Oct 03, 2016 13:45 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۱۹۸

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له لومړی او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دریمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

خوږو مینه والو  نن  د محرم الحرام  د میاشتې لومړی نیټه ده چې دغه  ورځ  د قمري کال له لومړی  ورځې سره برابره  ده .

هجري قمري کال هینداره  د  میاشتې  د څرخیدا په  اساس چې  د مسلمانانو په وسیله  او هم  په ډيرو اسلامي هیوادونو کښې د دیني تقویم  یا په ځينو موردونو کښې  د مدني تقویم  په توګه ترې استفاده کیږي.  له  دې کال هیندارې څخه  د روژې، حج، د حرامو  او  عزادارۍ  د  میاشتو  د  ټاکنې پشمول  په  ډيرو اسلامي او مذهبي  دستورو کښې ترې استفاده کیږي .

د حضرت  امام  علی (ع) په  سپارښتنې سره  د مسلمانانو د دوهم خلیفه حضرت  عمر  بن  خطاب   د خلافت  په  وخت  کښې  له  مکې  مدینې ته  د  اسلام د ګران  پيغمبر (ص) د هجرت  پیل  د دغې کال  هیندارې  پيل   وټاکل  شو، نو ځکه  د هجري قمري کال هیندارې پيل  د هجري لمریز کال هیندارې  په څير له مکې نه مدینې ته د اسلام  د ګران  پيغمبر  د هجرت  کال چې  له  شپږ سوه دوه ویشتم میلادي  کال سره برابریږي، وټاکل شو خو د عربانو د پخواني سنت له مخې د هجري قمري کال لومړی میاشت، د محرم میاشت وټاکله شوه.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه  یو دیرش کاله پخوا، د  بعثت  د اووم  کال   د محرم  د میاشتې په لومړی نیټه، د ځينو  اسلامي مورخانو په  وینا، د اسلام  د ګران  پیغمبر (ص)  او د هغه حضرت د ملګرو  د اقتصادي کلابندۍ  لپاره د قریشو تړون  وشو. د قریشو  د کافرانو  مشران چې  د اسلام  په نفوذ او خپراوي  باندې ډير اندیښمن  وو  او د دغه  دین  د دودیدا د مخنیوي لپاره د هغوئ غوره شوي ډول  ډول  تدبیرونه  ناکام  شوي  وو،  دې  ته مخه کړه څو  په اقتصادي کلابندۍ سره،  پر  مسلمانانو  ډګر  تنګ  کړي . نو ځکه  يې  د مسلمانانو پر ضد یو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون خلاصه دا وه چې  یو کس هم   له مسلمانانو سره  د معاملې او ارتباط  ټينګولو  حق  نلري.  د اسلام  ګران  پیغمبر او د هغه  ملګرو اصحابو  تر درو کلونو پورې  له مکې سره  نږدې په  (شعب ابیطالب)  نومې  یوې درې کښې  په ټولو مشکلاتو او اقتصادي کلابندۍ کښې  ژوند وکړ   او په  دې  مودې  کښې  د اسلام  د ګران  پيغمبر ماندینه  حضرت خدیجه بی بی  او د هغه  بزرګوار  تره  حضرت ابوطالب  هم وفات شول ،خو  مسلمانان  له  اسلام  سره  له  خپل ایمانه  لاس  په سر نه شول تر دې چې  د قریشو ځیني مشران  پر مسلمانانو  د ټولو دباؤنو او کړاؤنو  له تپلو  چې  د هغوئ خپل خپلوان وو،پښیمانه شول او فیصله يې وکړه  چې  د مسلمانانو اقتصادي کلابندي ختمه کړي، خو کله چې  هغوئ خپل لیکل شوي  تړون  لیک  ته  ورغلل، نو  په  ډيرې  حیرانتیا سره  يې ولیدل چې  د  خدائ له  نامې  پرته  د هغه  ټولې  برخې   وېنه (دیمک) خوړلي دي. په  دې  توګه د بعثت  د لسم کال  د رجب  په  پینځلسمه  د مسلمانانو اقتصادي کلابندي ختمه شوه.

««««««««««««

څلور سوه اووه ویشت کاله پخوا، د یو زرو یوولسم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په لومړی نیټه، په صاحب معالم مشهور یو ستر مسلمان عالم شیخ حسن بن زین الدین وفات شو. هغه د ستر مرجع او عالم شهید ثاني زوئ ؤ. شیخ حسن په نهه سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال کښې د لبنان په جنوب کښې په جبل عامل کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه د قران کریم او نورو دیني علومو زده کولو ته مخه کړه او د هغه خاورې د تکړه پوهانو د درس په کلاس کښې یې ګډون وکړ. شیخ زین الدین وروسته د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره د عراق نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او لکه څنګه چې د کلکې حافظې او پریمانې وړتیا خاوند ؤ، د بیلا بیلو دیني علومو په زده کولو کښې یې ډیر ژر پرمختګ وکړ. له دغه ستر مسلمان عالمه ګڼ شمیر ارزښتمن کتابونه په یادګار پاتې دي چې له هغو څخه تر ټولو مهم او مشهور د (معالم الدین و ملاذ المجتهدین) کتاب دی.

««««««««««««

درې څلویښت کاله  وړاندې، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په لومړی نیټه،  ستر دیني  عالم  آیت ا... سید ابوالحسن  رفیعي  قزویني  وفات شو. هغه  په دیارلس سوه لسم هجري قمري کال کښې  په قزوین کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او حوزوي  زده کړې يې  په قزوین  او ورپسې په تهران کښې ترسره کړې. قم  ته  د آیت ا... حائري  یزدي  له ورتلو  وروسته   هغه دغه ښار ته لاړ او تالیف او تدریس ته يې مخه کړه. میرزاي  قزویني  د اجتهاد د درجې له  ترلاسه کولو وروسته  قزوین ته ستون شو  او د هغه  ټاټوبي حوزه  يې  احیاء کړه. هغه  په  هغو  ډيرو کمو کسانو کښې شامل  ؤ  چې  عقلي  او نقلي علوم  يې په  ښه  توګه  زده  کړي  او د کمال  لوړو درجو ته رسیدلي وو. علامه سید ابوالحسن قزویني بالاخره له کلونو کلونو مجاهدت  وروسته  په  پینځه اتیا کلنۍ کښې لقاءا... ته ورسید.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم  هجري لمریز کال  د تلې د میاشتې په دولسمه نیټه، د ایران  د اسلامي جمهوریت بنسټګر حضرت امام خمیني (رح)  د  صدام  د بعث  رژيم  تر  دباؤ لاندې کویت او بیا پاریس ته هجرت وکړ. د کویت حکومت حضرت امام خمیني (رح)  ته  د اقامت او پاتې کیدو اجازه  ورنکړه  او  هغوئ د کویت له پولې ستون شول او د فرانسې پاریس  ښار  ته  لاړل. د  صدام  د بعث رژیم  او  د محمد رضا پهلوي  د خیالاتو په اپوټه  له  نجف  څخه  پاریس  ته  د  امام خمیني (رح) تګ  د بدلونونو په  بهیر کښې د چټکتیا د ډیرو برکتونو او بالاخره د اسلامي انقلاب د بریالیتوب سبب شو.

امام خمیني (رح) په فرانسه کښې د پاریس په پنځوس کیلومیټرۍ کښې د نوفل لوشاتو په نامه کلي کښې خپلې لیدتوګې او دریځونه بې له امنیتي محدودیته  د لیکونو او کیسټونو له لارې  د ایران خلکو ته رسولې او له  دې لارې  به  یې  د شاه  د رژيم پيیلتیا، فساد او ظلم په ډاګه کاوه. له عراق نه فرانسې  ته د امام خمیني له مهاجرته څلور میاشتې وروسته، د اسلامي انقلاب  دغه  ستر  مشر له  پینځلسو کالو جلاوطنۍ وروسته وطن ته ستون شو او  په  ایران کښې دوه نیم زره کلن شهنشاهي رژیم مات او اسلامي جمهوري  نظام  ټینګ  شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د څوارلس سوم  هجري قمري  کال  د محرم  د میاشتې په لومړۍ نیټه، د کابو درو سوو وسله والو کسانو په لاس  د مکې په سپيڅلي ښار  کښې د مسجد الحرام  په نیواک سره  د سعوي کورنۍ په  ضد د هغوئ پاڅون پیل شو . د دغه  پاڅون  مشري   چې د حج   له  دستورو  وروسته  ترسره شو، جهیمان  العتیبي په غاړه درلوده چې د سعودي عربستان ښاریز ؤ. د مسجدالحرام  پاڅون   دوه اونۍ اوږد شو  او بالاخره د عربستان  پوځيانو د فرانسې  د ځانګړي ځواک په  مرستې سره  له  درنو وسلو په استفادې سره  په دغه ستر او سپيڅلي جومات حمله  وکړه  او له دواړو لورو  د دوه سوه څلور څلویښتو کسانو له وژلې وروسته ، د خدائ  کور  د سعودي  مامورانو  ونیوه  او دغه پاڅون وځپل شو. کابو یوه نیمه میاشت وروسته،  شپږ دیرش نور بغاوت کونکي هم   د عربستان  د حکومت  لخوا پانسي شول .

««««««««««««

او له ننه شل کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم  هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دولسمه نیټه، مترجم، لیکوال  او د پوهنتون  استاد ډاکټر مرتضی اسعدي  وفات شو. دغه  پوه د ادبي او اسلامي متنونو د ترجمې په کار کښې ډیره تجربه درلوده او په  عربۍ او انګریزۍ دوو ژبو باندې  د بشپړ تسلط په  وجه  هغه  کتابونه  چې  هغه په  فارسۍ  ژباړلي دي، ډیر  روان  او  آسان دي. ډاکټر اسعدي  د خپل  برکتناک  عمر  په  اوږدو  کښې  ډیر کتابونه او  مقالې  ولیکلې چې  محققانو او څیړاندو ترې  ډیره  ګټه  پورته کړه.

د ډاکټر  اسعدي  له  آثارو څخه  (صلیبي جنګونه)،  (په لویدیځ کښې د اسلامي څیړنو پیل)  او  (اسلامي نړۍ) په  نامه  کتابونو او  د (مسلمان ځوان او نوې دنیا)،  (سیاسي فلسفه) او  (بیت المقدس) نومې دکتابونو ترجمې ته اشاره کولائ شو.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه