تاریخ پاڼه شماره ۲۱۰
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې څلور ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له دیارلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له پینځلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
۱۳۷۷ کاله پخوا، د ۶۱ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په دیارلسمه نیټه، د عبیدا...بن زیاد په لاس عبدا... بن عفیف شهید شو. د حضرت امام حسین (ع) په شهادت کښې د عبید ا... بن زیاد په جنایت، لومړنی ښکاره اعتراض د کوفې یو شیعه عبدا... بن عفیف آزدي لخوا وشو. عبیدا.... بن زیاد له دې وروسته چې د کربلا اسیران يې پخپل دربار کښې له ځيږو، سپکو خبروسره وکړول او بد رد يې ورته وویل، عبدا... بن عفیف چې په کوفې کښې د امیرالمومنین یو میړنی شیعه ، زاهد او مخکښ عابد ؤ، همدا چې د عبیدا... کرکیجنې خبرې يې واوریدې ، غوسه شو او عبیدا... بن زیاد ته يې سخت ځواب ورکړ. عبیدا... بن زیاد چې د دغه شان ځواب تمه يې نه درلوده او خیال يې کاوه چې نور د اهل بیت (ع) د مینه والو په سینو کښې سا بنده شوې ده، په تکبر او ځان منامۍ سره يې حکم ورکړ، هغه ونیسي او د هغه وخوا ته يې ورولي . د عبدا... د قبیلې د خلکو د ملاتړ په وجه د هغه د نیولو لپاره د مامورانو هڅه ناکامه شوه، خو مامورانو عبدا.... د شپې مهال د هغه په کور د یرغل په وخت ونیوه او په تورو سره يې ټوټې ټوټې کړ او په شهادت يې ورساوه.
««««««««««««
۴۷۴ کاله پخوا، د ۱۵۴۲ میلادي کال د اکتوبر په پینځلسمه نیټه، د هند د تیموریانو د لړۍ قدرتمند باچا ابوالفتح جلال الدین محمد اکبر چې په اکبر بادشاه مشهور ؤ، وزیږید. هغه د خپل پلار همایون له مړینې وروسته په دیارلس کلنۍ کښې باچا شو او تر پینځو کلونو پورې د نایب السلطنه بهرام خان تر نظر لاندې ؤ. اکبر بادشاه د قدرت له ترلاسه کولو وروسته، د خپلې باچایۍ د حدودو په پراخولو پسې شو او بنګال، کشمیر، سند، پنجاب، احمد نګر او کندهار يې هم ونیول. هغه همداراز د هند په جنوب کښې د دکن ټاپووزمه هم د پرتګالیانو له سلطې آزاده کړه. اکبر بادشاه په هند کښې یو منظم اداري سسټم ټينګ کړ او په حقیقت کښې د هغه د حکومت په پړاؤ کښې، د تیموریانو د حکومت د غوړیدا شپې ورځې وې. هغه په ۱۶۰۵ میلادي کال کښې وفات شو.
««««««««««««
۱۷۲ کاله مخکښې، د ۱۸۴۴ میلادي کال د اکتوبر په پینځلسمه نیټه جرمن فلاسفر فرډریک ویلیم نیچه وزیږید. هغه د زده کړو له پوره کولو وروسته په بال نومي پوهنتون کښې تدریس او ښوونه پیل کړه. هغه به له دینونو او اخلاقي اصولو سره مخالفت کاوه او په خپله فلسفه کښې په (ابر سړي) باوري ؤ. د نیچه له نظره ابر سړی د انسان د ارادې نتیجه او له ټولو خوبیو او بدیو لوړ او اوچت دی. د هغه له آثارو څخه (داسې وویل زرتشت)، (د ټریجیډۍ پيدایښت) او (له ښو او بدو ورآخوا) نومونه اخیستئ شو. نیچه د عمر په وروستیو کښې خپل فکري تعادل او انډول له لاسه ورکړ او په ۱۹۰۰ کال کښې مړ شو.
««««««««««««
۳۸ کاله مخکښې، د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۴ نیټه، د ایران په سویل کښې د کرمان ښار د جامع جومات غمیزه رامینځته شوه. د کرمان خلک په دغه ورځ په تهران کښې د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د وږي د میاشتې د اوولسمې نیټې د شهیدانو د څلویښتۍ د نمانځنې په موخه په جامع جومات کښې راغونډ شوي وو. د شاه رژیم امنیتي ځواکونو د خلکو د دغې غونډې په ځواب کښې پر بې دفاع خلکو حمله وکړه او له هغو یې ډیر کسان شهیدان او ټپیان کړل. دې پيښې د شاه رژیم په جنایتونو باندې په اعتراض کښې پراخه څپه راپورته کړه او د کرمان د جامع جومات پيښه د باچا رژیم د ځپونکو سیاستونو د یو بل سند په توګه په تاریخ کښې ثبت شوه.
««««««««««««
۲۷ کاله مخکښې، د ۱۳۶۸ هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۴ نیټه، اوسمهاله ایرانی ساز جوړونکی استاد مرتضی حنانه وفات شو. مرتضی حنانه د لومړني پړاؤ له تیرولو او د موسیقۍ هنرتون ته له داخلیدو وروسته د هنرتون لخوا چیکو سلوواکیا ته لاړ څو ضروري زده کړې ترسره کړي. د دویم نړیوال جنګ په جوړیدو سره دغه هنرتون بند شو خو مرتضی حنانه پخپلو او د خپلو ملګرو په هلوځلو سره د تهران د سمفونک آرکسټرا بنیاد کیښود. هغه بیا په موسیقۍ کښې د خپلو زده کړو د بشپړولو لپاره ایټالیا ته لاړ او ایران ته له راستانیدا وروسته یې د موسیقۍ تدریس او ښوونه پیل کړه. حنانه څه موده وروسته د فارابي په نامه د ایران د راډیو سیفونکه آرکسټرا جوړه کړه او د ایران د ټیلیویژن له افتتاح وروسته یې د سرپرست د سلاکار په توګه د سندر غاړو د فني روزنې کلاسونه جوړ کړل.
استاد حنانه چې په ۱۳۵۰ هجري لمریز کال کښې د یو فلم لپاره د تر ټولو غوره ساز جوړونکي د میډال په ترلاسه کولو بریالی شوئ ؤ، هغه لومړنی کس دی چې په ایران کښې یې د فلم د موسیقۍ جوړول پیل کړي دي. ګام های ګمشده، دروازه های متروک او مقاصد الالحان د استاد مرتضی حنانه له آثارو دي.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش