتْ اَیْدِى النّاسِ" (روم ، 41) ، فَاَظْهِرِ الّلهُمَّ لَنا وَلِیَّکَ وَابْنَ بِنْتِ نَبِیِّکَ الْمُسَمّى بِاسْمِ رَسُولِکَ، حَتّى لا یَظْفَرَ بِشَىْء مِنَ الْباطِلِ اِلاَّ مَزَّقَهُ، وَیُحِقَّ الْحَقَّ وَیُحَقِّقَهُ، ...

خدایه د هغه په لاس ښارونه او هیوادونه ودان کړه، او بندګان دی د هغه په نور هدایت کړه ځکه چي تل ستا وعده حق ده، په قران کې دي وفرمایل: په ځمکه او سمندر کې فساد د خلګو د کړنو په خاطر ښکاره شوي دي؛...نو اې لویه خدایه زمونږ لپاره خپل ولی او د خپل پیغمبر د لور اولاد چي ستا د رسول سره یې نوم ورته دی، څرګند کړه څو په ټوله باطل باندې بریالی شي او هغه له مینځه یوسي او حق ثابته او قائم وګرځوي.