Oct 09, 2016 16:47 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۰۳

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اوولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له شپږمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له اتمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۱۳۷۷ کاله وړاندې،  د   ۶۱  هجري قمري کال  د محرم  په  شپږمه  نيټه،  د اسلام د پيغمبر یو صحابي او د امام حسین علیه السلام وفادار یار، حبیب بن مظاهر، بني اسد طایفې ته بلنه ورکړه چې له امام حسین علیه السلام سره مرسته وکړي.

په دې ورځ حبیب بن مظاهر هغه حضرت ته عرض وکړ چې یا بن رسول الله په دې نږدې کې د بني اسد طایفه اوسېږي چې که اجازه راکړې زه هغوی ته ورځم او هغوی  د تا  لور ته  رابولم.

ښايي خدای ج  په کربلا کې د بني اسد په شتون سره  له تاسوو څخه ددې ډلې شر دفع کړي.

امام اجازه ورکړه او حبیب بن مظاهر د شپې د باندې ووت او دې طایفې ته ورغی او هغوی ته یې بلنه ورکړه چې له امام حسین ع سره مرسته وکړي او ویې ویل، دا چې تاسوو زما قوم او قبیله یئ، تاسوو د خیر دې لارې ته را بولم، نن زما په فرمان ولاړ شی او د هغه حضرت مرستې ته ور ودانګئ تر څو ددنیا او آخرت شرف ستاسوو په برخه شي.

په دې وخت کې د یادې قبیلې نارینه چې شمېر یې ۹۰ تنو ته رسېدو راپورته شول او د امام حسین ع مرستې ته روان شول.

په دې وخت کې یو کس عمربن سعد ته ورغی او هغه یې له دې خبرې خبر کړ او هغه د ارزق په نامه یوکس له څلور سوه سپرو کسانو سره ددې ډلې لوري ته واستاوه او د شپې په زړه کې د ابن سعد سپاره کسانو د فرات سیند پرغاړه هغوی ته کمین ونیو او په داسې حال کې چې له امام سره یې ډېره فاصله نه لرله.

د بني اسد قبیله دابن سعد له سپرو کسانو سره ونښتل، حبیب بن مظاهر په ارزق غږ وکړ چې افسوس دې پرتا وي، پرېږده چې نور دغه پړه پر غاړه واخلي.

کله چې د بني سعد قبیله پوه شوه له دې ډلې سره د مقاومت توان نلري، د شپې په تیاره کې تیت پرک شول او خپلې قبیلې ته بیرته وګرځېدل او د شپې یې له خپل ځایه وکوچېدل چې هسې نه عمر بن سعد د شپې پر دوی برید وکړ، حبیب بن مظاهر د امام خدمت ته ورغی او کیسه یې ورته وکړه: امام حسین (ع)وفرمایل : لاحول ولاقوه الا بالله.

««««««««««««

۱۳۷۷ کاله  وړاندې، د  ۶۱  هجري قمري کال  د محرم  الحرام  په شپږمه نيټه، امام حسین علیه السلام په همداسې ورځ  خپل ورور محمد بن حنفیه او په مدینه کې یوشمېر شیعیانو ته یو لنډ او په عین حال کې مهم لیک ولیک.

د لیک مضمون په دې ډول دی. ((بسم الله الرحمن الرحیم: فان من لحق بي استشعد ومن لم یلحق لم یدرک الفتح)) . هرڅوک چې زما سره یوځای شي، شهید کېږي او هرڅوک چې سرغړونه وکړي، نه بریالي کېږي.

دغه لیک څو پيغامونه لري.

ددې لیک لومړی پیغام د یزید له ظالم حکومت سره په مبارزه کې پر خپل او د خپلو اصحابو پر شهادت د حضرت امام حسین علیه السلام د علم ښودنه کوي.

دویم دا چې ټولو ته یې د کار انجام روښانه کړ چې ټول وژل کېږي او هرڅوک چې د بلې موخې لپاره راغلي، له همدې ځایه دې وګرځي.

امام په مختلفو پړاونو کې له خپلو اصحابو څخه بیعت واخیست چې که هرڅوک غواړي لاړ دې شي.

درېم پيغام، خپل ورور، محمد بن حنفیه ته د امامپه لیک کې دا ټکی نغښتی چې د حسین(ع) له شهادت وروسته د چا لپاره د فتح او بریالیتوب هیله نلري، ځکه وینو چې د کربلا له پېښې وروسته ډېر حرکتونه ترسره شول، خو بشپړ بریالیتوب یې ترلاسه نکړ.

««««««««««««

۱۰۳۲ کاله پخوا، د ۴۰۶ هجري قمري کال  د محرم په  شپږمه نيټه، مشهور مسلمان عالم، پوه او ستر شاعر، سید محمد حسین موسوي بغدادي چې په سید رضی مشهور و، په ۴۷ کلنۍ کې وفات شو.

هغه له ماشومتوب څخه له خپل مشر ورور، سید مرتضی سره یوځای، دود علوم زده کړل او د شیخ مفید په شان د خپل وخت له پياوړو عالمانو څخه یې فقه، احکام او د عربې ګردود یې زده کړ.

سید رضی له زلميتوب څخه د شعر ویل پیل کړل او په دې برخه کې یې داسې پرمختګ وکړ چې د عربي شاعرانو سرخیل وبلل شو.

هغه د ځوانۍ په کالو کې د خپل وخت علوم په ښه توګه زده کړل او د خپل علم تدریس، تالیف او تصنیف يې پيل کړ.

سید رضی ژمن عالم و او د خپلې ځوانۍ ډېر وخت یې د خلکو خدمت ته بیل کړ او بالاخره ټولنیز فعالیتونه یې د سرښندنې بېلګه و.

د سید رضی نورې پياوړې ځانګړنې، په ژوندانه کې د هغه قناعت او آزاد خیالي وه.

سربېره پردې، سید رضی دا ویاړ درلود چې په نني سبک یې لومړنی پوهنتون جوړ کړ. له دې ستر مسلمان عالم څخه، د قرآن کریم په تفسیر، فقه، تاریخ، عربي ادبیاتو او د اسلام د مخ کشانو تاریخ کې له شلو ډېر کتابونه پاتې دي چې، حقایق التنزیل او مجازات القرآن کتابونو ته یې اشاره کولای شوو.

خو شک نشته چ-ې د سید رضی ترټولو مهم او ارزښتمن اثر، نهج البلاغه کتاب راټولېول او تالیف دی.

په دې کتاب کې، د حضرت علي (ع) لنډې جملې، لیکونه، وصیتونه، دعاګانې او خطبې شاملې دي.

نهج البلاغه تر اوسه پورې له قرآن کریم وروسته په مسلمانانو کې  د اسلامي معارف د یوې بډایه او قیمتي سرچینې په توګه موقعیت لري.

««««««««««««

۵۲ کاله  وړاندې، د ۱۳۴۳ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اوولسمه نيټه، اوسمهاله ایرانی لیکوال، محقق او ژباړن، استاد محمد ابراهیم آیتي وفات شو.

ډاکټر محمد ابراهیم آیتي بیرجندي په ۱۲۹۳ کال کې د ایران د خراسان ولایت د بیرجند په ګازار کې وزږید.

هغه له ماشومتوبه د علم زده کړې ته مخه کړه او په مشهد کې یې د ادیب نیشابوري، شیخ هاشم قزویني او شیخ مجتبی قزویني څخه ګټه پورته کړه او د ۱۳۲۰مې لسیزې په اوږدو کې په بیرجند کې پر وعظ او تدریس لګیا شو. ډاکټر آیتي ورپسې تهران ته ولاړ او د تهران پوهنتون د معقول او منقول پوهنځي د اسلامي فلسفې په ځانګه کې د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړه.

له هغه وروسته، په همدې پوهنځي کې یې تدریس ته مخه کړه او کلونه کلونه په دې کار لګیا و.

هغه د خپل وخت یو باخبره روحاني او د حضرات آیات سید محمود طالقاني او استاد شهید مرتضی مطهري له همفکرانو څخه و او د ګفتار ماه خپرونې په خپرېدو کې یې اغیزمن رول ولوباوه.

له دې پیاوړي محقق څخه ډېر آثار پاتې دي چې د سرمایه سخن، ګفتار عاشورا، تاریخ پیامبر اسلام، تصحیح تفسیر شریف لاهیجي، ترجمه افکار جاوید محمدص و آیینه اسلام آثارو ته یې اشاره کولای شوو.

ډاکټر محمد ابراهیم آیتي بالاخره د ۱۳۴۳ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه،په پنځوس کلنۍ کې د موټر په پېښه کې وفات شو.

««««««««««««

۲۸ کاله وړاندې د ۱۳۶۷ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه، مشهور ایرانی عارف او حکیم محمد رضا صهبای قمشه ای وفات شو.

حکیم محمد رضا قمشه اي اصفهاني په صهبا متخلص په کابو ۱۲۰۲ لمریز کال کې د اصفهان په قمشه کې وزږید او د حاج ملا محمد جعفر لاهیجي، میرزا حسن نوري، آقا سید رضی لاهیجي په شان لویانو له محضر څخه د عرفان، فلسفې او حکمت لوړو درجو ته ورسید.

  حکیم قمشه اي، وروسته له هغې په اصفهان کې د عرفاني کتابونو تدریس ته مخه کړه او د عمر په وروستیو کې په تهران کې د صدر په مدرسه کې پر تدریس مشغول و.

هغه د شرح فصوص الحکم، شرح اشارات او اسفار ملا صدراپه تدریس کې د هغه وخت وتلی شخصیت و او فاضل شاګردان یې و روزل چې د میرزا ابوالفضل کلانتري، میرزا جهانګیر خان قشقايي، میرزا عبدالله ریاضي، شیخ محمد بروجردي، میرشهاب الدین تبریزي او میرزا علي محمد اصفهاني په شان حکیمان یې وروزل.

دغه مشهور حکیم چې د مشهور فیلسوف، ملا هادي سبزواري هممهاله و، بالاخره د ۱۲۶۷ لمریز کال د تلې په ۱۷مه نېټه چې د ۱۳۰۶ سپوږمیز کال د صفرې له لومړۍ نېټې سره برابره ده کابو په ۶۵ کلنۍ کې په تهران کې وفات شو او له تهران سره نږدې، د رې ښار په ابن بابویه هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

الاسفار الاربعه و تحقیقها، حاشیه اسفار ملاصدرا او  پر شرح تمهید القواعد لمن لیک د هغه له آثارو څخه دي.

 

ټیګونه