د هیلې رڼا ( دحضرت امام مهدی دمنتظرانو دندې)
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني ۴۱ مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه ننني مطلب کې د حضرت امام مهدی عجل ا... تعالی فرجه الشریف د منتظرانو د دندو په باب درسره غږیږو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
دوستانو د حضرت امام مهدی موعود عجل ا.. تعالی فرجه الشرف په ظهور او فرج کې د تعجیل او بیړې لپاره دعا یوه داسې موضوع ده چې د دغې لړۍ په تیرو پروګرامونو په باب پرې غږیدلي یوو، هغه کسان چې د مهدي موعود او د عالم دژغورونکي د عدالت رامینځةکونکي حکومت منتظر اومشتاق دي،په هر و خت او هر ځای کې او په هرو شرائطو کې له پروردګار عظیم څخه غوښتلی شي چې خپله دغه لویه وعده زرترزره پوره کړي. او د نړۍ دژغورونکي ظهور زر وکړي. د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې باب یو مهم ټکي ته اشاره کوي او فرمائي؛ د امام الزمان علیه السلام د مبارک او نازنین وجود لپاره دعا ډيره مهمه ده ؛ هغه بزرګوار به هم تاسو ته دعا وکړي،کله تاسو د امام لپاره دعا کوئ ،نو هغه بزرګوار هم د تاسو لپاره دعاکوي، د هغه بزرګوار دعا یوه قبوله دعا ده . ان شاا... خداوندمتعال مونږ دهغه بزرګوار له دعا څخه برخمن کړي؛:: دغه خبره ، د صاحب الزمان (ع) د فرج او ظهور لپاره ددعا کونکو ته یو لوي ځیری دی چې پوهه شي،ددوي دعا یو اړخیزه نه ده او متقابلا هغه بزرګوار هم دخپلو منتظرانو لپاره دعا کوي. دغه معنوي رابطه،لامل کیږی څو خلک دخپل محبوب امام شتون ،که څه هم لیدل کیږي نه ، لازیات حس کوي وا د دوي په زړونو کې د هغه بزرګوار مینه او عشقث لاژور او پیاوړی کیږي.
خوږو دوستانو د پيغمبراکرم(ص) معصوم جانشینان او امامان، په تیره بیا امام الزمان، پخپلو مختلفو لمنځونو او دعاګانو کې ، د هغوي د فرج او ظهور د غوښتنې څرنګوالی د هغه بزرګوار منتظرانو ته په ترټولو ښو مضمونونو او عبارتونو سره ورزده کړی دی. په دغو دعاګانو کې د دنیا ګډوډ او پریشان حالات او د ظلم او فساد پراختیا په بیانولو سره ، له خداوندمتعاله غوښتل شوي دي څو د بقیةُ ا... العظم په ظهور کې په بیړې سره،ستمګر او سرکش کسان وځپل شي او مظلومان او د هغه بزرګوار انتظار کونکي نجات ومومي او د هغه بزرګوار په حکومت کې یو شرافتمندانه او نیکمرغه ژوند ولرل شي .همداراز په دغو دعاګانو شریفو کې ډيره په زړه پورې محتوا لري،له خپل پرودرګاره غواړو چې د غیبت په پړاؤ کې مونږ د عالَم بشریّت د ژغورنکي په پاڅون او حکومت کې له حقیقي انتظارکونکو څخه د هغه بزرګوار د یارانو په لیکه کې راولي .
دعا برای ظهور امام زمان (عج)
د حضرت امام مهدی علیه السلام په فرج کې د تعجیل او ظهور لپاره یوه ترټولو مشهوره دعا د؛ندبه؛ دعا ده چې حضرت آیت ا...العظمی سید علي خامنه اي هغه د رسّا او فصیحه خطبه بللې چې د ولایت او امامت موضوع په استدلالی بڼه بیان کړې ده .په دغې په زړه پورې او ارزښتمنې دعا کې ، په پيل کې په هر وخت کې د یوه الهي هدایت کونکی وجود ضرورت ثابت شوی او داسلام له ګران پیغمبر (ص) وروسته ، له حضرت امام علی علیه السلام رانیولې تر امام الزمان(ع) پورې معصوم امامان علیهم السلام ددغو هدایت کونکو مصداق بلل شوي دي.هغه مهال دعا کونکي د هغه بزرګوار پر لوړ ځائيګي اعتراف کوي او په خشوع او خضوع سره د هغه بزرګوار د فراق اوغیبت،فرج او ظهور،له الهی درګاه غواړي څود حق حکومت ټينګ کړی او د ظلم اوباطل نابود کړي . دعای عهد،نوره مهم ټکي هم لري،او په هغو کې له امام الزمان(عج) سره د بیعت نوی کول دي.په دغې دعا او لمنځ کې چې دسهار په وخت لوستل کیږي،راغلي دي ؛ ائ خدایه ! ددغې ورځې او د ټولو ورځو سهار مهال زما ژوند، عهد او هغه تړون او بیعت چې له هغه حضرت څخه ئې په غاړه لرم ،نوی کوم او هیڅکله ورڅخه سر نه اړوم او ورڅخه لاس نه اخلم.... د دعای عهد دغه په زړه پورې برخه ښئ چې هر یو منتظر کس ، له خپل غایب امام له پاڅو سره د مرتسې لپاره پر چمتووالي مشتمل له هغه بزرګوار سره سره ځیني تړون او ژمنتیا لری ، لکه څنګه چې د دعا په دوام کې له خداوندمتعال څخه غواړي ، هغه د هغه بزرګوار له یارانو، مدافعانو او د هغه د لارې له شهیدانو وګرځوې او له دې لالوړ دا چې که د ظهور په وخت کې ژوندی نه وي،نو خداوندمتعال ، د مهدی موعود عاشق د امام بزرګوار د ظهور په وخت، د هغه په لاره کې د قربانۍ او سرښیندنې لپاره ژوندئ کړې، د ما لپاره ډيره سخته ده چې درست خلک وینم خو تا نه وینم:::( دعای ندبه)
د یوې بلې دعا په پيل ک چې د حضرت بقیةا... العظم (عج) په فرج او ظهور کې د چټکتیا لپاره لوستل کیږي،، له خداوندمتعاله غواړو څو راباندې ځان وپيژني چې دهغه له پیغمبر سره آشنا شو او دهغه بزرګوار په پيژندګلوۍ سره ، د هغه غایب ولی او حجت وپيژندو، ځکه چې داسې نه وي ،نو پخپل دین کې به ګمراه شو.په بله معنا،د زمانې د امام او د هغه د لوي ماموریت اولوړ ځائيګي نه پيژندل،په دین کې کږلاري او ګمراهي په ځان پسې لري .په ځينو هغو دعاګانو کې چې د مهدي موعود د ظهور لپاره شته دي ، له دغې لوئې خطرې په امن کې د پاتیکیدا او همداراز د آخرالزمان د غیبت په پړاؤ کې د مهدوي باؤرونو باندې په اعتقاد کې د ثبات لپاره دعا، همه ترسترګو کیږي. یوه هغه دعا چې حضرت امام جعفر صادق علیه السلام ددغه پړاؤ له وسولو او فتنو څخه دخوندي پاتیکیدا لپاره بیان کړې ده،داسې ده؛ائ خدایه ! ائ بخښونکیه؛ ائ کریم او غفور خدایه ! ائ د زړونو منقلب کونکیه،، زما زړه ستاپه دین کې تل پاتې او مضبوط کړې، امام مهدي (ع) هم په یوې دعا کې ، د خلکو لپاره له دینه دانحراف او له فساد او ګناهانو څخه د لیریکیدا او دځان جوړونې لباره لارښونه وړاندې کړي دي. دغه دعا د خلکو د مختلفو پرګنو څخه د هغه بزرګوار د منتظرانو دعمل لارښونه ګڼل کیدلی شي. ددغې دعا په پیل کې لولوو،؛ ائ پروردګاره! دفرمانبردارۍ توفیق او له نارفرمانۍ د لیریکیدا او سم نیّت او د واجباتو پيژندګلوي زما روزي کړې او مونږ په لارښونې او تل پاتېکیدا سره (ستاپه دین کې )ولوَرَوه.....هغه وروسته له خداوندمتعال څخه صداقت،علم،له حرامو، ظلم، او له هرډول ناپاکۍ او ګناهانو له آوریدلو او ترسره کولو څخه ډډه کولو غوښته کړې ده .ددغې دعا په دوام کې،صاحب الزمان د خلکو له مختلفو اصنافو او ډلو ټپلو څخه خپل انتظار بیان کړی دی او عالمان ئې تقوا، د علم مینه وال ئې هڅې او زیار ، بوډاګان ئې آرامښت او نرمۍ، ځوانان توبه کونې ،میرمنې حیا او پاکدامنئ ، شتمن ئې بخښنې او انفاق، فقیران او بې وځله ئې صبر او زغم او حاکمان ئې عدالت او مهربانۍ ته بللي دي.
سره له دې چې آئمه بزرګوار علیهم السلام د امام الزمان (عج) په فرج کې د چټکتیا لپاره پر دعا ټينګار کړی دی، خو مومنان ئې په دغه کار کې له دباؤ او بیړه کونې منع کړي دي. دغه دوې سپارښتنې که څه هم دیوه بل مخالفې ښکاري، خو په حقیقت کې دیوه بلې بشپړونکي هم دي.هغه څوک چې د مهدي موعود منتظر دي ، باید له خداوندمتعاله وغواړي څو د عالم بشریّت د ژغورونکي ظهور زرترزره وکړي، خو باید هیره نشي چې یوازې خداوند کریم دانا او حکیم او مهربان دی چې پوهیږي د نړۍ د لوي مصلح، د هغه د ترټولو وروستي حجت قیام لپاره ترټولو ښه وخت کوم دی . که څوک دغه مهم واقعیّت ته له پامه پرته ، انتظار ولرل شي، یوازې دهغه په دعا او د خداوند په وعدې سره عملی شي، نو دپروردګار په حکمت او علم ئې سترګې پټې کړي دي. دغه شان کسان، له یوې مودې وروسته نهیلی کیږي او ممکنه ده د مهدویّت له نوراني لارې منحرف شي. په همدې دلیل حضرت امام جعفرصادق علیه السلام فرمائي ؛ د (ظهور لپاره ) بیړه کونکي هلاک کیږي او (د خداوندمتعال غوښتې ته ) تسلیم شوي نجات مومي .:: نو د حضرت امام مهدي عجل ا... تعالی فرجه الشریف په فرج کې دتعجیل او چټکتیا لپاره دعا له خداوندمتعال څخه یوه مینه ناکه او مشتاقه غوښته ده څو که صلاح ګڼي ،نو دهغه بزرګوار فرج زرترزره وکړي.
دوستانو ددغه مطلب په پاي کې په زړه پورې دعا سره له پروردګاره غواړو،چې د امام مهدی علیه السلام د غیبت د پړاؤ اوږدیدا، د هغه په ظهور دمونږ په اعتقاد کې هیڅ خلل رامینځة نه کړي.نو راځئ چې دغه دعا په ګډه سره زمزمه کړو.
« ... اَللّهُمَّ وَلا تَسْلُبْنَا الْیَقینَ لِطُولِ الاْمَدِ فى غَیْبَتِهِ، وَانْقِطاعِ خَبَرِهِ عَنّا، وَلا تُنْسِنا ذِکْرَهُ وَانْتِظارَهُ وَالاْیمانَ بِهِ، وَقُوَّةَ الْیَقینِ فى ظُهُورِهِ، وَالدُّعآءَ لَهُ وَالصَّلاةَ عَلَیْهِ، حَتّى لا یُقَنِّطَنا طُولُ غَیْبَتِهِ مِنْ قِیامِهِ، ...
؛ ائ خدایه!د (حضرت مهدی) د غیبت د اوږدیدا او له هغه دبې خبرئ په خاطر، پر هغه بزرګوار یقین له مونږه مه اخله، او په هغه ا یمان او انتظار او د هغه پر ظهور په یقین کې تل پاتیکیدا او دعا او پر هغه امام درود، زمونږ له یاده ونه باسې ،څو د غیبت اوږدیدا، مونږ دهغه له قیامه ناامید نه کړي::::
آمین یا رب العالمین
دوستانو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو تر بل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،سرلوړي اوبریالی ووسئ......
(سیماب)
********************************************************************************************************************************************************