Dec 20, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • د  بادو پیمانه (د اسرائیلو په اړه لس مشهور ناسم باورونه)  ۵مه برخه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو د  بادو پیمانې لړۍ له (۵مې برخې) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دې لړۍ کې د هغه شیانو په اړه څېړنه کوو چې ډېری کسان فکر کوي سم دي، مګر  داسې نه دي.

اوس د دې لړۍ د هغه عبارت په اړه خبرې کوو چې وايي: صهیونیزم هماغه یهودیت دی. آیا دا ادعا، سمه ادعا ده؟

آیا صهیونیزم له یهودیت سره برابر یا حتی د دې آسماني دین یوه څانګه ده؟ په حقیقت کې صهیونیسم په څه ډول رامنځته شو او وده یې وکړه او د یهودو له دین سره څه اړیکه او نسبت لري؟

دې پوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره له موږ سره و اوسئ.

ایلان پاپه د اسرائیلو په تړاو د لسو مشهورو ناسمو باورونو تر عنوان لاندې د خپل کتاب په درېیم څپرکي کې، د هغه فضا او تاریخي سیمې په اړه چې صهیونیزم پکې رامنځته شوی دی، بحث کوي. د هغه په آند، صهیونیزم د مرکزي اروپا او ختیځ اروپا د یهودي ټولنو له دوو انګیزو څخه رامنځته شوی دی.

لومړۍ انګیزه، په هغه ټولنه کې د امنیت لټون چې یهودیان یې له خپلو ځانونو سره مساوي نه وو منلي، حتی کله هم ځورول کېدل. دویمه انګیزه، له نورو ملي غورځنګونو څخه د تقلید کولو هیله وه. په اروپا کې داسې غورځنګونه رامنځته کېدل چې تاریخ لیکونکي ورته د ملتونو اروپايي پسرلی نوم ورکوي.

یهودیانو غوښتل چې د صهیونیزم له لارې، یهودیت له یوه مذهب څخه پر یوه ملیت او قومیت باندې بدل کړي. نو پاپه په دی باور دی چې کولای شو د صهیونیزم رېښې په آتلسمې پېړۍ کې د یهودیت روښانه کېدو په جشن کې پیدا کړو. هغه مهال یوه ډله لیکوالان، شاعران او د یهودو مذهبي مشران(خاخامان) وو چې عبري ژبه یې ژوندۍ او د یهودو د زده کړو سنتي او مذهبي پولې یې د ادبي، علمي او فلسفي څېړنو تر کچې ورسولې.

د دې غورځنګ په دوام سره، څه ناڅه د عبري ژبې ورځپاڼې او مجلې زیاتې شوې. په همدې موده کې، څو کسان چې د صهیونیسټ په تاریخ لیکنه کې د صهیونیزم د مخکښانو په توګه یادېږي، دوه نوي موضوعات مطرح کړل چې له عبارت وو له: د یوه ملي غورځنګ په توګه د یهودیت تعریف، او د خپلو نیکونو وطن ته د یهودیانو د ستنېدو لپاره د فلسطین استعمار چې په اویایم میلادي کال کې د رومیانو له لوري له هغه سیمې څخه ایستل شوي وو.

دا نظرونه په یوه سیاسي پروګرام باندې بدل شول چې د عاشقان صهیون په نوم یوه غورځنګ د هغه تبلیغ کولو. دوی په ۱۸۸۲ کال کې څو تنه قوي یهودي ځوانان فلسطین ته د مستعمره کسانو د راټولېدنې لپاره ولېږل. دا کار د تئوډور هرتزل (Theodor Herzl) په آثارو او فعالیتونو سره خپل اوج ته ورسېدل.

هرتزل د خپل ژوند ډېر کلونه د اتریش هېواد په پلازمېنې وینا کې تېر کړل. په لومړیو کې په سیمه ایزو او هغه هېوادونو کې چې یهودیان اوسېدل باوري وو. هغه د خپل ژوند د روایت له مخې په دې پوه شو چې په اروپايي ټولنو کې د یهودو غندنه تر کومې کچې پورې پیاوړې ده، نو له دې امله دې نتیجې ته رسېږي چې په سیمه ایزو سیمو کې د بشپړ اوسېدو هیله نشته، نو ځکه یې د هغه پر ځای په فلسطین کې د یوه یهودي هېواد د جوړولو فکر غوره کړ.

مګر په داسې حال کې چې د  صهیونیزم دا فکر د آلمان او امریکا په څېر  هېوادونو په یهودي ټولنو کې خپرېدو، هم د یهود مذهبي مشرانو او هم د دوی مخکینیو شخصیتونو  دا نوي فکرونه ردول. سکولار یهودیان هم اندېښمن وو چې د صهیونیزم فکر، په هر هېواد کې د دوی ملت او دولتونو ته د یهودیانو د وفادارۍ په اړه ځیني شکونه رامنځته کوي، او همدا موضوع د یهودیانو غندنه زیاتوي. مګر بدلونونه په تیزۍ سره پر مخ تلل.

د ۱۹مې پېړۍ په دویمه نیمايي کې د «یهودي اصلاحي غورځنګ» جوړ شو. هغه غورځنګ چې له عصري ژوند سره د یهودیت د همغږي کولو په لټه کې وو. دا مسله په آلمان او امریکا کې زیات پلویان درلودل. په لومړي سر کې، کله چې اصلاح غوښتونکي له صهیونزم سره مخامخ شول، په لومړي سر کې چې اصلاح کوونکي له صهیونیزم سره مخ شول،  دوی په شدت سره د ملیت په توګه د یهودیت له تعریف او په فلسطین کې د یهودي هېواد له جوړولو سره سخت مخالفت وکړ. که څه هم د دوی موقف د 1948 وروسته بدل شو.

د شلمې پیړۍ په دویمه نیمایي کې، دې غورځنګ په امریکا کې ډېر ځواک ترلاسه کړ او په هغه هېواد کې د یهودیانو په یوه پیاوړي سازمان باندې بدل شو. البته د جرمني یهودیان بیا هم د «یهودي ملت» د مفکورې خلاف وو او ځانونه یې د «جرمنیانو د یوه مذهبي دین» په توګه معرفي کول.

له اصلاح کوونکو پرته، د لیبرال یهودیانو هم هغه مهال د صهیونیزم مفکوره ردوله. لیبرال یهودیانو صهیونیزم یو خیالي غورځنګ یادولو چې د یهودیانو د ستونزو حل کولو لپاره ځواب نه ورکوي. تاریخ ښودلې وه چې لیبرالیزم د هغه یهودیانو چې بریتانیا او امریکا ته تللي وو، یا یې هلته ژوند کولو، محافظت کړی دی. دا یهودیان له ۱۸۹۰ لسیزې وروسته په ښکاره توګه د صهیونیزم په تړاو د خپلو باورونو بیانول پیل کړل.

مګر هرتزل چې سیاسي مقالې او مطبوعاتي راپورونه یې لیکل ادعا یې کوله چې د اروپا ګټه په دې کې ده چې په فلسطین کې د یوه نوي یهودي دولت له رامنځته کېدو سره مرسته وکړي.

په دې وخت کې د هرتزل ترټولو مهمه لاسته راوړنه دا وه چې وتوانېد په ۱۸۹۷ کال کې په کنفرانس کې د یهودو ټول فعالان د یوه بل ترڅنګ راټول کړي او د هغه په وسیله دوه اساسي سازمانونه جوړ کړي: یوه د نړۍ په کچه د صهیونیزم مفکورې د نړیوالو راټولېدنو تبلیغ وکړي او په ډګر کې یوه سیمه ایزه صهیونیسټي ډله په فلسطین کې د یهودو استعمار زیات کړي.

د صهیونیزم د مفکورو په عملي کېدو سره، د هغه یهودیانو باورونه چې له صهیونیزم سره مخالف وو، ترټولو زیات ښکاره شول. د اصلاحاتو له غورځنګ او د یهودیانو له لیبرال پرته، د کیڼ اړخو، د ګډو یهودي ټولنو غیر روحاني مشرانو او د ارتدوکس یهودیانو له لوري هم پر صهیونیزم باندې نیوکه وشوه.

د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په شرایطو برابر په یوې بهرنۍ سیمې کې د خپلواکۍ او واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره د هرتزل ادعا، د ویکتوریا د وخت تریتانیايي یهودیانو ته ستونزه پیدا کړې وه. د مرکزي او لوېدیځو اروپايي پخوانیو هېوادویانو له آنده، صهیونیزم یوه فتنه اچوونکې مفکوره وه چې د دې لامل کېدلو چې خپلو هېوادونو ته د انګلیسي، آلماني او فرانسوي یهودیانو وفاداري تر پوښتنې لاندې راشي.

له هرتزل څخه د دوی د نه ملاتړ له امله، د صهیونیزم غورځنګ پر دې ونتوانېد چې د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیلېدو مخکې په لوېدیځه اروپا کې پوره اغېزمنتوب ولري. مګر د هرتزل له مرګ وروسته، په ۱۹۰۴ کال کې وو چې د صهیونیزم نورو مشرانو له لندن سره پیاوړی اتحاد رامنځته کړ چې صهیونیزم ته یې ډېر خدمتونه وکړل.

مګر کله چې صهیونیزم د لومړي ځل لپاره په اروپا کې رامنځته شو، د یهودو ډېری مشرانو د صهیونیزم له فعالانو سره د خپلو پلویانو د هرډول اړیکي مخه نیوله. دوي په دې باور وو چې صهیونیزم د خدای په اراده کې بېځایه دخالت دی چې غواړي یهودیان د مسیح یا هماغه د یهودیانو د ژغورونکي د وخت تر راتلو پورې په تبعید کې وساتي. دوې پر دې باور وو چې د دې کار پرځای، یهودیان باید د هغه ورځې په تمه پاتې شي چې د خدای اراده دې موضوع  پورې تعلق ونیسي او تر هغه وخته پوري، یهودیان باید په هماغه دودیز ډول خپل د یهودیت ژوند ته دوام ورکړي.

یوه ستر آلماني یهودي مشر  په تریخوالي سره خپل لید لوری بیان کړ او وویل چې صهیونیزم زما څخه غواړي چې د یهودیانو د پېړیو پېړیو وړاندې پوهه، حکمت او قوانین، د یوې ټوټې رخت، یوې ټوټې ځمکې او یوې سندرې لپاره بدل کړم. د آلماني یهودي مشر مطلب بیرغ، ټاټوبی او ملي سرود وو.

البته ټولو یهودي مشرانو چې د رهبرۍ مقام یې درلود، هم له صهیونیزم سره مخالف نه وو. د مشهورو شخصیتونو یوه کوچنۍ ډله هم وه چې د صهونیزم پروګرامونه یې تأییدول او ملاتړ یې ترې کولو.  د صهیونیزم ملاتړو یهودي مشرانو نه یوازې دا چې له یهودیانو څخه غوښتل چې له اروپا څخه ووځي او فلسطین ته ولاړ شي؛ بلکې په قاطعیت سره بیانول چې دا نه یوازې یوه ملي دنده، بلکې د یهودیانو مذهبي دنده ده. یهودیان باید په خپله خاوره کې د کروندو او د ځمکو د نیولو له لارې فلسطین په مستعمره تبدیل کړي. دا هېڅ د حیرانتیا وړ خبره نه ده چې د دوی په لیکنو کې د فلسطین د ځايي کسانو کوم اثر نه لیدل کېږي. دوی ادعا کوله چې دا ډول کار نه یوازې دا چې په الهي اراده کې دخالت کول نه دي، بلکې برعکس، د یهودو پیغمبرانو د وړاندوینو او د یهودو د ملت بشپړ آزادېدو او د مسیح یا د هماغه د یهودیت د ژغورونکي د بندېدو لامل شي.

له دې سره، د ارتدوکس یهودي ستر شخصیتونه دا پلان ردوي، ځکه چې پوهېدل چې دا نوی غورځنګ یعنې صهیونیزم نه یوازې دا چې د فلسطین د نیولو هیله لري، بلکې هیله مند دي چې یهودیان سکولار هم کړي. په دې توګه، نوي یهودیان د اروپايي ارتدوکس مذهبي یهودیانو په خلاف رامنځته کړي. دا موضوع د نوي اروپايي یهوديانو په تړاو خپل اوج ته ورسېده، هغه یهودیان چې د اروپا د یهودیانو د غندنو له امله نور نشي کولای هلته ژوند وکړي مګر د یوه اروپايي په توګه باید له براعظم څخه بهر خپل ژوند ته دوام ورکړي.

په یهودي ژوند کې د مقدس کتاب نقشه هم د یهودیت او صهیونیزم ترمنځ یو بل توپیر موږ ته بیانوي. له صهیونیزم مخکې د یهودیانو په نړۍ کې، د یوه یو موټي متن په توګه مقدس کتاب چې له ځان سره ضمني سیاسي او یا حتی ملي دلالت له ځان سره ولري، د یهودیانو په هېڅ یوه ښوونیز مرکز کې نه تدریس کېدلو. مګر په مقابل لورې کې، په ۱۸۸۲ کال کې د عاشقان صهیون څخه نیولې بیا د لومړۍ نړیوالې جګړې په درشل کې د صهونیسټانو تر مشرانو پورې، چې له بریتانیا څخه پر فلسطین باندې د یهودیانو د مالکیت ادعا په اړه مرسته وغوښتله، مقدس کتاب ته ارجاع کول او د هغه ملتپال او سیاسي تفسیر په بشپړه توګه عام وو.

صهیونیسټي مشرانو د خپلو ګټو ترلاسه کولو لپاره، له مقدس کتاب څخه سنتي تفسیرونه له خنډونو سره مخ کړل. د بېلګې په توګه، عاشقان صهیون، مقدس کتاب یې داسې لوستلو چې په فلسطین کې د کنعانیانو تر واکمنۍ لاندې د یهودي ملت رامنځته کېدل بیان کړي. د دوی د تفسیر له مخې، کنعانیانو یهودیان مصر ته تبعید کړي وو، ترڅو چې دوی بېرته هغه سیمې ته ستانه شي او تر یوې قوماندې لاندې د دې سیمې (یوشع) پیغمبر بېرته آزاد کړي. مګر په تورات کې د یوه مظلوم ملت  چې د یوه ظالم رژیم له ظلم څخه د خلاصون لپاره یې جګړه پیل کړې وي، کوم اثر نشته. په سنتي تفسیر کې، ابراهیم او کورنۍ یې د هغه کسانو په توګه چې د خدای د توحیدي پېژندې په لټه کې وو، پېژندل کېدل، نه د یوه ملت او هېواد په لټه کې.  

د دې روایت له مخې، هغه مظلوم ملت چې د خپلې آزادۍ لپاره یې جګړه پیل کړې، یو ناسم روایت دی چې صهیونیسټان ورباندې ادعا کوي.

ژباړه: زماني

ټیګونه