تاریخ پاڼه شماره ۲۰۶
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له نهمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له یوولسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۳۷۷ کاله پخوا د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام د میاشتې په نهمه نیټه حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د شمر بن ذي الجوشن امان نامې ته رد ځواب ورکړ. شمر بن ذی الجوشن د محرم د نهمې ورځې په مازیګر کله چې ولیدل عمر بن سعد له امام حسین علیه السلام سره جګړې ته چمتو دی نو د حسیني خیمو خوا ته ورغی او چغه یې کړه: زما خوریونه چرته دي؟ منظور یې حضرت عباس او د عبدا...، جعفر او عثمان په نومونو د هغه درې وروڼه وو چې د فاطمه ام البنین ځامن وو. فاطمه ام البنین له بني کلات قبیلې وه او شمر هم د همدغې قبیلې و. امام حسین علیه السلام چې د شمر غږ واوریده نو خپلو وروڼو ته یې حکم ورکړ چې د هغه ځواب ورکړي، که څه هم فاسق دی خو ستاسو خپل دی. حضرت عباس علیه السلام له خپلو دریو وروڼو سره د شمر خوا ته ورغلل. شمر د هغوي لپاره په دې شرط یوه امان نامه راوړې وه چې د امام حسین علیه السلام له ملګرتیا لاس واخلي او د هغه له سپاهیانو ووځي. حضرت عباس علیه السلام وفرمایل: ستا لاسونه پرې شه او لعنت دې وي په هغه امان چې زمونږ لپاره دې راوړی دی. ای د خدای دښمنه! مونږ ته وايې چې د خپل ورور او مولا له ملاتړه لاس واخلو او د ملعونانو طاعت ته سر ټیټ کړو. آیا مونږ ته امان راکوې خو د خدای د رسول(ص) د زوي لپاره امان نشته؟
شمر د دې غاښ ماتونکي ځواب په اوریدو سره په قهر شو او خپل لښکر ته ستون شو. په دغه شپه امام حسین علیه السلام خپل ورور حضرت اباالفضل د دښمن کیمپ ته ورواستاوه چې دا یوه شپه ترې مهلت واخلي، لپاره د دې چې امام او د هغه ملګري لمونځونه او له خدای تعالی سره راز او نیاز وکړي. په دغه شپه امام حسین علیه السلام د خپلو یارانو په ټول کښې پاڅید او د خدای حمد او ستاینه یې وکړه. بیا یې په ډیرې خاکسارۍ، سترتوب او اتلولۍ سره له خپلو ملګرو وغوښتل چې که یې خوښه وي نو په پاتې لږ وخت کښې د شپې له تیارې په ګټې پورته کولو سره د جګړې له دې میدانه ووځي ځکه چې سبا به د یزید له لښکر سره په مقابله کښې هیڅوک ژوندی پاتې نه شي.
خو د امام حسین علیه السلام ملګرو کلک هوډ کړی و چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې به د خدای د دین ا و د رسول ا...(ص) د لمسي ملاتړ وکړي. د عاشورا په شپه د کربلا دښته د هغو باایمانه او د سترو زړونو د خاوندو میړنیو عبادت ځاې و چې که څه هم په شمیر کښې لږ وو خو د غر په شان ټینګ او ولاړ پاتې شول او یوه شیبه د خپل امام له مرستې غافل نه شول.
««««««««««««
۲۰۳ کاله اګاهو د ۱۱۹۲ لمریز کال د تلې د میاشتې په شلمه نیټه له روسیې څخه د ایران له ماتې وروسته د ایران او روسیې ترمینځ د (ګلستان) په نامه شرمناک تړون لاسلیک شو. دا تړون د ایران او روسیې د جنګونو د وړومبي پړاو له ختمیدو وروسته چې لس کاله اوږده شول، د انګلستان د حکومت په دخالت سره د دواړو هیوادونو ترمینځ لاسلیک شو. د دې تړون له مخې هغه ټول ښارونه چې تر دغې نیټې پورې روسیې له ایرانه نیولي وو، د روسیې د خاورې په توګه پاتې شول او په قره باغ، باکو، دربند او لنکران ښارونو او همداشان د تالش په ځینو سیمو باندې د روسیې مالکیت ومنل شو. ایران هم ومنله چې د داغستان، ګرجستان یا جارجیا او ارمینیا د سیمو په هکله پر خپلو ټولو دعوو به سترګې پټې کړي. همداشان په کاسپین سمندر کښې د کشتۍ چلونې حق له ایرانه واخیستل شو او په بدل کښې یې د روسیې حکومت ژمنه وکړه چې یوازي د ولیعهد عباس میرزا د سلطنت نیابت ومني او قدرت ته د هغه د رسولو ضمانت ورکړي. په دغه تړون کښې د دواړو هیوادونو سرحدونه په دقیقه توګه ونه ټاکل شول او همدا د پولو نه معلومیدل او د ګلستان د تړون مقررات سبب شول چې د ایران حکومت له دغه تړونه سر وغړوي او روسیه په یوې دوکې تورنه کړي. دا عوامل سبب شول چې په ورپسې کلونو کښې د ایران او روسیې دویم جنګ ونښلي او د ترکمان چای په نامه یو بل تور تړون پر ایران وتپل شي.
««««««««««««
۱۱۷ کاله پخوا د ۱۸۹۹ میلادي کال د اکتوبر په یولسمه نیټه په سویلي افریقې کښې د استوګنو هالینډي سپین پوستو چې په بوئر مشهور وو او د انګریزانو ترمینځ یو خونړی جنګ پیل شو. انګریز ځواکونه په ۱۸۴۱ کال کښې د افریقې د استعمار په موخه سویلي افریقې ته ننوتل او د استوګنو سیمو او کورونو له جوړولو وروسته په هغه ټاټوبي کښې استوګن شول. په جنوبي افریقا کښې د سرو زرو او الماسو د بډایه زیرمو له کشفیدو وروسته اروپايي په تیره بیا انګلیسي کډوال سویلي افریقې ته ورمات شول.
بوئران په اولسمه میلادي پيړۍ کښې جنوبي افریقې ته تللي وو او د نویو کډوالو له ورتګ سره مخالف وو. په همدې وجه یې له انګریز کډوالو سره جنګ پیل کړ. خو له کډوالو څخه د انګلستان د حکومت ملاتړ په دغه جنګ کښې د بوئرانو د ماتې سبب شو او داشان جنوبي افریقا د انګلستان تر ولکې لاندې راغله.
جنوبي افریقې په ۱۹۳۱ میلادي کال کښې خپلواکي ترلاسه کړه.
««««««««««««
۱۰۱ کاله وړاندې د ۱۹۱۵ میلادي کال د اکتوبر په یولسمه نیټه د طبیعي علومو پوه او مشهور حشره پيژاندی ژان هانري فابر Jean Henri Fabre مړ شو. فابر په ۱۸۲۳ میلادي کال کښې په فرانسه کښې زیږیدلی و او د خپلو زده کړو له پوره کولو وروسته یې په طبیعي علمونو کښې تحقیق او څيړنې ته مخه کړه. هغه وړومبنی پوه و چې د خپل ژوند ساتنې لپاره د ځناورو په تیره بیا د حشراتو د غریزي غبرګونونو د مکانزم په هکله یې جامع او هراړخیزه څيړنه وکړه او ارزښتناک معلومات یې هم ترلاسه کړل.
««««««««««««
۲۲ کاله وړاندې د ۱۳۷۳ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په شلمه نیټه اوسمهاله محقق او مترجم محمود ریاضي په شپیته کلنۍ کښې په یوه هوايي پیښه کښې وفات شو. هغه د تیلو د صنعت د ملي کیدو له پيښو سره په یو وخت د زده کړې د دوام لپاره مشهد ته لاړ او له هغه وخته یې سیاسي مبارزو ته مخه کړه.
محمود ریاضي د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د میاشتې د ۲۸ له کودتا وروسته څه موده د افسرۍ پوهنځي ته لاړ او بیا فني پوهنځي ته. په کال ۱۳۴۱ شمسي کښې فارغ التحصیل شو او د بریښنا په صنعت کښې یې خپلې څیړنې جاري وساتلې. محمود ریاضي د خپل عمر په وروستیو کښې له پیل نه تر ۱۹۹۰ کاله پورې د نړۍ د تمدن د داستان ترجمه پيل کړې وه خو اجل وخت ورنکړ. د روسیې، لویدیځ او چین او سترو قدرتونو د ظهور او سقوط او د انرجۍ د کړکیچ په شان آثارو ترجمه او هم د امپریالزم د لنډې شننې لیکل د هغه له آثارو څخه دي.
««««««««««««
او د تلې شلمه نیټه د ایران په کال هنداره کښې د ایران د مشهور شاعر خواجه شمس الدین محمد حافظ شیرازي د درنښت ورځ ده.
هغه کابو په ۷۲۷ هجري لمریز کال کښې د ایران په شیراز ښار کښې زیږیدلی و. حافظ د قرآن پاک په تفسیر، حکمت او عرب ادبیاتو ښه پوهیده او له دې امله چې قرآن کریم یې په څو قرائتونو سره حفظ و، په حافظ مشهور شو. هغه یو ستر عارف، متفکر حکیم او زبردست ادیب و چې د خپلې ډیرې وړتیا په کارولو سره یې تل پاتې شعرونه ویلي دي. حافظ له اسلامي تعلیماتو او قرآني مفاهیمو نه په الهام اخستو او د منفردو استعارو او کنایو په کارولو سره د ایران د ادبیاتو د تاریخ ډیر اصلي او سوچه غزلونه ویلي دي، په همدې وجه د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د حافظ د وفات د شپږ سویم کال په کنګره کښې د حافظ درنښت او نمانځنه د اسلامي او ایراني کلتور او د سوچه افکارو قدرونه او درنښت وباله او هغه یې د ایراني کلتور ترټولو ځلانده ستوری ونوموه.
د حافظ په دیوان باندې تراوسه ډول ډول شرحې لیکل شوي او دا دیوان په ډیرو ژبو ژباړل شوی دی. خواجه حافظ شیرازي په ۷۹۲ هجري لمریز کال کښې وفات شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش