Oct 03, 2016 13:40 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۹۵

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې نهمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د ستمبر د میاشتې له دیرشمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه څلور اویا کاله پخوا، د درې شپیتم هجري قمري کال  د ذی الحجې د میاشتې  په  اته ویشتمه نیټه، په  یو شپیتم قمري کال کښې د حضرت امام حسین (ع)  له  پاڅونه  دوه  کال  وروسته  د (حَرّه) پیښه  رامینځته شوه. په دې کال کښې د مدینې منورې خلکو چې  د معاویه  د زوئ  یزید  له  ظلم او فساده پوزې ته راغلي وو، د هغه لاس کښینولی واکمن مروان یې له مدینې ښاره وشړه. له دغې پیښې وروسته یزید، د مسلم  بن  عقبه  په  نوم خپل یو ظالم  او خونړی  مامور په  یو ستر  لښکر سره  د مدینې  په  لور  ولیږه  او هغه  په  پراخه  پيمانه  د دغه ښار خلک ووژل  او د  هغوئ مالونه  یې  لوټ کړل. د اسلام  په لومړیو کښې دا ستره وژله  بې مخینې وه  او ځینو مورخانو ویلي چې  د حره په پیښه کښې له  لسو  زرو زیات کسان ووژل شول.

 

د ویلو ده  چې د یزید بن  معاویه حکومت درې نیم کاله دوام وکړ او په دغه موده کښې یې په خلکو باندې له هیڅ  ظلم او ستمه  ډډه ونکړه. یزید د خپل حکومت په لومړي کال کښې د اسلام  د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) خوږ  لمسی حضرت امام حسین  بن علي  (ع) او د هغه دوه اویا ملګري شهیدان کړل. د حکومت په  دویم کال کښې یې  د مدینې  د خلکو  وژلو ته  مخه کړه او په  دریم کال کښې یې  پر  مکې مکرمې حمله وکړه.

««««««««««««

یو سلو اته څلویښت کاله  مخکښې، د دولس سوه نهه اتیایم هجري قمري کال د ذي الحجې د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، د  دیارلسمې هجري قمري  پیړۍ یو ستر عالم  او فیلسوف حکیم ملا هادي سبزواري وفات شو. هغه په دولس سوه دولسم  قمري کال کښې وزیږید او خپل  له برکته ډک عمر یې په پوره عزتِ نفس او زهد او تقوا کښې تیر کړ.

له  حکیم  سبزواري  څخه پرځائ پاتي آثار ښودنه کوي چې دا ستر مسلمان  عالم سربیره پر دې چې یو وتلی فیلسوف ګڼل کیده، د فقهې، د فقهې د اصولو، تفسیر، منطق، ریاضیاتو، ادبیاتو او د طب په علم کښې هم  د نظر خاوند ؤ.

حکیم  سبزواري  له  لوړ علمي مقام سربیره  یوه  شاعرانه  او روانه طبعه هم درلوده. هغه  ډیر  ښکلي شعرونه ویلي چې ظریف او ښایسته فلسفي او عرفاني ټکي لري. پاکستانی شاعر او فلاسفر علامه محمد اقبال لاهوري د حکیم  سبزواري  د شخصیت په هکله وايي: ملا هادي سبزواري  د  ایران یو ډیر ستر  متفکر  ؤ او د  هغه  فلسفه  له  دین  سره  ډیره  اخښل شوې ده.

سبزواري،  حق، ثابته مبداء او سرچینه او د ټولو حرکاتو موضوع  ګڼله او د هغه له نظره د نړۍ ټول موجودات او مخلوقات له مطلق کمال سره مینه کوي او  د خپل  وروستي مقصد په لور ځي. د حکیم  سبزواري  ترټولو مهم  اثر چې د هغه د نړیوال شهرت سبب شوی، د منطق او حکمت په لړ کښې د هغه (منظومه) کتاب دی. همدا شان  (اسرارالحکم) او (الجبر والاختیار) کتابونه د  دغه  تکړه  فلاسفر له  نورو مشهورو او ارزښتناکو کتابونو څخه دي.

««««««««««««

یو پنځوس کاله وړاندې، د نولس سوه پینځه شپیتم  میلادي کال  د ستمبر په  دیرشمه نیټه، د شلمې  پيړۍ  تر ټولو خونړۍ کودتا په  انډونیشیا هیواد کښې رامینځته شوه .

په نولس سوه پنځوسم  میلادي کال کښې د انډونیشیا له خپلواکۍ وروسته ډاکتر احمد سوکارنو د دې هیواد لومړنۍ منتخب  ولسمشر  وټاکل شو چې په ورپسې کلونو کښې يې  ډير شهرت تر لاسه کړ .

په  دې کلونو کښې  د انډونیشیا کمیونیسټ ګوند هم د هیواد په تر ټولو ځواکمن سیاسي جوړښت بدل شوی ؤ .

په دې مینځومان کښې ډاکتر سوکارنو په یوه مرموزه ماجراء کښې چې د کمیونیسټ  ګوند کودتا  ګڼل کیده، له  یوه  نامعلوم  وضعیت  سره  مخامخ شو.

له دې  وروسته  د نولس سوه پینځه شپیتم  میلادي کال د ستمبر په  دیرشمه نیټه، په  لویدیځ  پورې  د تړلي جنرال سوهارتو په مشرۍ کودتا رامینځته  شوه.

په  دې  ورځ  د انډونیشیا پوځ  د کمیونیسټ ګوند لخوا  د  کودتا  د شنډولو په پلمه  په  یو لړ  کودتا  ضد عملیاتو لاس پورې کړ  او د انډونیشیا د کمیونیسټ  ګوند په سلګونو  زره  پلویان يې قتل عام کړل .

د جنرال سوهارتو کودتا ضد عملیات په تاریخ کښې یوه  بې ساري  عامه وژله وګڼل شوه  او د خپرو شویو خبرونو پر بنسټ  د دغو  عملیاتو په  لړ کښې په یواځې څو  ورځو کښې د انډونیشیا  له څلور لکو  تر اووه  لکه  کسان د کمیونیسټ والي  په  پلمه  قتل  عام  شول  او جنرال سوهارتو واک ته ورسید.

جنرال سوهارتو د خپلې ولس مشرۍ د اووم پړاؤ په لومړیو کښې د پراخو اعتراضاتو، بلواؤو او مظاهرو  په  پایله کښې د نولس سوه اته نوېم  میلادي کال  په  مئی میاشت کښې له  قدرته  څنګته شو .

««««««««««««

یو دیرش کاله  وړاندې،  د نولس سوه پینځه اتیایم  میلادي کال  د ستمبر  په دیرشمه  نیټه، د زلزلې د درجې د  مقیاس  ایجادونکی  چارلز  ریشتر په  امریکا  کښې مړ شو . چارلز  ریشتر د مرګ  پر مهال  پینځه اویا  کلن  ؤ .

هغه  د یوه  بل  محقق  په  ملتیا زلزلې د هغې انرژۍ په اساس چې آزادوي يې او د هغو څپو یا امواجو د لمنې له مخې چې را منځته کوي یې، له یوې تر نهو درجو وویشلې  او د  ریشتر مقیاس يې ثبت کړ .

تر دې وړاندې  پوهانو به زلزلې د خپلو ظاهري اثراتو په اساس درجه بندي کولې چې  دقیق  او  د  قبول وړ مقیاس نه  ؤ .

««««««««««««

او له ننه شل کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نهمه نیټه، په آقا نجفي همداني مشهور  الهي حکیم او رباني عالم آیت ا... سید محمد حسیني وفات شو. آقا نجفي همداني په دولس سوه درې اتیایم هجري لمریز کال کښې په نجف اشرف ښار کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه په ماشومتوب کښې له خپل پلار سره همدان ته ولاړ او په یویشت کلنۍ کښې د درسونو د دوام لپاره د نجف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... همداني په نجف کښې د میرزای ناییني، محمد حسین غروي اصفهاني، سید حسین بادکوبه ای، میرزا علي آقا قاضي طباطبايي او میرزا عبدالغفار مازندراني په شان د سترو عالمانو له محضره فقه، اصول، کلام او فلسفه زده کړل. دغه رباني عالم له علمي او فقهي لحاظه د میرزای ناییني د پام وړ وګرځید چې هغوئ ته یې د اجتهاد ګواهي ورکړه او آقا نجفي هم  د دغه ستر مرجع زوم شو. آیت ا... همداني د نجف اشرف له سترو عالمانو څخه د اجتهاد د اجازو له اخیستلو وروسته خپلې خاورې ته د تلو اراده وکړه او په نجف اشرف کښې له دوه ویشتو کالو اقامت وروسته همدان ته ستون شو. له دې وروسته یې تدریس او تالیف او د خلکو وعظ ته مخه کړه او په همدان کښې پاتې شو. له آیت ا... همداني څخه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتې دي چې د قرآن مجید په تفسیر کښې په اتلسو ټوکو کښې (انوار درخشان)، په شپږو ټوکو کښې (درخشان پرتوی از اصول کافی) او (معاد جسماني او روحاني) له هغو څخه دي.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه