Jun 12, 2023 14:50 Asia/Kabul
  • د هیلې ړنا – ۲۰ (د حضرت مهدی عج صغرا غیبت)

د حضرت مهدی عج په معرفي کولو کې مو وویل چي امام بزرګوار له پیدا کېدو نه تر اوسه پورې د خلګو له سترګو نه پټ شوی او یوازې محدود شمېر کسان د هغه حضرت په ملاقات باندې بریالي شوي دي.

 دلته دا مهمه پوښتنه رامینځ ته کیږي چي د دغه اوږدمهاله غیبت لامل څه کېدایشي؟ لومړی باید دا مسالې ته پام وکړو چي ډېر داسي موضوعات موجود دي چي مونږ تاسو یې په لامل نه پوهېږو او یوازې متعال خدای ورباندې خبر دی، الهي احکام او قوانین هم له دغه جملې څخه دي چي په اصلي حکمت یې یوازې د کائناتو پیدا کوونکي یعني متعال خدای خبر دی؛ د مثال په توګه مونږ د لمانځه او د هغه د اداکولو د څرنګوالې په حکمت نه یو خبر، یا نه پوهېږو چي د حج او د احکامو فلفسه څه ده، همدارنګه مونږ د مخلوقاتو د پنځون په دلیل نه یو خبر او حتی یو شمېر موجودات هم مضر ګڼو. هغه څه چي مونږ د دغو احکامو او پېښو او موجوداتو په هکله پوهېږو، زمونږ د محدود علم او عقل په چوکاټ کې دی، خو زمونږ علم او عقل د وخت په تېرېدو سره، وده کوي او یا هم بدلیږي. د حضرت امام زمان عج د غیبت د اصلي لامل په هکله هم داسي ده او یوازې متعال خدای او حضرت نبی اکرم ص او د هغه له نسل پاک امامان ورباندې خبر دي، لکه څرنګه چی حضرت نبی اکرم ص خپل مشهور صحابي جابر بن عبدالله انصاري ته فرمایي: اې جابره! د امام زمان عج غیبت د متعال خدای له اسرارو څخه دی چی له بندګانو څخه پټ دی، داسي نه وي چي د خدای په امر کې شک وکړې، ځکه چي د خدای په چارو کې شک کفر دی. د حضرت امام صادق علیه السلام په وېنا، د امام زمان عج د غیبت حکمت، د هغه له ظهوره وروسته ښکاره کیږي.

سره له دې چي د حضرت مهدی عج د پټ پاته کېدو په اصلي حکمت باندې خبر نه یو لیکن احادیثو، تاریخي پېښواو عقل ته په کتو سره، په یو شمېر لاملونو باندې پوه شو. یو لامل یې چي له مخکې مو ورته اشاره وکړه، د مهدی عج د له مینځه وړلو لپاره د عباسي د واکولانو دسیسې وې، د حضرت نبی اکرم ۱۲ واړه ځایناستي او معصومو امامانو، د بني امیې او بني عباس په شمول د ټولو باطلو او ظالمو حکومتونو لپاره یو ګواښ بلل کېدل، په دې خاطر هغوی د واکوالانو له لورې په شهادت ورسېدل. په دې خاطر که د حضرت امام زمان عج هویت ښکاره شي او په خلګو کې یې حضور عمومي شي، نو دښمنان به د بشریت وروستۍ هیله او وروستی امام هم په شهادت ورسوي، حضرت نبی اکرم ص هم دا مساله په ډېره ښکاره توګه په یو حدیث کې بیانوي، دلته یوه مساله ده چي د حضرت امام زمان عج د غیبت یو بل لامل بلل کیږي، یو الهي رهبر د خپلو حق غواړو موخو او د عدالت د پلي کولو لپاره داسي پېروکارانو ته ضرورت لري چي ورڅخه په بشپړه توګه تبعیت او ملاتړ وکړي، تر څو هغه رهبر وکولایشي اسلامي او قرآني اصلي معارف روښانه کړي او په خپلو پېروکارانو سره، له ظلم او زیاتی سره مبارزه وکړي.

په داسي حال کې چي د حضرت پیغمبر اکرم ص ځایناستي او امامان د خلګو له بشپړ ملاتړ څخه برخمن نه وه نو تل له ازار او ظلم سره مخامخ وه تر هغه چي په شهادت رسېدل. نو د حضرت نبی اکرم د وروستی ځایناستی یعني مهدی عج  د غیبت لپاره د متعال خدای اراده، د هغو خلګو لپاره محرومیت بلل کیږي چي د مخکنیو یوولسو امامانو په قدر پوه نه شول او له هغوی څخه ملاتړ نه وکړ. امام جواد علیه السلام په یو حدیث کې فرمایي: کله چي متعال خدای د خپل خلق له کړچار څخه په قهر شي، مونږ د هغوی له مینځه لیري کوي. د امامانو په قدر باندې د خلګو د نه پوهېدلو او د یوولسو امامانو د شهیدولو په وجه متعال خدای د نړۍ د خلګو فکري او معنوی وده او تکامل د دوولسم امام حضرت مهدی عج د ظهور یو اصلي شرط وټاکل. تر څو خلګو د یوه عالم، غوره او زړه ور رهبر شتون ته د ضرورت احساس پیدا کړي څو نړۍ له ظلم او فساد څخه وژغوري. انسانان باید د وخت په تېرېدو سره، انحرافي او غلوونکي مفکورې او باورونه وپېژني او همدارنګه پوه شي چي حتی حقیقي اصلاح راوستونکي هم د ټولې نړۍ د بدلولو توان نه لري او باید له خدایه، د اخرې زمانې د امام او د ژغورونکې د ظهور غوښتنه وکړي او بیا له امام څخه بشپړه ملاتړ او تبعیت وکړي. د حضرت مهدی عج غیبت د مسلمانانو او شیعیانو لپاره یوه ازموینه ده څو د هغه حقیقي پیروکاران له منافقانو او جاهلانو څخه بېل شي. رسول اکرم ص په دې اړه فرمایي: مهدی هغه کس دی چي له خپلو یارانو او شیعیانو څخه غایب کیږي، داسي یو غیبت چي په کښې، هیڅوک د هغه په امامت باندې ثابت نه پاته کیږي، مګر داسي چي خدای په ایمان سره، د هغه زړه ور ازمویلی وي. دا ازموینه د هغه حضرت د امامت په لومړیو کې ښکاره شوه، یو شمېر کسانو لاهم هغه حضرت د پیغمبر مبارک ځایناستی او د دوولسم امام په توګه په منلو کې ثبات قدم پاتي شول خو یو شمېر کسانو له خپلو باورونو لاس واخیسته او بې لارې شول.  د خپل ولي په غیبت سره، د متعال خدای ازموینه، اوس هم دوام لري، او هره ورځ د هغه حضرت د پېروکارانو او مخالفانو په صفونو کې توپیر څرګندیږي تر څو د ظهور پر مهال سپېڅلي، سرشیندونکي او خپل امام ته وفادار کسان موجود شي او په خپل سر او مال سره د خپل امام ملاتړ وکړي. دغه شان حالاتو کې دی چی د قرآن وړاندوینه چي د انبیا د مبارکې سورې په ۱۰۵ ایت کې راغلې، پوره کیږي. دغه ایت شریف کې متعال خدای فرمایي: غوره بندګان می د ځمکې وارثان کیږي.

دا مساله هم د یادونې وړه ده چي یوازې حضرت امام زمان مهدی عج د خلګو له نظرونو غایب شوی نه دی، ځینې الهي انبیا او اولیا هم له دې مخکې د ځینو مصلحتونو په خاطر د یوې مودې لپاره غایب شوي او له خپلو امتونو بېل شوي دي، د مثال په توګه حضرت ادریس علیه السلام د ۲۰ کلونو لپاره له خپل امت څخه غایب شو، حضرت امام صادق علیه السلام د حضرت صالح د غیبت په هکله فرمایي:  له شکه پرته چي صالح علیه السلام د یوه مودې لپاره غایب شو، هغه د غیبت پر مهال سپین ږیری وو..... خو کله چي خپل قوم ته راستون شو نو څوک هغه په څېرې سره نه پېژندل.  حضرت سلیمان علیه السلام هم د یوه مودې لپاره له خپل قام څخه غایب شو،  حضرت عیسی علیه السلام د لویو الهي پیغمبرانو څخه وو چي څو ځلې غایب شوی دی، خو اصلي غیبت یې هغه وخت وشو چي دښمنانو د هغه د نیولو او په صلیب باندې د هغه د ځوړنده کولو اراده کړې وه، قران شریف د نسا د مبارکې سورې په ۱۰۷ او ۱۰۸ ایتونو کې په دې هکله فرمایي: او په یقین سره، مسیح یې نه دي وژلي، بلکې خدای هغه د ځان په لورې پورته کړ. او خدای قادر او حکیم دی.

جالبه ده چي د اسلامي روایتونو پر بنیاد، حضرت عیسی علیه السلام به د دوولسم امام مهدی عج د ظهور پر مهال د هغوی ملګرتیا وکړي په دې توګه، د حضرت مهدی عج د غیبت مساله، کومه نوې ښکارنده او ځانګړې نه ده، بلکي دا غیبت مختلف دلیلونه درلودایشي خو په اصلي راز باندې یې یوازې متعال خدای، د هغه پیغمبر او اهلبیت علیه السلام خبر دی.

په مهدوي دعاو کې په زیاتو مواردو کې د هغه حضرت غیبت ته اشاره شوې ده.

لکه څرنګه چي حضرت امام رضا علیه السلام په خپله دعا کې فرمایي:

« ... فَاِنَّهُ عَبْدُکَ الَّذىِ اسْتَخْلَصْتَهُ لِنَفْسِکَ، وَاصْطَفَیْتَهُ عَلى غَیْبِکَ، وَ عَصَمْتَهُ مِنَ الذُّنُوبِ، وَ بَرَّاْتَهُ مِنَ الْعُیُوبِ، وَ طَهَّرْتَهُ مِنَ الرِّجْسِ، وَسَلَّمْتَهُ مِنَ الدَّنَسِ، اَللّـهُمَّ فَاِنّا نَشْهَدُ لَهُ یَوْمَ الْقِیمَةِ، وَیَوْمَ حُلُولِ ...

او (امام مهدی) ستا بنده دی چي د ځان لپاره دې په بشپړه توګه خالصه کړی دی، او د خپل غیبت لپاره دې ټاکلی دی، او هغه دې له ګناهونو ساتلی او له هر ډول عېب او نیمګړتیاو څخه دې مبرا کړی دی او له هرې پلیتۍ، بدۍ او ککړتیا څخه دی پاک کړی دی.