تاریخ پاڼه شماره ۱۹۹
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له دویمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له څلورمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په دویمه نیټه، د خدائ تعالی د ګرانقدره رسول حضرت محمد مصطفی(ص) خوږ لمسی حضرت امام حسین (ع) د خپلې کورنۍ او ملګرو سره یو ځائ د کربلا خاورې ته ورسید. هغه حضرت له دغې نیټې څو میاشتې مخکښې د معاویه د زوئ یزید په بې لیاقتۍ او ظالمانه حکومت باندې په اعتراض کښې د هغه له بیعته کولو انکار کړ او له مدینې منورې څخه مکې مکرمې ته لاړ او بیا د عراق کوفې ښار ته روان شو. د کوفې خلکو که څه هم وړومبی د حضرت امام حسین (ع) د پاڅون ملاتړ وکړ او هغوئ یې دغه ښار ته وروبلل خو د یزید له حکومته د ویرې او هم د کوفې د واکمن د دروغو ژمنو په وجه د خدای د ګران رسول(ص) د لمسي له ملاتړه لاس واخیسته. پس له دې چې د حر بن یزید ریاحي په قومندې د یزید سپایانو په کربلا کښې د حضرت امام حسین (ع) د تګ لاره ونیوله، د هغوئ قافله هملته ودریدله.
د ویلو ده چې حر د حضرت امام حسین (ع) د پاڅون په دوران کښې توبه وکړه او له هغوئ سره ملګری شو.
««««««««««««
اته سوه درې دیرش کاله پخوا، د شپږ سوه پینځم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دویمه نیټه، په شیخ ورام مشهور ستر شیعه فقیه ابوالحسین مسعود بن عیسی وفات شو. د مالک بن حَرَثِ اشتر نخعي له اولاد څخه ابوالحسین مسعود بن عیسی چې په شیخ ورّام بن ابي فِراس المالکي الاشتري مشهور ؤ، د امیرالمومنین حضرت امام علي (ع) یو ملګری ؤ. هغه د اسلام د ستر عالم سید بن طاووس او ابن ادریس حِلّي مورنۍ نیکه کیږي. امام فخر رازي د هغوئ له شاګردانو دی او د ورام په ټولګې مشهور په اخلاقو کښې د (مساله في المواسعه و المضایقه و تنبیهُ الخاطر و نرهة الناظر) کتاب هم د دغه ستر شیعه فقیه کتاب دی.
««««««««««««
اته اتیا کاله پخوا، د نولس سوه اته ویشتم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په څلورمه نیټه، د الګزینډر فلیمنګ په لاس پیني سیلین کشف شول. مشهور انګریز ډاکټر او کشفونکی سر الګزینډر فلیمنګ د اتلس سوه یو اتیایم میلادي کال د آګست په شپږمه نیټه، د سکاټلینډ په لویدیځ کښې په لاچفیلډ فارم نومي ښار کښې په یوه بزګره کورنۍ کښې نړۍ ته راغئ. هغه د لومړني نړیوال جنګ په دوران کښې د برطانیې د پوځ په طبي برخه کښې خدمت کاوه. فلیمنګ په هغه وخت کښې پوه شو چې زیات عسکر د زخم د عفونت او خرابیدو له امله مري او دې کار هغه ډير خواشینۍ او وویروه. بالاخره د نولس سوه اته ویشتم میلادي کال د اکتوبر په څلورمه نیټه، د جنګ له ختمیدو لس کاله وروسته، یوه اتفاقي پیښه او دقیقه څيړنه سبب شوه چې فلیمنګ د زخم د عفونت جوړونکو بیکټیریاؤ د ختمولو لپاره د پینسلین په کشفولو بریالئ شو چې د انساني بافتونو لپاره یې بدې پایلې نه درلودې. د طب په تاریخ کښې دا کشفونه بې سارې وه او ښودنه یې کوله چې نتایج به یې د طب په تاریخ کښې یو انقلاب رامینځته کړي.
پينسلین په هغه بڼه چې فلیمنګ کشف کړل، هیڅ کارنده والئ نه درلود، تر دې چې یوولس کاله وروسته په نولس سوه نهه دیرشم میلادي کال کښې د هاورډ فلوري او ارنسټ چین په نومونو د دوو مایکروب پوهانو او ژواک پوهانو په مرستې سره دا اینټي بائیوټک د عفونت ضده درملو په توګه وړاندې شول.
په دویم نړیوال جنګ کښې اینټي بائیوټیکو ډیر پراخ کارنده توب وموند او د میلیون هاؤ کسانو ژوند یې وژغوره. د پينسلین له کشفولو اوولس کاله وروسته، فلیمنګ ته په نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال کښې د نوبل طبي انعام ورکړئ شو او د هیواد د ترټولو غوره خدمت ګذار د لقب ویاړ یې ترلاسه کړ.
««««««««««««
یو پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د ایران د اسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني (رح) له ترکیې څخه عراق ته منتقل شو. د هیواد کړکیچن او د چاودیدو په حال کښې حالت چې د ایران د اسلامي غورځنګ د مشر د جلاوطنۍ د دوام په وجه ؤ، له یوې خوا او د خپل بندي ساتنې دوام ته د ترکیې د حکومت د ګروهنې نشتوالی له بلې خوا پهلوي رژيم دې ته اړ باسه چې د امام د جلاوطنی ځائ بدل کړي. په دې وجه د عراق له حکومت سره په یوه پټه مذاکره کښې د دې ژمنې په وړاندې چې د ایران حکومت به په عراق کښې د امام په برخلیک، آزادۍ او په دغه هیواد کښې د امام د اقامت په موده کښې هیڅ دخالت نه کوي، عراقیانو عراق ته د امام له انتقال سره موافقه وکړه. په ترکیه کښې د یوولسو میاشتو له پاتې کیدو وروسته، د دیارلس سوه څلور څلویښتم هجري لمریز کال د تلې په دیارلسمه نیټه عراق ته د امام تګ چې لومړی په نامعلومه توګه ترسره شو، ډیر تود، ولوله ناک او بې مخینې هرکلی په ځان پسې ولره. حضرت امام په کاظمین کښې له یوې لنډې دمې وروسته د امام هادي (ع) او امام عسکري (ع) د مرقد د زیارت لپاره سامرا ته روان شو او د سامرا د خلکو او علمیه حوزې له تود هرکلي سره مخامخ شو. په سبا د کربلا خلک په یو هیړ د امام هرکلي ته چمتو شول او امام یوه اونۍ وروسته د نجف د خلکو او علمیه حوزې په بې مخیني هرکلي سره دغه ښار ته لاړ.
د امام د جلاوطنی د ځائ له بدلولو نه د شاه د رژيم هدف دا ؤ چې د نجف د علمیه حوزې خاصو او دودیزو شرایطو ته په پام سره چې هر تازه ورغلی پکښې هضمیده، د امام آواز له دې لارې غلې کړي. خو حضرت امام خمیني د خپلو مبارزو په دوام سره د اسلامي غورځنګ مشري په یو بل شکل تعقیب کړه داشان چې د بغداد رژيم د هغوئ په خلاف د دباؤ رامینځته کولو او له دغه هیواده د امام د ایستلو د زمینې برابرولو ته مجبور شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د اسلامي انقلاب ارواښآد مشر حضرت امام خمیني (رح) له عراقه پاریس ته هجرت وکړ. امام خمیني د دې تاریخي هجرت فیصله هله وکړه چې د عراق تیر رژیم د شاه د رژیم په خلاف د امام د مبارزو د مخنیوي په لټه کښې شو. د عراق د هغه وخت حکومت چې د شاه له رژیم سره د خپلو اړیکو د ساتلو هڅه یې کوله، له امامه وغوښتل چې د شاه د رژیم په خلاف له هر ډول سیاسي او تبلیغاتي فعالیته ډډه وکړي. خو حضرت امام خمیني په ځواب کښې وفرمایل: دا هغه شرعي دنده ده چې زما په غاړه ده او زه هم خبرپاڼه لیکم او هم یې په موقع، پر منبر خبره کوم او هم کیسټونه ډکوم او ایران ته یې لیږم. دا زما شرعي دنده ده او تاسو هم چې هره دنده لرئ، ترسره یې کړئ.
بالاخره د عراق د بعث رژیم د دباؤنو له سختیدو او کویت ته د امام له تګ سره د دغه هیواد له مخالفت وروسته، حضرت امام خمیني(رح) په داسې یوه ورځ پاریس ته کډه شو.
««««««««««««
او له ننه څلور دیرش کاله پخوا، د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د اکتوبر په څلورمه نیټه، د عراق د بعثي رژیم پخوانی ولسمشر احمد حسن البکر مړ شو. د عراق د بعث رژیم ولسمشر جنرال احمد حسن البکر په نولس سوه څوارلسم میلادي کال کښې د عراق په تکریت ښار کښې وزیږید.
احمد حسن البکر د عبدالرحمان عارف د واکمنۍ په وخت کښې د ولسمشر مرستیال شو خو په نولس سوه اته شپیتم میلادي کال کښې یې د ولسمشر په خلاف کودتا وکړه او پخپله یې د عراق د چارو واګې ترلاسه کړې. د احمد حسن البکر کودتا چې د عراق د بعث ګوند لخوا برابره شوې وه، په عراق باندې د بعث ګوند د ظالم او خونړي حکومت پیلامه وه چې تر دوه زره دریم کاله پورې یعني کابو پینځه دیرش کاله یې د عراق د خلکو ژوند او مال او ناموس د خپلې ډیکټاټورۍ او د قدرت د جنګ قرباني کړ او میلیونونه کسان یې ووژل.
حسن البکر له دغې کودتا او د قدرت له ترلاسه کولو وروسته په عراق کښې سخته ساډوبي رامینځته کړه او هرډول مخالفت به یې سخت ځپه. د حسن البکر د واکمنۍ له پيله د هغه مرستیال صدام حسین په دغه هیواد کښې د قدرت واګې په لاس کښې لرلې او ځان یې د پوره قدرت د ترلاسه کولو لپاره چمتو کاوه. حسن البکر تر نولس سوه نهه اویایم کاله پورې د عراق ولسمشر پاتې شو او په دغه کال کښې د خپل مرستیال صدام د دباؤ په وجه له خپل مقامه څنګته شو. حسن البکر د نولس سوه نهه اویایم میلادي کال د جولایۍ په شپاړسمه نیټه د صدام د اختلاف په وجه له قدرته څنګته شو او د عراق د سیاست له ډګره ووته. احمد حسن البکر بالاخره د نولس سوه دوه اتیایم میلادي کال د اکتوبر په څلورمه نیټه، په اته شپیته کلنۍ کښې په ګوښه توب کښې مړ شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش