Sep 11, 2023 16:03 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا( ۳۳)

په کلی ډول هغه کسان چی ځانونه یې امام زمان بلل د خلکو له علم او بصیرت سره مخالف دي ځکه چی پوهیږي که هغو له اسلامي معارفو ، په تیره بیا د هغه حضرت له کړچار ، د ظهور له شرایطو او ځانګړنو خبر شي نو د مهدویت د دروغجنو ادعاګانې بیا نه مني

په تیرو دو برخو کې مو د مهدویت دیوشمیر  دروغجنو مدعیانود موضوع جاج واخیسته او جوته شوه چی هغو په خلکو کې د مهدی موعود (عج ) د لوړاوځانګړي ځای په ناوړه استفادې سره د اجتماعي منزلت ، پیسو او ځای ته د رسیدا لپاره د هغو د نظر په جلبولوکې کوشش کاوه . البته په هغو کې ځینو هم په غولونکي رودې سره غوښتل د خپلو پلویانو په لام بندۍ سره له خپلومخالفانو سره جنګ او مقابله وکړي . د مهدویت مدعیانو د خلکو د غولولو او دوکه کولو لپاره مختلف چلولونه او رودې درلودلې چی له هغو خبرتیا د طمعه کونکیو او چالاکو مدعیانو په وړاندی زمونږ ځیرتیا له زیاتولو سره مرسته کولای شی .

په کلی ډول هغه کسان چی ځانونه یې امام زمان بلل د خلکو له علم او بصیرت سره مخالف دي ځکه چی پوهیږي که هغو له اسلامي معارفو ، په تیره بیا د هغه حضرت له کړچار ، د ظهور له شرایطو او ځانګړنو خبر شي نو د مهدویت د دروغجنو ادعاګانې بیا نه مني . په همدې اساس دغه دوکه باز کسان له واقعي  او متقي عالمانو لري تښتي ځکه چی د هغو ناسم ادعاګانو او اعمالو ته متوجه کیږي او د خپلې دندې په اساس فرصت غواړي مدعیان خلکو ته معرفي کوي . هغه څه چی دغه کسان خپل هدف ته نږدې کوي ، ناخبره اوساده خلکو باندې د خپلو ناسمو او چټي باورونو ورتپل دي . د مهدویت د مدعیانو یو چل د هغو خوبونو لیدل دي چی پکې د پیغمبر په شان لوړ شخصیتونه او  یا یوه پرښته د هغو مهدوی والې تاییدوی . همداراز هغو وایی چی په ویښه ورته الهامات کیږي . په داسی حال کی هیڅوک د دغو خوبونو او بی اساسه الهاماتو سموالې نشی موندلې او د هغو پیروان باید له کوم دلیل پرته په دغو توهماتو باور وکړي . همداراز د مهدویت دروغجن مدعیان په مختلفو چلونو او د خلکو له ناخبرۍ په استفادې سره داسی اقدامات ترسره کوي چی په  ظاهره عجیبه او غیر عادي دي او داسی ښی چی خدای تعالی ورباندې عنایت لری او په اصطلاح داسی کرامات ښودلې شي .

له خرافاتو د مهدویت د مدعیانو استفاده

داسې خرافات ، موهومې  ، نامعقولې او ګمراه کونکي عقیدې شته دي او په همدې علت  تل د مهدویت د مدعیانو د پام وړ ګرځیدلي دی ځکه چی له حقیقته د خلکو د افکارو د غړولو لپاره ښه اوزار دی ، هغه کس چی خرافاتي افکار قبلوي ، نو د مهدویت د یوه دروغجن د بی اساسه ادعا د منلو لپاره هم  زیات چمتووالې لری . د مهدویت د ناوړه استفاده کونکیو یوه دوده دوکه او چل د هغه حضرت له نوم او مشخصاتو ناوړه استفاده ده . هماغه ډول چی وویل شول حضرت صاحب الزمان عج د رسول اکرم ص هم نومه او د هغه حضرت لمسي ځینې خاصې ځانګړنې لري چی په حدیثونو کې راغلي دي . هغه ډیر کسان چی ځانونه یې مهدی بللی دي خپل نوم یې یعنی محمد او کله د خپل پلار نوم عبدا... د خپل مهدی والی دلیل ښودلی دی ځکه چی د اسلام د ګران پیغمبر د ګران پلار نوم عبدا... وو . هغو همدراز د ځان او د خپلو بچیانو جعلی  شجره نامه جوړوي او د خپلو ادعاګانو د اثبات لپاره ځینې حدیثونه بدل کړي دي . دغه چلول کونکي  مدعیان معمولا هغه حدیثونه چی دومره معتبر ندي خو د دهغو له وضعیت سره غږمله دي مطرح او تبلیغ کوی خو هغه صحیح او معتبر حدیثونه چی د هغو دروغ جوتوي تحریفوي او یا پرې سترګې پټوي . البته د مهدویت دروغجن مدعیان د وخت ، ځای او شرایطو په اساس چی پکې شتون لري نورې خاصې رودې هم په خلکو  د خپلو بی اساسه ادعاګانو د تپلو لپاره پرمخ نیولي دي .

جهل او نادانی د مهدویت د دروغجنو ادعاګانو د پیروی اصلی عامل

د مهدویت د مدعیانو د کړچار او تبلیغاتي چلونو له اجمالی جاج وروسته د دې  وار دی چی دغې اساسی پوښتنی ته ځواب ورکړو چی ولې ځینې خلک د دغو فرصت غواړو او دوکه بازو کسانو ناسمو ادعاګانو ته نه متوجه کیږي او د هغو دروغجنې ادعاګانې مني او بی لارې کیږي . بی شک د دغې ګمراهۍ مهم دلیل او دد مهدویت د ادعا کونکیو د ادعا منل د خلکو جهالت او ناپوهۍ ده .

حضرت امام علی ع فرمایی عقل لارښونه کوی او نجات ورکوی او نادانی ګمراه او تباه کوی .

Image Caption

 

دا حقیقت د امام زمان عج د اوږده غیبت په تاریخ کې په ځلونو ثابت شوی دی هغه کسان چی له صحیح احادیثو ، ایتونو او دین له تعلیماتو سمه پوهه نده درلولی او د واقعی عالمانو له لارښونې بې برخې وو و د ګټه غواړو او شیطانوکسانو په لومه کی ښکیل شوی دي . دغه لڼد فکره خلک له کوم تفکر او تحقیق پرته په اسانۍ سره ، د مهدویت د مدعیانو دروغجن ، بی اساسه الهامات ، خوبونه او بدعتونه قبلوي او له هغو پیروي کوي . د دغی ناپوهۍاو ژر باورۍ نتیجه دا ده چی له ماتې او دروغجن مهدی له مړینې او د هغه د چل او مکر له جوتیدا وروسته په امام زمان د هغو د پیروانو باور کاملا کمزوری شوی او یا له مینځه ولاړ دې .

د مهدویت د بی اساسه ادعا د منلو یو بل علت په ټولنه کی توپیر ، بی وزلی او اقتصادي مشکلات دي . په داسی شرایطو کی چی خلک ستړي او بې پناه پاتی شوي دي ، په داسی کس پسې دي چی هغو له داسی خواشینونکی وضعیته وژغوري . په داسی وضعیت کې که کوم فرصت غواړی کس ادعا وکړی چی مهدی موعود او د ستړیو کسانو ژغورونکی دی و په خلکو کی د زیاتو منلو زمینه لری . ظلم ، تیری او جنګ هم په دغه چارې کې اغیز لری او هغه کسان چی له ځپلو او وژلې تر پوزې راغلي دي  له هغه کس چی د مهدویت دروغجنه او د هغو د ژغورلو ادعا ولرلی شی پیروی وکړي . البته باید له نظره لیرې ونه ساتو چی په مختلفو وختونو کې په سختو اقتصادي او سیاسی شرایطو کې ځینې داسی کسان وو چی صادقانه او د مهدویت له ادعا کولو پرته خلک مقاومت او مبارزې ته بللی دي او د هغو مشری یې کړی ده .

نن سبا هم داسی کسان شته دي چی د مهدویت مدعیان او یا له صاحب الزمان عج سره د خاص ارتباط ادعا لری . دغه خلکو غولونکي او ګټه غواړي کسان د ارتباطاتو په پړاو کی د مجازی شبکو ، اینټرنیټ او سپوږمکیزو چینلونو د خپلو ناروا او ګستاخانه هدفونود تبلیغ لپاره ګټه پورته کوي . هغه بل مهم ټکی دا دی چی د مهدویت له مدعیانو یا له هغه حضرت سره د ارتباط له ادعاکونکیو  د لویدیځو دولتونو ملاتړ که څه هم زیات شوی دی خو نور هم پټ اومرموز شوی دی .

احمد الحسن له دغو یو کس دی چی د ۲۱ پیړۍ له لومړیو کې د عراق په بصرې کې د حضرت امام مهدی عج د زوی یا خاص نایب په شان ډیرې عجیبه ادعاګانې مطرح کړی او حتی مدعی شوی دی چی د حضرت امام مهدی عج ځای ناستی به وی ، احمد الحسن د خپلو تیرو دوکه بازو کسانو په شان په خوب په د روایتونو په تحریف و له عقل او نظر په لیری والی ، د عالمانو په پریښودلو او د خپلو مخالفانو په تکفیر سره  د یو شمیر کسانو نظر جلب کړی دی او مسلمانانو ترمینځ د اختلاف سبب شوی دی .

 په دې سره اسلامي امت  هماغه راز باید د مهدویت د دروغجنو مدعیانو ظهور جدی واخلي او په خپل بصیرت او ځیرتیا په زیاتولو سره هغو روا او منزوي کړي .

د مهدی موعود عج د ظهور له برکتونو د جهالت  او ګمراهۍ تباهی ده لکه څرنګه چی په دعا کی لولو .

اللَّهُمَّ نَوِّرْ بِنُورِهِ كُلَّ ‌ظُلْمَةٍ، وَ هُدَّ بِرُكْنِهِ كُلَّ بِدْعَةٍ، وَ اهْدِمْ بِغُرَّتِهِ كُلَّ ‌ضَلالَةٍ، وَ اقْصِمْ بِهِ كُلَّ جَبَّارٍ، وَ أَخْمِدْ بِسَيْفِهِ كُلَّ ‌نَارٍ،...

ای خدایا د مهدی د ظهور په نور سره د عالم تورتمونه رڼا کړه ، او په قدرت سره یې د هر بدعت ودانۍ ویجاړه کړه  او په عزت سره یې بی لاریتوب ختم کړه ، او د هغه په لاس هر سراوچتونکې له مینځه یوسه  او د هغه په تورې د هرې فتنې اور مړ کړه ...

پای

 

 

 

ټیګونه