Oct 17, 2016 13:29 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۱۱

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې څوارلس سوه اووه دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له څوارلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له شپاړسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو پینځه اویا کاله پخوا،  د دولس سوه درې شپیتم هجري قمري کال  د محرم  الحرام  د میاشتې  په  څوارلسمه  نیټه، یو نامتو  مسلمان  پوه  او محدث سید  صدر الدین  موسوي عاملي  د ایران په یوه ښار اصفهان کښې وفات  شو. هغه  د لبنان  په جبل عامل سیمه کښې  وزیږید. موسوي  عاملي  په ماشومتوب  کښې  عراق  ته  لاړ  او  د نجف  په  علمیه  حوزې  کښې    يې  د زده کړو له  بشپړولو وروسته  څيړنې او مطالعې ته مخه کړه  او څه  موده  وروسته  د فقې، د فقې د اصولو  او حدیث  په  څير  په  علومو کښې  يې ډير مهارت ترلاسه کړ. د دغه  مسلمان  پوه  له  تالیفاتو  څخه   د فقې او د فقې  د  اصولو په باب کښې  یو مفصل کتاب  پاتې دی. همداراز  په  نحو کښې  هم  هغه کتاب چې  شواهد او مثالونه  يې  د قرآن  له  آیتونو دي،  د دغه  لوئ عالم  بل  اثر  دی.

««««««««««««

یو سلو څوارلس کاله پخوا، د دیارلس سوه څلورویشتم هجري قمري کال  د محرم  الحرام  د میاشتې  په  څوارلسمه نیټه، یو فقیه  او  مفسر سید ابو القاسم  لاهوري   وفات شو. ابوالقاسم  بن  حسین  بن  نقي  رضوي تقوي  لاهوري   هغه  فقیه  او مفسر  ؤ  چې  په  کشمیر کښې زیږیدلئ  ؤ.  هغه   د  هند  یو  مشهور عالم  او   فقیه ، فاضل ، مفسر ،پوه او  د  ډيرو  تالیفاتو لرونکی  عالم ؤ.  هغه  په  لاهور  کښې خاورو ته سپارل شوی دی.  د ابوالقاسم لاهوري  په  آثارو کښې  (برهانِ شقُ القمر  و  ردالنیّرالاکبر)  او  (الصراط  المستقیم)   ته  اشاره کولئ شو.

««««««««««««

اووه اویا کاله  پخوا، د دیارلس سوه اتلسم هجري  لمریز کال  د  تلې  د  میاشتې  په  پینځه ویشتمه نیټه،  د  رضا  خان  د  استبداد مخالف ایرانی شاعر او جرنلسټ  محمد فرخي  یزدي  په  جیل  کښې  ووژل  شو.  میرزا  محمد فرخي  یزدي  په  دولس سوه اووه شپیتم هجري  لمریز کال  کښې  په  یزد کښې وزیږید. هغه پینځلس کلن  ؤ چې  د  انتقادي شعرونو د ویلو په وجه له ښوونځي  وایستل شو. د مشروطه  په  پړاو کښې د آزادي غواړو په ډله کښې شامل شو.

فرخي  د دولس سوه نهه اتیایم هجري  لمریز کال په نوروز کښې په  یو شعر کښې  د یزد واکمن  ته  په  خطاب کښې په  هغه  نیوکه  وکړه  او له  هغه  وروسته د واکمنانو  په  حکم  د  هغه  شونډې  په  ستن  تار  سره  وګنډل  شوې او  په  جیل کښې  یې  واچاوه.  یو  دوه  میاشتې  وروسته تهران  ته  راوتښتید او له  ملي مبارزانو سره  ملګری  شو. هغه  په  دیارلس سوم  هجري  لمریز کال کښې طوفان نومې  ورځپاڼه خپره کړه  او  د حالاتو مقابله  به  یې  په  نیوکې  سره کوله. هغه  په  اوومه  دوره کښې  د یزد د خلکو لخوا  د ایران  د  ملي  شورا په وکالت غوره شو او خپلو مبارزو  ته  یې  دوام  ورکړ  خو  بیا وروسته  د  ژوند د امنیت  د  نشتوالي  په  وجه  له  هغه  ځایه  جرمني ته  وتښتید.  فرخي  ډیره  موده پس  ایران ته راستون شو خو ډیر ژر ونیوئ شو او زنداني شو او د دیارلس سوه اتلسم هجري لمریز  کال  د  تلې  د  میاشتې  په  پینځه ویشتمه  نیټه،  په  یو پنځوس  کلنۍ کښې  ووژل  شو.

««««««««««««

یو اویا  کاله  پخوا، د  نولس سوه پینځه څلویښتم  میلادي کال  د اکتوبر  په شپاړسمه نیټه، د ملګرو ملتو د کرهڼې او خوړو نړیواله  موسسه  جوړه شوه. د ملګرو  ملتو  د خوړو او کرهڼې کانفرنس د نولس سوه درې څلویښتم میلادي کال په مۍ میاشت کښې په امریکا کښې جوړ شو او د خوړو او کرهڼې  د  نړیوال سازمان د اساسنامې د مسودې د تنظیمولو لپاره یو لنډ مهاله  کمیشن  جوړ  شو. بالاخره  د  فائو  په  نامه  دغه  سازمان  د  نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي  کال  په  اکتوبر کښې  د  ایټالیا په پلازمینه روم کښې جوړ  شو او اساسنامه  یې  د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال  د اکتوبر په شپاړسمه  نیټه، د کینیډا په کِبِک کښې د شلو حاضرو هیوادونو لخوا تصویب  شوه.

د دغه  سازمان  د  جوړیدو  موخه  په خوړو، کرهڼې، ځنګلونو، کب پالنې پورې په اړونده احصائیو او حقایقو پورې د شاملو معلوماتو د خدمتونو د برابرولو او  همداراز  د  تولید،  بازار موندنې، د کرهڼیزو محصولاتو د بدلولو او  ویشلو  او  د  طبیعي  سرچینو  د ساتلو  د ښه کیدو په برخه کښې هلې ځلې  د  مصرف او توزیع، د تولید د اټکل او ارزونې او د غوښتونکو لپاره د مرستو د ضمانت، د شیانو د مبادلې او د کریډیټ د پوره کولو د سیاستونو  د  ټاکلو  په  زمینه  کښې  له  خپلو  غړیو سره  مرسته  ده.

فائو  د  ملګرو ملتو تر ټولو لویه تخصصي موسسه ګڼله کیږي  او د څلور دیرشو  غړیو هیوادونو له  استازیو جوړ   یو عمومي کانفرنس لري  چې  په  هرو دوو  کالو  کښې  یو ځل  غونډه  جوړوي. د  فائو  مرکز  په  روم  ښار  کښې  دی.

««««««««««««

پینځه شپیته کاله پخوا،  د  نولس سوه یو پنځوسم  میلادي  کال  د  اکتوبر  په شپاړسمه نیټه، د پاکستان  لومړی  وزیر اعظم  لیاقت  علي خان  ټرور  شو. د پاکستان  د  هغه وخت  لومړي  وزیراعظم لیاقت علي خان  د دغه  هیواد په جوړولو کښې  ستر  رول  درلود. هغه د محمد علي جناح  له وفات  وروسته  د مسلم  لیګ  ګوند  مشري  په  لاس کښې اخیستې وه.

هغه  په  راولپنډۍ  ښار  کښې  د  مسلم  لیګ  ګوند په  اجتماع  کښې  د سعد اکبر  زدران  په  نامه  د  یو  افغان  لخوا  دوه ډزه وویشتل شو او ووژل شو. لیاقت علي خان  د مړینې  په  وخت  پینځه پنځوس کلن ؤ.  هغه  د  کمیونیسټ خلاف  ؤ.  پښتنو له  هغه  سره  په  دې  وجه  دښمني  درلوده  چې  هغه  د  ډیورینډ په کرښه د تائید ټاپه وهلې او پښتون میشته سیمې یې له پاکستان سره ونښلولې.

له  هغه  شپږ پنځوس کاله وروسته د پاکستان پخوانی وزیراعظمه بینظیر بوټو هم  د  راولپنډۍ  په  ملي  باغ  کښې  د  خلکو  په  غونډه  کښې  د  لیاقت علي خان  په  څیر  ووژله  شوه.

د  پاکستان  د  پښتون  میشته  صوبو  مسئله  تر  ننه  پورې  نه  ده  هواره شوې او ورځ  تر  بله  لا سختیږي. طالبانو په همدې سیمو کښې  پوځي  زده کړه او ټریننګ  کړئ  ؤ.

««««««««««««

دیرش کاله پخوا،  د  دیارلس سوه پینځه شپیتم  هجري لمریز کال د تلې د میاشې  په  پینځه ویشتمه نیټه، د ایران اوسمهاله محقق او مترجم استاډ حسین  خدیو جم  په  نهه پنځوس  کلنۍ کښې وفات شو. هغه  د  لوړو زده کړو له  ترسره  کولو  وروسته  څه  موده په مشهد پوهنتون کښې د ادبیاتو په تدریس  او  ښوونه  بوخت  ؤ او  بیا يې  په  تهران  کښې  د تدریس کار ته  دوام ورکړ.

له  دغه  مشهور او  تکړه  محقق  څخه  د  تحقیق، تصحیح  او  ترجمې  په  لړ کښې څه باندې دیرش ټوکه کتابونه په یادګار پاتې دي چې د امام محمد غزالي  د (کیمیای سعادت) او د (حقایق الاخبار ناصري) تصحیح  او  ترجمه پکښې  شامله  ده.

««««««««««««

او  د  اکتوبر  د  میاشتې  شپاړسمه  نیټه،  د خوړو نړیواله  ورځ  نومول  شوې ده. د خوړو نړیواله  ورځ  د نولس سوه نهه اویایم  میلادي کال  په  نومبر  میاشت کښې د فائو سازمان په شلمه غونډه کښې د دغه سازمان د غړیو هیوادونو لخوا چې په حقیقت کښې د فائو د جوړیدو ورځ ده، ونومول  شوه او  هر کال  د  نړۍ  په  څه  باندې  یونیم  سل  هیوادونو کښې د  هغې  د  نمانځنې مراسم ترسره کیږي. په دغه ورځ  نړیوال سازمانونه  د کرهڼې په لړ کښې د اړیکو د ټینګښت  او  د  فقر او لوږې او د ژواک چاپیریال د خرابیدو د مخنیوي  لپاره  د زمینه  جوړونې  هڅه  کوي. د خوړو نړیواله  ورځ  د  اوده  شویو  وجدانونو  د  ویښولو  لپاره  یوه  جټکه او له  وږو  خلکو سره  د خواخوږۍ ورځ  ده  چې  د ژوند له  تر ټولو ابتدايي او  بنیادي  حق  یعني خوړو څخه  بې  برخې  دي  او  په  دغه  محرومیت  کښې  مري.

 

مترجم: ذیشان حیدر بنګش

 

ټیګونه