Oct 03, 2016 13:42 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۹۷

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې یوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د ذی الحجې د میاشتې له دیرشمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دویمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو اووه څلویښت کاله پخوا، د اتلس سوه نهه شپیتم میلادي کال د اکتوبر په دویمه نیټه، د هند د خپلواکۍ مشر مهاتما ګاندي د ګجرات صوبې په یوه کلي کښې وزیږید. ګاندي په اتلس سوه یو نوېم میلادي کال کښې له انګلستانه خپل هیواد ته ستون شو او په ممبئ ښار کښې یې وکالت ته مخه کړه. په اتلس سوه درې نوېم میلادي کال کښې د جنوبي آفریقا ناتال ښار ته ولاړ. په جنوبي آفریقا کښې هغه په خاصه توګه  د دغه ښار د هندي توکمه لږکیو په قبایلو کښې  د  نسلي توپیر په مشاهده کولو سره له نسلي توپیر سره د مبارزې د غورځنګ بنسټ کیښود. ګاندي په نولس سوه اوولسم میلادي کال کښې په داسې حال کښې خپل وطن ته ستون شو چې ډیر زیات شهرت یې موندلئ ؤ. هغه له لومړي نړیوال جنګه کلونه وروسته د دویم نړیوال جنګ تر وروسته پورې یعني کابو درې دیرش کاله له انګریزانو څخه د خپل هیواد د خپلواکۍ او د خلکو د نجات لپاره دوامداره مبارزه وکړه څو بالاخره  د جواهر لعل نهرو په شان کسانو سره یو ځائ په دې لاره کښې د پریمانو کړاؤنو له زغملو وروسته د نولس سوه اووه څلویښتم میلادي کال په اګست کښې هند خپلواک او خلک یې آزاد کړي. ګاندي د خپلواکۍ له اعلانه وروسته، په هند حکومت کښې د کومې څوکۍ یا مقام منلو ته حاضر نشو او د کانګرس مشري یې نهرو ته ورکړه. هغه مقصد ته د رسیدو لپاره د سولې او نه تاؤ تریخوالي پر حقیقت تل پریمان ټینګار کاوه. هغه د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په دیرشمه نیټه د غرمه پرمهال د یوه تعصبي هندو ځوان لخوا په نس او ټټر درې مرمۍ وخوړې او په نهه اویا کلنۍ کښې مړ شو.

(له حقیقت څخه زما تجربې) په نوم کتاب د ګاندي له آثارو څخه دی.

««««««««««««

یو سلو دولس کاله پخوا، د نولس سوه څلورم  میلادي کال  د اکتوبر د میاشتې په  دویمه  نیټه، انګریز  لیکوال  ګراهم  ګرین  وزیږید.

د هغه په  آثارو کښې تل  د نیکۍ  او  بدۍ تقابل تر سترګو کیږي. ګرین د (قدرت او جلال) په  نامه  پخپل  مشهور  کتاب  کښې  صبر،  زغم  او  کړاؤ  د ژغورنې  او  نیکمرغۍ لاره  معرفي کړې ده.

له ګرین څخه ډیر آثار په یادګار پاتې  دي  چې  پکښې د ځینو نومونه  (دریم سړی)،  (د وحشت  حکومت)  او  (د کرایې قاتل) دي .

ګراهم  ګرین  په  نولس سوه یو نوېم میلادي کال  کښې  مړ  شو.

««««««««««««

اته پنځوس کاله مخکې، د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال  د اکتوبر د میاشتې  په  دویمه  نیټه،  ګینا هیواد  له  فرانسې څخه خپلواکي  ترلاسه کړه او دغه  ورځ  د دغه  هیواد ملي  ورځ  وګرځیدله.

د پینځلسمې پیړۍ په وروستیو کښې پرتګالیانو ګینا ته  لار وموندله  او  د نولسمې  پیړۍ  له  پیله  په  ګینا کښې  د فرانسې نفوذ زیات شو او په اتلس سوه نهه څلویښتم  کال کښې  دغه  هیواد  د  فرانسې تر  ولکې لاندې راغئ.

ګینا په  اتلس سوه پینځه نوېم میلادي کال کښې د ګینا فرانسه په نامه د فرانسې د لویدیځې افریقا د مستعمراتو یا کالونیو یوه برخه او په نولس سوه شپږ څلویښتم  میلادي کال  کښې د فرانسې د ټولنې برخه او د خپلواکه حکومت  لرونکئ شو.

دغه هیواد بالاخره په یو ټول پوښتنه یا ریفرینډم کښې د فرانسې  د اتحادیې له غړیتوبه ووته او خپله خپلواکي یې اعلان کړه او احمد سکوتوره د دغه هیواد د لومړي  ولسمشر په توګه غوره شو.

ګینا جمهوریت  په  دوه  لکه  پینځه څلویښت زره  اته سوه اووه پنځوس مربع کیلومیټره پراختیا سره  د افریقا په لویدیځ کښې  پروت  دی او  له  سینیګال، مالي، ایوري کوسټ، لیبریا، سیر الئون  او ګینا بیسائو سره ګاونډ دی.

««««««««««««

اته  دیرش کاله پخوا،  د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال  د تلې د میاشتې په یوولسمه نیټه، په عراق کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د  بنسټګر حضرت امام خمیني(رح) پر مذهبي او سیاسي فعالیتونو په  بندیز  او په دې پسې چې د عراق پخواني رژیم  د حضرت  امام خمیني  (رح) د هلو ځلو او مبارزې په  وړاندې جدي  محدودیتونه  ولګول  نو امام خمیني له  عراقه کویت ته روان شو خو د کویت حکومت  له  باچا رژیم سره  د خپلو اړیکو د ساتنې  په  خاطر امام خمینی (رح) ته  دغه  هیواد ته  د  ورتګ اجازه ورنه کړه. په دغه اقدام پسې امام خمیني څو ورځې وروسته فرانسې ته هجرت وکړ.

د ویلو ده چې د عراق  د بعث رژیم  زورواکه  او غیر انساني کړچار او کړنو د ایران  د اسلامي  او انقلابي  ولس  غوسه  راوپاروله چې په  هغو ورځو کښې یې  له  باچا رژیم  سره  د مبارزې حساس پړاؤ تیراوه.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه