Dec 04, 2023 13:15 Asia/Kabul
  • د  بادو پیمانه (د اسرائیلو په اړه لس مشهور ناسم باورونه)  دویمه برخه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د  بادو پیمانې یعنې د اسرائیلو په اړه د لسو مشهورو ناسمو باورونو  د پروګرام له (دویمې برخې) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

دوستانو په دې پاډکسټ لړۍ کې موږ "د اسرائیلو په اړه لس مشهور ناسم باورونه" څېړو. تر ټولو لومړی، د کتاب پر پوښ ​​باندې یوه جمله ده چې پام ځانته را اړوي: "هغه شیان چې ډېری خلک فکر کوي رښتیا دي، مګر داسې نه دي."

صهیونیسټانو د خپل ځان او خپل رژیم لپاره ځینې افسانې جوړې کړې دي، چې له هغې جملې څخه یوه یې همدا لاندې افسانه ده چې حقیقت نه لري:

فلسطین یوه تشه ځمکه وه. دلته یوازې باد او خاورې او اغزي وو، چې باد دې خواته او هغه خوا ته وړل.

دا افسانه هغه لومړی لامل وو چې اسرائیلو د هغې په پلمه، د فلسطین په خاوره کې پښه کېښوده. یوه خالي ځمکه چې دوی غواړي آباده شي. هغه ځمکه چې هېچا پوري اړه نه لري او نور د دوی ملکیت دی.

دا جعلي روایت چې فلسطین یوه خالي ځمکه وه، اوس هم د اسرائیلو د ښوونځیو او پوهنتونونو په نصاب کې تدریس کېږي. همدارنګه د رسنیو له لارې تبلیغ او خپرېږي.

د دې جعلي روایت ملاتړي د پوهنتون څېړونکي دي، چې لږ علمي شهرت لري، مګر د اسرائیلو په تعلیمي سیسټم کې د دوی نفوذ ډېر دی.

په امریکا کې هم دا انګیرنه چې د صهیونیزم له راتګه مخکې د موعود سیمه یعنې فلسطین له وګړو څخه یوه خالي، ویرانه، ویجاړه، وچه او بې محصوله ځمکه وه، اوس هم دوام لري.

دلته موږ غواړو تاریخي معلومات وڅېړو. تاریخي روایتونه وايي چې فلسطین د عثماني خلافت په وخت کې د نورو عربي ټولنو په څېر، یوه ټولنه وه. د فلسطین خلک نه یوازې محاصره شوي نه دي، بلکې د عثماني امپراتورۍ د یوې برخې په توګه، له نورو کلتورونو سره په آسانۍ سره اړیکه ټینګوله او سوداګري درلوده.

دویم دا چې فلسطین د بدلون او عصري کېدو لپاره پرانیستی غېږ درلود، د صهیونیسټي غورځنګ له راتګ څخه ډېر مخکې یې پرمختګ پیل کړی وو.

د بندرونو او ښارونو ساحلي شبکې له اروپا سره د سوداګرۍ له امله خورا پرمختګ او وده کړې وه او په هماغه وخت کې، د نږدې سیمو داخلي تجارت هم د ځمکې له لارې د هېواد په خاوره کې روان وو.

په بشپړه توګه د صهیونیسټي او امریکايي رسنیو له خوا د وړاندې شوي صحرايي انځور په خلاف، دغه هېواد په هغه وخت کې د شام تر ټولو شنو سیمو او د ختیځ له شنو سیمو څخه ګڼل کېده. دقیقا په هماغه وخت کې، فلسطین هم یو بډایه او ګټور کرنیز صنعت درلود. د قدس او بیت لحم په څېر وړو او تاریخي ښارونو، فلسطین ته د صهیونیسټي رژیم د راتګ په وخت کې د څه دپاسه یو نیم میلیونو کسانو اړتیاوې پوره کولې.

د صهیونیسټي او امریکايي رسنیو له خوا وړاندې شوي د صحرايي انځور په خلاف، دغه هيواد په هغه وخت کې د لیونت تر ټولو شنو سیمو او د ختیځ له شنو سیمو څخه ګڼل کیده. په عین وخت کې، فلسطین هم یو بډایه او ګټور زراعتي صنعت درلود. د قدس او بیت المقدس په شان وړو او تاریخي ښارونو په فلسطین کښې د صهیونیسټ رژیم د راتګ په وخت کښې د څه دپاسه یو نیم میلیونو خلکو د نفوس اړتیاوې پوره کولې .

د 19مې میلادي پیړۍ په پای کې، دا نفوس د پام وړ وواو لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، یوازې د نفوس لږه برخه یهودي وه. په زړه پورې خبره دا ده چې په هغه وخت کې په فلسطین کې د یهودانو دغې ډلې، د صهیونیسټي غورځنګ له خوا د دود شویو افکارو پر وړاندې مقاومت کولو.

فلسطیني کسانو د استعمار  او خپل هېواد ته د صهیونیسټانو د کډه کېدو په پیل کې، خپل ځانونه د ملت په مفهوم تعریفول. هغه پیاوړی مفهوم چې په 19 مې او 20 مې پیړیو کې شتون درلود.

د ملت او نشنلیزم د مفکورې دودول، د نړۍ په نورو برخو کې هم روان وو. ملتپاله مفکورې تر یوه حده د امریکايي مبلغینو له لارې منځني ختیځ ته ننوتلې وې. دغو مبلغینو د خلکو د دین د بدلولو او د عیسویت د دودولو او همدارنګه د خپلواکۍ او ملي هویت په اړه د نویو مفکورو د خپرېدو په هیله دا کار ترسره کولو. د فلسطین تعلیم یافته کسانو هم د عربي نړۍله نورو اشرافو سره یوځای دا نظرونه ومنل او یوه مستنده ملتپال نظریه یې جوړه کړه. هغه نظریه چې د دې لامل شوه دوی د عثماني امپراتورۍ په وخت کې لومړی د عربانو لپاره د ډېرې داخلي خپلواکۍ غوښتنه وکړي او په پای کې خپلواکي ترلاسه کړي.  

په فلسطین کې، هغه عیسویانو چې د نشنلیزم په بحث کې ښکېل شوي وو، د مسلمانو اشرافو په منځ کې لیواله ملګري وموندل او لکه څنګه چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پای ته نږدې کېدلو، ډېری مسلمان - مسیحي ډلې په چټکۍ سره په ټول فلسطین کې رامېنځته شوې او وده وکړه. مسلمان – عیسوي ډلې هغه ډلې وې چې په فلسطین کې ملتپالنې ته وده ورکړه.

په ټولې عربي نړۍ کې، یهودیان هم په داسې اتحادونو کې شامل شول، چې د بېلابېلو مذهبونو د ټولنیزو او سیاسي فعالینو له خوا جوړ شوي وو او د کوم ځانګړي دین او مذهب سره یې تړاو نه درلود. دا پېښه په فلسطین کې هم شوې ده. البته، د صهیونیزم فرقې لا تر اوسه هلته د اوږدې مودې یهودي ټولنې د مطلق تسلیمېدو غوښتنه نه وه کړې.

ډېری تاریخ پوهانو هم د صهیونیسټانو له راتګ مخکې، د فلسطین د ملتپالنې په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم په هغه وخت کې فلسطینیانو خپل هېواد د فلسطین په نوم نه یادولو، خو د فلسطین کلتوري درېځ په بشپړه توګه واضح او څرګند وو. په هغه وخت کې، "د دې ځمکې پورې تړاو" یو متحد احساس لېدل کېده. د شلمې پېړۍ په پیل کې، د فلسطین په نوم یوې ورځپاڼې د هغه نوم ته انعکاس ورکولو چې د هېواد خلک خپل ځانونه د فلسطین  په نوم ګڼل.

فلسطینیانو د مسلمانانو اکثریت او د مسیحي او یهودي لږکیو په ګډون، په خپله عربي ژبه خبرې کولې، خپل دودونه او عادتونه یې درلودل او د نړۍ په نقشو کې د هغه کسانو په توګه چې د فلسطین په نوم په یوه ټولنه کې ژوند کوي، څرګند شوي وو.

په لاندې ډول، د فلسطین اشرافو د سوریې د فدرالي اتحادیې یا حتی د متحده عربي اماراتو په چوکاټ کې، د عثماني امپراتورۍ څخه د خپلواکۍ لټون پیل کړ. په پایله کې، فلسطینیانو په تدریجي ډول ځانونه د یو خپلواک عربي دولت په توګه ولید.

که صهیونیسټان له اروپا، منځني ختیځ او شمالي افریقا څخه د څو میلیونو یهودیانو په اجباري هجرت سره، په فلسطین کې راښکاره شوی نه وای، نو دې هېواد به هم د لبنان، اردن او سوریې په څېر لاره خپله کړې وای او د عصري کیدو بهیر به یې پیل کړی وای.

په هرصورت، فلسطین د ملتپالنې لپاره په کلکه دوام ورکړ. په 1918 کال کې، فلسطین د عثماني دورې په پرتله ډېر متحد ګڼل کېده.

په 1923 کال کې، فلسطین ته د میلیونونو یهودیانو په اجباري کډوالۍ سره، د انګلستان حکومت د فلسطین د خاورې د سرحدونو په اړه خبرې اترې پیل کړې. د دې خاورې د سرحدونو په دقیق کېدو سره، د ملتپالو حرکتونو لپاره یوه ښه تعریف شوې جغرافیه رامنځته شوه. هغه هم د هغه هېواد لپاره چې د خپلواکۍ لپاره یې مبارزه کوله. دا پیښه رامنځته شوه او د فلسطین اصلي او ځایي خلک د پخوا په پرتله له دې هېواد سره د تړاو احساس پیداکړ.

د برتانیې د تړون په لیکنه کې، په قصدي ډول دا نه وو ویل شوي چې فلسطین چا پورې اړه لري: اصلي فلسطینیانو ته یا نويو یهودي مهاجرینو ته؟ د دغه نوي اداري جوړښت د تناقض او د طنز وروستی ټکی همدا وو، چې د فلسطین د سرحدونو بیاکتنې، د صهیونیسټي فرقې او غورځنګ له پیروانو سره مرسته وکړه، چې د اسرائیلو د ځمکې یا د اسرائیلو د خاورې روښانه جغرافیایي انځور ترلاسه کړي. هماغه ځای چې د صهیونیسټانو له نظره، یوازې یهودیان په هغه او د هغې په سرچینو باندې حق درلود.

هو! فلسطین یوه خالي ځمکه نه وه. فلسطین په نولسمه پیړۍ کې د ختیځ مدیترانې د بډایه او حاصل ورکوونکې نړۍ برخه او د عصري کېدو او ملتپالنې په لاره کې وه. فلسطین داسې دښته نه وه چې د سوکالۍ په انتظار وي. فلسطین په مفهومي ډول یو هېواد وو او د یوې عصري ټولنې په توګه، شلمې پیړۍ ته د ننوتلو لپاره د چمتووالي په حال کې وو.

خو د صهیونیسټي غورځنګ لخوا د دغه هېواد استعمار، دغه بهیر ناکام او د فلسطین د ټولو اوسېدونکو لپاره یې په یوه ناورین بدل کړ.

دا د لومړۍ افسانې ځواب دی، چې فلسطین هېڅکله خالي ځمکه نه وه. خو یوه پوښتنه پیدا کېږي. که د صهیونزم غورځنګ او فرقې د فلسطین د پرمختګ بهیر  نه وای ټکنی کړی، دا خاوره به د کوم پرمختګ پر لور روانه وه؟

د دې پاډکسټ په راتلونکې برخه کې زموږ سره یوځای شئ، ترڅو یوه بله ناسمه افسانه چې د اسرائیلو بنسټ جوړوي، وننګوو.

ژباړه: زماني

ټیګونه