د هیلې رڼا ۳۲
د مهدویت دروغجن مدعیان
د تهران راډیو ګرانو مینه والو السلام علیکم! د هیلې رڼا تر عنوان لاندې لړۍ یوه بله برخه درته وړاندې کوو، دا نننۍ لیکنه د مهدویت د دروغجنو مدعیانو په هکله ده
د مهدویت دروغجنو مدعیانو په مختلفو پړاؤنو کښې او د اسلامي نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې خپلې ادعاوې مطرح کړې دي خو د ټولو د کار نتیجه ناکامي او ماتې پاتې شوې ده، که څه هم، د څه مودې لپاره یې یوه ډله خلک غولولې دي.
د دې لړۍ په تیر پروګرام کښې مو دغه ډول ځینو کسانو ته چې په تیره بیا د افریقې په شمال کښې یې ځانونه مهدي موعود بللې وو، اشاره وکړه. نن هم د مهدویت څو نورو دروغجن مدعیان درپيژنو.
ابن فهْد حِلي په اتمې او نهمې پيړیو کښې یو ستر شیعه عالم و چې ګڼ شاګردان یې درلودل. خو دوو شاګردانو یې د مهدویت ادعا وکړه."سید محمد فلاح مشعشعي" د هغه شاګرد او په خولې بللی زوی و چې څه موده پس یې صوفیانه طریقې ته مخه کړه او اول یې ځان د حضرت مهدي علیه السلام واسطه او بیا یې د ۸۴۰قمري کال په خواوشا کښې ځان امام زمان وباله.
استاد هغه بې له ځنډه کافر وباله او حتی د هغه وژل یې مباح وبلل. خو سید محمد خپل کار ته دوام ورکړ او په ظاهره یې د ځینو غیرعادي کړنو له لارې د خلکو په غولولو سره وتوانیده چې ځیني خلک له ځان سره ملګري کړي او د عراق د بین النهرین ځینې سویلي سیمې او همداشان د عراق په سویل لویدیځ کښې د خوزستان یې ونیوه. هغه د مشعشعیانو لړۍ جوړه کړه چې ۷۰ کاله یې په خپلواکه توګه او بیا یې د مرکزي حکومت د نماینده په توګه دوام وکړ.
*/*/*
"سید محمد نوربخش" د ابن حلي یو بل شاګرد و چې هغه به هم ځان یو ستر صوفي او په مختلفو برخو کښې د انسانیت د تاریخ ترټولو ستر پوهاند معرفي کوه. هم داشان سید محمد مدعي شو چې خپله او نورو نزدې کسانو یې داسې خوبونه لیدلي او مکاشفات یې لرلي دي چې اولیاؤ، پيغمبر او حتی خدای تعالی هغه مهدي منتظَر بللی دی.
هغه د اوسني تاجکستان په جنوب کښې د خپل مهدویت دروغجنه ادعا په ۸۲۶ کال کښې مطرح کړه او د یو حکومت د جوړولو په تکل کښې شو خو ونیوی شو او جلاوطن کړی شو. سید محمد له آزادیدو وروسته یوځل بیا د خپلو غلطو عقایدو تبلیغ پیل کړ خو بیا هم ونیوی شو او په ظاهره یې د مهدویت ادعا بیرته واخیستله خو څه موده پس یې ځان امام زمان وباله تر دې چې په ۸۶۹قمري کال کښې مړ شو.
د سید محمد نوربخش د مهدویت د ادعا له ډیره موده نه وه تیره چې د «سید محمد جونپوري» په نوم یو بل صوفي مسلکه کس د هندوستان په شمال کښې د خلکو په غولولو سره ځان مهدي وباله. هغه په ۹۰۱ قمري کال کښې په مکه کښې خپله دروغ ادعا تکرار کړه او ویې ویل چې هر څوک چې یې پیروي وکړي هغه مومن دی ګني نو کافر دی. د هغه غولوونکي تبلیغات سبب شول چې ځیني خلک یې مهدي موعود وګڼي. خو جونپوري په مختلفو ښارونو کښې د خلکو د دوکه کولو او د حکومت په کار کښې د ګډوډي رامینځته کولو په وجه ترتعقیب لاندې راغی او آخر د افغانستان شمال ته وتښتیده او د ۹۱۰ قمري کال خواوشا، مړ شو.
