Oct 10, 2016 12:26 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۰۹

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې درویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له دولسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له څوارلسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

۲۵۵۵کاله پخوا  له میلاده  ۵۳۹کاله مخکې داکتوبر په څوارلسمه نیټه،  کوروش هخامنشي د پاچائۍ په ګدۍ کیناست  او په ایران کې ئې دهخامنشیان  د پاچائۍ لړۍ  بنسټ کیښود.  دکوروش هخامنشي   واک  ته  له رسیدو او  په بابل ټاټوبي  له حملې او  نیولو وروسته     له میلاده ۵۳۹کاله مخکې  داکتوبر په څوارلسمه نیټه  دبابل په عبادت ځاي کې  دهغه پر سر دپاچائۍ تاج کیښودل شو . له دې وخته وروسته وه چې  دهخامنشیانو دلړۍ  پاچائي پیل شوه  او په ایران کې ئې پاچائي حکومت جوړ کړ . کوروش  په پیل کې  شوش خپله پلازمینه  وټاکله او  وروسته تر کلونو کلونو پورې   له بیلابیلو قومونو سره جنګونو ته مخه کړه تر دې چې  په یوه جنګ کې  ټپی شو  او  له میلاده ۵۲۹کاله مخکې  له لس کلنۍ پاچائۍ وروسته  مړ شو دهخامنشیانو دلړۍ دحکومت پړاؤ  له میلاده مخکې تر ۳۳۰ کلونوپورې   یعني تر دوو سوو کلونو پورې اوږد شو او بلاخره دمقدونیې د سکندر په لاس  ئې پاچائي نسکوره شوه .

««««««««««««

۱۳۷۷ کاله پخوا، د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دولسمه نیټه د کربلا د اسیرانو قافله چې د کربلا د پاڅون د شهیدانو ښځې او ماشومان پکښې شامل و، د عراق کوفې ښار ته ورسیده. د دغې قافلې سرپرستي د امام حسین علیه السلام زوي امام سجاد زین العابدین علیه السلام او د امام حسین خور بي بي زینب سلام ا... علیها په غاړه لرله. دغو دواړو بزرګوارانو له هغو ډیرو سختو او ستغوسپورو سره سره چې د یزید له لښکریانو یې لیدلې وې، په کوفه کښې په میړانې او وضاحت سره د یزیدي حکومت ظلمونه او جنایتونه په ډاګه کړل او د دغه ښار خلک یې د امام حسین علیه السلام د مرسته نه کولو او له هغه حضرت سره د مقابلې په وجه وترټل.

امام سجاد علیه السلام او حضرت زینب(س) په کوفه کښې د خپلې پاتې کیدنې په وخت په ټولنه کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون د پیغام د ابلاغولو او خپرولو په هکله خپل رسالت او دنده په ښه او غوره توګه ترسره کړه.

««««««««««««

۱۳۷۷ کاله مخکښې د ۶۱ هجري سپوږمیز کال د محرم یا امامانو د میاشتې په دولسمه ورځ د کربلا د شهیدانو پاکې جنازې دفن شوې. د امام حسین علیه السلام او د هغه د مظلومو اولادونو او ملګرو له شهادته د دوو شپو له تیریدو وروسته د هغه حضرت او د کربلا د نورو شهیدانو پاک بدنونه د بني اسد قبیلې د یوه ډله کسانو په لاس دفن کړی شول چې له کربلا سره نزدې یې خیمې لګولې وې.

کله چې د عبیدا... ابن زیاد لښکر د کوفې په لور روان شو، د امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو ملګرو پاکې جنازې د کربلا په دښته کښې پاتې شوې او هیچا یې د ښخولو جراءت نه کوه، تر دې چې د بني اسد قبیلې ښځو خپل سړي ملامته کړل او هغوي یې د دغو شهیدانو دفنولو ته وهڅول. بیا د بني اسد قبیلې سړي د شهیدانو دفنولو ته ورغلل خو له دې امله چې د شهیدانو بدنونه ټوټې ټوټې او سخت زخمي وو، هغوي نه پیژندل او د شک او حیرانتیا په حال کښې پاتې شول چې دغه وخت امام سجاد علیه السلام په ناپیژاندې توګه د هغوي په مینځ کښې حاضر شو او د یو یو شهید بدن یې د بني اسد قبیلې سړیو ته ورپیژنده او هغوي به وار په وار دفنول. د شهیدانو له دفن کیدو وروسته حضرت امام سجاد علیه السلام ځان هغوي ته وروپیژنده.

««««««««««««

۱۳۴۳ کاله پخوا د ۹۵ هجري سپوږمیز کال د محرم د میاشتې په دولسمه نیټه د یو روایت له مخې د پيغمبراکرم(ص) د لمسي امام حسین علیه السلام زوی، د زین العابدین لقب لرونکی امام سجاد علیه السلام شهید شو.

امام زین العابدین علیه السلام په ۳۸ قمري کال کښې په مدینه منوره کښې زیږیدلی و. هغه بزرګوار په هغه وخت کښې ژوند کوه چې د اسلام د ګران قدره پیغمبر(ص) په کورنۍ باندې ډیر سخت تیریده. امام سجاد علیه السلام چې د کربلا د پيښې په وخت سخت بیمار و، د امام حسین علیه السلام له غورځنګ وروسته یې د دغه غورځنګ د پيغام د خپرولو او د خپل بزرګواره پلار لارې ته د دوام ورکولو مسئولیت په غاړه واخیست او د دغه پاڅون د ماهیت او اهمیت د ښودلو په لړ کښې یې ډیر کوشش وکړ. امام سجاد علیه السلام د اسلامي تمدن او کلتور په جوړولو او د قرآن کریم د سوچه تعلیماتو په پراختیا کښې هم ډیر کوشش وکړ او پخپلې ځانګړې روڼ اندۍ سره یې د مسلمانو پوهانو روزنه پیل کړه څو له دې لارې د اسلام د پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) سنت او قرآن محفوظ او خوندي پاتې شي. هغه حضرت د وړ او غوره کسانو په راغونډولو سره  هغوي پخپلو دیني تعلیماتو سره وروزل او تاریخ لیکي چي د هغه حضرت مشهور او تکړه شاګردان له ۱۷۰ کسانو زیات وو.

له امام سجاد علیه السلام څخه یو بل ارزښتناک میراث هم پاتې دی او هغه د دعا په قالب کښې د اسلام د تل پاتې تعلیماتو بیان دی. دا ارزښتناکې خبرې او دعاګانې د (صحیفه سجادیه) په نوم یو کتاب کښې راغونډې کړې شوې دي چې د مسلمانانو یو معتبر کتاب دی. په دغه کتاب کښې عقیدتي، ټولنیز او سیاسي بحثونه په ډیر ښکلي شکل د دعا په چوکاټ کښې بیان شوي دي. د هغه حضرت یوه حکیمانه وینا ده چې ویې فرمایل: د هغه خدای شکر دی چې د خلقت ښکلاوې یې زمونږ لپاره غوره کړې او پاکې روزۍ یې زمونږ لپاره پریمانه کړې او مونږ انسانانو ته یې په ټولو مخلوقاتو برتري راکړه. نو بس تاواني هغه کس دی چې د هغه نافرماني وکړي او بختور هغه څوک دی چې هغه ته مخه کړي.

««««««««««««

او له ننه ۳۴ کاله  وړاندې، د ۱۳۶۱  هجري لمریز کال  د تلې د میاشتې  په  ۲۳

نیټه، د ایران  په یوه لودیځي ښار کرمانشاه کښې د جمعې  لمانځه امام  او د حضرت  امام خمیني  نماینده  آیت ا... عطا ا... اشرفي اصفهاني  د منافقینو د ترهه  ګرې  ډلګۍ  د عواملو په لاس  د عبادت  په  محراب  کښې  شهید شو.  آيت ا...  اشرف  اصفهاني   د باچا رژیم  په  ضد د مبارزې  په  پړاؤ کښې  د کرمانشاه  د خلکو د لارښونې  او رهبرۍ  او  د اسلامي انقلاب  د ودې او بڼې نیونې په بهیر کښې د دغې سیمې  د  ولس  مشري  په  غاړه درلوده.  او  په همدې  دلیل  په ځلونو ونیول  او زنداني شو.  دغه  لوړ رتبه  عالم  د اسلامي انقلاب  له  بريالیتوبه  وروسته  د حضرت  امام  خمیني (رح) په حکم سره  د کرمانشاه د جمعې لمانځه امام  منصوب شو  او په  همداسې  ورځ  د جمعې لمانځه  د ترسره  کولو په  وخت  د عبادت  په  محراب  کښې  د اسلام  د دښمنانو په  لاس  شهید شو.  د آیت  ا... اشرفي اصفهاني  له شهادت  وروسته،  حضرت امام خمیني (رح)  وفرمايل:  مرحوم  شهید بزرګوار حاج عطاا... اشرفي  د ژوند په  اوږ د مهاله  پړاؤ  کښې  د  نفس  په  صفا، له هوا او نفساني خواهشاتو  په خالی  او  د زړه په ډاډ  او د  روح  په  آرامښت  او  د  صالح  عمل  او د مفید  او جامع  علم   د لرونکي  په  توګه پيژنم .

یاد اوخاطره  یې تل  ژوندۍ ...

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه