تاریخ پاڼه شماره ۱۹۴
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له نهه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
د تلې د میاشتې اتمه نیټه، د ایراني عارف مولانا جلال الدین محمد بن بهاء الدین د درنښت ورځ ده .
په مولانا مشهور مولوي جلال الدین محمد بن بهاء الدین په شپږ سوه څلورم قمري کال کښې په بلخ کښې چې هغه مهال د ایران یو ښار ؤ، وزیږید .
هغه په ماشومتوب کښې پر بلخ د مغولو له برید سره هم مهاله له خپل پلار بهاء الدین محمد سره چې په بهاء ولد مشهور ؤ، کوچنۍ آسیا یا اوسنۍ ترکيې ته کډه وکړه او په قونیه کښې له خپلې کورنۍ سره یو ځائ شو .
مولانا له خپل پلار او په قونیه او شام کښې له نورو استادانو څخه له زده کړو وروسته تدریس ته مخه کړه او بیا يې په قونیه کښې د وخت له ستر عارف شمس الدین محمد تبریزي سره لیدنه وشوه او د هغه له ګرم نفسه دومره په جوش کښې راغئ چې د عمر تر پایه پکښې سوړ والئ پیدا نه شو او هیڅکله د الهیه حقایقو له افاضې او د سالکانو له ارشاده شاته نشو .
په دې له شور او ځوږه ډکې زمانه کښې چې د مولوي له مرګ وروسته دیرش نور کلونه هم پکښې شاملیږي له دې ستر استاد بې ساري آثار چمتو شول .
په مثنوي معنوي کښې چې باید په حق سره د آدم د اولاد د تفکر او مینې یوه تر ټولو غوره نتیجه او د عرفان د لارې یو روښانه څراغ وبلل شي، مولانا مهم دیني، عرفاني او اخلاقي مسایل مطرح کړي دي او د توضیح پر مهال آیتونه، احادیث او امثال بیانوي .
له مثنوي سر بیره د مولانا غزلونه هم د حادو عواطفو او د شاعر د لوړ تفکر یو را خوټيدونکی دریاب دی چې له لوړو او ژورو سره مل دی .
همداراز د (فیه ما فیه) کتاب او (مکاتیب و مجالس سبعه) د مولانا له نثري آثارو څخه دي .
مولانا جلال الدین رومي بلاخره په شپږ سوه دوه اویایم هجري قمري کال کښې په اته شپیته کلنۍ کښې د معبود وصال ته ورودانګل او په قونیه کښې خاورو ته وسپارل شو.
د هغه مزار په ترکیه کښې د پارسي ادب او اسلامي عرفان د مینه والو د زیارت ځائ دی .
««««««««««««
اووه سوه شپږ څلویښت کاله پخوا، د شپږ سوه یو نوېم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د فارسۍ شعر او نثر ستر استاذ او شاعر شیخ مصلح الدین سعدي شیرازي وفات شو. هغه په خپل زیږنځائ شیراز کښې د ادبي او دیني علومو له ابتدايي زده کړو وروسته په ځوانۍ کښې بغداد ښار ته لاړ. سعدي د دغه ښار په نظامیه مدرسه کښې د هغې زمانې د رایجو علومو زده کړه پیل کړه او له هغې وروسته یې شام، فلسطین، حجاز، روم او ځینو نورو هیوادونو ته سفرونه وکړل. سعدي په دغو سفرونو کښې د مختلفو ټولنو له خلکو سره اشنا شو او د شاعرۍ له طرز او طریقې سره یې د لیدنو او اوریدنو په ملتیا سره ښکلي او پاتې کیدونکي شعرونه وویل.
هغه بیا خپل زیږنځائ شیراز ته ستون شو او د پندناکو منظومو تالیف او تصنیف یې پیل کړ چې د هغه د نړۍ لیدنې او خلک پيژندنې د دیرش کلنې تجربې نتیجه وه. سعدي په شپږ سوه پینځه پنځوسم هجري قمري کال کښې د (بوستان) په نامه خپل ترټولو ستر اخلاقي او روزنیز اثر چې د سفر په دوران کښې یې برابر کړئ ؤ، پائ ته ورسوه. دا کتاب په نظم کښې دی او پکښې د عدل، احسان، عشق او مینې، تواضع او خاکسارۍ، قناعت، تربیت، توبې او مناجاتو په شان موضوعاتو په اړه شعرونه ویل شوي دي. سعدي په شپږ سوه شپږ پنځوسم قمري کال کښې د (ګلستان) په نامه خپل دویم اثر هم ولیکه. ګلستان د فارسۍ نثر یو ډیر روان کتاب دی چې په ترڅ کښې یې فارسي او عربي شعرونه هم کارول شوي دي. په اتو ټوکو مشتمل دا کتاب د اخلاقي او ټولنیزو حکایتونو ټولګه ده.
همداشان د سعدي په دیوان کښې هم د هغه قصیدې، قطعې، غزلیات او رباعیات شامل دي. د دغه شاعر او د فارسي ادب د ویناوال له نورو آثارو څخه د (مجالس پنجګانه) کتاب نوم اخیستئ شو. په شیراز کښې د سعدي مقبره هره ورځ د ټولې دنیا د فارسۍ ژبې او ادب د مینه والو کوربنه وي.
««««««««««««
یو سلو پینځلس کاله پخوا، د نولس سوه لومړي میلادي کال د ستمبر په نهه ویشتمه نیټه، د ایټالیا یو فیزیک پوه اینریکو فیرمي د دغه هیواد په روم ښار کښې وزیږید. هغه د پوهنتوني زده کړو له بشپړولو وروسته، د ګیسو د مالکیولو د حرکت قانون کشف کړ. فیرمي د عناصرو د ایټمي بدلونونو په باب مطالعه او څيړنې وکړې او بریالی شو، د ایټم د څيرلو او د هغه د انرژۍ د آزادولو له لارې ایټمي پيل (بیټري) جوړه کړي . د ایټالیا دغه فیزیک پوه په نولس سوه څلور پنځوسم میلادي کال کښې مړ شو .
««««««««««««
یو سلو څوارلس کاله مخکښې، د نولس سوه دویم میلادي کال د ستمبر په نهه ویشتمه نیټه، د فرانسې یو لیکوال ایمیلي زولا مړ شو . هغه په اتلس سوه څلویښتم میلادي کال کښې په پاریس کښې وزیږید. زولا ډير زیات کتابونه لیکلي دي. د هغه لومړنی کتاب (خمته پوشه جینۍ) او د هغه خورا مشهور اثر (نانا) او (ژرمینل) نومیږي .
مترجم: ذیشان حیدر بنګش