Dec 20, 2023 12:04 Asia/Kabul
  • د  بادو پیمانه (د اسرائیلو په اړه لس مشهور ناسم باورونه)  ۶مه برخه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د  بادو پیمانې لړۍ له (۶مې برخې) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. دوستانو په دې لړۍ کې د هغه شیانو په اړه څېړنه کوو چې ډېری کسان فکر کوي سم دي، مګر  داسې نه دي.

اوس د دې لړۍ د هغه عبارت په اړه خبرې کوو چې وايي: صهیونیزم هماغه یهودیت دی. آیا دا ادعا، سمه ادعا ده؟

دې پوښتنې ته د ځواب ورکولو لپاره له موږ سره و اوسئ.

په صهیونیزم کې له مقدس کتاب څخه د غولولو ترټولو ډېره استفاده، د دې غورځنګ د سوسیالیزم له خوا شوې ده. په جدي توګه د سوسیالیزم او صهیونیزم ترکیب، په ۱۹۰۴ کال کې د هرتزل له مرګ وروسته پیل شو. دا ترکیب په دوام کې له تناقض سره مخ شو، هغه تناقض چې دوی یې له خند سره مخ کول. ځکه چې له یوې خوا یې غوښتل چې د یهودیانو ژوند سکولار کړي او له بلې خوا یې غوښتل چې د فلسطین د استعمار موجه ښودلو لپاره، له مقدس کتاب څخه کار واخلي.

د صهیونیزم د ډېرو مشرانو له آنده، په مقدس کتاب کې د فلسطین ځمکې ته له اشارو څخه استفاده، خپلو موخو ته د رسېدو یوه وسیله وه. دا موضوع په هغه لیکنو کې چې هرتزل لیکلي دي، لیدل کېږي.

په ۱۹۰۴ کال کې د هرتزل په مرګ  او د هغه د ځای ناستو په راتلو سره، صهیونیزم د موخې په توګه فلسطین ته ډېره پاملرنه وکړه. مقدس کتاب حتی د فلسطین پر ځمکې باندې د یهودیانو د الهي حق د اثبات لپاره، د پخوا په پرتله یو څه اغېزمن او ګټور شو. د صهیونیزم د خاورې په توګه پر فلسطین تمرکز په بریتانیا او اروپا کې د مسیحي صهیونیزم له خوا پیاوړی شو. هغه څېړونکو او لرغون پېژندونکو په مقدسو ځمکو کې کیندنې کړې وې، په فلسطین کې د یهودیانو له مېشت کېدو هرکلی وکړ. د دې کسانو له آنده، د یهودیان ستنېدل، د مسیح د راتلو او د مړو د ژوندي کېدو مقدمه وه. په ظاهره مذهبي رنګ باندې دا رمزي باور، د فلسطین د استعمار او چپاول لپاره ډېره مرسته وکړه. د دې مذهبي لید لورو ترشا، د اروپايي یهودو غندنو احساسات او له یهودو څخه د یوې خالې اروپا د رامنځته کولو لپاره د فلسطین په لور د یهودي ټولنو استول موجود وو.

دا کار له ډېرو اړخونو ګټور وو، دا چې اروپا یې له یهودیانو څخه خالي کوله. هغه هم د مسیح بیاځلي راګرځېدو لپاره د الهي پلان عملي کېدو په پلمه چې باید فلسطین ته د یهودیانو په ستندېدو سره وي. له هغه وخت وروسته، مقدس کتاب د فلسطین د استعمار لپاره هم په توجیه کوونکي او هم د صهیونیسټانو په تګلارې باندې بدل شو. د یهودیانو مقدس کتاب د اسرائیلي کورني او بهرني موخو د پلي کېدو لپاره مهم رول لوبولی دی. هغه روایت چې اوسنی اسرائیل دقیقا هماغه ځمکه ده چې خدای تعالی په مقدس کتاب کې ابراهیم ته وعده ورکړې وه.

صهیونسټي مشران پوهېدل چې د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره د مقدس کتاب په اعتبار باندې منګولي ټینګول  به کافي نه وي. د فلسطین استعمار چې بالفعل یوڅه کسان پکې اوسېدل او یوه آباده سیمه وه، د هېواد ټاکل کېدو، د مالکیت له منځه وړلو او  حتی د نژادي پاکوالي په تړاو یوه جوړښتي ساست ته اړ وو. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره، له فلسطنیانو څخه د مالکیت اخیستل د یوه مسیحي الهي پلان د عملي کولو لپاره انځورول. د دې سیاست ډېری ارزښت هغه مهال روښانه شو چې له صهیونیزم څخه د مسیحي نړیوال ملاتړ لامل شو.

