Oct 17, 2016 13:31 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۲۱۲

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې شپږویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له اوولسمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو پینځه اتیا کاله پخوا، د درې سوه درې پنځوسم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د څلورمې هجري قمري پیړۍ یو مشهور پوه او محدث ابن سکن وفات شو. هغه په دوه سوه څلور نوېم هجري قمري  کال کښې په بغداد کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې او د پوهې او علم د ترلاسه کولو لپاره یې ډیرئ ټاټوبیو ته سفرونو وکړل. هغه د ماوراء النهر، خراسان، عراق، شام او مصر په بیلا بیلو ښارونو کښې حدیثونه واوریدل او بالاخره په مصر کښې استوګن شو. د همدغو سفرونو او له بیلا بیلو محدثانو سره د کتنې په وجه، ابن سکن ډیر حدیثونه زده کړل. د دغه مسلمان پوه له آثارو څخه کولئ شو، د (الحروف فی الصحابه) کتاب ته چې د پیغمبر اکرم (ص) د ملګرو د حال د شرحې او  تاریخ په باب لیکل شوئ دی، اشاره وکړو.

««««««««««««

اته سوه نهه څلویښت کاله  وړاندې، د پینځه سوه نهه اتیایم  هجري قمري کال د محرم  په  پینځلسمه نيټه،  په  ابن طاووس مشهور  یو  مسلمان  عالم، فقیه او  محدث    علی  بن  موسی  بن  جعفر د عراق  په  یوه  ښار حله  کښې  وزیږید.  هغه په  ماشومتوب  او ځوانۍ کښې  پخپل  زیږنځائ  کښې  ابتدايي  علم  زده کړ او له  دې  وروسته  بغداد ته  لاړ  او کابو تر پینځلسو کلونو پورې  يي په دغه  ښار  کښې  ژوند  وکړ.  دغه مسلمان  پوه  په علم، تقوا او فضیلت کښې  د خپل  وخت   یو خورا  مشهور کس ؤ  او له  لوړ  باور  او اعتماده  برخمن ؤ.

ابن طاووس ډير تالیفات  لري  چې  خورا باوري اسلامي سرچینې دي. د ابن طاووس  یو  مشهور اثر (اللهوف)  د حضرت امام  حسین (ع) د پاڅون او د عاشورا  د پيښو په  ذکر  کښې لیکل شوی دی چې پخپل  ډول  کښې  یو بې مخینې، په دې زمینه کښې یوه باوري  او  موثقه  سرچینه  ده  او  تل  د اهل  علم  د استناد وړ  ده. دغه  کتاب  څو  څو  ځله  په ایران، لبنان او نجف  کښې چاپ شوی دی. د سید ابن طاووس  له نورو آثارو څخه  (سعد السعود)  او (الاقبال  بصالح  الاعمال)  نومې کتابونو ته  اشاره کولئ شو.  هغه په  شپږ سوه څلور شپیتم هجري قمري کال کښې  په  پینځه اویا کلنۍ کښې  وفات  شو.

««««««««««««

دوه سوه درې پنځوس کاله  وړاندې،  د  یوولس سوه پینځه اتیایم  هجري قمري کال  د محرم  په  پینځلسمه نیټه، یو مشهور ایرانی خطاط  عبدالمجید طالقاني  په پینځه دیرش کلنۍ کښې  وفات  شو.  هغه  پخپلو  توانمنو  لاسونو سره ډير آثار پنځولي دي چې د خوشنویسۍ په هنر کښې  کم ساري وو  او د ژوند د شرحې  ډیرو لیکونکو  هغه  په  دغه  فن  کښې   یو نامتو استاد بللئ دی.  عبدالمجید طالقاني  په  پیل  کښې نستعلیق  خط  او  ورپسې  هم  شکسته  خط  زده کړ.  د دغه ایراني خوشنویش له ارزښتمنو آثارو څخه  د کلیات سعدي  او  له څو نورو خطي آثارو پرته  بل څه نه دي پاتې. همداراز  استاد  طالقاني  په  شاعرۍ کښې  هم  ډيره  وړتیا او شوق  درلود. هغه  ډير  په زړه  پورې  غزلیات  ویلي دي او د هغه  د شعرونو  دیوان  په  (دیوان خوش) مشهور دی.

««««««««««««

۱۶۷  کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۸۴۹ ميلادي کال د اکتوبر په اولسمه نېټه پولېنډي موسيقي پوه او پيانو غږوونکے فرېډريک شوپن مړ شو. هغه په ۱۸۱۰ کال کښې وزېږېد. شوپن په موسيقۍ کښې خپلې زدکړې ترسره کړې او بيا يې مختلفو اروپائي هېوادونو ته په سفر کښې ګن شمېر کنسرټونه وکړل چې د هغۀ د شهرت سبب شول. شوپن په سترو آرکسټرونو کښې د پيانو مقام او رول د کمال حد ته ورسوۀ. همدارنګ د هغۀ تصنيفات مضبوط شاعرانه اړخ لري او په عامه توګه له هېجانه ډک او غمجنوونکي دي.

««««««««««««

۱۲۹ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۸۸۷ ميلادي کال د اکتوبر په اولسمه نېټه مشهور جرمن فېزېکپوه او رياضي پوه ګوسټاو کيرشهوف مړ شو. هغه په ۱۸۲۴ کال کښې وزېږېد. هغۀ د نمر د رڼا او د هغې د تجزيې د طريقې په حقله په مطالعه او څېړنه لاس پورې کړ او يوه موده پس د بونسن نومې خپل يو سائېنسدان دوست په مرستې سره يې د نمر رڼا تجزيه کړه او د هغې طريقه يې کشف کړه. هغۀ همدارنګ د الېکټرېسټي يا برېښنا د بهيرونو د انحراف قوانين تشريح کړل.

««««««««««««

۴۳ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۹۷۳ ميلادي کال د اکتوبر په اولسمه نېټه تېل صادروونکو عربو هېوادونو د امريکې، برطانيې او په اسرائيلو باندې تېل خرڅوونکو شرکتونو تيلي بائيکاټ پېل کړ. ځکه چې امريکې او برطانيې له سوريې او مصر سره د صهيونېسټ رژيم د جنګ په دوران کښې چې د اکتوبر له شپږمې نېټې څخه شروع شوے ؤ له دغه رژيم سخه ډېر سخت ملاتړ کوۀ. د تېلو صادروونکو هېوادونو يعنې اوپېک په غونډه کښې عربو هېوادونو د امريکې، برطانيې او اسرائيلو تيلي بائيکاټ اعلان کړ او په دا ډول د تېلو بيه له مخکې نه ډېره زياته شوه. د تېلو د بيې چټکه زياتېدنه د لويديځو هېوادونو لپاره يوه ناڅاپه چاره وه، په دا ډول چې هغه يې په تيلي صدمې سره تعبير کړه. خو لږه موده پس عربو هېوادونو د بائيکاټ خلاف ورزي وکړه او په امريکې او برطانيې باندې يې د تېلو خرڅول بيا شروع کړل. د ځينو لويديځو هېوادونو په خلاف د عربو محدود تيلي بائيکاټ او په لويديځ کښې يې پائېلو وښودله چې تېل لرونکي اسلامي هېوادونه له صهيونېسټ رژيم څخه د لويديځ له ملاتړ سره د مقابلې لپاره يوه مهمه وسله په اختيار کښې لري چې له هغې څخه د مناسبې استفادې په صورت کښې دغه ملاتړ تر ډېرې کمې اندازې پورې راټيټولې شي.

««««««««««««

۳۳ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۹۸۳ ميلادي کال د اکتوبر په اولسمه نېټه فرانسوي ټولن پېژاندے رېمونډ آرون مړ شو. هغه په ۱۹۰۵ ميلادي کال کښې وزېږېد. هغۀ کلونه کلونه د پېرس په سوربن  پوهنتون کښې د ټولن پېژندنې په څانګه کښې تدريس وکړ. آرون همدارنګ د پېرس چاپ په فېګارو او اېکسپرېس مجلو کښې ليکوالي شروع کړه. هغۀ ګڼ شمېر کتابونه ليکي دي چې له هغو څخه ((د اېټمي جنګ شروع))، ((طبقاتي مبارزه)) او ((د پېړۍ وروستي کلونه)) نومې کتابونو نومونه اخېستې شوو.

 

ټیګونه