Oct 10, 2016 12:23 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۰۷

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې یویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له لسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۱۳۷۷ کاله مخکښې د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د حق او باطل یوه ترټولو حساسه جګړه او د اسلام او بشریت د تاریخ یوه ترټولو ستره حماسي پیښه په عراق کښې د کربلا په خاوره کښې رامینځته شوه. د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) له اهل بیتو څخه د هغوي خوږ لمسي امام حسین علیه السلام په دې ورځ د خپلو ۷۲ ملګرو سره یوځاې د خدای پاک د دین د ساتنې او له ظلم سره د مبارزې په موخه له یو ستر لښکر سره مقابله پیل کړه. امام حسین علیه السلام د کوفې د خلکو په بلنه دغه ښار ته روان شو څو هغوي د یزید د حکومت له ظلم او ستمه خلاص کړي. خو د یزید سپاهیانو د امام مخه ونیوله او له یزید سره یې د هغه د بیعت کولو غوښتنه وکړه خو امام حسین علیه السلام یې له دغې غوښتنې سره سخت مخالفت وکړ.

دا شان د محرم د میاشتې د لسمې له سهاره له دښمنانو سره د امام حسین علیه السلام د ملګرو او خپلوانو جنګ پیل شو او دغه جګړه تر مازیګره پورې جاري وه. په دې موده کښې د امام حسین علیه السلام ملګرو د میړانې، سرشیندنې او د خدای په لاره کښې د شهادت او له خپل امام سره د وفادارۍ ترټولو ښکلې ځلاوې نندارې ته کښیښودلې داشان چې په ټول تاریخ کښې د نړۍ د آزادي غواړو او اتلانو سمبول وګرځیدل.

د امام حسین علیه السلام د پاڅون ځلا او تل پاتې والی له بل هرڅه نه مخکښې د هغه د الهي او انساني اړخونو په وجه دی. هغه حضرت د خپل ستر پاڅون موخه امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د پیغمبر اکرم (ص) ددین ژوندي کول وبلل. له بلې خوا د یزید د لښکر جنایتونه او بې رحمۍ، که هغه د جنګ په دوران کښې وې او که له هغه وروسته، سبب شوې د امام حسین علیه السلام دښمنان په تاریخ کښې د ظلم، تباهۍ او جهل د مثالونو په توګه وپیژندل شي په تیره بیا دا چې د یزید لښکریانو د جنګ له ختمیدو وروسته ښځې او ماشومان اسیران کړل چې زیاتره پکښې د رسول ا...(ص) لمسي وو.

««««««««««««

۱۳۷۱ کاله اګاهو د ۶۷ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه د کوفې ظالم واکمن او د کربلا د خونړۍ پیښې اجرا کونکی عبیدا... بن زیاد د مختار د سپاهیانو په لاس هلاک شو.

د ۶۷ قمري کال د عاشورا په ورځ د کربلا له پیښې شپږ کاله وروسته په همهغه ورځ چې د یزید سپاهیانو د عبیدا... بن زیاد په حکم د کربلا خونړۍ پيښه رامینځته کړه او امام حسین علیه السلام او د هغه ملګري یې ډیر په ظلم سره شهیدان کړل، د عبیدا... بن زیاد په قومندې د عبدالملک بن مروان لښکریان او د ابراهیم بن مالک اشتر په قومندې د مختار بن ابي عبیده ثقفي لښکریان له موصل ښاره څلور فرسنګه لرې په (نهر خاذر) ساحل کښې سره ښکیل شول او له دواړو خواو بې شمیره کسان ووژل شول. بلآخره د شام لښکریانو د اویا زره کسانو په وژل کیدو سره تیښته پيل کړه او ماتې یې ومنله. د دې جنګ ترټولو مهمه پيښه د ابراهیم بن مالک اشتر په لاس د شام د لښکریانو د قومندان عبیدا... بن زیاد وژله وه چې د تورې په یو ګوذار هلاک شو. په دغه جنګ کښې شمر بن ذی الجوشن هم ووژل شو.

««««««««««««

۴۸ کاله مخکښې د ۱۳۴۷ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۱ نیټه د ایران د مینیاتور د هنر وتلی استاذ حسین بهزاد وفات شو. بهزاد په ځلمیتوب کښې له نقاشۍ او انځورګرۍ سره ډیره مینه درلودله. هغه د هنري آثارو په وړاندې کولو سره ورو ورو مشهور شو او بلآخره د ایران د اوسمهاله ترټولو مشهور او ستر میناټورسټ په توګه وپیژندل شو.

هغه د مینیاټور په صنعت کښې په یولړ نوښتونو سره دغه اصیل او ارزښتناک ایرانی او اسلامي هنر لا ښه کړ. دغه مشهور مینیاټورسټ به د رنګونو په کارولو کښې نوې طریقې کارولې او په رنګ سره به یې تاندوالی زیږوه یا به یې کتونکي ته غم او خفګان القا کوه. (شاهنامه فردوسي)، (ایوان مدائن) او (فتح بابل) نومې تابلوګانې د استاذ بهزاد له ارزښتناکو آثارو دي.

««««««««««««

۳۷ کاله مخکښې د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۱ نیټه ایرانی ریاضي پوه، ادیب او لیکوال او د دایرة المعارفِ مصاحب خاوند ډاکټر غلام حسین مصاحب وفات شو.

غلام حسین مصاحب په ۱۲۸۹ کال کښې په تهران کښې په یوه علمي او ادبي کورنۍ کښې زیږیدلی و. هغه د ۱۳۴۵ لمریز کال د تلې په میاشت کښې د پوهنتونونو د مرکزي شورا په مجوز سره په لوړ پوهن کور او بیا وروسته په تربیت معلم پوهنتون کښې د ریاضیاتو موسسه جوړه کړه. د دغې موسسې موخه د هیواد د پوهنتونونو لپاره د ریاضۍ د مدرسانو او ښوونکو روزنه وه او د ډاکټر مصاحب په دوامدارو هلوځلو سره د پوهنتونونو د ریاضۍ د څانګې ۷۰ ښوونکي په دغه موسسه کښې وروزل شول او هم په هیواد کښې د ریاضیاتو د موسسې تخصصي کتابتون بې ساری و. په ایران کښې د نویو ریاضیاتو د دودولو په لاره کښې د هغه د کوششونو په برکت غلام حسین مصاحب په ایران کښې د (نویو ریاضیاتو پلار) ګڼل کیږي. همداشان په ۱۳۷۶ لمریز کال کښې د ریاضیاتو د موسسې نوم، د ډاکټر غلام حسین مصاحب د ریاضۍ د تحقیقاتو په موسسې بدل شو.

««««««««««««

۲۳ کاله وړاندې د ۱۴۱۵ هجري سپوږمیز کال د محرم الحرام د میاشتې په لسمه نیټه په مشهد مقدس کښې د امام رضا علیه السلام په حرم کښې د منافقینو د ډلګۍ په لاس یو بم وچاودید. د ۱۴۱۵ قمري کال د عاشورا په مازیګر چې د ۱۳۷۳ لمریز کال د غبرګولي له دیرشمې نیټې سره برابریږي، په داسې حال کښې چې عزادار خلک د امام حسین علیه السلام د تاریخي پاڅون د مراسمو په ترسره کولو لګیا وو، د امام رضا علیه السلام په پاک حرم کښې دننه د هغوي د نوراني قبر په خوا کښې یو بم وچاودید او په مشهد مقدس کښې د رضوي حرم عاشورا رامینځته شوه. په دغه چاودنه کښې د اهلبیتو علیهماالسلام په لس هاو زیارتوال او مینه وال د امام رضا علیه السلام په حرم کښې شهیدان او زخمیان شول او پاک حرم ته هم ډیر تاوان ورسید.

««««««««««««

۱۷ کاله مخکښې د ۱۹۹۹ میلادي کال د اکتوبر په دولسمه نیټه د پاکستان د پوځ لوې درستیز جنرال پرویز مشرف په یوه سپینه کودتا کښې د هیواد د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف څنګته کړ او قدرت یې ترلاسه کړ. دا کودتا د نواز شریف لخوا د جنرال مشرف له څنګته کولو یوه ورځ وروسته وشوه. پرویز مشرف چې د پاکستان ولسمشري یې په لاس کښې اخیستې وه، د اساسي قانون په ځينو موادو کښې په بدلون او د ولسمشر د اختیاراتو په زیاتولو سره په پاکستان کښې په اصلي قدرت بدل شو. خو د کورنیو او بهرنیو دباونو له امله د ۲۰۰۷ کال په نومبر کښې د پوځ د لوې درستیزولۍ له مقامه څنګته کیدو ته مجبور شو.

د مخالفو ګوندونو د فعالیت په بیاپیلیدو او په انتخاباتو کښې د هغوي په بریالیتوب سره مشرف بلآخره د ۲۰۰۸ کال په جولايۍ کښې له قدرته په بشپړه توګه څنګته شو.

««««««««««««

او له ننه ۱۵ کاله مخکښې د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال د تلې په ۲۱ نیټه بزرګواره عالم او فقیه آیت ا... ابوالفضل خوانساري نجفي وفات شو. آیت ا... شیخ ابوالفضل خوانساري په ۱۲۹۵ لمریز کال کښې په اصفهان کښې وزیږید. هغه پخپل زیږنځاې کښې له ابتدايي زده کړو وروسته په شل کلنۍ کښې د پهلوي حکومت د ځورونو په وجه د لوړو درجو د زده کړو لپاره نجف اشرف ته لاړ.

آیت ا... خوانساري په نجف اشرف کښې د آیات عظام سید ابوالقاسم خويي، سید محسن حکیم، محمد حسین غروي اصفهاني او میرزا باقر زنجاني د درس له محضرونو ګټه پورته کړه او ۱۶ کاله هلته له پاتې کیدو وروسته په ۳۶ کلنۍ کښې د سږي د ناروغۍ له امله ایران ته راستون شو. آیت ا... خوانساري بیا د آیت ا... بروجردي شاګردي وکړه او لوړو علمي درجو ته ورسید.

دغه بزرګواره عالم د طاغوت په خلاف د امام خمیني(رح) د مبارزې د دوران په پیلیدو سره د اسلامي غورځنګ ملاتړ پیل کړ او د حضرت امام خمیني د جلاوطنۍ په کلونو کښې یې موثر رول ولوبوه. آیت ا... خوانساري د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د امام د استازي او د اراک د امام جمعه په توګه دغه ښار ته لاړ. دغه پوه عالم بلآخره د ۱۳۸۰ لمریز کال د تلې په ۲۱ نیټه په ۸۵ کلنۍ کښې وفات شو.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه