Oct 09, 2016 16:53 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۰۴

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اوومې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له نهمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه اووه اویا کاله پخوا،  د  یو شپیتم هجري قمري کال  د  محرم الحرام  د میاشتې  په  اوومه  نیټه، عمر ابن  سعد  د حضرت  امام حسین (ع)   د کاروان  لپاره  د فرات سین  له اوبو څخه  د استفادې   د ممنوعیت  حکم  صادر کړ.  له دې وروسته چې  عبیدا... ابن زیاد  له  ابا عبدا... الحسین (ع)  سره  د جنګ  لپاره   ډير  زیات  لښکر  کربلا ته  واستوه   او هغه بزرګوار یې سره د کاروان  په بشپړ ډول کلابند کړ ،  په کربلا  کې يې د  خپل لښکر  قوماندان عمر بن سعد ته  یو لیک  ولیږ او  هغه ته يې حکم  ورکړ چې د دغه  لیک په رسیدا سره  له حسینه  د یزید لپاره  بیعت  واخلي  او که  دغه  وړاندیز  ومني ، نو بیا به ورپسې فیصله وکړي. په بل لیک کښې  يې  چې  عمر ابن سعد  ته يې ولیکه،  ټینګار وکړ چې   د حسین  او  د فرات  د اوبو ترمینځ   واټن  رامینځة کړي  او  اجازه ورنکړي،  هغه له دغو اوبو استفاده وکړي. عمر ابن سعد  سملاسي  عمرو  بن  حجاج  زبیدي  سره  د پینځو سوو اسپ سوارو  مامور کړ څو   د فرات  له  اوبو  د حضرت امام حسین (ع) او د هغه  د ملګرو  د استفادې خنډ شي .  دغه  ناځوانمردانه  پیښه  د حضرت امام حسین (ع) له  شهادته  درې ورځې مخکې  رامینځته شوه.  البته  حضرت  ابوالفضل  العباس  (ع)   د شپې  له تورتمه استفاده کوله   او د خیمو لپاره به يې اوبه  راوړلې  او حضرت علی اکبر  (ع)  له پنځوسو کسانو سره  د عاشورا په  شپه  د خیمو  لپاره  کافي  اوبه  راوړې  ، خو  د عاشورا په  ورځ  له سهار  وختي تر  ماښامه  پورې   د حضرت امام حسین (ع)  او   د هغه  ملګرو او  ماشومانو لپاره  هیڅ  اوبه  برابرې  نه شوې  او هغوئ د تندې او ګرمۍ په سختۍ کښې د دغې عظیمې ورځې  مصیبتونه  وګالل .

««««««««««««

یو سلو پینځه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دیارلسم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اوومه نیټه، د شیعیانو ستر مرجع حضرت آیت ا... سید محمد هادي میلاني په نجف اشرف ښار کښې وزیږید. هغه له ماشومتوبه خپلې دیني زده کړې د قرآن مجید په زده کولو سره پیل کړې او وروسته یې د خپلو دیني زده کړو د بشپړولو لپاره د نجف علمیه حوزې له استادانو استفاده وکړه تر دې چې پر دیني علومو تسلط سربیره، په فارسي او عربي ادبیاتو کښې یې هم پریمان مهارت ترلاسه کړ. څه موده وروسته یې د تالیف او تدریس کار ته مخه کړه. د هغه د درس حوزه ډیره نفوذ لرونکې وه او پکښې متفکر او څیړاندي شاګردان وروزل شول او له هغو ګڼ شمیرو لوړې علمي درجې ترلاسه کړې. آیت ا... میلاني فضیلت ته د رسیدا لاره د خدائ معرفت او تقوا او کسب یې اخلاقي مکارم باله او پر دغو یې ټینګار کاوه. په لسو ټوکو کښې (محاضرات فی فقه الامامیه) د هغه له آثارو څخه دی.

««««««««««««

اته شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اوومه نیټه، شیخ جعفر بن حاج محمد نزاري نقدي وفات شو. په نقدي مشهور آیت ا.. شیخ جعفر بن حاج محمد نزاري د عراق د څوارلسمې هجري قمري پیړۍ له فاضلو امامیه عالمانو څخه ؤ. هغه یو اصولي فقیه، رجالي محدث، مفسر، مورخ، ادیب او یو ماهر شاعر ؤ.  هغه په خپل وطن العماره ښار کښې له خپل پلار حاج محمد بن عبدا... نزاري څخه  د قرائت اصول او عربي او فارسي خط زده کولو وروسته، د زده کړو د بشپړولو لپاره نجف اشرف ته ولاړ او د آخوند خراساني ، سید محمد کاظم یزدي او شیخ احمد کاشف الغطا له محضره یې ګټه پورته کړه.

شیخ جعفر نقدي څه موده دیني علوم خپاره کړل او د منصب جعفرین او قضاوت فریقین مشري او همداراز  د العماره ښار د شیعه او سني محکمې مشري یې هم پر غاړه درلوده. له هغه څخه  د (ارشاد الطلاب الی علم الاعراب)، (الاسلام و المراة)، ( الانوار العلویة)  او (الاسرار المرتضویه) په شان آثار په یادګار پاتې دي. دغه رباني عالم بالاخره د دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اوومه نیټه په اووه شپیته کلنۍ کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.   

««««««««««««

څلور پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال د اکتوبر په نهمه نیټه، د یوګینډا هیواد له انګلستانه خپلواکي ترلاسه کړه  او دغه ورځ د دغه هیواد ملي ورځه ونومول شوه. یوګینډا په اتلس سوه نوېم میلادي کال کښې د انګلستان د ختیځې افریقا کمپنۍ تر تسلط لاندې ؤ او څه موده وروسته په رسمي توګه د انګلستان مستعمره شوه. د یوګینډا پر ټاټوبي د انګلستان په استعماري سلطې پسې، د دغه هیواد د خپلواکي غواړو مبارزې لا سختې شوې او په نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال کښې د یوګینډا د خپلواکۍ لامل شوې. یوګینډا جمهوري نظام لري او په دوه لکه پینځه دیرش زده اته سوه اتیا کلومیټره پراختیا سره د آفریقې د لویې وچې په ختیځ کښې پروت دی او له سوډان، کینیا، تانزانیا،رووانډا او کانګو ډیموکراټیک جمهوریت سره ګاونډئ دی.  

««««««««««««

پینځه دیرش کاله پخوا، د نولس سوه یو اتیایم میلادي کال  د اکتوبر  په  نهمه نيټه، د صهیونیسټ رژيم لخوا په ایټالیا کښې  یو بل  فلسطینی  شخصیت، ماجد ابوشرار ترور شو. هغه چې د فلسطین د آزادي غواړي سازمان تبلیغاتي مسئول  ؤ،  د موساد په نامه د صهیونیسټ رژيم د جاسوسي سازمان د عواملو لخوا په  روم  کښې ووژل  شو.  د یادولو ده  چې  د نیواکي فلسطین له خاورې  بهر او  دننه  د  فلسطینیانو ترور،  د توکم  پاله  صهیونیسټ  رژيم  له خوا  د  فلسطینیانو  د ځپنې  یوه اصلي  روده  پاتې شوې  ده.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه