Dec 09, 2023 14:43 Asia/Kabul
  • د هیلي ړنا

په اسلامي حکومت کې د ولی فقیه د مقام او همدارنګه د مهدی عج د ظهور لپاره د زمینې په برابرېدو کې د اسلامي انقلاب د رول په هکله معلومات درکوو.

د بشریت د ژغورونکی حضرت مهدی عج د ظهور د مقدماتو د چمتو کولو لپاره د اسلامي حکومت جوړېدا، تر ټولو غوره او کارنده لاره چاره ده. په تېره برخه کې مو دې موضوع ته په اشارې سره، وویل چي د ایران اسلامي جمهوریت د هغه اسلامي حکومت له نښو سره ورته والې چي له زرکاله مخکې روایتونه پرې تاکید کوي.  د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی ص د تعالیمو او د هغوی د مبارک اهلبیت علیه السلام له لارښوونو منجمله حضرت امام زمان عج او د عقلي دلایلو له مخې د امام زمان عج د استازو یعني نائبانو له لورې د یوه اسلامي حکومت جوړېدا ضروري ده.

د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمینی (ره) هم په دغه دلیل، د پهلوي د ظالم او فاسد رژیم په ضد پاڅون وکړ او خلګو هم ورڅخه ملاتړ وکړ او د اسلامي انقلاب بنیاد کښېښودل شو.  لکه څرنګه چي مو مخکې ورته اشاره کړی وو، حضرت امام زمان عج په یوه لیک کې له خلګو غوښتې وه چي د غیبت په پړاو کې د شرعي چارو او نورو مسائلو په هکله د تپوس لپاره علماو او د هغه حضرت عامو استازو ته مراجعه وکړي.

له بلې خوا، د یوې اسلامي ټولنې د مدیریت لپاره، هیڅوک د یوه عادل او پرهېزناکه عالم چي د ټولنې او نړۍ په چارو خبرداره وي، د مشرتوب او رهبری لپاره ښایستوالی نه لري، داسي یو کس ته ولي فقیه ویل کیږي او ولی فقیه هم د امام زمان عج د استازي په توګه په خپل وس او توان او ټولنیزو حالاتو سره، په تناسب کې د الهي احکامو د پلي کولو مسئولیت لري. امام خمینی ره د ولی فقیه د اختیاراتو په اړه وایي: هغه ټول حکومت او سیاست پورې اړوندې چارې چي د اسلام ګران پیغمبر ص ته مقرر شوي دي، د عادل فقیه لپاره هم مقرر دي او عقلا په دې دوو کې توپیر نه شي کېدای، ځکه چي اسلامي حاکم هرڅوک چي وي،د شریعت د احکامو پلې کوونکي او د الهي حدودو او قوانینو اقامه کوونکی او د اسلامي مالیاتو اخیستونکی او د مسلمانانو د مصلحتونو په لړ کې د هغه لګوونکی دی.

دې ته په کتو سره، د ایران اسلامي جمهوریت هم داسي یو حکومت دی چي د حضرت امام زمان عج د عام استازی په مشری او د ظهور لپاره د زمینې د برابرولو په هدف سره، جوړ شوی او دوام پیدا کړی دی. د دې نظام بنسټګر امام خمینی ره د اسلامي انقلاب له رامینځ ته کېدو مخکې هم په علمیه حوزوکې د د یوه عادل فقیه په مشری د اسلامي حکومت د رامینځ ته کېدو په ضرورت ټینګار کول. هغه ویل: زمونږ انقلاب د حضرت امام زمان عج په مشری د اسلامي نړۍ د لوی انقلاب پیلېدونکی ټکی دی او متعال خدای دې په ټولو مسلمانانو او نړیوالو باندې منت وکړي او د حضرت مهدی عج ظهور دې په دغه عصر کې وګرځوي.  له بلې خوا د اسلامي انقلاب معظم رهبر ایت الله خامنه ای هم دغه انقلاب د ظهور د زمانې د رانژدې کېدو لامل بللی او فرمایي: مونږ باید پوه شو چي د حضرت امام زمان عج ظهور، لکه څرنګه چي زمونږ په انقلاب سره، یو ګام نژدې شوی دی، په همدغه انقلاب سره نور هم نژدې کېدایشي. 

اوس په ایران کې، حکومتی ارګانونه او مهدوي مرکزونه او محفلونه د حضرت امام زمان عج د ظهور لپاره د زمینې د برابرولو په لړ کې هڅه کوي. د اسلامي جمهوریت رسنیو او اړوندو موسساتو د مهدوي ارمان لپاره تبلیغ خپله دنده بولي او له ولسي ډلو څخه غواړي چي په دې زمنیه کې فعالیت وکړي. د هرې ورځې په تېرېدو سره د مهدویت د ارمانونو او د فرهنګ تبلیغ کوونکې موسسې او ټولنې په زیاتېدو دي، مذهبي ویناوالو هم د جوماتونو، رېډیو ټلویزون او ټولنیزو رسنیو په شمول په مختلفو لارو چارو سره، خلګو ته د حضرت مهدی عج د منتظرانو د مسئولیتونو یادونه کوي او د هغه حضرت د پاڅون ځانګړنې بیانوي.

همدارنګه په ایران کې د اسلامي جمهوریت هلو ځلو ته په کتو سره، له مهدویت سره د اړوندو کتابونو په لیکنې او خپراوی کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

په ټوله کې، د  اسلامي جمهوریت د حکومت د جوړېدو له پیله، د مهدویت او امام زمان عج د ظهور لپاره د زمینې د برابرولو په هکله د خلګو معلومات زیات شوی دی، د اسلامي انقلاب معظم رهبر د حضرت امام زمان عج د عام استازي او د ولی فقیه او د یوه داسی حکومت د مشر په توګه چي مهدوي هیلې تعقیبوي، د اسلامي انقلاب د څلوېښت کلنی د مراسمو په مناسبت د یوې اعلامیې په صادرولو سره، ځوانانو ته په خطاب کې وویل: راتلونکې لسیزې ستاسو لسیزې دې او تاسو باید په پوره ارادې سره له خپل انقلاب څخه ساتنه وکړئ او د نوی اسلامي تمدن د رامینځ ته کېدو د هیلې د پوره کېدو او د ظهور د زمینې برابرولو ته نژدې شئ.  جالبه دا ده چي په ایران کې د ظهور لپاره چمتووالی په نورو مسلمانو هیوادونو هم اثر کړی دی او د اخرې زمانې د منجي ظهور ته یې متوجه کړی دی.

د ایران اسلامي انقلاب، د حضرت مهدی عج د پاڅون پورې اړوند ځینې مسالې چي د یو شمېر کسانو لپاره د منلو نه وي، روښانه کړي دي، دغه انقلاب ښودلې ده چي د حضرت امام زمان عج له استازی څخه په پیروی سره، داسي یو حکومت هم رامینځ ته کېدایشي چي ورسره د ظهور لپاره زمینه سازي په ښه توګه ترسره کېدونکې ده، همدارنګه هغه پېښې چي د اسلامي انقلاب د بریا لامل شوې دي، د هغو احادیثو سره ورته والې چي د حضرت امام مهدی عج د پاڅون د بهیر په هکله راغلې دي. امام خمینی ره د اسلامي انقلاب رهبر، د یوه وتلی عالم او فقیه او د حضرت امام زمان عج د عام استازی په توګه د خپل یو شمېر یارانو سره، دا حرکت پیل کړ، امام خمینی ره او د هغه ملګرو کلونه کلونه خلګ ظلم سره مبارزې او د اسلامي حکومت جوړولو ته راوبلل تر دې چي د ایران ولس د هغوی رهبري ومنل، بیا خلګو په پوره وحدت، سرشیندنې او د خپل رهبر په لارښوونو سره، اسلامي انقلاب یې بریالي کړه او د امام زمان عج د عام نائب په مشري یې د مهدویت ارمانونو په لړ کې د اسلامي احکامو او ارزښتونو په بنیاد یې حکومت جوړ کړ.  د اسلام لوی عالم او څېړوونکی حضرت ایت الله جوادی آملی د موعود امام مهدی عج تر عنوان لاندې په کتاب کې لیکي: اسلامي انقلاب د خدای بخښونکی امام ره په رهبری په ښه توګه وښودله چي په لږو کسانو سره، د طاغوت په ضد یوه لوی او ژور پاڅون رامینځ ته کېدایشي، او د انسانانو د ویده زړونو په ویشولو سره هغوی یې له ځان سره ملګري کړل او د طاغوت د نظام په له مینځه وړلویې د الهي او اسلامي حکومت د لمر ځلا ښکاره شول. 

حضرت مهدی عج همداشان په لږ شمېر یارانو سره، خپل اصلاح غواړې پاڅون پیلوي او بیا د نړۍ په کچه پلي کوي او دعدالت او معنویت پر بنیاد باندې د اسلام نړیوال حکومت جوړوي. البته هیڅ شک نشته چي هغه ژغورونکی پاڅون، ډېر لوی او بشپړه او له ظلم او بې عدالتی څخه د انسانانو د ژغورنې په لړ کې د متعال خدای د وعدې پلي کوونکی به وي.

یو ځلې بیا د متعال خدای په دربار کې لاسونه په دعا پورته کوو او ورڅخه غواړو چي مونږ د امام مهدی عج له یارانو وګرځوي:

« ... وَامْلاَْ بِهِ الاَْرْضَ عَدْلاً، وَاَظْهِرْ بِهِ دینَ نَبِیِّکَ صَلَّى اللهُ عَلَیْهِ وَآلِهِ، وَاجْعَلْنِى اللّهُمَّ مِنْ اَنْصارِهِ وَ اَعْوانِهِ، وَ اَتْباعِهِ وَ شیعَتِهِ، وَاَرِنى فى آلِ مُحَمَّد عَلَیْهِمُ السَّلامُ ما یَاْمُلُونَ، وَفى عَدُوِّهِمْ ما یَحْذَرُونَ ، ....

او د هغه په وسیلې سره، ځمکه له عدالت نه ډکه کړه!!! او د خپل پیغمبر دین دې چي په هغه او د هغه په کورنۍ د خدای درود وي، ښکار وګرځوه!! او ربه، ما د هغه له یارانو، مرسته کوونکو، پیروانو او شیعیانو څخه وګرځوه!! او هغه څه چي د محمد ص کورنۍ غواړي او دښمنان یې ترې ویریږي، (یعني د رېښتونی اسلام واکمني) مونږ ته ښکاره کړه!!