تاریخ پاڼه شماره ۱۹۶
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې لسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له نهه ویشتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له لومړی نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
درې سوه دوه دیرش کاله پخوا، د شپاړس سوه څلور اتیایم میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نيټه، مشهور فرانسوی لیکوال او شاعر پير کورني په اته اویا کلنۍ کښې مړ شو. هغه له ډرامه لیکنې سره ډيره مینه درلوده او په دې کار کښې یې پرمختګ وکړ چې وروسته د فرانسې د ډرامه لیکنې پلار او په دې هيواد کښې یې د کلاسیک تیټر د بنسټګر لقب ترلاسه کړ.
کورني په خپلو شعرونو کښې ساده ژبه کارولې ده او له همدې امله د هغه ډير شعرونه د فرانسې په خلکو کښې د پند په بڼه دود شوي دي.
د دغه فرانسوي شاعر او لیکوال د کیسو اتلان هم غالبا بشر دوست او ميړني انسانان دي.
د کورني له آثارو څخه د (هوراس) او (سینا) ډرامو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
نهه نوي کاله پخوا، د دیارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه، انقلابي مبارز او روحاني آزادي غواړی شیخ محمد خیاباني په تبریز کښې شهید شو. هغه په دولس سوه اووه نوېم هجري قمري کال کښې د ایران د ختیځي آذربایجان ولایت د شبستر په شا او خوا خامنه کښې وزیږید. له مشروطه غورځنګ وروسته، د شیخ محمد خیاباني ژوند یوې نوې مرحلې ته داخل شو او په تبریز کښې یې د مبارزې ټولنې په جوړیدا سره ، د مشروطه بریالیتوب په لاره کښې د ولایتي ټولنې تر نامه لاندې مهم ګامونه اوچت کړل. ملي شورا ته د شیخ محمد خیاباني او د هغه د پینځو ملګرو له لار موندلو وروسته، هغه د شهید مدرس په شان کسانو په څنګ کښې د پاڅون د خلکو له حقوقو دفاع وکړه. میړانه اعتراضات او د روس د تزاري حکومت د استعماري الټي میټم پر ضد کارجوړنه په دویمې جرګې کښې د خیاباني له ځلانده کارونو څخه دي. خو له خیاباني سره د قاجار صدر اعظم وثوق الدوله دښمني، د ایران ګډو وډو حالاتو او له ملي شورا د آذربایجان د استازیو ایستلو هغه د ځایي جرګې او د خلکو د پاڅون برابرولو ته اړ کړ او هغه یې د دیارلس سوه اته دیرشم قمري کال د رجب په شپاړسمه نیټه په ډاګه جوړ کړل. په دغه پاڅون کښې د تبریز د چارو واګې د خیاباني او د هغه ملګرو لاس ته ورغلې. دغه بریالئ پاڅون تر پینځو میاشتو دوام وموند. بالاخره د مخبر السلطنه په خیانت سره چې یوه ښه او ملي څیره یې درلوده، د خیاباني پلویان او ملګري ووژل او یا زنداني کړائ شول. په نهایت کښې د یوشمیر ګوډاګیو په خیانت سره شیخ محمد خیاباني د دیارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې په نهه ویشتمه نیټه شهید کړائ شو.
««««««««««««
پینځه نوي کاله پخوا، د دیارلس سوم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په لسمه نیټه، د خراسان ژاندارم قومندان کرنل محمد تقي خان پسیان د ایران د هغه وخت د حکومت د پلویانو په لاس ووژل شو.
هغه د آزادي غواړو افکارو د لرلو په وجه په خلکو کښې ډیر نفوذ درلود. په دولس سوه نهه نوېم هجري لمریز کال کښې د رضا خان له کودتا وروسته کرنل پسیان د ژاندارم قومنداني او څه موده وروسته د خراسان حکومت ترلاسه کړ او په ایران کښې د پردیو نفوذ او د دغه هیواد د حالاتو ګډوډۍ ته په پام سره د انګلستان له نفوذه د وتلو او هم د خلکو د حالاتو د ښه والي لپاره یې له مرکزي حکومت سره مبارزه پيل کړه او په دې ډول په خراسان ولایت کښې د افسرانو پاڅون رامینځته شو.
د خراسان د افسرانو د پاڅون په پړاؤ کښې محمد تقي خان پسیان د دغه ولایت چارې په لاس کښې واخیستې او تر امر لاندې قواوې به یې د مرکزي حکومت له پلوي ځواکونو سره جنګیدلې.
بلاخره په دغه ډول یوه نښته کښې دغه نه ستړې کیدونکی مبارز محمد تقي خان پسیان ووژل شو.
د هغه په وژل کیدو سره د مرکزي حکومت د ظلم په خلاف د خراسان د افسرانو پاڅون هم ختم شو.
««««««««««««
اووه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه نهه څلویښتم میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نيټه، د چین د خلق جمهوریت جوړیدل په رسمي توګه اعلان شول او مایوتسه تونګ د چین ولسمشر وټاکل شو. دغه هيواد چې یو لرغونی تمدن لري، د شپاړسمې میلادي پيړۍ له وروستیو د اروپايي دولتونو تر نفوذ لاندې راغئ. چینیان د لویدیځ په ځانګړې توګه بریتانیا له ښکیلاکه د ژغورنې لپاره څو ځلې وجنګیدل خو ماتې یې وخوړله.
په نولس سوه دولسم میلادي کال کښې هغه انقلاب چې د سون یات سن په مشرۍ د منچو لړۍ او باچاهي نظام د له مینځه وړلو لپاره راپورته شو، نتیجې ته ورسید او هغه ولسمشرۍ ته غوره شو.
له نولس سوه یو دیشم میلادي کال څخه جاپان پر چین برید پیل کړ او دا په داسې حال کښې وه چې کمیونیسټان د مایوتسه تونګ په مشرۍ او ملي غواړي د چیان کای چک په مشرۍ د قدرت نیولو پر سر په جګړه لګیا وو.
په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال کښې د دویمې نړیوالې جګړې په پائ کښې د جاپان په تسلیميدو سره د جاپان او چین جګړه هم پائ ته ورسیده.
د چین له خاورې څخه د جاپان په وتلو سره آزادې شوې سیمې د کمیونیسټانو او دولتي ځواکونو تر ولکې لاندې شوې چې یو له بل سره په جګړه وو. دغه جګړه بالاخره د کمیونیسټانو په بریالیتوب سره پائ ته ورسیده او په ترڅ کښې یې په نولس سوه نهه څلویښتم میلادي کال کښې مایو په رسمي توګه په چین کښې خلق جمهوریت اعلان کړ.
له دې پيښې وروسته چیان کای چک چې د امریکا لخوا یې ملاتړ کيده، د خپل حکومت مرکز یې په ختیځ چین کښې د تایوان ټاپو ته انتقال کړ او خپلواک دولت یې جوړ کړ څو چین ته د تلو لپاره لاره برابره کړي خو دې موخې ته د خپل عمر تر پایه ونه رسید.
چین چې د نړۍ ترټولو ګڼ میشته هيواد دی، له ۵ اعشاریه ۹ میلیون مربع کیلومیټره په ډیرې پراختیا سره، د آسیا په ختیځ کښې پروت دی او له روسیې، مغولستان، شمالي کوریا، افغانستان، پاکستان، هند، بوټان، برما، لایوس او ویتنام هيوادونو سره ګډې پولې لري.
««««««««««««
شپږ پنځوس کاله وړاندې، د نولس سوه شپیتم میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نيټه، نیجریا هيواد له بریتانیا خپلواکي ترلاسه کړه او دا ورځ یې خپله ملي ورځ ونوموله. نیجریا ته په پینځلسمې میلادي پيړۍ کښې پرتګال او په ورپسې پېړۍ کښې بریتانیا لاره پیدا کړه او د نولسمې میلادي پېړۍ په وروستیو کښې بریتانوي ځواکونو نیجریا په بشپړه توګه ونیوله.
په نولس سوه څوارلسم میلادي کال کښې بریتانیا تر خپلې سرپرستۍ لاندې د دوو هيوادونو شمالي او سویلي نیجریا په یو ځائ کولو سره ، د نیجریا مستعمره جوړه کړه. څلويښت کاله وروسته دغه هيواد د کورواکۍ اعلان وکړ او د ټولګټو هيوادونو د ټولنې غړیتوب یې ترلاسه کړ.
په نولس سوه شپیتم میلادي کال کښې د نیجریا خلکو په یوه ټول پوښتنه کښې په برخې اخیستو سره، له بریتانیا څخه خپلواک او ګورنر جنرالي حکومت ته رایه ورکړه.
نیجریا د نهه لکه درویشت زره اووه سوه اته شپیته مربع کیلومیټره پراخوالي سره د افریقا د لویې وچې په لویدیځ او د اطلس سمندر په څنډه کښې پروت هیواد دی او له کیمرون، چاډ، نیجر او بنین هيوادونو سره ګډه پوله لري.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش