تاریخ پاڼه شماره ۲۰۱
نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له څلورمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له شپږمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه، د کوفې ظالم واکمن عبیدا... بن زیاد د کوفې په جومات کښې وینا وکړه. عبیدا... په دغه وینا کښې خلک د کربلا په دښته کښې د پيغمبراکرم (ص) د خوږ لمسي حضرت امام حسین (ع) د مرستې په بڼه کښې په وژلو او اعدامولو وګواښل. ابن زیاد د حضرت امام حسین (ع) د وینې د روا والي په هکله د قاضي شُریح فتوا ولوستله او حکم یې ورکړ چې کوفې ته د ننوتو او وتلو ټولې لارې بندې کړائ شي. بیا له منبره کوز شو او د کوفې د خلکو لپاره یې وظیفې او تنخواګانې وټاکلې او حکم یې ورکړ چې په ټول ښار کښې ډنډوره وکړي چې خلک د اسلام د پيغمبر له لمسي سره د جنګ لپاره د کربلا په لور تګ ته چمتو شي.
««««««««««««
نهه سوه درې پنځوس کاله پخوا، د څلور سوه پینځه اتیایم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه، په ابن ناقیا مشهور د بغداد وتلی شاعر، کاتب او ادیب ابوالقاسم محمد بغدادي وفات شو. هغه د خپلې روانې طبعې په وجه ډیر تکړه شاعر شو او د نظر خاوندانو د هغه شعرونه په ښکلا او ښایست ستایلي دي او د (مقامات) په نامه ستر دیوان یې د هغه د شعرونو دیوان ګڼلی دی. ابن ناقیا په دغه دیوان کښې ټولنیز مفاسد د حکایت او طنز په چوکاټ کښې بیان کړي دي. د دغه مسلمان پوه د یو بل اثر نوم (الجمان في تشبیهات القرآن) دی چې د قرآن کریم یو ارزښتناک تفسیر دی. په دغه کتاب کښې د قرآن کریم د دوه سوه شپږ ویشتو آیتونو تشریح شوی دی. لیکوال د دغه کتاب په ټولو څپرکیو کښې په نورو ورته تشبیهاتو باندې د قرآني تشبیهاتو د برترۍ د ثابتولو په لټه کښې دی او په دې لړ کښې د قرآن معجزه بیانوي.
««««««««««««
یو سلو څلور اویا کاله پخوا، د دولس سوه څلور شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په څلورمه نیټه، په ابن ادریس مشهور د مراکش مسلمان وزیر، کاتب او شاعر ابو عبدا... محمد عمراوي فاسي وفات شو.
هغه خپلې زده کړې د قرآن کریم په حفظولو سره پیل کړې او بیا یې د نحوې او ادب زده کړې ته مخه کړه. ابن ادریس د مکتب دارۍ شغل خپل کړ او د کتابونو نسخو لیکلو ته یې ملا وتړله او څه موده هم د خپلې زمانې د مشهورو مورخانو په خدمت کښې د هغوئ د کتابونو د لیکلو په کار لګیا ؤ. هغه د دغو فعالیتونو په دوران کښې خپل تاریخي معلومات زیات کړل او ورو ورو یو مشهور کاتب شو.
ابن ادریس د الجزایر په خاوره د فرانسویانو د تیري په مناسبت په یو سلو یوولسو بیتونو کښې یوه قصیده ویلې او پکښې یې مسلمانان جهاد ته بللي دي. څه موده وروسته د هغه د مخالفانو د دسیسې په وجه د مراکش باچا هغه د بلواو اصلي محرک وباله او زنداني او شکنجه یې کړ. ابن ادریس له زندانه له خلاصیدو وروسته ګوښه توب ته مخه کړه او شعر ویل یې پيل کړل. هغه په في البدیه شعر ویلو کښې مشهور شو او زیاتره شعرونه یې د رسول ا... (ص) په مدحه او د طبیعت په وصف کښې ویلي دي.
««««««««««««
یو سلو نهه کاله پخوا، د دولس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د ایران د اساسي قانون ترمیم د محمد علي شاه قاجار په لاس لاسلیک شو. د ایران د مشروطیت د غورځنګ په اوج اخیستو او د خلکو او عالمانو په هراړخیزو مبارزو سره مظفرالدین شاه قاجار مجبور شو چې د خلکو له غوښتنې سره موافقه وکړي او د دولس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په څوارلسمه نیټه د مشروطه فرمان د صادرولو په ترڅ کښې د ملي شورا د جوړولو حکم صادر کړي. له هغه وروسته د نظامنامې په نوم سره په یو پنځوسو اصولو مشتمل د اساسي قانون متن برابر شو او د دولس سوه پینځه اتیایم هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې په اتمه نیټه، د مظفرالدین شاه قاجار لخوا لاسلیک شو. د مظفرالدین شاه له مړینې وروسته، د محمد علي میرزا د سلطنت په همهغه پیل کښې او هغو عیبونو ته په پام سره چې د اساسي قانون په متن کښې وو، په ملي شورا کښې د اساسي قانون د ترمیم د برابرولو په موخه یو کمیشن جوړ شو.
دغه کمیشن چې پینځه غړي یې درلودل، د اساسي قانون د ترمیم په توګه د موادو د برابرولو په ترڅ کښې د آیت ا... شیخ فضل ا... نوري په هلوځلو سره د اساسي قانون په ترمیم کښې یوه ماده زیاته کړه چې له مخې یې په پارلمان کښې د اسلام ضدو قوانینو د تصوییدو د مخنیوي لپاره د هر پړاؤ د لومړنی درجې په پینځو عالمانو باندې څارنه کیدله. د کار له ختمیدو وروسته په یو سلو اووم اصل کښې د اساسي قانون ترمیم د لاسلیک لپاره باچا ته وړاندې شو. محمد علي شاه لومړی د دغه قانون په لاسلیکولو کښې وخت ضایع کاوه خو د خلکو او عالمانو په دباؤ سره بالاخره مجبور شو چې د دولس سوه شپږ اتیایم هجري لمریز کال د تلې په پینځلسمه چې د دیارلس سوه پینځه ویشتم هجري قمري کال د شعبان له نهه ویشتمې نیټې سره برابره وه، هغه لاسلیک کړي.
««««««««««««
درې څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د اکتوبر په شپږمه نیټه، د عربانو او صهیونیسټي رژیم تر مینځ څلورم جنګ پیل شو. په دغه ورځ د مصر پوځ په یولړ ناڅاپي عملیاتو کښې د سویز کانال هغې غاړې ته د قدس د نیواکګر رژیم په ځواکونو حمله وکړه او د بارلو د سختې دفاعي کرښې له ماتولو وروسته سینا صحرا ته ورسیدل. د مصر او سوریې پوځي ځواکونو په دې جنګ کښې د اسرائیلو پوځ ته درنه مرګ ژوبله واړوله او همداشان یې د صهیونیسټ رژیم ډیرې الوتکې نسکورې کړې. خو له صهیونیسټي رژیم سره د امریکې په چټکې او سمدستي مرستې سره د دغه رژیم پوځ لا پرمختللې وسلې ترلاسه کړې او داشان د عربانو ترلاسه کړې ځینې بریاوې خرابې شوې. بالاخره د امریکې او شوروي په دخالت سره جنګ بند شو او د اختلافاتو هواری ملګرو ملتو ته وسپارل شو.
««««««««««««
پینځه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه یو اتیایم میلادي کال د اکتوبر په شپږمه نیټه، د مصر د هغه وخت ولسمشر محمد انور سادات د (الجهاد) اسلامي ډلې د یوشمیر افسرانو لخوا ووژل شو.
سادات په دې وجه انقلابي اعدام شو چې په نولس سوه اته اویایم میلادي کال کښې له صهیونیسټي رژيم سره د کیمپ ډيویډ د شرمناک تړون په لاسلیکولو او د دغه غاصب او ناجایز رژیم د موجودیت په پیژندنې سره یې د عربانو او مسلمانانو ارمان ته شا کړه او په اسلامي هیوادونو کښې د مصر د یوازې کیدو سبب شو. په همدې وجه د مصر مسلمانو او مبارزو ډلو چې د فلسطین له نیواکګرو سره جوړجاړی یې خیانت ګڼه، سادات وواژه. د دې کار اصلي عامل د خالد اسلامبولي په نامه د مصر د پوځ یو افسر ؤ چې د سادات مخې ته د پوځي پریډ په وخت یې هغه په نښه کړ. د انور سادات له وژلې وروسته په دغې وژله کښې د مشارکت او د مصر له حکومت سره د مخالفت په جرم له دریو زرو زیات کسان ونیول شول او خالد اسلامبولي او د هغه څو همرزمه افسران په پوځي محکمه کښې په اعدام محکوم شول او شهیدان شول.
««««««««««««
او له ننه درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په پینځلسمه نیټه، ستر فقیه آيت ا... حسین محمد لائیني وفات شو. آیت ا... حسین محمدي لائیني په دیارلس سوه دریم هجري لمریز کال کښې د بهشهر د شا او خوا په یو کلي کښې وزیږید. پلار یې په ماشومتوب کښې وفات شو او د هغه د لویولو مسئولیت یې د مور په غاړه شو.
هغوئ له لومړیو زده کړو وروسته نجف اشرف ته ولاړ او دولس کاله یې د آیات عظام سید محمود شاهرودي او میرزا هاشم آملي او ځینو نورو عالمانو د درس له محضره یې ګټه پورته کړه. هغوئ د نجف له مراجعو څخه د اجتهاد د ډیرو اجازو له ترلاسه کولو وروسته خپل زیږنځائ ته ستون شو او تدریس او ښوونه یې پیل کړه. آیت ا... نائیني همداشان د پهلوي د ظالم رژیم په خلاف د ایران د خلکو په مبارزو کښې ګډون درلود او د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د یو شمالي ولایت مازندران د خلکو لخوا د خبرګانو د جرګې د لومړني او دویم پړاؤ غړی شو.
آیت ا... محمدي لائیني بالاخره د دیارلس سوه دوه اویایم هجري لمریز کال د تلې په پینځلسمه یعني د څوارلس سوه څوارلسم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په یویشتمه نیټه په اویا کلنۍ کښې وفات شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش