تاریخ پاڼه شماره ۲۱۳
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره شپاړسم میلادي کال د اکتوبر له اتلسمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو اته اویا کاله پخوا، د دولس سوه شپیتم هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې په شپاړسمه نیټه، امیر عبدالقادر الجزایري د فرانسوي نیواکګرو پر ضد له پینځلس کلنې مبارزې وروسته ونیول شو .
د امیر عبدالقادر د ماتې یو علت دا ؤ چې په الجزایر کښې یې د اوسیدو او مبارزې لپاره کومه اډه نه درلوده او دغه درست هیواد د فرانسویانو په نیواک کښې ؤ .
بالاخره امیر عبدالقادر مجبور شو، د الجزایر او مراکش په سرحدي پولو کښې له فرانسویانو سره مبارزه وکړي. خو د مراکش واکمن هم چې د فرانسویانو تر سلطې لاندې ؤ، له څه مودې وروسته امیر عبدالقادر ته د مراکش د سرحدي سیمو د کارولو اجازه ورنکړه او هغه یې له خپلې خاورې وویسته .
دغه موضوع د دې لامل شوه چې فرانسویان وتوانیږي، امیر عبدالقادر ته چې د آفریقا په شمال کښې د یوه خپلواکه او یو موټی حکومت د جوړولو او الجزایر څخه د استعمارګرو د ویستلو په فکر کښې ؤ، ماتې ورکړي.
امیر عبدالقادر نهه کاله د فرانسویانو په بند کښې ؤ او وروسته یې هغه په دې شرط چې خپل هیواد ته ستون نشي، خوشي کړ.
««««««««««««
څلور نوي کاله پخوا، د نولس سوه دوه ویشتم میلادي کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه، په انګلستان کښې بي بي سي راډیو جوړه شو. دا راډیو په پیل کښې خصوصي وه خو په نولس سوه اووه ویشتم میلادي کال کښې د حکومت تر څارنې لاندې راغله او د انګلستان په حکومتي راډیو بدله شوه. د بي بي سي پروپیګنډا خپرونکې راډیو له نولس سوه شپږ دیرشم میلادي کال څخه د ټیلیویژني پروګرامونو خپرول هم پیل کړل. د بي بي سي راډیو بودجه چې د نړۍ په مختلفو ژبو پروګرامونه خپروي، د انګلستان د حکومت لخوا برابریږي. که څه هم بي بي سي د خبري بې پلیتوب ادعا کوي خو په وروستۍ نیمه پيړۍ کښې یې د انګلستان د حکومت د تبلیغاتي اوزار په توګه کار کړی دی او د مختلفو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لندن د دخالت لپاره یې زمینه برابره کړې ده.
پر دې سربیره بي بي سي تل د لورنیونکو رپورټونو او خبرونو په خپرولو سره د دریمې نړۍ په هیوادونو کښې د لویدیځ په تیره بیا د انګلستان استعماري او ګټه لټونکي سیاستونه توجیه کړي دي.
««««««««««««
پینځه اتیا کاله پخوا، د نولس سوه یو دیرشم میلادي کال د اکتوبر په اتلسمه نیټه، د بریښنا کشفونکی تومس ایډیسن مړ شو. هغه د اتلس سوه اووه څلویښتم میلادي کال په فرورۍ کښې په امریکا کښې وزیږید. ایډیسن لوړې زده کړې نه درلودلې او یوازې د ډیرو پوښتنو په کولو او د زیاتو ازموینو په ترسره کولو سره یې د خپلې پوهې او خبرتیا کچه لوړوله.
هغه په ځلمیتوب کښې یوه کیمیاوي لیبارټري جوړه کړه او په پراخه پیمانه یې مختلفې ازموینې پیل کړې. ایډیسن په ډیر محنت او زیار سره وتوانید چې ډیر ایجادات او اختراعات پخپل نوم ثبت کړي چې تر ټولو مهم پکښې د بریښنا او د بلب یا ګروپ، ګرامافون او فونوګراف جوړول وو.
««««««««««««
نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د تلې د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، د ایران پر ضد د عراق د تپلې جګړې په بهیر کښې د امریکا جنګي بيړیو په فارس خلیج کښې د ایران پر تیلي ټاپوګانو برید وکړ.
وروسته له دې چې د کویت دولت د ایران اسلامي جمهوریت پر توغندويي برید وګواښه او عراق په دې پلمې سره د شپږ شپیتم لمریز کال د وږي په اوولسمه نيټه، د ایران پر تاسیساتو برید وکړ، ایران هم د کویت یوه تیل وړونکې بيړۍ په توغندي وویشتله او زیانونه یې ور واړول.
د امریکا دولت په دې پلمې سره چې پر تیل وړونکې بېړۍ د امریکا بیرغ ؤ، د غچ اخیستنې د اقدام پریکړه وکړه او د دیارلس سوه شپږ شپیتم کال د تلې په اووه ویشتمه نيټه، څلور امریکايي جنګي بيړۍ د رستم ټاپو ته چې د رشادت تیلي پلیټ فارم پکښې ؤ، ولیږدول شوې او په درنو توپونو یې زر مرمۍ وویشته او ویجاړه یې کړه.
ورپسې د امریکايي کمانډویانو یوې ډلې د رستم ټاپو په شمال کښې پر رسالت تیلي میدان چې ادعا یې کوله، په یاد تیلي میدان کښې، راډار لرونکي او مخابراتي تاسیسات شته، برید وکړ، په ټاپو کښې یې شته تاسیسات وران کړل.
دا په داسې حال کښې ده چې په یاد تیلي پلیټ فارمونو کښې هیڅ ډول پوځي او راډاري تاسیسات نه وو.
د ایران پر ځمکنۍ بشپړتیا د امریکا وسله وال تيري د ملګرو ملتونو او د نړیوالو حقوقو منشور خلاف ورزي او د بې پلوي توب په رعایتولو کښې د هغوئ د ظاهري ادعاګانو بیا بیا خلاف ورزي د امنیت شورا د ټولو مادو ترپښو لاندې کول وو.
په فارس خلیج کښې د ایران پر تیلي پلیټ فارمونو د امریکا دغه تيریګر برید، د نړۍ د مختلفو هيوادونو ډير غبرګونونه په ځان پسې درلودل او ځینو هيوادونو دغه تيريګر اقدام وغانده.
««««««««««««
او له ننه شپږ کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال د تلې په اووه ویشتمه نيټه، پیاوړی ایرانی کتاب پوه او نسخه پيژندونکی ډاکټر علینقي منزوي په اته اتیا کلنۍ کښې وفات شو.
د ایران د وتلي عالم شیخ آقا بزرګ تهراني زوئ علینقي منزوي په دیارلس سوه دوهم هجري لمریز کال کښې وزیږید.
دغه ایراني پوه په دیارلس سوه اووه دیرشم هجري لمریز کال کښې د اسلامي علومو په برخه کښې له تهران پوهنتون څخه د ډاکټرۍ درجه ترلاسه کړه او په دغه پوهنتون کښې یې تدریس ته مخه کړه.
خو د پهلوي رژيم ضد فعالیتونو له امله تر تعقییب لاندې راغئ او په دیارلس سوه شپږ څلویښتم هجري لمریز کال کښې اړ شو چې لبنان ته ولاړ شي.
نوموړي په لبنان کښې علمي فعالیتونو ته دوام ورکړ او په دیارلس سوه پنځوسم هجري لمریز کال کښې یې د بیروت له جوزف پوهنتون څخه د فلسفې په برخه کښې بله ډاکټري ترلاسه کړه.
منزوي په دیارلس سوه پینځه پنځوسم هجري لمریز کال کښې ایران ته راستون شو او د کتابونو تالیف، ژباړې او تصحیح ته یې دوام ورکړ.
د فارسي ادب د دغه استاد له مهمو آثارو څخه د (فرهنګ دهخدا) په تالیف کښې له علي اکبر دهخدا او محمد معین سره د هغه ملګرتیا ته اشاره کولائ شو.
هغه همداراز له زلميتوب څخه د (الذریعه) مهم کتاب او (طبقات اعلام الشیعه) چې د شیعه متفکرانو او مؤلفینو په معرفۍ کښې مهم کتاب دی، په تدوین کښې د پلار مرسته کونکی ؤ.
له منزوي څخه ډير کتابونه په یادګار پاتې دي چې پکښې (تصحیح و انتشار الاشارات و التنبیهات ابن سینا) او (فرهنګ نامه عربي به فارسي) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
مترجم: ذیشان حیدر بنګش