صهیونیسټي مشرانو په دې مخ پر ودې سیکولر غورځنګ کې سوسیالیسټي او حتی مارکسیسټي ایډیالوژۍ ته تزریق کول پیل کړل. له دې ځایه وروسته، هدف دا و چې په سپېڅلې خاوره کې د سیکولر، سوسیالیسټي، استعماري یهودي یوه پروژه رامنځته کړي، البته د خدای په مرسته.

یهودي کډوال اساسا په فلسطین کې له خلکو سره له لیدو غافلګیره وو. ځکه چې دوی ته ویل شوي وو چې دا ځمکه له اوسېدو خالي وه. نو له هغه ځایه چې د هغه څه برعکس چې صهیونیسټانو ته ټاکل شوی وطن ویل شوی وو، فلسطین له کسانو څخه خالي نه وو، باید د مېشتو کسانو پر حضور باندې غالب شوي وای. نه ډېر به ښه وای که خدای یې هم له خپل ځان سره درلودلای، حتی که په خدای د بې باوره کسانو په ډله کې وای. په دې توګه، د صهیونیزم مشران چې یو یې د اسرائیلو ولسمشر شو، د فلسطین د غصب او استعمار د توجیع لپاره د مقدس کتاب له ژمنو څخه استفاده وکړه.

د صهیونیزم د الهي تائیدۍ په توګه د مقدس کتاب تفسیر، له سوسیالیسټانو سره مرسته وکړه چې له نړیوالو ارزښتونو څخه پیروي، اتحاد او برابري د فلسطین د سیمه ایزو کسانو له استعماري پروژې سره برابري کړي. په حقیقت کې، له هغه ځایه چې د فلسطین استعمار د صهیونیزم اصلي موخه وه، یوڅوک باید پوښتنه وکړي چې دا نو څه ډول سوسیالیسټي ده چې د بشریت د یووالي او مساوات شعار ورکوي، مګر موخه یې د یوه هېواد استعمار وي.

ځکه، کله چې ډېری صهیونیسټي مېشت ځایونه د فلسطینیانو په سیمو کې جوړ شول، چې اوسېدونکي یې په ۱۹۴۸ کال کې په زوره او د نیزې له مخې له خپلو کورونو څخه بهر او بېځایه کړل شول، صهیونیسټان د دې موضوع د توجیه لپاره ادعا کوله چې دا سیمې د یهودیانو لرغوني ځایونه دي چې په مقدس کتاب کې ورته اشاره شوې ده. له  دې امله، د دې سیمو نیول نه دا چې اشغالګري نه ده، بلکې آزادول دي. د سیمو له نیولو وروسته، د مقدس کتاب له مخې یوه ځانګړې لرغون پېژندونکې کمېټه له کسانو خالي سیمو ته تلل او روښانه کول یې چې په مقدس کتاب کې د روایت پرمهال د دې سیمو نوم څه وو. بیا هم د یهودو د ملي صندق فعال چارواکي، په نوي نوم او په نوي جوړ شوي اصطلاح سره نوی مېشت ځای جوړولو.

په دې توګه، د شلمې پېړۍ ترټولو سوسیالیسټي او سکولاري استعماري پروژې ، خپله ادعا د خالصې الهي وعدې په توګه مطرح کوله. حتی وروسته له هغه چې اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال کې لوېدیځه غاړه او د غزې تړانګه اشغال کړه، همدارنګه د ورته موخو لپاره له مقدس کتاب څخه استفادې هم دوام وکړ.

صهیونیسټان په ټاکنیز ډول د مقدس کتاب هغه برخې او عبارتونه غوره کول چې د دوی په آند د فلسطینیانو مالکیت یې توجیه کولو.

جنګ غوښتونکي او جنجالي صهیونیزم، د فلسطینیانو د مالکیت لغوه کولو او له دوی سره د بد چلند لپاره د مقدس متن په نوم جواز ترلاسه کړی وو، په وحشي ډول یې بېرته غندل پیل کړل. ښارګوټي جوړل او په الخلیل او قدس او د فلسطینیانو په سیمو کې د دوی مېشت کېدل، له رېښو څخه د فلسطینیانو د زیتون ونې ایستل، او د فلسطینیانو کروندو ته اور اچول، دا ټول په اسرائیلي سیمو کې د ژوند کولو لپاره د یهودیانو د الهي ماموریت د یوې برخې په توګه توجیه کېدل.

د مقدس کتاب له پیغامونو څخه د وطن انتخابولو ناوړه تفسیر یوازې په ۱۹۶۷ کال کې نیول شویو ځمکو پورې نه محدود کېدله. دوی د هغه ښارونو په لور حرکت پیل کړ چې پکې یهودیان او عرب په ګډه توګه اوسېدل. په دې توګه، هغه د سولې او یووالي ګډ ژوند چې ډېر وخت په هغه ښار کې حاکم وو، له منځه یوړل شو.

له بلې خوا، یهودي هوښیارو او سکولارو څېړونکو هڅه کوله چې د یوې مبهمې ژمنې په وړاندې کولو کې، له لرغوني حالت څخه یوه حاضره واقعیت او همدارنګه علمي حالت ته ورته وي مګر په عملي توګه ولیدل شي. دا پروژنه عملا د یهودو د نامتو تاریخ لیکونکي دینور (Dinur) له خوا په فلسطین کې د بریتانیا تر سرپرستۍ لاندې پیل شوه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې د دینور کار، د هغه د ځای ناستو په څېر وو چې په علمي توګه دا ثابت کړي چې د روم د امپراتورۍ له وخت راهیسي، یهودیان په فلسطین کې حضور درلود. دینور او د هغه همکارانو په فلسطین کې په ۱۸مه پېړۍ کې د یهودیانو دوه سلنې حضور په ادعا سره هڅه وکړه چې د فلسطین د مالکیت په تړاو د صهیونیسټانو نوې ادعا ثابته کړي.

د تاریخ په څانګه کې د بریتانیا یو ترټولو تکړه او پېژندل شوی استاد، کلونه وړاندې  د عربي اسرائیلي نښتو اطلس چمتو کړی وو چې د کمبریج پوهنتون د خپرندوی له خوا خپور شوی دی. دا اطلس  د مقدس کتاب له موضوعاتو څخه بل روایت وړاندې کوي. هغه دا فرضیه مطرح کوي چې دا سیمه د یوه یهودي پاچا تر واکمنۍ لاندې وه او اوس له ۲ زره کاله شړل کېدو وروسته یهودیان هغه سیمو ته ستانه شوي دي. د کتاب د لیکوال د نظریې له مخې، له منځنۍ پېړۍ څخه نیولې بیا په ۱۸۸۲ کال کې فلسطین ته د صهیونسټانو تر لومړي ځل تلو پوري هېڅ مهم شی نه دی ترسره شوی. یوازې کله چې صهیونیسټان په فلسطین کې وو، دې موضوع د څېړلو او تګلارې جوړولو ارزښت پیدا کړ.

په مقدس کتاب پورې اړوندې څېړنې اوس مهال د اسرائیلي رژیم د ښوونځیو د تعلیمي پروګرام یوه اړینه او پراخه برخه ده. دې حقیقت ته په ځانګړې پاملرنې سره چې مقدس کتاب په خپل زړه کې یو پخوانی تاریخ ثبت کړی، چې د فلسطین د ملکیت په اړه د یهودیانو ادعا توجیه کوي.

بین ګوریون په هغه کمیسیون کې چې په ۱۹۳۷ کال کې د بریتانیا د پاچا له لوري جوړ شو، د مقدس کتاب یوه نسخه د غړو په مخ کې وخوروله او فریاد یې وکړ: "دا زموږ د مالکیت سند دی." "پر فلسطین زموږ د مالکیت حق پر فلسطین باندې د برتانوي سرپرستۍ له فرمان څخه نه دی راغلی، مقدس کتاب زموږ د سرپرستۍ فرمان دی

ایلان پوپ په دې باور دی چې له تاریخي پلوه یقینا دا معنی نه لري چې مقدس کتاب او هغه څه چې په دې پېړیو کې په اروپا کې د یهودیانو لپاره  پیښ شوي، او د 1948 جنګ او د اسرائیلو رامنځته کول د یو واحد تاریخي فصل په توګه تدریس کړي. خو د ایډیالوژیک له نظره، دا درې واړه عناصر یو له بل سره تړاو لري. داسې چې د یهودي دولت د بنسټیز توجیه په توګه، زموږ په وخت کې اسرائیلي زده کوونکو او نورو یهودیانو ته تلقین او تدریس شوي دي.

د "اسرائیلو په اړه لس مشهور غلط مفکورې" د کتاب لیکوال ایلان پاپه په باور ، د یهوديانو مقدس کتاب، یو ادبي متن دی چې د ډېری خلکو لخوا په مختلفو دورو کې لیکل شوی ، نه د خدای لخوا د جګړې یو لارښود او رهنما. خو د صهیونزم له خوا له دغه کتاب څخه اوزاري استفاده تر هغه ځایه پرمخ ولاړه چې د اسرائیلو د عدلیې وزیر آیلت شاکد(Ayelet Shaked) یوه مقاله خپره کړه چې پکې ویل شوي وو، فلسطیني کورنۍ باید له خپلو ماشومانو سره مړه شي. د هغه په ​​باور، د فلسطينيانو له منځه وړلو پرته، نور هېڅ عادلانه نه دي. همدارنګه، د دوی کورونه چېرې چې دوی دا ماران پاللي دي، باید په فزیکي توګه ویجاړ شي. که نه، نور کوچني ماران به بیا هلته نسل وکړي.

ژباړه: زماني

ټیګونه