Mar 29, 2019 17:24 Asia/Kabul
  • د تاریخ پاڼه ۱

نن د ۱۳۹۸ هجري لمریز د وري د میاشتې وړومبۍ نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له څوارلسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې له یوویشتمې نیټې سره برابره ده.

ګرانو دوستانو د ۱۳۹۸ لمریز کال د تاریخ وړومبۍ پاڼه درته د نوروز د اختر په مبارکۍ ویلو سره وړاندې کوو. لکه څنګه چې پوهیږئ د ایرانیانو په نزد د پسرلي اوله ورځ چې د ښکلا او د طبیعت د تاندوالي موسم دی، د نوي کال وړومبۍ ورځ ګڼله کیږي. د ایران خلک هر کال په دې ورځ چې د نوروز د لرغوني اختر د پيلیدو نیټه ده، جشن لمانځي او په خپلو کښې په تګ راتګ او د مبارکۍ د کارډونو په لیږلو سره د یو بل لپاره په نوي کال کښې د خوشالۍ او نیکمرغۍ آرزو کوي.

په دې هیله چې نوی کال ستاسو لپاره له برکتونو، خوشالیو او بریاؤ ډک کال وي، د خپرونې په دې برخه کښې ستاسو پام د تاریخ پاڼې ته راړوو. نن د ۱۳۹۸ هجري لمریز د وري د میاشتې وړومبۍ نیټه ده چې د ۱۴۴۰ هجري قمري کال د رجب د میاشتې له څوارلسمې او د ۲۰۱۹ میلادي کال د مارچ د میاشتې له یوویشتمې نیټې سره برابره ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱۹۲ کاله اګاهو د له میلاده ۱۷۳ کاله مخکښې د مارچ د میاشتې په یویشتمه نیټه د (مَهستان) په نوم د ایران وړومبنۍ پارلیمان جوړ شو. د دغه پارلیمان غړي چې د اشکاني باچا، وړومبي مهرداد په وختو کښې یې بڼه ونیوله، د ایران شاهزادګان او مشران وو. د مهستان پارلیمان په اختیاراتو کښې د باچا غوره کول او د سختې ناروغۍ، لیونتوب، د کار د توان نه لرلو او له هیواد سره د خیانت کولو په بڼه کښې د هغه عزلول او هم داشان د جنګ اعلان او د صلحې وړاندیز شامل وو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۱۴۳۸ کاله پخوا د دویم هجري قمري کال د رجب په څوارلسمه نیټه په صدرِ اسلام کښې د مکې له مشرکانو سره د مسلمانانو لومړنئ نښته وشوه. په مدینه کښې له ځائ پر ځائ کیدو وروسته د مسلمانانو د لومړنئ نښتې قومانده د عبدالله بن جحش اسدی په غاړه وه چې د عمر بن الحضرمی په مشرۍ د قریشو له کاروان سره وشوه. په دې نښته کښې عمر بن الحضرمی ووژل شو. دغه جګړه د اسلام په تاریخ کښې په سریه عبدالله بن جحش مشهوره شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۹۴ کاله مخکښې د ۱۳۰۴ لمریز کال د وری یا حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه، د ایران د پارلمان د مصوبې له مخې، رسمی لیکنې د لمریز کال له تاریخه په استفادې سره پیل شوې.

په دې توګه د ایران کال هنداره له سپوږمیز څخه لمریز ته بدله شوه.

ددې دوو تاریخونو پیل، د بعثت په دیارلسم کال له مکې څخه مدینې منورې ته د حضرت پیغمبر اکرم (ص) هجرت دی، په دې تفاوت سره چې سپوږمیز کال د ځمکې له کُرّې څخه د سپوږمۍ ۱۲ ځله چورلېدل یو کال وخت نیسی او لمریز کال، پر لمر د ځمکې د کرې د یوځل چورلیدو اندازه ده.

دا چې هر لمریز کال ۳۶۵ ورځې دی، له سپوږمیز کاله چې ۳۵۴ ورځې دی، هر کال ۱۱ ورځې اوږدېږی.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=           

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

=            ۲۱ کاله وړاندې د ۱۳۷۷ لمریز کال د وری په لومړۍ نېټه، د ایران د نوې کیمیا د علم پلار، ډاکټر ابوالحسن شیخ وفات شو.

استاد ډاکټر ابوالحسن شیخ په ۱۲۸۶ لمریز کال کې په تهران کې په یوه مذهبی کورنۍ کې وزږید.

پلار یې مرحوم ډاکټر محمد شیخ چې د ګرانسنګ وسایل الشیعه کتاب خاوند،( متوفی ۱۱۰۴ سپوږمیز کال) ، په احیاء الملک مشهور علامه بزرګوار، شیخ حر عاملی له لمسیانو څخه و.

هغه د لومړنیو او منځنیو زده کړو له بشپړولو وروسته د ایران او جرمنی په صنعتی مدرسه کې د کیمیا او درمل جوړونې په څانګه کې زده کړو ته دوام ورکړ.

ورپسې په شل کلنۍ کې د لومړنیو ایرانی محصلینو په ډله کې جرمنی ته ولاړ تر دې چې دغه شیخ له اته کاله اقامت وروسته وتوانېد چې د لومړنی ایرانی په توګه د کیمیا په څانګه کې ډاکټری ترلاسه کړی.

ډاکټر ابوالحسن شیخ، ورپسې هېواد ته راستون شو او تدریس ته یې ملا وتړله.

هغه ۳۲ کاله تدریس سره په دې څانګه کې په سلګونو محصلین وروزل او په ۱۳۲۲ کال کې یې د تهران پوهنتون د علوم پوهنځی په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

ډاکټر شیخ په ۱۳۳۲ کال کې د آیت الله کاشانی په استازیتوب د بیت المقدس په اسلامی کنفرانس کې ګډون وکړ او په ۱۳۶۵ کال کې متقاعد شو.

هغه تل ددینی او عرفانی کتابونو پر مطالعې مشغول و او د خپلو اطرافیانو په دینی روزنه کې یې هڅه کوله او دغه راز یې ډېر وخت د عرفان او اخلاقو د لویانو څخه علمی ګټه پورته کړه.

له دې پیاوړی عالم څخه چې د ایران د نوې کیمیا د علم پلار او بنسټګر ګڼل کېږی، تالیفات ترې پاتې دی په ۲ ټولګو کې د ((تئوری های آلی )) او په دوو ټولګو کې (( عملیات شیمی آلی)) او... نورو ته اشاره کولای شوو.

هغه بالاخره د ۱۳۷۷ کال د پیل په ساعتونو کې په ۹۰ کلنۍ کې وفات شو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

 

 

ټیګونه