تاریخ پاڼه شماره ۲۰۵
نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې نولسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له اتمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له لسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۳۷۷کاله پخوا د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اتمه نیټه، د کربلا په ګرم ټاټوبي کښې د حضرت امام حسین (ع) په خیمو کښې اوبه ختمې شوې. خوارزمي په (مقتل حسین) او خیاباني هم په (وقایع الایام) نومې کتابونو کښې لیکلي دي چې د محرم الحرام د میاشتې په اتمه نیټه حضرت امام حسین (ع) او د هغه ملګري له تندې ډير کړیدل. په دې اساس امام بزرګوار یو کلنګ راواخیست او د خیمه ګاه تر شا يې د قبلې په لور نولس ګامونو په واټن سره مځکه وکیندله او اوبه رابرسیره شوه او ټولو اوبه وڅښلې او مشکونه یې ترې ډک کړل او له دې وروسته هغه اوبه بیا ورکې شوې. او نوره يې هیڅ نښه ونه لیدل شوه. کله چې د دغې پیښې خبر عبید ا... ابن زیاد ته ورسید نو عمر بن سعد ته يې یو پیغام واستوه چې زه خبر شوی یم حسین څاه کیندي او اوبه ترې ترلاسه کوي ، دا چې دغه لیک درورسیږي ، لازیات خیال وکړه چې د هغوئ لاسونه اوبو ته ونه رسیږي او د حسین او د هغه د ملګرو کار تمام کړه. عمر بن سعد همداراز د هغه پر حکم عمل وکړ.
««««««««««««
۱۳۷۷ کاله پخوا، د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په اتمه نیټه، حضرت امام حسین (ع) د عمرو بن قرظه په نوم خپل یو ملګری ابن سعد ته ولیږه او له هغه يې وغوښتل څو د دواړو لښکرو په واټن کښې د شپې مهال لیده کاته وکړي. شپې مهال حضرت امام حسین (ع) له شلو کسانو سره او عمر بن سعد هم له شلو کسانو سره یو ځائ په ټاکل شوي ځائ کښې حاضر شول. حضرت امام حسین (ع) خپلو ملګرو ته حکم ورکړ څو بیرته ستانه شي او یوازې خپل ورور ابوالفضل العباس او خپل زوئ حضرت علی اکبر يې له ځان سره وساتل. عمر بن سعد هم خپل زوئ حفص او غلام له ځان سره کړل او نور يې ولیږل. په دغه کتنه کښې عمر بن سعد هر ځل د امام بزرګوار د هغې پوښتنې په وړاندې چې ويې فرمایل، آیا غواړې له ما سره مقابله وکړې ؟ بخښنه وغوښته او یو ځل يې وویل، ویریږم چې زما کور به تباه کړي.
امام بزرګوار ورته وفرمايل: زه به درته کور جوړ کړم . ابن سعد وویل: ویریږم چې شتمنۍ او ټول ځایونه به رانه واخلي . امام حسین (ع) ورته وفرمایل: زه به درته له هغو لا ښه درکړم، له هغو شتمنیو او مالونو چې په حجاز کښې يې لرم .
عمر ابن سعد وویل: زه په کوفې کښې د ابن زیاد له قهره د خپلې کورنۍ د کسانو د ژوند په باب خپه یم او ویریږم چې د هغه د تورې ښکار نه شي.
حضرت امام حسین (ع) کله ولیدل چې عمر ابن سعد له خپلې فیصلې لاس په سر نه کیږي، نو له ځایه پاڅید، په داسې حال کښې چې فرمائيل يې: په تا څه شوي دي ؟ خدائ پاک دې پخپلې بسترې مرګ درکړي او د قیامت په ورځ دې ونه بخښي. په خدائ مې قسم وي، زه پوهیږم چې د ری سیمې غنم به ونه خورې .
ابن سعد په ملنډو سره وویل: مونږ ته يې وربشې هم ډيرې دي .
له دغې پيښې ور وسته عمر ابن سعد عبیدا.. ابن زیاد ته یو لیک ولیږه او هغه ته يې وړاندیز وکړ چې حسین پریږدي، ځکه چې پخپله يې ویلي دي چې یا حجاز ته بیرته ګرځي او یا یوه بل هیواد ته ځي. عبیدا.... د خپلو ملګرو په شتون کښې د ابن سعد لیک ولوسته . شمر بن ذی الجوشن سخت قهر شو او او پرې يې نه ښود څو عبیدا...ابن زیاد د عمر ابن سعد له وړاندیز سره موافقه وکړي.
««««««««««««
۱۰۴ کاله پخوا، د ۱۹۱۲ میلادي کال د اکتوبر په لسمه نیټه، د چین د امپراتورۍ په پرزیدا سره د هغې پر ځائ جمهوري نظام واکمن شو. له ۱۹۰۷ نه تر ۱۹۱۱ میلادي کاله پورې په چین کښې د منچو امپراتورۍ د کورنۍ په خلاف پینځه بلواوې وشوې چې ټولو د چین د مشهور مبارز سون یات سن له انقلابي افکارو څه ناڅه سرچینه اخیستې وه. لومړنۍ څلور بلواوې وځپل شوې او هر ځل یو شمیر خلک ونیول او ووژل شول. خو پینځمه بلوا چې د ۱۹۱۱ میلادي کال د اکتوبر په نهمه نیټه پیل شو، د حکومت له بې مخینې سخت عمل او د سل هاو تنو د نیول کیدا او اعدامیدا سبب شوه او عامه قهر او کرکه یې زیاته کړه. په دې وجه د هغه کال د اکتوبر له یوولسمې څخه بلواوې د چین سترو ښارونو ته ورسیدلې. په دغه وخت کښې دربار، چې د خطر احساس یې کاوه، خلک ارامښت ته وبلل او مخالفان یې د خبرو اترو پیلولو او ملي پخلاینې ته وروبلل.
د حکومت او مخالفانو د استازو تر مینځ مذاکرات د ۱۹۱۱ میلادي کال د دسمبر په لومړیو کښې د چین په شنګهايي ولایت کښې پیل شول خو له همهغه پیله دوه فکرونه د یو بل په وړاندې ودریدل. حکومت وړاندیز کاوه چې د منچو کورنۍ مطلق حکومت په مشروطه سلطنتي حکومت بدل شي او د خلکو غوره کړئ پارلیمان هم په کارونو څارنه ولري خو انقلابي ځواکونه د رژیم له بدلیدا او د جمهوریت له ټينګیدا پرته په بل څه نه راضي کیدل. بالاخره د موسسانو د شورا له جوړیدا وروسته د چین جمهوریت اعلانیدل تصویب شول او په چین باندې د منچو امپراتورۍ له ختمیدا وروسته سون یات سن د ۱۹۱۲ میلادي کال د اکتوبر په لسمه نیټه چې د خلکو د پاڅون او د هغه خوزښت د پیلیدا ورځ وه چې د جمهوري رژيم د ټینګښت سبب شوه، د چین جمهوریت جوړیدل اعلان کړل.
««««««««««««
۶۷ کاله پخوا، د ۱۹۴۹ میلادي کال د اکتوبر په لسمه نیټه، تائیوان جمهوریت خپل موجودیت اعلان کړ. تایوان جزیره د آسیا لویې وچې په ختیځ کښې د ۳۶ زره مربع کیلومیټره پراختیا لرونکې جزیره ده چې د ختیځي چین په سمندر کښې د چین د ولسي جمهوریت د جنوبي څنډو په یونیم سل کیلومیټرۍ کښې پراته ده. د دویم نړیوال جنګ په ختمیدا سره په سیمه کښې ډیر پراخ بدلونونه رامینځته شول او بالاخره له کمیونیسټانو څخه د چین د واکمن ملي ګوند د غړو په ماتې سره هغوئ په دغو ټاپوګانو کښې د چیان کای چک په مشرۍ د ملي چین جمهوریت په نوم خپل حکومت جوړ کړ. له دې وروسته وو چې د تایوان واکمنۍ له چینه په خپلواکه توګه دوام وموند او د امریکې لخوا یې ملاتړ وشو. دا ملاتړ تر دومره حده ؤ چې امریکې د ملګرو ملتو په عمومي اسمبلۍ کښې د خپل نفوذ په کارولو سره د ملي چین د استازو د ځائ ناستي توب لپاره د مائو د استازو مخه ونیوله.
له ۱۹۴۹ نه تر ۱۹۷۱ میلادي کاله پورې چې ملګرو ملتو بالاخره د کمیونیسټ چین حکومت په رسمیت وپیژنده، په ملګرو ملتو او امنیت شورا کښې د چین کرسۍ ۲۲ کاله په تایوان کښې د چیان کاي چک د کمزوري او تبعیدي حکومت په لاس کښې وې.
««««««««««««
۴۶ کاله پخوا، د ۱۹۷۰ میلادي کال د اکتوبر په لسمه نیټه، فیوجي هیواد له برطانیې آزاد او خپلواک شو او دغه ورځ د یاد هیواد ملي ورځ ونوموله شوه. دغه ټاټوبی له ۱۸۷۴ میلادي کاله په رسمي توګه د انګلستان کالوني شوه او د ټاپوګانو پر دغې ټولګې د انګلستان استعماري سلطه پس له ۹۰ کالو ختمه شوه.
په ۱۹۶۵ میلادي کال کښې په فیوجي کښې یو نوی اساسي قانون اجرا شو چې پکښې د خود مختارۍ د ترلاسه کولو په موخه یو لړ قوانین وضع شوي وو. بالاخره په ۱۹۷۰ میلادي کال کښې فیوجي هیواد خپلواک او د ملګرو ملتو د سازمان غړئ شو. د فیوجي د جزیرو ټولګه اتلس زره دوه سوه څلور اویا مربع کیلومیټره پراختیا لري او د آسیا په سویل ختیځ کښې په آسټریلیا لویه وچه کښې پرته ده.
««««««««««««
او له ننه ۲۶ کاله پخوا، د ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په نولسمه نیټه، د آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په حکم په ایران کښې (د اسلامي مذهبونو د نزدیکت ټولنه) جوړه شوه. د اسلامي مذهبونو تر مینځ د نزدې والي ټولنه له دې مخکښې د آیت ا... بروجردي په وختونو کښې هم موجوده وه او د اسلامي مذهبونو له اشتراکاتو څخه د ګټه پورته کولو لپاره یو شمیر پلاوي د دوئ لخوا قاهرې ته استول شوي چې د اهل سنتو له سترو عالمانو سره به یې خبرې اترې کولې. دا سفرونه او خبرې اترې د دومره مطلوبو او رغنده پایلو سبب شول چې پر جامع الازهر باندې د شیخ محمود شلتوت د مشرۍ په وختونو کښې د الازهر پوهنتون اهل سنت عالمانو شیعه مذهب په رسمیت وپیژانده.
په اوسني پړاو کښې هم د اسلامي امت د اتحاد او د مسلمانانو د یووالي په موخه د مذهبونو د تقریب یا نزدې کولو ټولنه د ۱۳۶۹ هجري لمریز کال د تلې په نولسمه نیټه، د اسلامي انقلاب د معظم لارښود آیت ا... علي خامنه اي په حکم جوړه شوه.
دا ټولنه غواړي چې په اعتقادي، فکري، کلامي، فقهي، اصولي او علمي اړخونو کښې د مذهبونو د نزدې کولو زمینه برابره کړي. خو اصلي هدف یې د اسلام د واکمنۍ او له تفرقو نه د لیرې کیدو په لور حرکت دی.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش