May 25, 2023 11:53 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا – ۱۶  په مختلفو مذاهبو کې ژغورونکی

هغه مبارک او نوراني ماشوم د سجدې په حالت کې وزېږېدی، هغه د خپل پلار حضرت امام حسین عسکري علیه السلام په غېږ کې د خدای په اذن سره په خبرو شو او د متعال خدای په وحدانیت او د خپل نیکه نبی اکرم ص په رسالت باندې شهادت ورکړ او بیا یې د حضرت علی علیه السلام څخه نیولې تر خپل پلار پورې په ټولو اوصیاو باندې درود واستول..

د بشریت ژغورونکی او د عدالت قائموونکی او د اخرې زمانې ژغورونکی حضرت مهدی عج د ۲۵۵ هجري قمري کال په ۱۵ نیټې کې نړۍ په خپل نور سره روښانه او سترګې ړنې کړي، د هغه د بزرګوار پلار امام حسین عسکري ع او د پرهېزګاره مور یې نجمه خاتون زړونه خوشحاله شو، دغه سعادتمن زوکړه له زیاتو پېښو سره مله شوه، د دغه زوکړې زیری له اسلام څخه په مخکې اسماني کتابونو کې ورکول شوې وه، لیکن حضرت نبی اکرم ص او معصومو امامانو د حضرت مهدی عج ځانګړنې په جزئیاتو سره، بیان کړي او د هغه د ځانګړی، مهم او لوی ماموریت یعني له ظلم او تباهی څخه د بشریت د ژغورولو د ماموریت په هکله یادونه کړې ده.

د حضرت نبی اکرم ص د وېناو په بنیاد، دا خبره روښانه شوې وه چي د اخرې زمانې منجي د حضرت امام علی ع او حضرت فاطمه الزهرا س له اولادونو او ۱۲ امام دی. که څه هم ځینو داسي شبهې رامینځ ته کوي چي د حضرت نبی اکرم ص ۱۲ اوصیا او ځایناسي نور کسان دي، لیکن دا ښکاره خبره ده چي د اسلام د ګران پیغمبر ۱۲ اوصیا همهغه ۱۲ مبارک امامان دي چي وروستی امام حضرت مهدی عج او د اخرې زمانې ژغورونکی دی.

د اسلام د ګران پیغمبر ص له رحلت څخه وروسته، خلګو د هغه حضرت د وصی او د اخرې زمانې د امام په تمه وو، په ځانګړې توکه د بنی امیه او بنی عباس د ظالمې واکمنۍ پرمهال پر مهال، دا هیله زیاته شوې وه چي له امامانو څخه یو امام پاڅون وکړي، او د ظلم او تباهی جړې له مینځه یوسي، لیکن کله چي به خلګو له معصومو امامانو څخه د اخرې زمانې د ژغورونکی پوښتنه کاوه، نو هغوی به خلګو ته د حوصلې او د انتظار سپارښتنه کاوه، د مثال په توګه کله چي خلګو له حضرت امام حسین ع څخه پوښتنه وکړه چي ایا دی د اخرې زمانې ژغورونکی دی، هغه حضرت په ځواب کې وفرمایل:  د اخرې زمانې امام او د بشریت ژغورونکې زما نهم اولاد دی چي له زیات شان او مقام څخه برخمن دی. له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چي ایا د اخرې زمانې ژغورونکي او امام پیدا شوی دی، هغه حضرت په ځواب کې وفرمایل: نه ، تر اوسه د اخرې زمانې امام نه دی پیدا شوی، خو که د اخرې زمانې د امام د ظهور پر مهال زه وای، نو ټول ژوند به مې هغه ته د خدمت لپاره ځانګړي کړې وای.  دغو وېناو څخه ښکاره کیږي چي اهل بیت ع د حضرت مهدی عج د زوکړې لپاره، د خلګو د چمتو کولو هڅې کولې، او د اخرې زمانې د امام له لورې د ظلم او د عدالت د قائمېدو او د هغه حضرت د مقام په هکله خلګو ته یادونه کاوه.

د بلې خوا څخه، اموی او عباسي واکوالانو چي د ظهور او له ظلم سره د اخرې زمانې د امام د مبارزې په هکله اورېدلي وه، د هغه حضرت له پیدا کېدو څخه اندېښمن وه، په دې خاطر هغوی امامان به بې تر نظر لاندې نیولې وه، او په مختلفو طریقو سره به یې ورباندې فشارونه راوسته، له دې نه علاوه له امامانو سره، د خلګو مینه او بیا ظلم سره د هغوی مخالفت هم د اموي او عباسي ظالمو واکمنانو د وېرې لامل شوې وه،

دغه محدودیتونه او فشارونه له حضرت مهدی عج نه مخکې په دریو امامانو یعني په امام جواد ع، امام هادی ع او امام حسن عسکري ع ، خورا زیات شوي وه او یاد درې امامان په ځوانۍ کې د امویانو او عباسیانو له لورې شهیدان شوي وه، نهم امام، حضرت امام جواد علیه السلام څو ځلې بغداد کې د عباسي خلیفه ګانو مرکزي دربار ته ور غوښتل شوی وو، د هغه زوی لسم امام حضرت هادی علیه السلام د عباسي د ظالمو واکمنانو له لورې د بغداد په شمال کې د سامرا په سیمه کې په یوه فوځي قرارګاه کې ساتل شوی وو، څو حکومت ورباندې بشپړه نظارت وکړای شي او خلګو سره یې اړیکې بندې شي، خو د ظلمونو او تېروتنو دغه لړۍ د یوولسم امام حضرت حسن عسکري علیه السلام پر مهال اوج ته ورسېده، احادیثو ته په کتو سره، د اخرې زمانې ژغورونکي دوولسم امام حضرت مهدی عج وو، چي د یوولسم امام حضرت حسن عسکري زوی وو، په دې خاطر عباسي واکمنانو هم په حضرت امام حسن عسکري علیه السلام باندې فشارونه زیات کړي وه، او هغه حضرت به یې په اوونۍ کې دوه ځلې دربار ته راغوښتل، او بیا یې بندي کړ، یوولسم امام حضرت حسن عسکري د خپل ۶ کلنۍ امامت په دوران کې درې ځله د ټرور له هڅو سره مخامخ شو چي په وروستي ځل کې عباسي واکمنانو خپلو شومو موخو ته ورسېده او هغه حضرت یې د ۲۶۰ قمري کال کې په شهادت ورساوه.

که څه هم د عباسيانو حکومت فکر کاوه چي د امام حسن عسکري ع په شهادت سره، له هغوی څخه هیڅ یو اولاد نه پاته کیږي چي د اخرې زمانې ژغورونکی وګرځي او د ظلم او تباهۍ په وړاندې پاڅون وکړي، لیکن هغوی نه پوهېدل چي امام حسن عسکري ع یو زوی لري او هغه هم پنځه کلن دی ځکه چي  د متعال خدای او د هغه د رسول وعدې حق دي او څوک یې مخنیوی نه شي کولای.

عباسي ظالمو واکمنانو په حضرت امام حسن عسکري ع باندې پوره پوره نظارت کاوه، او حتی ښځې به یې کله نا کله د هغه حضرت کور ته استولې چي وګوري ایا حضرت امام حسن عسکري کوم اولاد لري که یا، یایې مېرمنې امېندوارې دي که نه دي،    په داسي شان حالاتو کې دا پوښتنه رامینځ ته کیږي چي څرنګه حضرت مهدی عج پیدا شو، د اخرې زمانې د امام د پیدا کېدو کیسه، د حضرت موسی ع د پیدا کېدو له کیسې سره ورته والې لري، کله چي فرعون واورېده چي یو کس په بني اسرائیلو کې دنیا ته راځي او حکومت یې ور له مینځه وړي، امر ورکړ چي ټوله نوي زېږېدلې ماشومان ته ووژل شي، د خدای په امر سره، د حضرت موسي علیه السلام د مور د امیندوارۍ نښې پټې شوې، او د حضرت موسي علیه السلام مور امېندواره نه ښکارېده، د متعال خدای په ارادې سره، د اخرې زمانې د ژغورونکی حضرت مهدی عج ولادت هم په دغه شان وو، یعني بزرګواره مور یې نرجس خاتون په داسي حال کې چي حضرت مهدی عج یې په ګېده کې وو،  خو د امیندوارۍ هیڅ نښې نه درلودلې، او د هغې د امېندوارۍ په هکله هیڅ څوک نه وو خبر، حتی د امام پرهېزګاره تروره حکیمه خاتون هم بې خبره وه، تر دې چي په ۲۵۵ قمري کال کې د شعبان د میاشتې په ۱۵ د شپې په نیمایي باندې امام حسن عسکري علیه السلام له حکیمه خاتون څخه وغوښته چي کور ته یې راشي، او ورته وویل: اې زما ترورې! نن شپه، مونږ سره پاته شه، د شعبان ۱۵ ده، متعال خدای د ځمکې په سر خپل حجت ښکاره کوي، هغه له مانه وروسته به امام شي. 

حکیمه خاتون له دغه زیرې نه ډېره خوشحاله شوه، لیکن هرڅه چي د کور په چار چاپېر کې وکته، کومه امېندواره ښځه یې نه لیده، نو بیا یې د امام عسکري علیه السلام څخه پوښتنه وکړه، امام علیه السلام ورته نرجس خاتون په نښه کړه او وویل: دا د اخرې زمانې د امام مور ده، خو د متعال خدای په ارادې سره، د امېنداورۍ هیڅ نښه نه پکښې ښکاري.   حکیمه خاتون  تر سهاره پورې د نرجس خاتون خدمت وکړ تر دې چي حضرت امام مهدی عج په داسي حال کې چي بدن یې د سجدې حالت درلوده، وزېږېدی. حکیمه خاتون حضرت مهدی عج یې پلار ته بوتی او د امام حسن عسکري په غېږ کې ورکړه، په دغه وخت کې حضرت مهدی عج چي نوزیږی ماشوم وو، د خپل پلار په غېږ کې په خبرو شو، د خدای په وحدانیت او د خپل جد نبی اکرم ص په رسالت یې شهادت وویل او بیا یې له حضرت امام علی علیه السلام نه نیولې تر خپل پلار پورې په ټولو امامانو درود واستوه،

د حضرت امام مهدی عج په یوه زیارتنامه کې لولو:

« ... اَلسَّلامُ عَلى النُّورِ الَّذى اَرادَ اَهْلُ الْکُفْرِ اِطْفآئَهُ، فَاَبَى اللهُ اِلاَّ اَنْ یُتِمَّ نُورَهُ بِکُرْهِهِمْ، وَاَیَّدَهُ بِالْحَیاةِ حَتّى یُظْهِرَ عَلى یَدِهِ الْحَقَّ بِرَغْمِهِمْ، اَشْهَدُ اَنَّ اللهَ اصْطَفیکَ صَغیراً، وَاَکْمَلَ لَکَ عُلُومَهُ کَبیراً،

سلام دې وې، پر هغه نور چي کافرانو یې د وژلو هڅه کاوه، لیکن متعال خدای د هغه نور روښانه او بشپړه کړه، که څه هم د کفارو خوښه نه وي، هغه ته یې اوږد عمر ورکړ، که څه هم د کفارو خوښه نه وي، څو په هغه سره، حق څرګنده کړي، شهادت ورکوم چي متعال خدای ته په ماشوم توب کې د امام په توګه ټاکل شوی یې او بیا یې په لوېدو کې خپله پوهه درته بشپړه کړه.