Oct 10, 2016 12:25 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۰۸

نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې دوه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له یوولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له دیارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۲۵۵۵ کاله مخکښې د تاریخي روایتونو له مخې، له میلاده ۵۳۹ کاله مخکښې د اکتوبر په ۱۳ نیټه، د بابِل تاریخي ښار د ایران د هخامنشي لړۍ د بنسټګر کورش په لاس فتح شو. کورش د بابل د نیولو لپاره چې ډیر کلک او نفوذ نه منونکي دیوالونه او قلا یې لرله، حکم ورکړ چې د دجله سیند لاره بدله کړي کوم چې د ښار له منځه تیریده او خپل سپایان یې د اوبو د ننوتو په لار ښار ته ننباسل او دغه ښار یې ونیوه. دغه ښار چې په اوسني عراق کښې د بین النهرین په سویلي برخه کښې پروت دی په هغه وخت کښې د قدرت او عظمت په اوج کښې ؤ.

««««««««««««

۱۳۷۷  کاله  پخوا،  د ۶۱  هجري قمري کال  د محرم  د میاشتې  په  یوولسمه نیټه، د  عاشورا له غمیزې وروسته دحضرت امام حسین  علیه السلام  داهل بیت او اسیرانو کاروان  حرکت  دشام په لور  پیل شو.. د ۶۱قمری کال د محرم دمیاشتې دلسم یا عاشورا د ورځې  په تیریدا   او دغه راز  دحضرت امام حسین علیه السلام ا ودهغه بزرګوار دملګرو په شهادت پسې یزیدیانو دحسیني کاروان چورتالان ته مخه کړه . دوي دامام بزرګوار  خیمې وسوزولې  او  له ډيرو واړو واړو  شیانو لوټلو ئې هم ډډه ونه کړه . بلاخره د حضرت  امام حسین علیه السلام   کاروان دې ځل  دحضرت  امام سجاد علیه السلام  او دحضرت زینب بی بی سلام ا... علیها په مشرۍ   د یولسم محرم په ماښام  دکوفې په لور روان کړائ شو  او حسیني غورځنګ،  په یوه بله بڼه دوام وکړ .  که څه هم ، داسلام  دښمنان    توانیدلي  وو دامام بزرګوار ځواک ته ظاهرا ماته ورکړي  خو دبنی امیه ؤ  د ظالم  حکومت  رسوایانې  او دحضرت امام سجاد  علیه السلام او دحضرت زینب سلام ا... علیها  ایشواکونو    په تاریخ کې د امویانو مخ تور کړ  او دامام حسین علیه السلام  پاڅون  او هغه پاکه لاره ئې تل پاتې کړه.

««««««««««««

۱۳۴ کاله مخکښې د ۱۸۸۲ میلادي کال د اکتوبر په دیارلسمه نیټه فرانسوی لیکوال او فیلسوف جوزف آرتر ګوبینیو مړ شو. هغه په ۱۸۱۶ کال کښې په پیرس کښې زیږیدلی و او د زدکړو له پوره کولو وروسته یې لیکوالۍ او ژورنلزم ته مخه کړه.

ګوبینیو څه موده په ایران کښې د فرانسې د سفیر او وړومبي منشي په توګه هم کار وکړ. په دغه وخت کښې یې فارسي او عربي ژبې او میخي خط زده کړ. دغه فرانسوی لیکوال د سپین نژاد په تیره بیا د آریايي نسل په برترۍ عقیده لرله. هغه په څلورو ټوکو کښې (د انسانانو د نژاد د نابرابرۍ په هکله مقاله) او د دغې نظریې د ثابتولو لپاره یې د (آمادیس) اوږده منظومه ولیکله. د آریايي توکم د برترۍ نظره د دویم نړیوال جنګ د پیلیدو او د غیرآریا کسانو د وژلې لپاره د آډولف هټلر یو دستاویز و.

د ګوبینیو له نورو آثارو څخه (درې کاله په آسیا کښې) او (تاریخ ایران) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

۲۱ کاله  وړاندې، د ۱۳۷۴  هجري لمریز کال  د تلې  د میاشتې  په  دوه  ویشتمه نیټه،  یو ستر  فقیه آیت ا....  محمد باقر محسني ملایري  په ۸۹ کلنۍ کښې وفات شو . د قم د علمیه حوزې یوه نامتو څيره  آیت ا...محمدباقرمحسني ملایري په ۱۲۸۵لمریز کال کې  په نجف اشرف کې  په یوې علمی او بافضیلته کورنۍ کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې . هغه  په ماشوموالي کې  له خپل پلار سره ملایر ته لاړ  او له مقدماتي زده کړو وروسته  دمشهد علمیه حوزې ته لاړ . آیت ا... محسني   دقم دعلمیه حوزې له جوړیدا سره په یو وخت  دغه ښآر ته هجرت وکړ  او د آيت ا... عبدالکریم حایري یزدي ،  او  ورپسې  د سید حسین  بروجردي   په  محضر کښې  حاضر شو  او لوړې علمي درجې يې ترلاسه کړې . آیت ا....  ملایري  یو شپه ژوندۍ کونکی او عابد   او په  بیلابیلو علمونو پوه  عالم ؤ.

««««««««««««

او له ننه ۱۸ کاله پخوا، د ۱۳۹۴  هجري لمریز کال د تلې د میاشتې  په  دوه ویشتمه نیټه، د ایران  یو  اوسمهاله  مشهور ادیب  او شاعر  استاد سید محمد  علی صفیر  په ۷۷  کلنۍ کښې  وفات شو.  هغه په پیل کښې  تر یوه  حده حوزوي علمونه زده کړل  او ورپسې  د تهران  د پوهنتون  له معقول او منقول پوهنځي  فارغ التحصیل شو . د صفیر  په فعالیتونو کښې  د ایران   د اسلامي تعلیماتو د ټولنې  او  د تهران د ارشاد جومات  د ودانۍ په تاسیس کښې د ملګرتیا په څير  د دیني او کلتوري مرکزونو تاسیس ته اشاره کولئ شو. استاد صفیر  لوړه طبعه ستر همت  او مجاهدت  او د حق او حقیقت په لاره کښې استقامت  درلودونکی  ؤ او  په  ډول  ډول  شعرونو  کښې  د استاذۍ په هنر سربیره ، په هنري کارونو کښې یې هم مهارت درلود.  د ایران په ډيرو جوماتونو کښې  د هغه  د هنري طبعې  آثار  په  کاشیکارۍ سره ثبت او جوړ شوي دي. استاد  صفیر  د خپل  عارفانه  تفکر  او نرمې طبعې ته  په پام سره ، تل  د عامو او خاصو زړونو  کښې محبوب  ؤ او  په  ادبي  ټولنو کښې   د هغه او د هغه  د  آثارو لپاره  ځانګړی  ارزښت  ورکول کیده.  خردنامه ، دیوان اشعار،  درس دین  او   په فارسي ژبه  د امام علی د شعرونو د دیوان سمول   د هغه  له  آثارو  شمیرل کیږي .

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

 

 

ټیګونه