*/*/*/
اسلامي ټاټوبو ته د اروپايي په تیره بیا د انګریز استعمارګرانو له رسیدو ورسوته ځینو کسانو د هغوي په ملاتړ یا تایید سره، ځانونه حضرت مهدي(عج) وبلل. په دغو فرصت غواړو ادعا کوونکو کښې یو، د"سید علي محمد باب" په نامه یو فرصت غواړی او کم سواده کس و چې په ۱۲۶۴قمري کال کښې یې په ایران کښې د مهدویت ادعا وکړه. هغه وروسته د خپلو توهماتو او ګستاخۍ سره د پیغمبرۍ دعوا هم وکړه. خو علي محمد باب چې کله له علماؤ سره مناظرې ته کښیناسته نو څرګنده شوه چې له سره کومه خاص پوهه او علم نه لري او له ناچارۍ یې «توبه لیک» لاسلیک کړ. خو ډیر زر له خپلې توبې تیر شو او د خپلو او د خپلو ملګرو په غولوونکو تبلیغاتو سره یې په ایران کښې ناامني او بلوا راپورته کړه چې ترټولو زیاته ګټه ترې د انګلستان استعماري حکومت پورته کوله.
بلآخره د ایران پوه او هوښیار صدر اعظم امیر کبیر د علماؤ د فتوې له مخې د علي محمد باب د اعدامولو حکم ورکړ. البته د بهاء ا... په مشرۍ د هغه منونکو د ساده خلکو بې لارې کولو ته دوام ورکړ او اوس هم د اسرائيلو د رژیم او د لویدیځو حکومتونو په ملاتړ سره د «بهائیت» په نامه یوه سیاسي فرقه فعالیت کوي.
د مهدویت یو بل دروغجن مدعي چې د انګریز حکومت یې خاص احترام کوه، "میرزا غلام احمد" و. هغه چې خپل کار یې د هندوستان له لویدیځ څخه پیل کړی و، وړومبی مدعي شو چې ورته الهام او وحي کیږي خو په ۱۸۹۱ میلادي کال کښې یې ځان مهدي وباله. میرزا غلام احمد لس کاله پس خپل سپین سترګې توب زیات کړ او د علي محمد باب په شان یې د نبوت او پیغمبرۍ ادعا وکړه.
کله چې د هندوستان د خپلواکۍ غوښتنې او استعمارضده غورځنګ اوج ته ورسیده، د میرزا غلام احمد د پلویانو دغه اختلاف اچونو او بلواؤ د انګریزانو ډیره مرسته وکړه. البته دغه دروغجن مدعي په مختلفو اسلامي هیوادونو کښې تکفیر او ممنوع الوروود شو. په عین حال کښې یې د "احمدیه" یا "قادیانیه" په نامه یوه فرقه جوړه کړه چې د هغه له مړینې وروسته یې د ځاې ناستو له خوا دوام موندلی دی او اوس د خپلو غولیدلو منونکو په مالي ملاتړونو سره، په خپلو تبلیغي فعالیتونو بوخته ده او د بهائیت په شان حالت لري.
*/*/*/
د مهدویت یوه ډیره تازه ادعا چې ډیر جنجال یې جوړ کړ، د رواني قمري پيړۍ په سر کښې د عربستان د یو تندلاري وهابي "جُهَیمان بن محمد العُتَیبي" بلوا وه او خپل اوښې (د ښځې ورور) "محمد بن عبدالله القحطاني " یې د مهدي په توګه معرفي کړ ځکه چې نوم یې د اسلام د ګران پیغمبر او د پلار نوم یې هم د پیغمبر اکرم(ص) نوم ته ورته و.
جهیمان د خپلو کابو ۵۰۰ تنه منونکو سره یوځاې، د ۱۴۰۰قمري کال د محرم د میاشتې په اوله نیټه(د ۱۹۷۹ کال د نومبر په شلمه) مسجدالحرام ونیوه او ۵۰ زره زیارتوال یې ولجه کړل. هغوي د آل سعود وهابي حکومت چې په تندلاریتوب او تشدد مشهور دی، فاس او جوړجاړي کونکی او د عربستان ټولنه یې فاسده وبلله او مدعي شو چې د هغوي د ادعا وړ مهدي په ظهور سره به حکومت نسکور شي او ټولنه به اصلاح شي.
خو د څو اونیو له نښتو وروسته بلآځره دروغجن مهدي محمد بن عبدا... القحطانیي او د هغه ۱۱۷ تنه منونکي ووژل شول او جهیمان العتیبي او ۶۰تنه بلواګر اعدام کړی شو او په دغو نښتو کښې سلګونه بیګناه زیارتوال او حاجیان هم قرباني شول.
په دروغه د مهدویت د ادعا کوونکو کیسې ته سرسري کتنه ښودنه کوي چې هغوي د نړیوال پاڅون، په ټوله دنیا کښې د عادلانه حکومت د جوړواو د حضرت عیسی علیه السلام د ملګرتیا په شان مهمو نښې نه درلودلې او ځییني وختونه به یې د بیغمبر او د هغوی د پلار د نوم په لرلو او یا د نبت کورنۍ ته یې د شجرې په رسیدو سره ځانونه مهدي موعود بلل.
همداشان دغو فرصت غواړو د معجزه ډوله کړنو اپه بې بنیاده خوبونو او الهامونو باندې په توسل سره هڅه کوله چې د خپلې ادعا حقانیت په خپلو ساده پلویانو ومني خو هغوي ټولو ماتې او مړینې د مهدویت د دغو دروغجنو ادعا کوونکو د ګستاخانه ادعا باطلوالی په ډاګه کړ.
*/*/*/
ګرانو مینه والو د پروګرام په پاې کښې یوځل بیا په خپلې دعا سره د حضرت مهدي موعود(عج) د فرج او ظهور او د هغه د ملګرتیا غوښتنه کوو:
« ... اَللّـهُمَّ عَجِّلْ فَرَجَهُ ، وَ اَیِّدْهُ بِالنَّصْرِ، وَانْصُرْ ناصِریهِ، وَ اخْذُلْ خاذِلیهِ، وَ دَمْدِمْ عَلى مَنْ نَصَبَ لَهُ وَ کَذَّبَ بِهِ، وَاَظْهِرْ بِهِ الْحَقَّ، وَاَمِتْ بِهِ الْجَوْرَ، وَ اسْتَنْقِذْ بِهِ عِبادَکَ الْمُؤْمِنینَ مِنَ الذُّلِّ، وَ انْعَشْ بِهِ الْبِلادَ، وَاقْتُلْ بِهِ جَبابِرَةَ الْکُفْرِ، وَاقْصِمْ بِهِ رُؤُسَ الضَّلالةِ، وَذَلِّلْ بِهِ الْجَبّارینَ وَالْکافِرینَ، وَاَبِرْ بِهِ الْمُنافِقینَ وَالنّاکِثینَ، وَ جَمیعَ الْمُخالِفینَ وَ الْمُلْحِدینَ، ...
ای خدایه! (د حضرت مهدي) په ظهور کښې بیړه وکړې او په خپلو مرستې سره یې ملاتړ وکړې او د ملګرو مرسته یې وکړې او کوم کسان چې یې پریږدي، خوار یې کړې او هر څوک چې ورسره دښمني وکړي او دروغ یې وبولي، هلاک یې کړې او د هغه په وسیله حق څرګند کړې او ظلم له مینځه یوسې، او خپل ایمانداره بندګان له خوارۍ وژغورې او خپله ځمکه د هغه په وسیله ژوندۍ او آزاده کړې او د کفر سرکشان او د ګمراعۍ مشران له مینځه یوسې او زور ویونکو او کافران خوار او ذلیل کړې او د هغه په قدرت سره، ټول منافقان او لوظ ماتوونکي او (د اسلام) ټول دښمنان او بې دینان هلاک کړې.
*/*/*/
ژباړه: عبدالماجد درانی