May 01, 2016 11:11 Asia/Kabul
  • د هدایت حدیث
    د هدایت حدیث

پدی مطلب کی د زړه ورتیا په هکله یو شمیر مبارک حدیثونه او روایات څیړو، پدې هیلې سره چی د ژوندانه په چارو کی استفاده ورڅخه وکړئ.

  پدی مطلب کی د زړه ورتیا په هکله یو شمیر مبارک حدیثونه او روایات څیړو، پدې هیلې سره چی د ژوندانه په چارو کی استفاده ورڅخه وکړئ.
  د هغو ښو صفاتو له جملې څخه چی، د انسان د عزت او  شخصیت د لوړاوی سبب کیږی، زړه ورتیا ده. شجاعت او زړه ورتیا یعنی له هغه څه نه ویریدل؛ چی باید و نه ویریږو، او له هغه څه لیری کیدل؛ چی باید ورڅخه لیری شو. حضرت امام علی ع، د زړه ورتیا په باره کی فرمایې:« زړه ورتیا، ذلت ته غاړه نه ایښودل دي.»
ګرانو دوستانو! نننئ مطلب د «زړه ورتیا» په هکله دئ، هیله ده چی تر پایه پوری زموږ سره ملتیا وکړئ.
 زړه ورتیا، په زړه پوری یوه مربوطه مسئله ده، او د انسان په ځان او د روح په تل کی ریښه لری، او په لغوی اصطلاح کی د زړه غښتلتیا، او په سختو شرایطو او ستومانه کونکو نښتو کی مقاومت او ټینګ پاتی کیدو ته وایی. زړه ورتیا پراخې معناوې او ډولونه لری، چی یو ډول یی بدنی زړه ورتیا ده. یو چا د حضرت امام حسن ع څخه پوښتنه وکړه: زړه ورتیا څه ده؟ انحضرت په ځواب کی وفرمایل:« له رقیبانو سره مقابله، او د جګړې په میدان کی مقاومت او دریدا ده.»
  د پیښو د رامنځته کیدو په وخت کی مقاومت کول هم، یو ډول زړه ورتیا ده. زړه ور انسان هغه کس دئ، چی د روحی قدرت او د زړه د غښتلتیا د لرلو با وجود، خپل غضب او غصه؛ تل د عقل په قوې سره کنټرولوی. په حقیقت کی زړه ور هغه کس دئ، چی له بل هر څیز څخه په زیاته اندازه، پخپل ځان او پخپلو ډول ډول غوښتنو باندی سلطه لری، او خپلې ټولې توانمنۍ او ځواکونه، په کامله او سنجوله شوې توګه کنټرولوی. حضرت امام علی ع، پدې باره کی فرمایی:« تر ټولو غښتلئ او زړه ور کس هغه څوک دئ، چی عقل یی د ویرې په وختو کی، لا ټینګ او ثابت وی.» که انسان و کولای شی؛ ځان له ګناهونو او خطاګانو څخه وساتی او پایداره پاتی شی، زړه ور دئ. له دې رویه امام علی ع زړه ورتیا، چمتو مرستندویه، او څرګند فضیلت  ګنی.
 د زړه ورتیا او شجاعت کلمه په قرآنکریم کی نه ده راغلې، مګر؛ د یو شمیر آیتونو مضمون، په څرګنده توګه پدغه ذاتی کمال باندی دلالت لری. د مثال په توګه: د آلعمران د مبارکې سورې ۱۷۳ آیت، د پیغمبر اکرم ص د یارانو د توکل او زړه ورتیا د ستایلو په هکله دئ. د اُحُد جګړې په پای کی، د ابوسفیان ګټونکی لښکر؛ چی د مکې خواته د تلو په حال کی ؤ، ناببره پښیمانه شو، او تصمیم ونیو یو ځلې بیا، په مسلمانانو باندی حمله وکړې، او دهغوی پاتی کسان ووژنی. دغه خبر حضرت پیغمبر ص ته ورسید، انحضرت په چټکۍ سره خلګ په یو بله جګړه کی ګډون کولو ته را وبلل. د اُحد جګړې ټول ټپیان هم، جګړې ته چمتو شول، او ویی ویل: خدای زموږ لپاره کافی او بس دئ. د همدې زړه ورتیا له کبله د مشرکانو لښکر له خپلې فیصلې څخه پښیمانه؛ او مکې ته ستون شو. متعال خدای ج پدغو آیتونو کی د مؤمنانو په ستاینه کی فرمایی:« هغوی هغه کسان ؤو، چی خلګو هغوی ته وویل: د دښمن لښکر؛ په تاسو باندی د حملې لپاره غونډه کړې ده، له هغوی څخه وویریږۍ، خو نه یواځی ونه ویریدل، بلکه ایمان یی لا زیات شو، او ویی ویل:« خدای موږ ته کافی دئ او زموږ ډیر ښه ملاتړئ دئ.»
هغوی د خپلې زړه ورتیا په ښودلو سره، نه یواځی له یوې خطرناکې ماتې څخه مخنیوئ وکړ، بلکه د راتلونکو بریالیتوبونو بنسټ یی کښیښود، او د خپلو دوستانو له زړه څخه یی، د ماتې منفی اغیزې له منځه یووړې، او په پروردګار باندی په توکل سره یی، د امید څراغ په زړونو کی روښانه وساته. له همدې رویه؛ د خدای ګران رسول ص دستور ورکاوه، چی ډارن کسان دی په اسلامی جنګونو کی برخه وانخلی، چی د نورو د روحیې د کمزورتیا سبب نه شی، او فرمایل یی: «هغه څوک، چی په ځان کی ویره احساسوی؛ په جنګ کی برخه وانخلی.»
 پیغمبران او امامان ع، د خدای اولیا او د هغوی رښتنی پیروان،د خپل وخت او دورې له ډیرو زړه ورو کسانو څخه، شمیرل کیدل؛ او د حق د ثابتیدو او ټینګښت لپاره، د مقاومت او اتلولۍ ستر مثالونه ؤو. د دغو سترو اتلانو له جملې څخه، یو تن حضرت امام علی ع ؤ، چی پیغمبر اکرم ص د هغه په هکله، په یو حدیث کی و فرمایل: « علی؛ د روح او جسم له نظره تر ټولو انسانانو ډیر زړه ور، او د زړه د غښتلتیا له نظره د هغوی تر ټولو توانمن او اتل دئ.»
د خندق جګړې په پیښه کی، چی د هجرت د پنځم کال ډیره ستره پیښه وه، حضرت علی ع د پیغمبر اکرم ص په دستور، د دښمن د ډیر زړه ور پهلوان« عمرو بن عبدود» جګړې ته لاړ، او هغه ته یی ماته ورکړه. پدی حال کی حضرت پیغمبر ص، د امام علی ع دغه اتلولۍ او ستر کار، چی د انحضرت له ایمان او زړه ورتیا څخه یی سرچینه اخیستې وه، په ډیرو عالی او له معنا ډکو کلماتو سره وستایه، او ویی فرمایل: « د هغه ګزار ارزښت چی علی د خندق په جګړه کی په دښمن باندی وکړ، د اجنه ؤو او انسانانو د عبادت له ارزښت څخه لا زیات دئ.»
د یو بل حدیث سره سم، حضرت رسول اکرم ص وفرمایل: « په هغه خدای باندی قسم؛ چی زما ځان د هغه په اختیار کی دئ، که د محمد د ټولو یارانو او صحابه ؤو اعمال، د قیامت تر ورځې پوری د ترازو یوې خواته کښیښودل شی، او د علی دغه اتلولې د ترازو په بله خوا کی، د علی دغه زړه ورتیا او اتلولې، د محمد د پیروانو په ټولو اعمالو باندی برترې مومی.» جالبه داده چی هرکله حضرت پیغمبر ص غوښتل، یاغی کافران وګواښی، او د هغوی په زړه کی ویره او وحشت رامنځته کړی، هغوی یی د حضرت علی ع په وجود باندی ګواښل، او فرمایل یی: « که له دستور څخه سر وغړوئ، او یاغی توب وکړئ، علی په تاسو پسی در لیژم.»
په همدی اساس نقل شوئ یو کس له امام علی ع څخه پوښتنه وکړه: ولی یو چابک او تیز آس د ځان لپاره نه اخلی؛ چی په جنګونو کی ور څخه استفاده وکړې؟ په ځواب کی یی وفرمایل: « زه آس ته اړتیا نه لرم، ځکه چی زه هیڅکله د دښمن له حملې نه تښتم. او هر کله چی په یو کس باندی حمله وکړم، او هغه وتښتې؛ د هغه پسی نه ځم.»
 
 
 
 
 


 

ټیګونه