تاریخ پاڼه شماره ۲۰۲
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې شپاړسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له پینځمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر د میاشتې له اوومې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا، د یو شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په پینځمه نیټه، عبدا... بن زیاد وروسته له دې چې له حضرت امام حسین (ع) سره یې د جګړې لپاره د کربلا پر لور نور زر کسان واستول، د زحر بن قیص په نامه یو بل کس ته یې له پینځه سوو سپرو سره دنده ورکړه چې د کوفې صداه پر پل ودريږي او د هغو کسانو مخه دې ونیسي چې له کوفې څخه د حضرت امام حسین (ع) د ملګرتیا په نیت وځي.
د عامر بن ابي سلامه په نامه کس چې له حضرت امام حسین (ع) سره د پیوستون لپاره روان ؤ، په زحر بن قیس او د هغه پر عسکرو یې برید وکړ او د عسکرو له مینځه تير شو او چا جرائت ونکړ چې په هغه پسې ورشي.
عامر ځان کربلا ته ورساوه او له حضرت امام حسین (ع) سره یو ځائ شو تر دې چې شهید کړائ شو. هغه د حضرت امیرالمؤمنین، علي بن ابیطالب (ع) صحابي ؤ او له هغه حضرت سره یې په ډيرو جګړو کښې برخه اخیستې وه.
««««««««««««
یو سلو اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه لسم هجري قمري کال د محرم په پینځمه نيټه، په فاضل مراغه اي مشهور د آذربایجان یو تکړه عالم ملا احمد د ایران په شمال لویدیځ کښې وفات شو.
مراغه اي د نجف په علمیه حوزه کښې د زده کړو له کالو او د شیخ مرتضی انصاري په شان د مشهورو استادانو څخه له علمي ګټې اخیستنې وروسته په فقې، د فقې په اصولو او نورو دیني علومو کښې ماهر شو.
هغه ایران ته له راستنيدا وروسته تدریس ته مخه کړه او پياوړي شاګردان یې وروزل.
فاضل مراغه اي همداراز په مختلفو دیني برخو کښې ډېر کتابونه لیکلي دي.
دغه قدرمن عالم د قرآن د ځینو برخو تفسیر او همداراز پر پخوانیو اسلامي متونو لمن لیکونه هم لیکلي دي.
««««««««««««
اته اتیا کاله وړاندې، د دیارلس سوه اووم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپاړسمه نيټه، د رضا خان پهلوي له دیکتاتورۍ سره د ایران د یوه پياوړي عالم آیت ا... سید حسن مدرس له پرله پسې مخالفتونو وروسته، د رضا خان پهلوي په امر یوشمير پوځيانو د مدرس پر کور تيری وکړ او هغه یې سخت وواهه او ټپي یې کړ او ورپسې یې له تهرانه بهر کړ.
هغوئ همداراز د مدرس د کورنۍ غړي او دوستان هم ونیول.
بالاخره مدرس څه وخت وروسته د ایران شمال ختیځ ښار، کاشمر ته جلا وطن کړائ شو او په دیارلس سوه شپاړسم هجري لمریز کال کښې په هماغه ښار کښې د رضا خان د عواملو لخوا مسموم او شهید کړائ شو.
««««««««««««
پینځه څلويښت کاله وړاندې، د دیارلس سوه پنځوسم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپاړسمه نيټه، مشهور مسلمان محقق، مؤلف او واعظ سلطان الواعظین شیرازي په پینځه اویا کلنۍ کښې وفات شو.
د اشرف الواعظین حاج علي اکبر زوئ سید محمد شیرازي په کابو دولس سوه پینځه اویایم هجري لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او لومړنی زده کړې یې په تهران کښې ترلاسه کړې.
هغه په دولس کلنۍ کښې له خپل پلار سره عراق ته ولاړ او دوه کاله یې په کربلا کښې مینځنۍ زده کړې ترلاسه کړې.
ورپسې له خپل پلار سره یوځائ کرمانشاه ته ولاړ او د شریعت تبلیغ ته یې مخه کړه. سید محمد ورپسې د خپل علم او کمال د بشپړولو لپاره عراق، سوریې، فلسطین، اردن، مصر او هندوستان هيوادونو ته سفرونه وکړل او د یهودانو، مسیحیانو، برهمنیانو، اهل سنت مسلمانانو او نورو ډيرو ډلو سره یې دیني او مذهبي مناظرې وکړې.
په پيښور ښار کښې د اهل سنت له دوو سترو عالمانو سره د سلطان الواعظین شیرازي مناظره چې د هند د مشر ګاندي په شتون کښې د لسو شپو او هره شپه له اتو ساعتونو ډير وخت لپاره وه، ډيره مشهوره ده.
د هغه د مناظرې بهیر د هند د هغه وخت په ټولو جریدو کښې او د دغه مناظرې مطالب د شبهای پیشاور نومي کتاب کښې چاپ شوې چې له زرو ډیرې صفحې لري.
سربيره پر دې له هغه څخه ډير ارزښتمن اثار په یادګار پاتې دي چې (صد مقاله سلطاني در رد بر یهود و نصارا) او همداراز په دوو ټوکو کښې (ګروه رستګاران یا فرقه ناجیه) د نوموړي له آثارو څخه دي.
««««««««««««
نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شپاړسمه نيټه، د عراق بعثي رژيم پر سومار ښار کیمیاوي برید وکړ. د دغه برید په بهیر کښې ډیر ولسي ایرانیان شهیدان شول.
د صدام د بعث رژيم د اته کلنې تپل شوې جګړې په بهیر کښې په دوامداره توګه له کیمیاوي وسلو څخه استفاده وکړه. په دغو بریدونو کښې کابو یو لک پوځي او غیر پوځي ایرانیان شهیدان او یا ټپيان شول.
د دغې پیښې ټپیان د درې لسیزو له تیرېدو وروسته هم هماغه راز د کیمیاوي وسلو د اغیزو له امله سخت ژوند تيروي.
د ایران اسلامي جمهوریت د کیمیاوي وسلو یو ستر قرباني دی.
د پام وړ ټکئ دا دی چې د کیمیاوي وسلو په شمول د ډل وژونکو وسلو د کنټرول ادعا کونکي لویدیځي دولتونه کیمیاوي وسلو ته د صدام د جنایتکاره رژيم په لاس رسۍ کښې ستر مرستندویان پاتې شوي دي.
««««««««««««
او له ننه پینځلس کاله پخوا، د دوه زره لومړي میلادي کال د اکتوبر په اوومه نیټه، امریکې د افغانستان پر خاوره خپل تیری پیل کړ. دا حمله د القاعدې ډلې د ختمولو په پلمه وشوه چې د واشنګټن لخوا په امریکا کښې د دوه زره لومړي کال د ستمبر د یوولسمې نیټې په پیښه کښې په لاس لرلو تورنه شوې ده. د امریکې جنګي او بم غورځونکو الوتکو په څو اونیو کښې د طالبانو د ډلې په سنګرونو حمله وکړه چې په هغه وخت کښې یې د افغانستان ستره برخه په واک کښې درلوده او د اسامه بن لادن په مشرۍ د القاعده نیټ ورک ملاتړ یې کاوه. د امریکې درنې هوايي حملې د زرهاو افغاني ملکیانو د مرګ ژوبلې او د ډیرو د کډه په سر کیدو سبب شوې. که څه هم امریکې د افغانستان د شمالي ائتلاف د ځواکونو په مرستې سره د طالبانو حکومت وپرزاوه خو ونه توانیده، د طالبانو د ډلې مشر ملاعمر او د القاعدې ډلې ډیر غړي ونیسي. په دې وجه وینو چې د څوارلسو کالو له تیریدو وروسته او حتی په روان میلادي کال کښې د ملا عمر له مړینې وروسته طالبان لا هم په افغانستان کښې شتون لري.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش