تاریخ پاڼه شماره ۲۰۰
نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له دریمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له پینځمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو څلور سوه یو دیرش کاله پخوا، د اووم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په دریمه نیټه، د اسلام ګران قدره پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) د نړۍ باچاهانو او امپراتورانو ته د لیکونو په لیږلو سره په رسمي ډول د اسلام نړیواله بلنه پيل کړه. د سولې له هغه تړون وروسته چې د رسول اکرم (ص) او د مکې د مشرکانو ترمینځ په حدیبیه کښې وتړل شو، حضرت محمد مصطفی(ص) له هغوئ نه په بې غمه کیدو سره فرصت او موقعه وموندله چې د هغې زمانې د نړۍ د سترو هیوادونو مشران اسلام ته راوبولي. مورخانو د نړۍ باچاهانو ته د رسول ا... (ص) لخوا د لیږل شویو لیکونو شمیر له ۱۲ نه تر ۲۶ پورې ذکر کړی دی. دا لیکونه د روم، ایران، حبشې، بحرین، یمن او د هغې زمانې د ځینو نورو سترو ټاټوبو باچاهانو او واکمنانو ته واستول شول او په هغو کښې هر یو د حضرت رسول اکرم(ص) بلنې ته په یو ډول غبرګون وښود.
د ویلو ده چې د پيغمبراکرم (ص) د بلنې او دعوت دا طریقه د دې بیانونکې ده چې اسلام، حق ته په بلنه کښې له منطق او دلیله ګټه اخیستې ده. له دغې بلنې څو کاله وروسته د اسلام مبین دین د پام وړ پراختیا وموندله.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دریمه نیټه، د عمر بن سعد لښکر کربلا ته ورسید. وروسته له دې چې حر بن یزید ریاحي حضرت امام حسین (ع) او د هغوئ ملګري د کربلا په دښته کښې کلابند کړل او د هغوئ د تګ مخه یې ونیوله، د یزید لخوا د کوفې ټاکلي والي عبیدا... بن زیاد د یزید د لښکریانو مشري عمر بن سعد ته وسپارله. عمر بن سعد د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په دریمه نیټه سره له څلورو زرو جنګي ځواکونو کربلا ته ورسید او د هغوئ قومنداني یې په غاړه واخیستله. عمر بن سعد د کربلا له پيښې مخکښې له عبیدا... څخه د (ری) د حکومت څوکۍ اخیستې وه خو له یزید سره د حضرت امام حسین (ع) په مخالفت او له بیعته یې په ډډه کولو او د کوفې په لور د هغه حضرت په روانیدو سره، عبیدا... د ری سیمې حکومت د حضرت امام حسین (ع) د قضیې له ختمولو سره شرطمن کړ. عمر بن سعد د ری ولایت د پراخې سیمې د حکومت د ترلاسه کولو په موخه چې هیڅکله ورته ونه رسید، د یزید د لښکریانو قومنداني ومنله او تر ټولو ستر غیر انساني جنایت یې ترسره کړ. له کومې ورځې چې عمر بن سعد د کربلا خاورې ته ورسید، د عبیدا... بن زیاد لخوا به ورته پرله پسې لښکریان او ځواکونه استول کیدل او د یو روایت له مخې د محرم د میاشتې تر شپږمې نیټې پورې له شلو زرو زیات سپایان د عمر سعد په لښکر کښې راغونډ شول.
««««««««««««
شپږ سوه نهه کاله پخوا، د اته سوه نهه ویشتم هجري قمري کال د محرم الحرام په دریمه نیټه، مسلمان ادیب، کاتب او شاعر ابن خلوف وزیږید. هغه په ماشومتوب کښې مکې او بیا بیت المقدس ته لاړ او په ځوانۍ کښې قاهرې ته لاړ. له دغو سفرونو د هغه هدف د علم او پوهې زده کول وو داشان چې ابن خلوف په شپږویشت کلنۍ کښې د قاهرې په علمي ټولنو کښې یو وتلی پوه ګڼل کیده.
ابن خلوف به شعرونه هم ویل او پخپلو شعرونو کښې یې د پيغمبر اکرم (ص) ډیره مدحه ویله او په دې لړ کښې د هغه ښکلې قصیدې د هغه د شعرونو په دیوان کښې لیدل کیږي.
د ویلو ده چې د دغه عرب شاعر او ادیب زیاتره آثار او شعرونه په بیروت او دمشق کښې خپاره شوي دي.
««««««««««««
شپږ دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په څوارلسمه نیټه، په اردن کښې عقبه بندر د ایران په خلاف د جنګ د تدارکاتو د ترسره کولو لپاره عراق ته وسپارل شو. د ایران په خلاف د عراق د تپلي جنګ په پیلیدو سره د اردن د هغه وخت باچا شاه حسین عراق ته په یو څلورویشت ساعتیز سفر کښې له صدام څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. هغه په دغه سفر کښې وویل: عرب هیوادونه یو دي او یو برخلیک لري او په دې وجه پکار دي د عراق په ملاتړ کښې سره یو شي. له دغه سفر وروسته، د اردن وزیراعظم هم حکم ورکړ چې د دغه هیواد ټول ټرانسپورټي وسایل عراق ته د پوځي او غیرپوځي شیانو او خوړو د وړلو لپاره چمتو شي.
د دیارلس سوه نهه پنځوسم هجري لمریز کال د وږي د میاشتې په یو دیرشمه نیټه ، د ایران په خلاف د عراق د جنګ په رسمي پیلیدا او په اروند رود سیمه کښې په ناامنۍ سره د اردن حکومت په سره سمندر کښې خپل عقبه نومې بندر د عراق په واک کښې ورکړ څو بهرني پوځي مرستې له دغه بندر څخه عراق ته منتقلې شي. له بلې خوا د جنګ له پیلیدو سره په یو وخت شاه حسین په یو حکم کښې د عراق په پوله کښې د خپل هیواد د څلویښتو زرو پوځیانو د دیره کیدو امر وکړ څو د ضرورت په وخت د عراق مرستې ته ورشي.
««««««««««««
او له ننه پینځه کاله پخوا، د دوه زره یوولسم میلادي کال د اکتوبر په پینځمه نیټه، د ایپل بنسټګر سټیون پاول جابز مړ شو. جابز د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال د فرورۍ په څلورویشتمه نیټه وزیږید. هغه د ایپل نومي د کمپیوټري شرکت کار کسب پنځونکی، نوښتګر، بنسټګر او لوړ اجرايي مدیر ؤ او د کمپیوټر په صنعت کښې یو مخکښ شخصیت ؤ. هغه په نولس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د سټیو وزنیاک په مرستې سره ایپل شرکت جوړ کړ. خو په نولس سوه پینځه اتیایم میلادي کال کښې له شرکته څنګته شو او نکسټ شرکت یې جوړ کړ. هغه همداشان د پیکسار د انیمیشن سټوډیو مرستیال مشر او عمومي مدیر او د والټ ډیزني د مدیریه پلاوي غړی هم پاتې شوی دی. پیکسار شرکت د سینمايي محصولاتو د تولید په زمینه کښې یو مخکښ شرکت دی چې له کمپیوټري انیمیشنه استفاده کوي. د پیکسار او والټ ډیزني له یوځائ کیدو وروسته، سټیو په نولس سوه پینځه نوېم میلادي کال کښې د لوبو د شیانو کیسه نومې انیمیشن د جوړولو مسئولیت په غاړه اخلي. په نولس سوه شپږ نوېم میلادي کال کښې ایپل شرکت د نیکسټ شرکت په څلور سوه نهه ویشت میلیون ډالرو واخیست. په دغه سودا کښې سټیو جابز یو ځل بیا ایپل شرکت ته ستون شو او له نولس سوه اووه نوېم نه تر دوه زره یوولسم میلادي کاله پورې په دغه شرکت کښې د عمومي مدیر په توګه په کار بوخت ؤ. جابز د دغه شرکت د اصلي ژغورونکي په توګه مشهور شوی دی. په تیره بیا د آی پیډ آیډیا نتیجې ته په رسیدا پسې چې هغه پرې پخپله ټینګار او ورسره مینه درلوده، ډیر مشهور شو. جابز د دوه زره یوولسم میلادي کال د اګست په څلورویشتمه نیټه، د ایپل شرکت له عمومي مدیریته استعفا ورکړه او ایپل د دوه زره یوولسم میلادي کال د اکتوبر په پینځمه، د سټیو جابز د مړینې خبر اعلان کړ. هغه په شپږ پنځوس کلنۍ کښې د معدې د کینسر له کبله مړ شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش